د لومړنیو انسانانو کډوالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لومړنیو انسانانو کډوالي د  لویو وچو ترمنځ د لرغونو او عصري انسانانو پخوانۍ کډوالي او پراخېدنه ده. داسې باور دی چې دا بهیر نږدې ۲ میلیونه کاله وړاندې، د افریقا څخه  بهرپه لومړنۍ پراخېدنې سره د هومو ایریکټس له خوا پیل شو. دا لومړنۍ کډوالي د نورو لرغونو انسانانو له خوا تعقیب شوه ، لکه د هومو هایدلبرجنسیس، چې شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ کاله وړاندې یې ژوند کاوه او د دینیسووانس او په اټکل سره نیاندرتالز او همدارنګه د عصري انسانانو نیکونه وو. لومړني هومیندز، ښایي چې " ځمکه ییز پلونه وي چې وروسته تر اوبو لاندې شول " (ژوندی تاریخ، نشر: ۲۰۰۴ز کال TCI).      

په افریقا کې، هومو ساپینزد خپلې نوعې د زیاتوالي په وخت کې چې کابو۳۰۰۰۰۰ کاله وړاندې و،  تیت شول. د وروستي افريقایی اصل بېلګه وړاندیز کوي چې له افریقا څخه بهر اناتوميک عصري انسانان، د هومو ساپینز له نسل څخه منځ ته راغلل چې شاوخوا  د ۷۰ – ۵۰۰۰۰ کاله وړاندې له ختیځې افریقا څخه کډوال شول او شاوخوا ۵۰۰۰۰ کاله وړاندې د آسیا سویلي  څنډو او اقیانوسيی ته خپاره شول. عصري انسانان، شاوخوا ۴۰۰۰۰ کاله وړاندې په ټوله اروپا کې تیت شول.[۱]

د یورایشیایي ( کډ آسيايي او اروپايي )هومو ساپینز لومړني فوسیلونه، په اسرائیلو او یونان کې موندل شوي، چې په ترتیب سره ۱۹۴۰۰۰ څخه تر ۱۷۷۰۰۰ او ۲۱۰۰۰۰ کاله عمر لري. داسې ښکاري چې دا فوسیلونه د لومړني هومو ساپینز له لوري د خپرېدو ناکامه هڅه وه، چې ښایي ځایي نیاندرتال نفوس یې ځای ناستی شوی وي. داسې اټکل کېږي چې د کډه شووعصري انسانانو نفوس، د پخوانیو ځایی اوسیدونکو سره ګډ شوی وي، نو له همدې امله د اوسنیو انسانانو نسل، د لرغونو انسانانو د سیمه ییزو ډولونو څخه په کوچنیو ډلو کې (د ۱۰سلنه لږ) لېږدول شوی دی. [۲][۳][۴][۵]

د وروستي لوی کنګل نه وروسته، د شمالي یوریشیا نفوس شاوخوا ۲۰۰۰۰ کاله وړاندې امریکا ته کډه شو. انسانان په شمالي یورویشیا کې۱۲۰۰۰ کاله وړاندې د هولوسین د دورې  په پیل کې ځای پر ځای شول. د شمالي قطب کاناډا او ګرینلند سیمې، نږدې ۴۰۰۰ کاله وړاندې، د پیلیو-ایسکیمو انسانانو په پراختیا سره تر پوښښ لاندې راغلې. په پای کې په پولینیشیا کې (د ارام سمندر ټاپوګانو کې) په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې د آسترونیشیان د خپرېدو په وروستي څپه کې انسانان مېشت شول.

لومړني انسانان (د هومو ساپینز څخه مخکې)[سمول]

لومړنيو انسانان شاوخوا ۳ میلیونه کاله وړاندې، د آسترالوپیتیسین د نیکونو څخه، په ډېری اټکل په ختیځه افریقا کې، احتمالاً د کینیا په ریفت دره کې چې په کې ترټولو لرغوني ډبریز توکي موندل شوي، وده موندلې ده. د ډبرو وسایل چې په دې وروستیو کې د چین په شنګچین سیمه کې موندل شوي او ۲.۱۲ میلیونه کاله عمر لري، ویل کېږي چې، د افریقا څخه بهرد هومینینز لومړني پېژندل شوي شواهد دي، چې د ګرجستان له دمانسي څخه یې تاریخ ۳۰۰۰۰۰ کاله وړاندې دی. [۶]

هومو ایرکټس[سمول]

له دوه( ۲) څخه تریو( ۱) میلیونه کلونو وړاندې، هومو انسان په ټوله ختیځه او سویلي افریقا کې تیت شو (تیلانتروپس کپینسیس)، مګر تر دې وخته لویدیځې افریقا ته نه ولاړ. شاوخوا ۱.۸ میلیون کاله وړاندې، هومو ایرکټس له افریقا څخه بهر د لاوانتین دهلیز او د افریقا د هارن( شاخ) له لارې یوریشیا ته کډه شو. دا کډوالي چې شاوخوا ۱.۹ میلیون کاله مخکې را منځ ته شوه د لویې صحرا پمپ په خوځښت پورې اړوند وړاندې شو. هومو ایرکټس سویل ختیځې آسیا ته تر رسیدلو، د لرغونې نړۍ په ډېرو برخو کې خپور شو. د هغه تیتوالی چې د اولدوان د ډبريز صنعت په اساس تر تعقیب لاندې نیول کېږي، ۱.۳ میلیون کاله وړاندې د شمالي عرض البلد تر ۴۰ موازي (ژیاوچنګلیانګ) پورې وغزېد. 

له افریقا څخه بهرد دې لومړني مهاجرت د نښو موندنو مهم ځایونه، په پاکستان کې ریوات (Riwat)  (نږدې ۲ میلیونه کاله وړاندې)، په منځني ختیځ کې عبیدیه (۱.۵ میلیون کاله وړاندې) او دمانسي په قفقاز (له ۱.۸۱ نه تر ۰.۰۳ میلیونه کاله وړندې،  p=0.05 ) کې دي. چین د لانتین ښار په ګونګوانګلینګ کې د ۲.۱۲ میلیونه کاله څخه وړاندې د ایرکټس شواهد ښیې. د جنوبي چین یوانمو ته نږدې د هومو اریکټس دوه د مخې غاښونه چې ۱.۷ میلیونه کاله پخوا تاریخ پورې اړه لري او د لینتین څخه یوه کوپړی  چې ۱.۶۳ میلیونه کاله وړاندې تاریخ پورې اړه لري موندل شوي. د شمالي چین د نیهیوان په حوزه کې د ماجوانګو ۳ او شانګشزوی تاریخي آثار ۱.۶ تر ۱.۷ میلیونه کاله عمر لري. په شانکسي ولايت کې د ژیهودو (  (西侯渡په لرغونی ځای، د هومو ايرکتوس له خوا د اور د استعمال تر ټولو لومړنی ثبت شوی ځای دی، چې ۱.۲۷ ميليونه کاله تاريخ لري.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سویل ختیځه آسیا (جاوا) شاوخوا ۱.۷ میلیونه کاله وړاندې (میګانتروپس) هغه ته لاس رسي لاندې راغی. په لویدیځه اروپا کې لومړی شاوخوا ۱.۲ میلیونه کاله وړاندې نفوس ځای ونیو. رابرټ جی بیدنریک وړاندیز وکړ چې هومو ایرکتوس، ممکن بېړۍ جوړې کړې وي او تر سمندرونو تېر شوی وي، دې تیوري یو څه بحث راپورته کړی دی.[۱۳][۱۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Harvati, Katerina; et al. (10 July 2019). "Apidima Cave fossils provide earliest evidence of Homo sapiens in Eurasia". Nature. 571 (7766): 500–504. doi:10.1038/s41586-019-1376-z. PMID 31292546. S2CID 195873640. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Callaway, Ewen (2018). "Israeli fossils are the oldest modern humans ever found outside of Africa". Nature. 554 (7690): 15–16. Bibcode:2018Natur.554...15C. doi:10.1038/d41586-018-01261-5. PMID 29388957. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 10 July 2019 باندې). A Skull Bone Discovered in Greece May Alter the Story of Human Prehistory. The New York Times.
  4. Staff (په 10 July 2019 باندې). 'Oldest remains' outside Africa reset human migration clock. Phys.org.
  5. Delson, Eric (10 July 2019). "An early dispersal of modern humans from Africa to Greece – Analysis of two fossils from a Greek cave has shed light on early hominins in Eurasia. One fossil is the earliest known specimen of Homo sapiens found outside Africa; the other is a Neanderthal who lived 40,000 years later". Nature. 571 (7766): 487–488. doi:10.1038/d41586-019-02075-9. PMID 31337897. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Zhu, Zhaoyu; Dennell, Robin; Huang, Weiwen; Wu, Yi; Qiu, Shifan; Yang, Shixia; Rao, Zhiguo; Hou, Yamei; Xie, Jiubing; Han, Jiangwei; Ouyang, Tingping (2018). "Hominin occupation of the Chinese Loess Plateau since about 2.1 million years ago". Nature. 559 (7715): 608–612. Bibcode:2018Natur.559..608Z. doi:10.1038/s41586-018-0299-4. PMID 29995848. S2CID 49670311. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Fleagle, J.G.; Shea, J.J.; Grine, F.E.; Baden, A.L.; Leakey, R.E, المحررون (2010). Out of Africa I: The First Hominin Colonization of Eurasia. Springer. doi:10.1007/978-90-481-9036-2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789048190355. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Garcia, T.; Féraud, G.; Falguères, C.; de Lumley, H.; Perrenoud, C.; Lordkipanidze, D. (2010). "Earliest human remains in Eurasia: New 40Ar/39Ar dating of the Dmanisi hominid-bearing levels, Georgia". Quaternary Geochronology. 5 (4): 443–451. doi:10.1016/j.quageo.2009.09.012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Zhu, Zhaoyu, Robin Dennell, Weiwen Huang, Yi Wu, Shifan Qiu, Shixia Yang, Zhiguo Rao, et al. 2018. “Hominin Occupation of the Chinese Loess Plateau since about 2.1 Million Years Ago.” Nature 559 (7715): 608–12. https://doi.org/10.1038/s41586-018-0299-4.
  10. Zhu, Zhaoyu, Robin Dennell, Weiwen Huang, Yi Wu, Shifan Qiu, Shixia Yang, Zhiguo Rao, et al. 2018. “Hominin Occupation of the Chinese Loess Plateau since about 2.1 Million Years Ago.” Nature 559 (7715): 608–12. https://doi.org/10.1038/s41586-018-0299-4.
  11. R. Zhu et al. (2004), New evidence on the earliest human presence at high northern latitudes in northeast Asia.
  12. Zhu, Rixiang; An, Zhisheng; Pott, Richard; Hoffman, Kenneth A. (June 2003). "Magnetostratigraphic dating of early humans in China" (PDF). Earth-Science Reviews. 61 (3–4): 191–361. Bibcode:2003ESRv...61..191A. doi:10.1016/S0012-8252(02)00110-1. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hopkin M (په 2008-03-26 باندې). Fossil find is oldest European yet. Nature News
  14. Bednarik RG (2003). "Seafaring in the Pleistocene". Cambridge Archaeological Journal. 13 (1): 41–66. doi:10.1017/S0959774303000039. S2CID 162678917. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)ScienceNews summary Archived 2008-04-22 at the Wayback Machine.