د لرغوني یونان معماري
د لرغوني یونان معماري د یوناني ژب ویونکو (هلېنیکي وګړو) له کلتور څخه سرچینه اخلي هغه کلتور چې له میلاد څخه وړاندې ۹۰۰ کال څخه تر لومړۍ میلادي پېړۍ پورې یې د یونان په اصلي سیمو، پلوپونز، اژه ټاپوګانو او د اناټولیا او ایټالیا په یوناني مستعمرو کې وده وکړه؛ چې پاتې شوي تر ټولو لرغوني اثار یې له میلاد وړاندې ۶۰۰ کال ته اړوندېږي.[۱]
د لرغوني یونان معماري تر ډېره پورې د هغو له معابدو پېژندل کېږي چې د دغې سیمې په ټولو برخو کې شتون لري او اوس مهال پارتنون معبد د هغو یو له اصلي نمونو څخه ګڼل کېږي. له دغه مهال څخه پاتې شوې ودانۍ په پریمانه کچه نیمګړې (خرابې شوې) دي، خو یو شمېر له هغو څخه چې له معاصر یونان بهر دي جوړې پاتې دي. د دغه ډول ودانیو دویم ډول یې چې د هلېنیکي نړۍ په ټولو برخو کې لا شتون لري؛ په پرانستې فضا کې تئاترونه دي چې قدامت یې له میلاد وړاندې له شاوخوا ۵۲۵ کال څخه تر ۴۸۰ کال پورې رسېږي. مقدسو ځایونو ته د ننوتو دروازې (propylon)، عمومي میدانونه (agora) چې طبقوي پایې (stoa) ترې چاپېرې دي، د ښاري شورا ودانۍ (bouleuterion)، عمومي تاریخي څلی، د یابود مقبره (mausoleum) او سټوډیوم د دغه ډول معماریو نور ډولونه دي چې لا هم شتون لري.[۲]
د لرغوني یونان معماري د جوړښت او هم د ډیزاین له مخې د هغو د عالي رسمي ځانګړنو پر بنسټ له نورو جلا کېږي. دغه موضوع په ځانګړې توګه په هغه معابدو کې په ښه توګه صدق کوي چې په خپل موقعیت کې د یو مجسموي جوړښت په توګه تر سترګو کېږي او تر ډېره په لوړو ځایونو په داسې توګه جوړ شوي چې د تناسباتو ظرافت او د هغو په سطح باندې د نور اغېز کېدلای شي له ټولو زاویو ولیدل شي. نیکولاس پیوسنر څرګندوي چې «د [یوناني] معابدو [...] د پلاستیکي شکل فزیکي ډول د نورو وروستیو ودانیو څخه ډېر ژوندی تر سترګو کېږي». [۳][۴]
د لرغوني یونان د معمارۍ لپاره رسمي لغات په ځانګړې توګه د معمارۍ د سبک د ویش اړوند د دریو طریقو پر بنسټ توضیح کېږي چې دوریک، آیونیک او کورینتي طریقې دي چې په راتلونکو لویدیځو معماریو باندې یې ژور اغېز درلود. د لرغوني روم معماري د یونان د معمارۍ له مخې وده وکړه چې تر نن ورځې پورې په ایټالیا کې یې اغېز شتون لري. له رنسانس دورې وروسته د کلاسیک پالنې بېرته را ژوندي کېدو نه یوازې د یونان د معمارۍ منظم جزیات بلکه د تعادل او تناسب پر بنسټ یې د معمارۍ د ښکلا مفهوم هم ژوندی ساتلی. د نئوکلاسیک معمارۍ په پرله پسې سبکونو او همدارنګه د لرغونې یوناني معمارۍ بېرته ژوندۍ کوونکې معمارۍ په شدیده توګه د لرغوني یونان له معماریو پیروي او اقتباس کړی.
اغېز کوونکي
[سمول]جغرافیه
[سمول]د یونان اصلي برخې او هغو ته اړوند ټاپوګان په پراخه کچه ډبرین دي چې په زیاته کچه پیچلې سواحي کرښې، لوی لوی غرونه او ډېر لږ ځنګلونه لري. تر ټولو زیات د لاسرسي وړ ودانیز مواد یې ډبرې جوړوي. د آهکو ډبرې په کې په آسانۍ د لاسرسي وړ دي چې په آسانۍ سره کارول کېږي. همدارنګه یې په اصلي سیمو او ټاپو ګانو په ځانګړې توګه په پاروس او ناکسوس ټاپوګانو کې په پریمانه کچه غوره کیفیت لرونکي سپینې مرمرینې ډبرې شتون لري. دغه ظریفې او عالي ډبرې د معمارۍ او مجسمې جوړونې په جزیاتو کې عالي مرسته کوونکې وې چې پر مټ یې د لرغوني یونان معمارۍ لا ښکلې شوې وې. د خټینو لوښو جوړونکې د لوړ کیفیت لرونکې خاورې زېرمې په سراسر یونان او د هغو په ټاپو ګانو کې شتون درلود چې تر ټولو لویې یې آتن ته څېرمه وموندل شوې او له هغو څخه نه یوازې د لوښو بلکې د چتونو د کاشي کارۍ او د معمارۍ د تزئیناتو لپاره ګټنه کېدله. [۵][۶][۷]
د یونان اقلیم سمندري دی چې پر مټ یې هم د ژمي ساړه او هم د اوړي ګرمۍ د سمندري شمال پر بنسټ خنثی کېږي. دغه چاره د ژوندانه د داسې سبک لامل وګرځېده چې ډېری فعالیتونه په کې په پرانیستې فضا کې ترسره کېدل. له همدې امله معابد د غونډیو پر سر جوړېدل، د هغو بهرنۍ طراحي د اجتماعاتو د بصري تمرکز په موخه کېده، په داسې حال کې چې تئاترونه تر ډېره په طبیعي مایلو برخو کې جوړېدل چې خلکو کولای شول هلته کښیني. هغه پایې چې ودانۍ به یې چاپېرې کړې وې له لمر او ناڅاپي ژمنیو طوفانونو څخه د پناه اخیستنې په موخه کارول کېدلې. [۶]
د یونان روښنايي کېدای شي د لرغوني یونان د معمارۍ په پراختیا کې بله ځانګړې ځانګړنه وي. د ورځې رڼا په شدیده کچه ځلېدونکې وي چې هم آسمان او هم سمندر په کې روښانه آبي ښکاري. رڼه رڼا او شدید سیوري د مناظرو جزیاتو، بې نوره ډبرو او د سمندر سواحلو ته ځانګړې ښکلا ورکوي. دغه شفافیت د اوبو د ګرد پر مهال توپیر کوي چې په هغه باندې د نور پر بنسټ یې رنګ بدلېږي. په دغه ځانګړي چاپېریال کې د لرغوني یونان معمارانو داسې ودانۍ جوړولې چې په ډېر دقت سره یې د هغو جزیات ټاکل. په هغه کې کارېدلي مرمر په صافو، منحني او منکسرو ډولونو سره داسې ترتیب شوي چې لمر منعکس کوي، درجه بندي شوي سیوري رامنځته کوي او د ورځې د نور په تغیر سره رنګ بدلوي. [۶]
تاریخچه
[سمول]تاریخ پوهان د لرغوني یونان تمدن په دوه دورو باندې ویشي؛ هلېنیکي دوره (له میلاد وړاندې ۹۰۰ کال څخه له میلاد وړاندې په ۳۲۳ کال کې د لوی سکندر تر مړینې پورې) او هلنیستي دوره (له میلاد وړاندې ۳۲۳ کال څخه تر ۳۰ زکال پورې). د یونان د لومړنۍ دورې پر مهال په پام وړ کچه د معمارۍ اثار له میلاد څخه وړاندې د ۶۰۰ کال په شاوخوا کې جوړ شول. په وروستنۍ (هلنیستي) دوره کې یوناني کلتور د سکندر له خوا د نورو ځمکو د نیولو او وروسته د روم د سترواکۍ په راڅرګندېدو سره چې تر ډېره یې یوناني کلتور په ځان منلی و، پراختیا ومونده. [۸][۹][۱۰]
له هلېنیکي دورې وړاندې په دغه سیمه دوه مهمو کلتورونو واک درلود؛ مینوسي کلتور (له میلاد وړاندې شاوخوا ۲۸۰۰ کال څخه تر ۱۱۰۰ کال پورې) او میسني کلتور (له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۵۰۰ کال څخه تر ۱۱۰۰ کال پورې). مینوسي هغه نوم دی چې معاصرو تاریخ پوهانو د لرغوني کرت د وګړو کلتور ته ټاکلی چې د خپلو استادانه تزئین شوو ماڼیو او هغو خټینو لوښو له امله پام وړ شهرت لري چې د دریايي ژوند په نقشونو او ګلانو ښکلي شوي دي. میسني کلتور چې په پلوپونس کې وغوړېد له هغه سره یې د خصوصیاتو له مخې بشپړ توپیر درلود. دغه کلتور ته اړوندو وګړو د ماڼیو پر ځای قلا ګانې، استحکامات او مقبرې جوړولې لوښي یې د اختاپوس او سمندري بوټو پر ځای د مارش کوونکو سرتېرو په طراحیو ښکلي کول. دغه دواړه تمدنونه له میلاد وړاندې په ۱۱۰۰ کال پای ته ورسېدل. د کرت تمدن په ډېر احتمال سره د اتشفشاني ویجاړیو او میسني کلتور د دوریان وګړو د بریدونو له امله چې د یونان په اصلي برخو کې استوګن و له منځه ولاړل. له دغو وقایعو وروسته داسې دورې شتون درلود چې ښکاریده یوازې په یوې کلیوالي کچې کلتور لري. دغه دوره تر ډېره پورې د یونان د تورې دورې په توګه پېژندل کېږي. [۱۱]
مذهب او فلسفه
[سمول]د لرغوني یونان دین د طبیعت د بندګۍ ډول و چې له پخوانیو باورونو څخه یې سرچینه اخیسته. ورته مهال د پخوانیو کلتورونو پر خلاف انسان نور د طبیعت له خوا له ګواښ سره نه مخ کېده، بلکه د یو متعالي مخلوق په توګه ګڼل کېده. طبیعي عناصر د خدایانو په توګه په انساني اشکالو او همدارنګه په ډېر انساني چلن لرونکي توګه ترسیم شول. [۱۲][۱۳]
لرغونو یونانیانو په نړۍ کې د نظم اړوند درک درلود او په خپلو چارو کې یې له نظم او دلایلو کار اخیست. د هغوی انسان پالونکې فلسفې انسانان د هر کار په مرکزیت کې ګڼل او په دې سره یې منظمو ټولنو او دیموکراسۍ ته وده ورکړه. ورته مهال د انسان عقل ته درناوي دلیل غوښت چې په دې سره یې د مسایلو تحقیق، منطق، د هغو ننګونه او حل لارې ترویج کولې. د لرغونو یونانیانو معماریو، په ځانګړې توګه د معابدو معمارۍ دغو ننګونو ته له ښکلا سره په لیوالتیا ځواب ورکاوه. [۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ Boardman et al. 1967.
- ↑ Lawrence 1957, pp. 83–84.
- ↑ Gardner, Kleiner & Mamiya 2004, pp. 126–132.
- ↑ Pevsner 1943, p. 19.
- ↑ Boardman et al. 1967, pp. 10–14.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Fletcher 1996, pp. 89–91.
- ↑ Higgins & Higgins 1996, Chapter 3.
- ↑ Boardman et al. 1967.
- ↑ Gardner, Kleiner & Mamiya 2004, pp. 110–114.
- ↑ Fletcher 1996, pp. 93–97.
- ↑ Gardner, Kleiner & Mamiya 2004, pp. 90–109.
- ↑ Fletcher 1996, pp. 89–91.
- ↑ Gardner, Kleiner & Mamiya 2004, pp. 110–114.
- ↑ Strong 1965, pp. 35–36.