Jump to content

د لندن لوی اور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لندن لوی اور
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
city fire (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مرګ ژوبله
۶[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
هېواد
اړين مالومات
التدمير
نور اړين مالومات
پيل موده
۲ سپټمبر ۱۶۶۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۶ سپټمبر ۱۶۶۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۵۱°۳۰′۵۷″شمال ۰°۰۵′۳۲″لويديځ / 51.5157°شمال 0.0921°لويديځ / 51.5157; -0.0921 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
د لندن لوی اور چي د یوه نامعلوم انځورګر لخوا انځور شوی (۱۶۷۵). یاد انځور د 4 سېپتمبر ۱۶۶۶ ز په ماښام کي د ټاور وارف په شاوخوا کي د یوې کښتۍ څخه لندن ښار انځوروي.

د لندن لوی اور د ۱۶۶۶ کال د سپتمبر له ۲ څخه تر پنجشنبې د سپتمبر تر ۶ پورې په مرکزي لندن کي بل سوی وو. د تاریخ له مخي په دې پېښه کي په عمومي توګه د مړو شمیره په نسبي ډول لږ ګڼل کیږي، که څه هم ځیني تاریخ پوهانو دا خبره نه ده منلې.

اور د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲مه له غرمې وروسته د پوډینګ لین سیمي په یوه بیکرۍ کي ولګېدی او په چټکۍ سره خپور سو. په اور کي د یکشنبې په شپه د لویي کچي ویجاړي اټکل سوې وه، او باد لا دمخه د بیکري اور د اور په توفان بدل کړی و چي په دې توګه یې خلک له مړ کولو څخه ناتوانه سول. د راتلونکي دوشنبې په ورځ اور په شمال کي د ښار زړه ته ځان ورساوه. په همدې اړو دوړ کي په کوڅو کي نظم مات سو، او اوازې راپورته سوې چي ځیني مشکوک بهرنیان په اورلګېدنه کي لاس لري. د سه شنبې په ورځ اور شاوخوا ټول ښار ته ورسېدی، او د سینټ پاول کلیسا یې ویجاړه کړه. د یادي کلیسا تر ویجاړۍ وروسته اور هغه مهال کمزوری سو کله چي له ختیځ لوري توند باد راوالوتی او ددې ترڅنګ د لندن له برج څخه اور وژونکي مواد هم ورباندي وپاشل سوه.

د انګلستان واکمنو د لندن ښار د بیا رغولو لپاره بیلابیل پلانونه وړاندیز کړل، او لندن یې بېرته د منځنیو پېړیو د بڼې په تړګه بیا ورغاوه چي د یاد جوړښت اغیزي اوس هم شتون لري.

  1. ISBN-13: 9780674538399.