Jump to content

د لرغوني مصر دین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لرغوني مصر کې دین د ګڼوخدایانو یو پیچلی سیستم و، د هغوی مذهبي باورونه او مراسم د لرغوني مصر د ټولنې یوه برخه ګرځېدلې وه. د هغوی باور دا و چې د دوی په منځ کې زیات شمېر خدایان شته او د نړۍ کنټرول په لاس کې لري. مذهبي مراسم لکه عبادت او خدایانو ته د سوغاتونو ورکړه د دې لپاره وه تر څو د هغو لطف او مهرباني د خپل ځان خوا ته را واړوي. رسمي مذهبي مراسم د مصر د حاکم یعنې فرعون په مرکزیت تر سره کېدل. هغه داسې باور درلود چې د خپل مقام له امله خدايي او اسماني وړتیا لري او حاکمان د خدایانو او خلکو تر منځ وسیله ده. د هغوی په دین کې فرعون باید د مذهبي مراسمو تر سره کول او عبادت د خدایانو د دفاع لپاره تر سره کړي او هغوی ته سوغاتونه ولیږي تر څو خدایان هم ماعت، یعنې د نړۍ نظم پر ځای وساتي. د مصریانو د معبد جوړولو او د هغوی د مذهبي مراسمو په اړه زیات شمېر سرچینې شته.[۱]

معمولي خلک کولای شي د خپلو کارونو اړوند له خدایانو سره تعامل ولري او له هغوی څخه د دعا او عبادت له لارې مرسته وغواړي یا هغوی په زور جادو کولو ته اړ باسي تر څو یې غوښتنه پوره شي. دا شان کړنې له رسمي مذهبي مراسمو بېلې وي خو بیا هم هغو ته یې ډېر ورته والی درلود. مصریانو له مرګ وروسته نړۍ باندې باور درلود، د یو چا د خښولو ځانګړې مراسم هم د دې لپاره تر سره کېدل تر څو ډاډمن شي چې روح بلې نړۍ ته ورسیږي. د یوه مناسب قبر جوړول، د قبر اړوند توکي او د مړي د جسد د سالم ساتلو لپاره هلې ځلې دا ټولې د همدې موخې لپاره و.

د دې مذهب رېښې د پخواني مصر یعنې له تاریخ وړاندې دوره کې وي او څه باندې ۳۵۰۰ کاله یې په خلکو کې دود درلود. د دې مراسمو جزئیات د وخت په تېریدو او د خدایانو د مقام په بدلیدو سره او ځینو خدایانو ته د پاملرنې په زیاتوالي یا کموالي سره بدلون وموند. د وخت په تېریدو سره ځینو خدایانو نسبت نورو ته برتري موندله چې د بېلګې په توګه کولای شو د رع یعنې د لمر خدای، امون د پیدایښت خدای او ایزیس د مور خدای د مقام بدلون ته اشاره وکړو. د لرغوني مصر د خلکو باورونه د دې لامل وګرځېدل تر څو زیات شمېر ودانۍ جوړې او پر کلتور باندې پراخ اغېز ولري. دا مذهب په ۳۰ میلادي کال کې پر مصر باندې د روميانو له برید وروسته له زوال سره مخ شو او د مصر خلک مسیحیت ته را واوښتل. تر څنګ یې د مړو مومیايي کول هم ورو ورو پای ته ورسېد. ویل کېږي چې د لرغوني مصر مذهب په بشپړ ډول سره په ۵۳۰مه لسیزه کې پای ته ورسېد او د عمر بن العاص په مشرۍ د اسلامي لښکر له خوا د مصر تر نیول کېدو وروسته، مصریان اسلام باندې مشرف شول.

باورونه

[سمول]

هغه څه چې نن ورځ په لرغوني مصر کې د دین په توګه یادیږي په عمل کې د مصر د ټولنې د بېلابېلو اړخونو یوه ټولګه وه. په مصري ژبو کې داسې یو واحد عبارت چې د نن په څېر د دین د مفهوم لپاره کارول کېږي، نشته. په لرغوني مصر کې دین له بېلابېلو پراخو برخو او بارونو څخه جوړ و. هغه ځانګړنې چې خدایانو درلودې د مصریانو له خوا له هغه برداشت سره چې په هغه نړۍ کې یې ژوند کاوه مستقیم تړاو درلود. [۲]

خدایان

[سمول]

لرغوني مصریان پر دې اند و چې طبیعي پېښې په اصل کې الهي ځواکونه دي. چې په دغو ځواکونو کې عنصرونه، حیواني ځانګړنې یا مطلق قدرت شامل دي. مصریانو د خدایانو پر پانټیون باندې باور درلود، چې د طبیعت او بشري ټولنې په ټولو اړخونو کې ښکېل وو. هغوی په خپلو مذهبي مراسمو کې هڅه کوله تر څو د خدایانو د ځواکونو تر منځ ثبات او پخلاینه خوندي وساتي او هغوی د انساني ګټو پر خوا هدایت کړي. د ګڼو خدایانو سیستم ډېر پېچلی و، ځکه چې باور پر دې و چې ځینې خدایان په ظاهر کې مختلف دي او ځینې نور یې بیا ګڼ داستاني رولونه لري. برعکس، زیاتره طبیعي ځواکونه لکه لمر بیا له ګڼو نورو خدایانو سره اړوند و. ځینو خدایانو بیا کلیدي نقش درلود، په داسې حال کې چې د ځینو نورو خدایانو رول بیا لږ یا پر یوې ځانګړې سیمې پورې محدود و یا دا چې رول یې د شیطان په حد کې و. کله به له یوه بل کلتور څخه د دوی دین یو خدای راغی یا دا چې داسې انسانان هم و چې خدايي رول به ادا کاوه لکه فرعونیان چې له مرګ وروسته به یې الهي رول نیوه او کله نا کله به معمولي خلک هم دې مقام ته رسېدل چې د بېلګې په توګه کولای شو له ایمهوټيپ څخه یادونه وکړو.[۳][۴][۵][۶]

هغه تصاویر چې په نقاشیو کې له خدایانو څخه تر لاسه شوي، د هغه خدای د ریښتنې بڼې په څېر نه دي، بلکې باور پر دې و چې د خدایانو حقیقي طبیعت ډېر له اسرارو څخه ډک و. دا تصاویر یوازې له هر خدای څخه د دوی سمبول و تر څو په طبیعت کې د خدای رول بیان کړي. دا سمبولیک شکلونه د واحد خدایانو لپاره نه و، بلکې شونې وه چې یو خدای دې له یوه څخه زیات قالبونه یا سمبولونه ولري.[۷][۸]

زیاتره خدایان یوازې د مصر په یوې مشخصې سیمې پورې تړلي و او په هغه سیمه کې یې ځواک او وردونه اهمیت درلود، خو له هرې سیمې سره د خدایانو دغو اړیکو کولای شوای چې د وخت په تېریدو سره بدل شي. همداشان، په یوه سیمه کې د یوه خدای اړیکه او نفوذ په دې معنی نه و چې د هغه خدای د منشاء مفهوم له هغې سیمې څخه و. د بېلګې په توګه مونټ په اصل کې د تبس په ښار کې رېښه درلوده، خو د مصر د منځنۍ پاچاهي په دوره کې، امون د هغه رول ته بدلون ورکړ چې ګواکې د هغه اصلي ځای کوم بل ځای دی. د خدایانو ملي محبوبیت او اهمیت هم په ورته توګه سره بدلیده.[۹]

خدایانو هم پېچلې متقابل اړیکې درلودي چې تر یوه بریده پورې د هغو ځواکونو د تعامل ښکارندوی و چې هغوی به یې استازیتوب کاوه. مصریانو به زیاتره خدایان سره یو ډله کول تر څو دا ډول اړیکې یې منعکس کړي. یو له تر ټولو دود شوی ترکیب یې، د کورنۍ دریګونې تشکیل و چې پلار، مور او زوی به په ګډه سره عبادت کېدل. ځینو ډلو بیا پراخ اهمیت درلود. یو له دې ډلو څخه Ennead و، چې نهه خدایان به یې په یوه الهیاتي سیستم کې سره را ټولول چې د پیدایښت، پاچاهي او له مرګ وروسته ژوند په داستاني برخو کې به ښکېل و.[۱۰]

د خدایانو تر منځ اړیکې د سنکرټیزم په بهیر کې هم بیانولای شو، چې په هغه کې به دوه یا څو بېلابېل خدایان سره یو ځای کېدل تر څو یو ترکیبي خدای رامنځته کړي. دغه بهیر ته به یې په یوه خدای کې د بل خدای د شتون په توګه یاداوه او په دې سره به دویم خدای د لومړي خدای رول تر سره کاوه. د خدایانو تر منځ دا ډول اړیکې به هسې روانې وي او په یوه خدای کې به د دوو خدایانو د دایمي ادغام ښکارندوی نه و. له همدې امله، ځینو خدایانو به کولای شول چې ګڼ شمېر اتصال په ورته وخت کې رامنځته کړي. ځینې وختونه به سنکرټیزم د ډېرو ورته ځانګړنو له مخې خدایان سره ترکیب کول. په نورو وختونو کې به د ډېر متفاوت طبیعت لرونکي خدایان سره ګډیدل، لکه څه وخت چې امون د پټ ځواک خدای له رع یعنې د لمر له خدای سره ګډ شو. د دې کار پایله به د امون-رع خدای و، په دې ډول به یې داسې یو ځواک رامنځته کاوه چې د هر څه شا ته به ولاړ و او په طبیعت کې به تر ټولو ستر او مشهود ځواک سره یو کېده.[۱۱][۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Kaelin, Oskar (2016-11-22). "Gods in Ancient Egypt". Oxford Research Encyclopedia of Religion (in انګليسي). doi:10.1093/acrefore/9780199340378.013.244. ISBN 978-0-19-934037-8. بياځلي په 2023-04-10.
  2. Assmann 2001، مم. 1–5, 80.
  3. Allen 2000, pp. 43–44.
  4. Silverman 1991، مم. 55–58.
  5. Wilkinson 2003، مم. 30, 32, 89.
  6. Assmann 2001، مم. 63–64, 82.
  7. Wilkinson 2003، مم. 28.
  8. David 2002، م. 53.
  9. Teeter 2001، مم. 340–44.
  10. Wilkinson 2003، مم. 74–79.
  11. Dunand او Zivie-Coche 2005، مم. 27–28.
  12. Wilkinson 2003، مم. 33–35.