د لوئیس او کلارک اکتشافي سفر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لوئیس او کلارک اکتشافي سفر، د متحده ایالاتو له خوا د لوئیزیانا له پېرلو وروسته د نوو ترلاسه شوو لویدیځو برخو څخه د تېرېدو په موخه کشفي سفر و. په دغه اکتشافي پوځ کې د متحده ایالاتو له پوځ څخه یوه منتخبه ډله او غیر نظامي دواطلبان شامل و چې قومانده یې د کېپتان مریوتر لوئیس او د هغه د نږدې ملګري دویم بریدمن ویلیام کلارک پر غاړه وه. کلارک او د هغه ۳۰ کسیزې ډلې د ۱۸۰۴ زکال د مۍ په ۱۴ مه د ایلینوی له دوبویز اډې څخه حرکت وکړ او د میسوري په سنت چارلز کې له لوئیس او د دغې اکتشافي ډلې له ۱۰ نورو غړو سره یوځای شول؛ له همدې ځایه دوی د میسوري د سیند له لارې وړاندې لاړل. دغه اکتشافي ډله د لمهي پولې (Lemhi Pass) ته نږدې د امریکا لویې وچې د قاره یي ویش څخه په تېرېدو په ۱۸۰۵ زکال کې کولمبیا سیند او له هغې لارې آرام سمندر ته ورسېدله. د هغوی د بېرته راستنېدو سفر د ۱۸۰۶ زکال د مارچ په ۲۳ مه د اورګن له کلاتسوپ بندر څخه پیل شو او د همدغه کال د سپټمبر په ۲۳ مه پای ته ورسېد.

ولسمشر توماس جفرسون په ۱۸۰۳ زکال کې د لوئیزیانا له پېرلو ډېر لږ وروسته د نوو نیول شوو برخو د څېړنې او له هغو څخه د نقشې اخیستنې، د امریکا لویې وچې په ټولې لویدیځې نیمايي کې د یو عملي مسیر موندنې او د اروپايي قدرتونو له هڅو وړاندې په دغه قلمرو کې د امریکایانو د حضور ثابتولو په موخه دغه اکتشافي ډله وګمارله. په دویمه درجه کې د دغه سفر نورو موخو د دغې سیمې د بوټو، وحشي ژوند او جغرافیا اړوند څېړنو او همدارنګه د امریکا له بومي قبایلو سره د سوداګرۍ رامنځته کولو له امله علمي او اقتصادي بڼه لرله. دغه کشفي ډله سنت لوئیس ته راوګرځېده څو د دغه سفر پر مهال جوړې کړې نقشې، طرحې او ژورنالونه جفرسون ته تسلیم کړي. [۱][۲]

لنډه کتنه[سمول]

له دغه کشفي سفر څخه د توماس جفرسون لومړنۍ موخه «د امریکا په ټوله لویه وچه کې د سوداګریزو موخو لپاره په اوبو کې د مستقیمې او عملي لارې موندل» و. بل پلو نوموړي ته دې موضوع ډېر اهمیت درلود چې د میسوري سیند په اوږدو کې د بومي امریکايي قبیلو له خوا په نوو اشغال شوو سیمو باندې د متحده ایالاتو د حاکمیت څرګندويي وکړي او همدارنګه د لوئیزیانا له پېرلو وروسته چې په وروستیو کې یې د پېر بهیر بشپړ شوی و هلته د شته منابعو څخه دقیق مالومات ترلاسه کړي. دغه کشفي سفر په علمي برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لرلې په داسې حال کې چې علمي څېړنې یې اصلي موخې نه وې.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ۱۹مې پېړۍ پر مهال د تاریخ په کتابونو آن په ۱۸۷۶ زکال کې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د سلمې کلیزې پر مهال لوئیس او کلارک ته په ډېر ندرت پام وشو او دغه سفر تر ډېره بریده له یاده وویستل شو. لوئیس او کلارک ته د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پام واوښت. د ۱۹۰۴ زکال پر مهال په سنت لوئیز کې د لوئیزیانا د پېرلو د سلمې کلیزې په نندارتون او د ۱۹۰۵ زکال پر مهال د اورګن په پورټلنډ کې د لوئیس او کلارک د کشفي سفر د سلمې کلیزې په ترڅ کې دوی دواړه د امریکايي مخکښانو په توګه یاد شول. له دې سره دغه کیسه د پېړۍ تر نیمايي پورې د متحده ایالاتو د فتحې په جشن کې د یوې بې اغېزې کیسې په توګه پاتې شوه، خو په وروستیو کې د هغو اړوند بشپړه څېړنه شوې. [۹][۱۰]

له ۱۹۸۴ زکال راهیسې په متحده ایالاتو کې هېڅ اکتشافي ډلې شهرت نه دی لرلی و د امریکايي کشفي سفرونو هېڅ یو مشر هم د خپل نوم پر بنسټ د تشخیص وړ نه دی پاتې شوی.

په ۲۰۰۴ زکال کې د اکتشافي سفرونو د ژورنالونو بشپړه او باور وړ ټولګه د ګرې اي. مولټون له خوا راغونډه شوه. همدارنګه د ۲۰۰۴ زکال په شاوخوا کې د دغه اکتشافي سفر د دوه سومې کلیزې پر مهال له لوئیس او کلارک سره عامه لېوالتیا زیاتوالی وموند. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

چمتووالي[سمول]

توماس جفرسون د کلونو لپاره په لویدیځو څنډو کې د بېلابېلو څېړونکو له خوا د پانګونې اړوند راپورونه ولوستل او په دې سره یې په دغه تر ډېره ناڅرګنده سیمه کې د لا زیاتو څېړونو اړوند لېوالتیا پیدا کړه. په ۱۷۸۰مه لسیزه کې هغه مهال چې جفرسون د فرانسې لپاره د متحده ایالاتو وزیر (سفیر) و، له جان لډیارډ سره یې په پاریس کې ولیدل او دوی د ارام سمند شمال لویدیځې خوا ته د احتمالي سفر اړوند بحثونه وکړل. ورته مهال جفرسون لا له وړاندې د ارام سمندر اړوند سفرنامه چې کیپتان جیمز کوک (لندن، ۱۸۷۸۴ زکال) لیکلې او د هغه دریمه سفر نامه وه لوستې وه؛ همدارنګه یې د لوئیزیانا د تاریخ (لندن، ۱۷۶۳ زکال) تر نامه لاندې د لو پیج دو پراتز اثر لوستی و چې ټولو دغو مورادو د اکتشافي ډلې د لېږلو اړوند د هغه په هوډ پام وړ اغېز درلود. د کیپتان کوک په څېر هغه هیله لرله څو له شمال لویدیځې لارې څخه د ارام سمندرسواحلو ته یوه عملي لار کشف کړي. ورته مهال الکساندر مکنزي لا له وړاندې په ۱۷۸۹ زکال کې د کاناډا د مکنزي سیند څخه تر شمالي منجمد سمندر پورې د خپلو هڅو په پایله کې آرام سمندر ته لار ترسیم کړې وه. مکنزي او ډله یې له لومړنیو هغو کسانو څخه و چې د امریکا لویې وچې په شمال کې له مکسیکو څخه په تېرېدو په برېتېش کلمبیا کې د آرام سمندر سواحلو ته له لوئیس او کلارک څخه لسګونه کلونه وړاندې رسیدلي و. مونترال ته د سفرونو اړوند (۱۸۰۱ زکال) د مکنزي راپورونو جفرسون ته څرګنده کړه چې بریتانیا هوډ لري د کلمبیا سیند په سواحلو کې د ګټمنې سوداګرۍ کنټرول په واک کې واخلي او نوموړی یې متقاعد کړ څو د خپل دغه قلمرو د امنیت ټینګښت ته پام وکړي. په فیلادلفیا کې د عامه تدارکاتو مسئول اسرائیل ویلان وروسته له هغه چې د دغه سفر اړوند وسایلو نوملړ یې له لوئیس ترلاسه کړ، هغه یې وپېرل. دغه سفرته په پېرل شوو وسایلو کې ۱۹۳ پونډه د لېږد وړ سوپ (خوراکي مواد) ۱۳۰ روله تنباکو، ۳۰ ګیلنه قوي کوونکي او غوره شراب، په پریمانه کچه دودیزې ډالۍ، طبي تجهیزات، پشه خانې او له غوړ چرم څخه جوړې بکسې شاملېدلې.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

جفرسون ولسمشرۍ ته له رسېدو دوه کاله وروسته له کانګرس وغوښتل څو د لوئیزیانا له قلمرو څخه آرام سمندر ته د اکتشافي سفر په موخه بودیجه تصویب کړي. هغه هېڅ هڅه ونکړه څو د لوئیس او کلارک دغه سفر له هسپانوي، فرانسوي او بریتانوي چارواکو څخه پټ کړي، بلکه د دغه ګام اړوند یې بېلابېل دلایل وړاندې کړل. هغه په کانګرس کې له مخالف فدارلیست ګوند سره د ضعیفو اړیکو له امله د بودیجې په موخه له یوه محرم پیغام ګټنه وکړه. همدا و چې کانګرس ۲۳۲۴ ډالر د دغه سفر تدارکاتي چارو او د خوړو برخو ته ځانګړي کړل او د لګښت لګولو مسئولیت یې هم د لوئیس پر غاړه کېښودل شو. جفرسون د لوئیس ټاکنه په دې ډول توضیح کړه:[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

دا ډېره ستونزمنه چاره وه چې زه داسې یو شخصیت پیدا کړم چې هغه د بوټو پوهنې، طبیعي تاریخ، ډبر پوهنې او ستور پوهنې له علومو سره د ځان بلد کولو وړتیا ولري، پیاوړي قواعد او شخصیت ولري، محتاط و اوسي، له ځنګلي چاپېریال سره ځان جوړ کړای شي او همدارنګه د بومي ادابو او رسومو سره بلد وي چې د دغې چارې لپاره تر ټولو اړینه موضوع ده. دا ټولې وړتیا وې کیپتان لوئیس لري.[۲۸]

په ۱۸۰۳ زکال کې جفرسون اکتشافي پوځ وګماره او پوځي کیپتان مریوتر لوئیس یې د هغې ډلګۍ مشر وټاکه، وروسته یې ویلیام کلارک هم راوباله څو له هغه سره په ګډه د دغه کشفي سفر مشري وکړي. لوئیس چې د یو مخکښ مشر په توګه خپلې وړتیاوې څرګندې کړې وې؛ جفرسون هڅه وکړه په دغه مهال کې چې یاد سفر د تائید او بودیجې منلو په حالت کې و هغه خپل اوږد مهالي سفر ته چمتو کړي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په ۱۸۰۳ زکال کې جفرسون، لوئیس فیلادلفیا ته ولېږه څو د بنجامین راش تر نظر لاندې چې ډاکټر او انسان پالونکی و د درملنې اړوند لارې چارې زده کړي. نوموړي همدارنګه لار برابره کړه چې لوئیس د ستور پوه اندور الیکات څخه د سېکسټانټ (د کشتۍ د لار موندنۍ په موخه دوربین ته ورته وسیله ده) او د بېړۍ چلونې د نورو وسایلو لارې چارې زده کړي. له بنجامین سمیت بارټون څخه لوئیس زده کړل چې څه ډول د بوټو او حیواناتو په نمونو څېړنه وکړي او د هغو ساتنه کړي؛ رابرټ پټرسون هغه ته د جغرافیايي طول او عرض محاسبه ور زده کړه په داسې حال کې چې کاسپار ویسټار د فوسیلونو د څېړنې او د هغو د احتمالي ژوندیو پاتې شونو اړوند د څېړنو ډول ور زده کړ. ورته مهال لوئیس هم کمزوری زده کوونکی نه و او هغه مهال چې د جفرسون څخه یې زده کړه کوله له ځانه یې پرېمانه وړتیا ووښوله. په مانټیکولو کې جفرسون د امریکا لویې وچې د شمالي برخې د موضوع اړوند لوی کتابتون درلود چې لوئیس هغو ته بشپړ لاسرسی درلود. هغه خپل وخت له جفرسون سره د نقشو اړوند په مشوره کولو، کتابونو لوستلو او بحث کولو تېراوه.

سرچينې[سمول]

  1. Woodger, Toropov, 2009 p. 150
  2. Ambrose, 1996, Chap. VI
  3. Miller, 2006 p. 108
  4. Fenelon & Wilson, 2006 pp. 90–91
  5. Lavender, 2001 pp.32, 90
  6. Fritz, 2004 p. 113
  7. Ronda, 1984 p. 9
  8. Ronda, 1984 pp. 82, 192
  9. Ronda, 1984 pp. 327–28
  10. Fresonke & Spence, 2004 pp. 159–62
  11. Moulton, 2004
  12. Ambrose, 1996 p. 480
  13. Saindon, 2003 pp. vi, 1040
  14. Fresonke & Spence, 2004 pp. 159–62
  15. Ambrose, 1996 p. 69
  16. Gray, 2004 p. 358
  17. DeVoto, 1997 p. xxix
  18. Schwantes, 1996 pp. 54–55
  19. Cutright 1969, p. 27.
  20. Rodriguez, 2002 p. xxiv
  21. Furtwangler, 1993 p. 19
  22. Ambrose, 1996 p. 83
  23. Bergon, 2003, p. xiv
  24. Jackson, 1993, pp. 136–137
  25. Ambrose, pp. 98-99
  26. Woodger & Toropov, 2009 p. 270
  27. "Lewis and Clark Expedition". مؤرشف من الأصل في December 8, 2015. د لاسرسي‌نېټه November 30, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Founders Online: From Thomas Jefferson to Benjamin Smith Barton, 27 February 1803". founders.archives.gov (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في April 12, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Gass & MacGregor, 1807 p. 7
  30. Ambrose, 1996 pp. 79, 89
  31. Duncan, Dayton; Burns, Ken (1997). Lewis & Clark: The Journey of the Corps of Discovery. New York: Alfred A. Knopf, Inc. د کتاب پاڼي 9–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780679454502. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Ambrose, Stephen (1996). Undaunted Courage: Meriwether Lewis, Thomas Jefferson, and the Opening of the American West. New York: Simon & Schuster. د کتاب پاڼي 81, 87–91. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780684826974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Jackson, 1993, pp.86–87