د لومړي چارلز اعدام
لومړی چارلز د ۱۶۴۹ زکال د جنوري په دېرشمه د سه شنبې په ورځ د وایټ هال ماڼۍ له میلمستون یا بانکټینګ ماڼۍ بهر اعدام شو. دغه اعدام د انګلستان د کورنۍ جګړې پر مهال د سلطنت غوښتونکو او د انګلستان د پارلمان د استازو ترمنځ د سیاسي او پوځي شخړو د اوج ټکی و چې له امله یې د انګلستان، ایرلنډ او سکاټلنډ پاچا لومړی چارلز ونیول شو او محکمې ته حاضر کړای شو. د ۱۶۴۹ زکال د جنوري په ۲۷ مه د عدالت پارلماني سترې محکمې چارلز «په خپله خوښه په دولت باندې د نامحدود او ظالمانه واک لرلو او همدارنګه د وګړو د حقونو او آزادیو د تر پښو لاندې کولو» له امله مجرم اعلان کړ او د سر غوڅولو په طریقه یې د هغه د اعدام امر ورکړ. [۱]
چارلز د خپل ژوند وروستۍ ورځې په سنت جمیز ماڼۍ کې تېرې کړې له خپلو تر ټولو وفاداره کارکوونکو سره مل شو او کورنۍ یې لیدو ته ورته راتله. د جنوري په ۳۰ مه یې هغه د وایټ هال ماڼۍ بانکټېنګ هاوس (میلمستون) ته نږدې جوړ کړای شوي تور رنګه اعدام ځای ته بوتله څو هلته یې اعدام کړي. ګڼ شمېر خلک د پاچا وژنې د دغو مراسمو لیدو ته راغونډ شوي و. چارلز د اعدام ځای ته وخوت او خپله وروستۍ وینا یې خلکو ته وکړه، هغه ټول هغه تورونه رد کړل چې پارلمان ورباندې لګولي و او او ځان یې د «خلکو شهید» وباله. راغونډو شوو وګړو د پارلماني ګاردانو د شتون له امله چې د اعدام کولو له ځای چاپېر شوي و ونشو کولای د هغه وینا واوري خو له چارلز سره څنګ ته کشیش ویلیام جکسون هغه په لنډه توګه ضبط کړه. چارلز په وروستیو کې څو کلمې خبرې له جکسون سره وکړې، هغه په جنت کې د خپل «فساد نه منونکي تاج» ادعا وکړه او خپل سر یې د پرې کولو پر تخته کېښود. څو شیبې صبر یې وکړ او د چمتووالي د علامې په ورکولو سره یو ناڅرګند جلاد په یوه ګذار سر ترې پرې کړ او د چارلز سر یې د وګړو د رامنځته شوې چوپیتا پر مهال د وګړو خوا ته ونیو او لږ وروسته یې د هغه سر د ګڼ شمېر سرتېرو په پښو کې ورګذار کړ.
دغه اعدام د انګلستان د تاریخ د تر ټولو مهمې او بحث پارونکې پېښې په توګه توصیف شوی دی. یو شمېر دغه اعدام د یو بېګناه انسان شهید کول ګڼي، د انګلستان د پاچاهۍ د بېرته رامنځته کولو د دورې تاریخ لیکونکی اډوارډ هایډ څرګندوي «دغه کال له وړاندې تېرو کلونو څخه تر ټولو بدنامه او غندل کېدونی کال و، چې په کې په لوړه کچه چلوټۍ او ریا، پیاوړو ریښه لرونکو شرارتونو او خونړيو خیانتونو شتون درلود چې هېڅ ملت هېڅکله هم په دې توګه نه و رټل شوی»؛ ایزاک ډیزریلي د چارلز اړوند لیکي چې هغه «د هماغه ټولیز تفکر څخه تبر موندلی و او له هغه عظمت سره چې ژوند یې ورسره کاوه مړ شو»، هغه د یو «مدني او سیاسي» شهید په توګه د انګلستان لپاره ومړ. یو شمېر نور بیا دغه چاره په بریتانیا کې دیموکراسۍ پر لور ژوند بخښونکی ګام بولي ځکه چې د لومړي چارلز څارنوال، جان کوک څرګنده کړې «دغه حکم نه یوازې د یو ظالم بلکه د استبداد پر ضد صادر شو» همدارنګه وېګ تاریخ لیکونکی ساموئل راسون ګاردینر لیکي «د چارلز په مړینې سره د مشروطه نظام د جوړېدو پر وړاندې اصلي خنډونه له منځه ولاړل. [...] سلطنت هماغه ډول چې چارلز درک کړی و، د تل لپاره له منځه ولاړ».[۲][۳][۴][۵][۶][۷]
اعدام
[سمول]د اعدام مراسم د ۱۶۴۹ زکال د جنوري په ۳۰مه ترتیب شوي و. د جنوري په ۲۸مه پاچا له وایټ هال ماڼۍ څخه سینټ جیمز ماڼۍ ته ولېږدول شو، احتمالا د دې لپاره چې د بانکټېنګ ماڼۍ په بهر کې (په کره توګه د وایټ هال په شاته کوڅه کې) د اعدام ترسره کولو په موخه د ځای جوړولو د چارو له غږونو لرې وي. چارلز خپله دغه ورځ د لندن له کشیش ویلیام جکسون سره په عبادت کولو تېره کړه.[۸][۹]
د جنوري په ۲۹مه چارلز خپل شخصي اسناد او شفري لیکونه وسوزول. هغه خپل ماشوم د ۱۵ میاشتو لپاره نه و لیدلی، له همدې امله د پارلمان استازو اجازه ورکړه څو له خپلو دوه ماشومانو الیزابت او هنري سره د وروستي ځل لپاره وګوري. هغه خپلې ۱۴ کلنې لور الیزابت ته لارښوونه وکړه چې «پروتستانت واقعي مذهب» ته وفاداره پاتې شي او خپلې مور ته ووايي چې «هغه یې هېڅکله له فکره نه ده وتلې». ۱۰ کلن هنري ته یې هم لارښوونه وکړه چې د پارلمان د استازو له خوا «پاچا نه شي»، ځکه ډېرو دا ګمان درلود چې هنري به د یو تش په نامه پاچا په توګه وټاکي. چارلز خپل جواهرت په خپلو ماشومانو وویشل. چارلز د خپل ژوند وروستۍ شپه ناکراره تېره کړه او یوازې د شپې په دوه بجو ویده شو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
چارلز د خپل اعدام په ورځ وخته له خوبه پاڅېد. هغه د سهار په پنځو بجو د خپلو تشریفاتي جامو په اغوستلو پیل وکړ چې بشپړې تور رنګه وې او آبي رنګه بندونه یې لرل. د هغه ځان چمتووالي تر لمر خاته پورې دوام وکړ. هغه د خپلې خوب د کوټې تنظیم کوونکي توماس هربرت ته لارښوونه وکړه چې له پاتې وسایلو سره یې څه وکړي. هغه له هربرت څخه د یو اضافي بنیان یا کمیس غوښتنه وکړه څو راټول شوي خلک د یخنۍ له لاسه د ده لړزېدل، د ډار له امله وه نه بولي. وړاندې له دې چې حرکت وکړي جکسون ورته د رباني عشا د مراسمو ځانګړي خواړه ورکړل څو د اعدام په ځای کې د لوږې له امله بېهوښه نه شي. له غرمې وړاندې په لس بجو ډګروال فرانسېس هکر چارلز ته لارښوونه وکړه څو د اعدام په موخه وایټ هال ماڼۍ ته ولاړ شي. د غرمې پر مهال چارلز یو ګیلاس کلاري واین وڅښل او یوه ټوټه ډوډۍ یې وخوړه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
ګڼ شمېر خلک له میلمستون یا له بانکټېنګ هاوس بهر راغونډ شوي و، چېرې چې د چارلز د اعدام کولو ځای تنظیم شوی و. دغه سټېج په تور رنګه تکه باندې پوښل شوی و او په لرګیو کې دننه رسۍ بندې شوې وې څو د اړتیا په صورت کې د چارلز د مهار کولو په موخه ترې کار واخلي. د اعدام لپاره تخته تر دې کچې لاندې وه چې پاچا اړ و پر هغه باندې د خپل سر اېښودو په موخه په سجده پرېوزي، داسې حالت چې د تختې پر وړاندې د ګونډو وهلو پر ځای یې د ډېر اطاعت د حالت څرګندويي کوله. د چارلز اعدام کوونکو د پېژندو څخه د مخنیوي په موخه مخ پټي تړلي و او تورې خولۍ یې اغوستې وې.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
له غرمې وړاندې شاوخوا ۲ بجو پر مهال ډګروال هکر، چارلز د اعدام ځای ته راوغوښت. چارلز د میلمستون له دروازې څخه د اعدام ځای ته راغی، هغه راتګ چې هربرت «تر ټولو خواشینونکې منظره چې انګلستان لیدلې» توصیف کړې ده. چارلز د وګړو بیروبار ولید او پام یې شو چې د وګړو او د اعدام د ځای ترمنځ ولاړ ساتونکي خلکو ته د هغه د هر ډول وینا غږ رسېدنه اخلال کوي. له همدې امله خپله وینا یې جکسون او د پاچا اعدامونکي متیو تاملینسون ته وکړه – چې لومړني یې وینا په لنډه توګه ضبط کړه. هغه د هغو تورونو پر وړاندې د خپلې بې ګناهۍ وویل چې پارلمان ورباندې تورن کړی و، همدارنګه یې عیسویت ته خپله وفاداري څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې پارلمان له ده څخه په وړاندې دورو کې د ټولو جګړو عامل دی. هغه ځان «د خلکو شهید» وباله او ادعا یې وکړه چې د هغوی د حقونو لپاره وژل کېږي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
چارلز له جکسون خپله شپنۍ وریښمني خولۍ وغوښته چې پر سر یې کړي څو جلاد د هغه له ویښتانو سره په تکلیف نه شي. هغه جکسون ته مخ کړ او څرګنده یې کړه چې «له یو فاسد تاج څخه د فساد نه منونکي تاج لور ته درومي» - یعنې دا چې جنت ته درومي. چارلز، جکسون ته خپله تشریفاتي چپن او کمربند ورکړل او په یوه کلمه کې یې د راز په څېر ورته وویل: «په یاد یې ولره». چارلز خپله غاړه د تختې پر سر کېښوده او له جلاد څخه یې وغوښتل د ده تر اشارې پورې یې سر پرې کولو ته صبر وکړي. څو شیبې وروسته چارلز اشاره وکړه او جلاد هم په یوه ګذار سرې ترې پرې کړ. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Gardiner, Samuel Rawson, ed. (1906). "The Charge against the King". The Constitutional Documents of the Puritan Revolution 1625–1660. Oxford University Press. بياځلي په 2019-03-02.
- ↑ Hyde, Edward (1706). The History of the Rebellion and the Civil Wars in England, Volume 3, Part 1. Oxford. pp. 273–4.
- ↑ D'Israeli 1851, p. 574
- ↑ D'Israeli 1851, p. 566
- ↑ Quoted in Robertson 2005, p. 194; Wedgwood 1981, p. 2
- ↑ Cook, John (1649). King Charls, his case, or, An appeal to all rational men concerning his tryal at the High Court of Justice. London: Peter Cole. p. 42.
- ↑ Gardiner 1901, p. 329
- ↑ Carlton 1983, p. 355
- ↑ Carlton 1983, p. 355
- ↑ Carlton 1983, p. 356; Gardiner 1901, p. 319
- ↑ Carlton 1983, p. 356; Gardiner 1901, p. 319; Wedgwood 1981, p. 166
- ↑ Carlton 1983, p. 356; Gardiner 1901, p. 319; Wedgwood 1981, p. 167
- ↑ Carlton 1983, p. 356; Gardiner 1901, p. 319; Wedgwood 1981, pp. 166–168
- ↑ Gardiner 1901, pp. 319–320
- ↑ Cox, Noel (1999–2000). "The ceremonial dress and accoutrements of the Most Noble Order of the Garter". خوندي شوی له the original on 2003-04-20. بياځلي په 2019-03-03.
- ↑ Carlton 1983, p. 357
- ↑ Edwards 1999, pp. 168–169
- ↑ Edwards 1999, p. 169
- ↑ Edwards 1999, p. 170; Wedgwood 1981, p. 169
- ↑ Carlton 1983, p. 357; Robertson 2005, p. 198
- ↑ Hibbert 1968, p. 278
- ↑ Edwards 1999, p. 171
- ↑ Journal of Robert, 2nd Earl Leicester – Kent Archives U1475/F24 p.38
- ↑ Edwards 1999, p. 176
- ↑ Carlton 1983, p. 358; Sidney 1905, pp. 97–98
- ↑ Carlton 1983, p. 358; Edwards 1999, p. 176; Hibbert 1968, p. 279; Robertson 2005, p. 198; Wedgwood 1981, p. 177
- ↑ D'Israeli 1851, p. 559; Edwards 1999, p. 176; Robertson 2005, pp. 198–199; Wedgwood 1981, p. 237
- ↑ Carlton 1983, p. 358; Gardiner 1901, p. 322; Robertson 2005, p. 198 Wedgwood 1981, p. 176
- ↑ Hibbert 1968, p. 279; Robertson 2005, p. 198
- ↑ Herbert, Thomas (1815). Memoirs of the Two Last Years of the Reign of King Charles I (3rd ed.). London. p. 193.
- ↑ Carlton 1983, pp. 359–360; Edwards 1999, pp. 178–182; Gardiner 1901, p. 322; Hibbert 1968, p. 279; Holmes 2010, p. 93; Robertson 2005, p. 199; Wedgwood 1981, p. 178
- ↑ Charles I (1654). "The Speech of King Charls upon the Scaffold at the gate of White Hall; immediately before the execution. January 30". The full proceedings of the High Court of Iustice against King Charles in Westminster Hall. London.
- ↑ Edwards 1999, p. 181; Hibbert 1968, p. 279
- ↑ Edwards 1999, p. 182; Robertson 2005, p. 200; Wedgwood 1981, p. 176
- ↑ Charles I (1654). "The Speech of King Charls upon the Scaffold at the gate of White Hall; immediately before the execution. January 30". The full proceedings of the High Court of Iustice against King Charles in Westminster Hall. London.
- ↑ Carlton 1983, p. 359; Edwards 1999, p. 182; Robertson 2005, p. 200; Sidney 1905, p. 11; Skerpan-Wheeler 2011, p. 913
- ↑ Edwards 1999, p. 182; Hibbert 1968, p. 280; Robertson 2005, pp. 200–201; Wedgwood 1981, p. 180