د لرغوني مصر خدایان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لرغوني مصر خدایان هغه خدایان او الهې وې چې لرغوني مصر کې یې عبادت کېده. هغه عقاید او مذهبي مراسم چې د دې خدایانو شاوخوا کې و په حقیقت کې د لرغونې مصر د مذهب هسته یې جوړوله چې له تاریخ څخه د مخه کوم وخت کې یې ظهور کړی و. خدایانو به د طبیعي ځواکونو او پدیدو استاذولي کوله او مصریانو به د نذرونو او مذهبې مراسمو له لارې د هغوی ملاتړ کاوه تر څو دا ځواکونه د مات ( د لرغوني مصر یوه الهه وه) سره سم یا د خدای د امر په اساس عمل کولو ته دوام ورکړي. له شاوخوا ۳۱۰۰ مخزېږدیز کال څخه  دمخه، د دې دندو اجراء کېدل به د فرعون په واسطه چې د خدای د استاذولۍ دعوه یې کوله صلاحیت و او هغه معبدونه به یې اداره کول چې هلته به دا مراسم تر سره کېدل.  

د خدای پېچلې ځانګړنې په افسانو ااو دخدایانو تر منځ په پېچلو اړیکو کې تشریح کېدې لکه: کورني پېوندونه، آزادې ډلې او دسلسلو مراتب او د جلا خدایانو تر کیب په یوه خدای کې. د حیواناتو، انسانانو، اشیاوو او د مختلفو اشکالو د ترکیب په بڼه رسم شوې د خدایانو ډول ډول ظاهرې بڼو د سمبولیزم په واسطه د هغوی اساسي ځانګړنو ته اشاره کوله.

ویل کېږي چې په مختلفو عصرونو کې، ډول ډول خدایانو د دخدایۍ په ټولنه کې لوړ موقفونه ساتل چې په هغو کې د لمر خدای را، مرموز خدای آمون، او مور الهه ایسیس شامل و. تر ټولو ستر خدای ته به معمولا د نړۍ د پیدا کولو اعتبار ورکول کېده او د ژوند ورکوونکي قدرت یعني لمر سره به ارتباط ورکول کېده. ځینو څېړونکو  دا بحث کړی دی چې د ځینو مصري لیکنو په اساس مصریانو یو خدایي قدرت پېژانده چې د ټول شیانو تر شا و او په نورو خدایانو حاضر و. له دی سره، هغوی هېڅکله د نړۍ په باره کې د څو لومړیو خداییو د موجودیت په اړه خپله نظریه پريښې نه وه پرته له دی چې هغوی په څوارلسمه مخزېږدیزه پېړۍ کې د آتنیزم ( په لرغوني مصر کې یو دین و چې د آخناتون له خوا یې اساس ايښودل شوی و)  په عصرکې د هغوی رسمې دین په انحصاري ډول د لمر د انتزاعي خدای آتن باندی تمرکز درلود. 

داسې ګڼل کېده چې خدایان په ټوله نړۍ کې حاضر دي، په طبیعي پېښو  او د انسانانو د ژوند په بهیر د نفو‌ذ لرلو وړتیا لري . خلک به له هغوی سره په معبدونو او نارسمي زیارتونو کې  د شخصي دلایلو، او د لوړو دولتي مناسکو موخو لپاره په تعامل کې و. مصریانو به د خدایۍ  ته  د مرستې لپاره د مراسمې د ترسره کولو له لارې عبادت کاوه ترڅوهغوی اړ کړي چې عمل تر سره کړي او له هغوی به یې توصیه غوښته.د انسانانو اړيکې د هغوی له خدایانو سره د مصري ټولنې یوه اساسي برخه وه.

تعریف[سمول]

د لرغوني مصر په رسومو کې د هغو موجودات شمېرل ستونځمن و چې د خدایانو نوم ورکړل شوی و. مصري متنونو د هغو خدایانو نومونه چې د هغوی ماهیت نامعلوم دی را اخیستي دي او نورو خدایانو ته مبهمې او غیر مستقیمې اشارې  کوي چې لا نومونه یې نه وذکر شوي . مصر پېژندونکی جیمز پي آلېن د تخمین له مخې په مصري متنونو کې ۱۴۰۰ خدایانو نومونه ذکر شوي دي خو د هغه ملګری میتز وایي چې په زرګونو زرګونو خدایان موجود و.   [۱][۲][۳]

د دې موجوداتو لپاره د مصري ژبې اصطلاحات  nṯr خدای  او nṯrt   یې مؤنث حالت یعني الهه  و. څېړونکو هڅه کړې ده چې د صرف د علم په کارونې او وړاندیز کولو له لارې د دې نومونو اصل تشخیص کړي خو هیڅ یو له نوموړو وړاندیزونه د قبول وړ نه دي ګرځېدلي او د دي نومونو اصل لاهماغسې مجهول پاتې دی. هغه هیروغلیپفونه ( په مصر کې تصویري حروف) چې د تجسم کوونکو او تعینونکو په توګه د دې کلماتو د لیکلو لپاره کارول کېدل داسې خصوصیات یې ښودل چې مصریانو یې له مخې له خدایۍ سره تړاو درلود. له دې نښو ډېره معموله نښه یو بیرغ و چې په یو تیر باندې ځړېده. د مصر د تاریخ په اوږدو کې دې ته ورته شیان به د معبدونو په دروازو کې ځای په ځای شوي و چې د یوه خدای موجودیت به یې ښوده. د هیروغلیف بله نښه یو باز و چې د پخوانیو خدایانو خاطره بلل کېده چې د بازانو په بڼه رسم شوي و او تر څنګ به یې یو خدای یا یوه الهه ليدل کېده. د خدای ښځینه حالت به د یوې هګۍ په بڼه ليکل کېده چې پیدا کولو او تولد سره به یې تړاو ښوده ، یا به د کوبرا مار په واسطه ښودل کېده تر څو ګڼې الهې وښیي.[۴][۵][۴][۶]

مصریانو nṯrw ((خدایان)) له rmṯ (( خلکو)) څخه متمایز کړل خو معنی یې له مصري او انګلیسي اصطلاحاتو سره کاملا مطابقت نه درلود. د nṯr اصطلاح ښایي هر هغه موجود ته کارول شوې وي چې د ورځنۍ ژوند له حوزې څخه بهرو. متوفی انسانان به nṯr بلل کېدل ځکه هغوی داسې ګڼل کېدل چې خدایان به وي ، په داسې حال کې چې دا اصطلاح په ندرت سره  د مصر کمو ماوارء الطبیعت موجوداتوته کارول کېده چې اوسنې څېړونکې یې شیطانان بولي. د مصر مذهبې انځور ګري هم ځایونه، شیان او مفکورې د انسان په بڼه ښیي. دا  یو ډول شوې مفکورې له هغو خدایانو څخه چې په افسانو او رسومو کې مهمې وي پیل او تر مبهمو موجوداتو پورې یې دوام موندلی او یو یا دوه ځلې ذکر شوي دي او ښایي تر یو حده کنایي وي. [۱][۷][۸][۹]

د خدایانو او نور موجوداتو تر منځ دې مهم توپير او تقابل ته په پام، څېړونکي د یو خدای لپاره ډول ډول تعریفونه وړاندې کوي. یو هغه تعریف چې په پراخه کچه منل شوی دی هغه د جان اسومان تعریف دی هغه وایي چې خدای یو دین لري چې هغه د نړۍ په ځينو اړخونو کې ښکېل دی، او په افسانو او نورو لیکل شوو رسومو کې تشریح شوی دي. د دهغه تعریف په اساس چې په دیمتری میکس پورې اړه لري، nṯr  هر هغه موجود ته کارول کيږي چې د مذهبي رسومو تمرکز وي. له دې منظر څخه، خدایان هغه پاچا و چې د تاج ايښودنې مراسمو څخه وروسته د خدای په نامه یادېده او هغه مړه روحونه و چې د خدای قلمرو ته به د جنازې د مراسمو په لړ کې داخلیدل. په همدې ډول د لویو خدایانو لومړیتوب د هغو وقفي مذهبې مراسمو له امله وساتل شو چې په ټول مصر کې به ترسره کېدل.  [۱][۱۰][۱۱]

نسبونه[سمول]

په مصر کې د خدایانو په اړوند لومړني لیکلي شواهد له لومړۍ نسبی دورې ( تقریبا ۳۱۰۰- ۲۶۸۶ مخزېږدیز) څخه پېلېږي. ښايي خدایانو له نسبي دورې څخه د مخه هم ( له ۳۱۰۰ مخزېږدیز څخه د مخه) ظهمر کړی وي او له تاریخ د مخه مذهبې عقایدو څخه بهر یې وده کړې ده. له نسبې دورې څخه پخوا پورې اړوند انځوریز کارونه هم د ډول ډول حیواناتو او انسانانو څېرې ښیي. د نوموړو انځوورونو څخه یې لکه ستوري او  غوایان په مصر کې د وروستیو وختونو مصري مذهب مهمې یاد راوړونکې ځانګړنې دي خو داسې کافي شواهد نشته چې وښیي ایا دا انځورونه له خدایانو سره اړیکه ولري. دا چې مصري ټولنې  تر ډېره په تصنعي توګه وده کړې ده نو د مذهبې فعالیت ښکاره نښو ظهور کړی دی. د نسبي لړیو له عصر څخه د مخه، ډېرو پخوانيو پېژندل شويو معبدونو ظهور کړی دی چې داسې انځورونه پکې و چې د مشهورو خدایانو څېرې به بلل کېدې : لکه د باز انځور چې له هاروس ( په لرغوني مصر کې یو مهم خدای و)   او څو نورو خدایان ، یوپه بل کې تېر شوي غشي چې د نیت ( د لرغوني مصر الهه وه)  څخه استاذولي کوله ، یو ناست حیوان چې د سټ په نامه یې د یوه خدای استاذ ولي کوله. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ډیرو مصر پېژندونکو او لرغون پوهانو نظریې ورکړي چې څنګه څنګه خدایانو په پخوا وختونو کې پراختیا موندلې ده. د مثال په توګه  ګوستاو جیکویر فکر کاوه چې مصریانو په پیل کې د ابتدایي طلسمونو او خرافاتو درناوی کاوه، وروسته یې د حیواناتو په بڼه د خدایانو درناوی کاوه او په پای کې یې د انسانانو په بڼه د خدایانو درناوی کاوه، خو هنري فرانکفورت استدلال کاوه چې خدایان باید په پیل کې  د انسانانو په بڼه مجسم شوي وي. له دې نظریو څخه ځينې ډېرې ساده ګڼل کېږي چې له هغو څخه ډېره ساده د سېګفرېد مورېنز نظریه ده چې وایي خدایانو هغه وخت ظهور وکړ چې انسانانو ځانونه له خپل چآپېریال څخه جلا کول پیل کړل او د خدایانو په اړوند یې د شخصیت ورکولو مفکوره پېدا کړه، خو د دا ډول مفکورو ثابتول ستونځمن دي.   [۱۲][۱۲][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Leitz 2004، صص. 393–394.
  2. Allen 1999، صص. 44–54, 59.
  3. Wilkinson 2003، ص. 72.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Dunand او Zivie-Coche 2004، صص. 8–11.
  5. Wilkinson 2003، صص. 26–28.
  6. Hornung 1982، ص. 42.
  7. Baines 2001، صص. 76–79.
  8. Hornung 1982، ص. 62.
  9. Baines 2001، ص. 216.
  10. Dunand او Zivie-Coche 2004، صص. 11–12.
  11. Assmann 2001، صص. 7–8, 83.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Traunecker 2001a، صص. 25–26.
  13. Hart 2005، ص. 143.
  14. Gundlach 2001، ص. 363.
  15. Wilkinson 2003، صص. 12–15.
  16. Wilkinson 1999، صص. 225–226.
  17. David 2002، ص. 57.
  18. Silverman 1991، صص. 10–13.