د لرغونو او عصري انسانانو د نسلونو یوځای کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لرغونو او عصري انسانانو د نسلونو یوځای کول د منځنۍ ډبرې دورې او نوې ډبرې دورې پرمهال ترسره شوې ده. دغه ډول د نسلونو یوځای کېدنه په داسې څو خپلواکو پېښو کې ترسره شوه چې په هغوی کې نیندرتالونه او ډینیسووانونه او همدارنګه یو شمېر ناپېژندل شوي هومینین شامل وو.[۱]

په یوریشیا کې، د عصري انسانانو د نیندرتالونو او ډینیسووانونو ډولونو د نسلونو یوځای کول څو ځلې ترسره شول.  په عصري انسانانو کې د جینونو د تداخل پېښې اټکلوي چې د نیندرتالونو د جینونو د تداخل پېښه نږدې ۴۷،۰۰۰ تر ۶۵،۰۰۰ کلونه دمخه او ډینیسووانونو د جینونو د تداخل پېښه نږدې ۴۴،۰۰۰ تر ۵۴،۰۰۰ کلونه دمخه رامنځ ته شوې.

د نږدې ټول عصري نفوس په جینومونو کې له نیندرتال څخه ترلاسه شوې ډي این ای موندل شوې او دا ګڼه د سیمې له پلوه د پام وړ توپیر لري. د صحراء د سویل لورې افریقایي سیمو څخه دباندې خلکو ۱ تر ۴ سلنې پورې عصري جینومونه درلودل، خو بیا هم اټکلونه توپیر لري او – له وروستیو څېړنو سره سم – د افریقا په نفوس کې هېڅ یا نږدې ۰.۳ سلنه عصري جینوم موجود وو. نوموړې کچه د ختیځې اسیا په خلکو کې تر ټولو لوړه، په اروپایانو کې منځنۍ او د سویل ختیځې اسیا په خلکو کې تر ټولو ټیټه ده. د ځینو څېړنو له مخې، دغه کچه د ختیځې اسیا د خلکو او اروپایانو په پرتله په میلانیزیانو کې هم ټیټه ده. په هر حال، نورو څېړنو موندلې چې په اسټرالو – میلانیزیانو او همدارنګه په اصلي امریکاییانو کې د اروپاییانو په پرتله د نیندرتال د ترکیب کچه لوړه ده (که څه هم دا کچه د ختیځه اسیا د خلکو په پرتله لوړه نه ده).[۲][۳][۴]

د افریقا او لویدیځې یوریشیا په عصري وګړو کې له ډینسووان څخه رامنځ ته شوی نسل تر ډېره کچه نشته دی. تر دې دمه، د ډینیسووان د ترکیب نسل تر ډېره بریده په لوړه کچه د اوشینیا په وګړو او د سویل ختیځې اسیا په ځینو وګړو کې موندل شوې او په اټکلیزه توګه د عصري میلانیزیانانو ۴ تر ۶۰ سلنې جینوم له ډینیسووان څخه اخېستل شوی دی. په داسې حال کې چې د سویل ختیځې اسیا د نیګریټو ځینې وګړي د ډینیسووان له ترکیب څخه دی او د اندامانیز په څېر نورو وګړو کې دغه ترکیب نه لیدل کېږي. پردې برسېره، په مرکزي/منځنۍ اسیا کې د ډینیسووان د رامنځته شوي نسل لږې نښې لیدل شوي دي او د مرکزي سیمې د وګړو په پرتله د سویلي اسیا په وګړو کې د ډینیسووان د نسل کچه لوړه ده.

د افریقا په نیمه وچه کې څو خپلواکو مرکبو پېښو ته ورته لرغوني ایلیلونه موندل شوي، خو اوسمهال څرګنده نه ده چې دغه لرغوني افریقایي هومینین څوک وو.[۳]

که څه هم د انسان د تکامل په اړه روایات ډېری وخت متضاد وي، خو د ډي این اې شواهد ښیي چې د انسان تکامل باید د یو ساده ځنځیري یا څانګې لرونکي تکامل په توګه نه، بلکې د اړونده ډولونو د ترکیب په توګه وګڼل شي. په حقیقت کې، جینومي څېړنې ښودلې چې د انسان په تکامل کې د پام وړ بېلابېلو نسلونو ترمنځ دوه رګه کول (هایبرایډیزیشن) یو قاعده ده، نه استثناء. پردې سربېره، دغه استدلال کېږي چې دوه رګه کول د عصري انسانانو په ظهور کې یو اړین خوځنده ځواک و.[۵]

نیندرتالونه[سمول]

وراثت پوهنه[سمول]

د مرکب تناسب[سمول]

د ۲۰۱۰ ز کال د می د میاشتې په ۷مه نېټه، د وینډیجا ډوله دریو نیندرتالونو د جینوم ترتیبولو وروسته، د نیندرتال جینوم د ترکیب یوه طرحه خپره شوه او څرګنده یې کړه چې د افریقا د ختیځې صحراء وګړو (د بېلګې په توګه: یوروبا او سان) په پرتله د یوریشیا وګړو د (بېلګې په توګه: فرانسوي، هان چینایي، او پاپوا نیو ګیني) له نیندرتال سره ډېر  ایلیلونه شریک کړي دي. د ګرین او ورسره نورو لیکوالانو په وینا (۲۰۱۰ زېږدیز کال)، له افریقا دباندې ګډوالۍ څخه وروسته، له نیندرتالونو څخه تر عصري انسانانو پورې د جین په وروستي جریان کې د جین زیات ورته والی په غوره توګه روښانه شوی دی. دوی اټکل وکړ چې له نیندرتال څخه د رامنځ ته شوي نسل تناسب باید ۱ تر ۴ سلنې یوریشیایي جینوم ولري. پروفر او ورسره نورو لیکوالانو (۲۰۱۳ ز کال) اټکل وکړ چې د نا افریقایي وګړو تناسب باید ۱.۵ تر ۲.۱ سلنې پورې وي، لوهسي او فرنټز (۲۰۱۴ زکال) په یوریشیا کې د ۳.۴ تر ۷.۳ سلنې پورې لوړه کچه وښووله. په ۲۰۱۷ ز کال کې پروفر او ورسره نورو لیکوالانو له اوشینیا څخه دباندې د غیر افریقایي وګړو لپاره خپل اټکل ۱.۸ تر ۲.۶ سلنې ته بدل کړ.[۶][۷][۸][۹]

د چین او ورسره نورو لیکوالانو (۲۰۲۰ زېږدیز کال) له خوا له وروستۍ څېړنې سره سم ، افریقایان (په ځانګړي ډول د افریقایي وګړو ۱۰۰۰ جینومونه) هم د نیندرتال ترکیب لري او د نیندرتال دغه ترکیب په افریقایي وګړو کې ۱۷ میګابیس په پام کې نیول کېږي چې د دوی د جینوم ۰.۳ سلنه ده. د لیکوالانو په وینا، افریقایانو خپل د نیندرتال ترکیب په پراخه کچه د هغو خلکو (عصري انسانان چې د نیندرتال ترکیبات لري) د کډوالۍ پرمهال ترلاسه کړی چې له اجدادي اروپایانو جلا شوي (د ختیځې اسیا د وګړو او اروپایانو له جلا کېدو وروسته).[۱۰][۱۱][۱۲]

د فرعي نفوس د ترکیب کچه[سمول]

د اروپایانو په پرتله د ختیځې اسیا په وګړو کې د نیندرتال لوړ ترکیب وموندل شو او اټکل کېږي د ختیځې اسیا په وګړو کې نږدې ۲۰ سلنه ډېر تداخل شته. دا کېدای شي د ختیځې اسیا د وګړو او اروپایانو له جلا کېدو وروسته د ختیځې اسیا د وګړو په لومړنیو نسلونو کې د ترکیب د زیاتو پېښو په رامنځ ته کېدو، له وروستیو ګډوالیو څخه د لږ نیندرتال نسل درلودونکي وګړو له خوا په اروپایانو کې د نیندرتال د نسل په کمولو یا په داسې طبیعي ټاکنې سره تشریح کړل شي چې د اروپایانو په پرتله د ختیځې اسیا په وګړو کې نسبتاً ټیټه وي. هغه څېړنې چې د ترکیب ماډلونه انځوروي، ښیي چې د ختیځې اسیا په وګړو کې د نیندرتال الیلونو پر وړاندې د تصفیه کوونکې ټاکنې لږ اغېزمنتوب د ختیځې اسیا د وګړو نیندرتال نسل لوی تناسب په پام کې نه شي نیولی او له همدې امله هغو خورا پېچلو ماډلونو ته ترجیح ورکوي چې د نیندرتال تداخل اضافي تخم د ختیځې اسیا په وګړو کې ور شاملوي. دا ډول ماډلونه په اصلي/ابایي یوریشیایانو کې هغه تخم ښیي چې وروسته بیا جلا کېږي او د ختیځې اسیا وګړو ته یو اضافي تخم ور بښي. دا لیدل شوې ده چې د اروپا په وګړو کې د نیندرتال د ترکیب په کچو کې یو کوچنی خو د پام وړ توپیر شته، خو د ختیځې اسیا په نفوس کې د پام وړ توپیر نشته دی. پروفر او ورسره نور لیکوالانو (۲۰۱۷ ز کال) یادونه وکړه چې د ختیځې اسیا وګړي (۲.۳ څخه تر ۲.۶٪) د لویدیځو یوریشیایانو (۱.۸ څخه تر ۲.۴٪) په پرتله د نیندرتال د ډي این کچه لوړه ده.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

وروسته د چین او ورسره نورو لیکوالانو (۲۰۲۰ ز کال) له خوا په ګوته شوه چې د ختیځې اسیا وګړي د اروپایانو په پرتله د نیندرتال ۸ سلنه ډېر نسل لري، چې دغه کچه په تېرو راپورونو کې د نیندرتال نسل له ۲۰ سلنې کچې بدله شوې ده. دا له دې حقیقت څخه سرچینه اخلي چې له افریقایانو سره شریک شوی د نیندرتال نسل پټ کړل شوی وو، ځکه چې تصور کېده چې افریقایان د نیندرتال هیڅ ترکیب نه لري او له همدې کبله د مرجع نمونو په توګه کارول کېده. له همدې کبله، افریقایانو سره د نیندرتال په ترکیب کې هر ډول اضافه والی په غیر افریقایانو او په ځانګړې توګه په اروپایانو کې د نیندرتال ترکیب په کم ارزښت تمام شو. له افریقا څخه د وتلو او په نوره نړۍ کې له خپرېدلو وروسته، د نیندرتال ترکیب یو واحد تخم په ختیځ اسیا کې د بډایه کېدو په موخه لیکوالانو خورا توجیه کوونکي توضیحات ورکړل، خو دوی زیاتوي چې د نیندرتال په نسل کې توپیر ښایي همدارنګه پراخېدو ته ځانګړی شوی وي څو اوسني خورا ارزښتناک موندل شوي توپیرونه په پام کې ونیسي. د هر ډول وګړو د نیندرتال ترتیب د ټولې اندازې تناسب په توګه، په اروپایانو کې د ترتیب ۷.۲ سلنه په ځانګړې توګه له افریقایانو سره شریکه شوې، په داسې حال کې چې د ختیځې اسیا په وګړو کې د ترتیب ۲ سلنه په ځانګړې توګه له افریقایانو سره شریکه شوې ده. [۱۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. (په 5 January 2020 باندې). A handful of recent discoveries have shattered anthropologists' picture of where humans came from, and when. Business Insider.
  2. Price, Michael (31 January 2020). "Africans, too, carry Neanderthal genetic legacy". Science. 367 (6477): 497. Bibcode:2020Sci...367..497P. doi:10.1126/science.367.6477.497. PMID 32001636. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Wolf, A. B.; Akey, J. M. (2018). "Outstanding questions in the study of archaic hominin admixture". PLOS Genetics. 14 (5): e1007349. doi:10.1371/journal.pgen.1007349. PMC 5978786. PMID 29852022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sankararaman, Sriram; Mallick, Swapan; Patterson, Nick; Reich, David (2016). "The Combined Landscape of Denisovan and Neanderthal Ancestry in Present-Day Humans". Current Biology. 26 (9): 1241–1247. doi:10.1016/j.cub.2016.03.037. PMC 4864120. PMID 27032491. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rogers Ackermann, Rebecca; Mackay, Alex; Arnold, Michael L. (2016). "The Hybrid Origin of "Modern" Humans". Evolutionary Biology. 43: 1–11. doi:10.1007/s11692-015-9348-1. S2CID 14329491. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Green, R.E.; Krause, J.; Briggs, A.W.; Maricic, T.; Stenzel, U.; Kircher, M.; et al. (2010). "A Draft Sequence of the Neandertal Genome". Science. 328 (5979): 710–22. Bibcode:2010Sci...328..710G. doi:10.1126/science.1188021. PMC 5100745. PMID 20448178. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Prüfer, K.; Racimo, F.; Patterson, N.; Jay, F.; Sankararaman, S.; Sawyer, S.; et al. (2014) [Online 2013]. "The complete genome sequence of a Neanderthal from the Altai Mountains". Nature. 505 (7481): 43–49. Bibcode:2014Natur.505...43P. doi:10.1038/nature12886. PMC 4031459. PMID 24352235. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lohse, K.; Frantz, L.A.F. (2014). "Neandertal Admixture in Eurasia Confirmed by Maximum-Likelihood Analysis of Three Genomes". Genetics. 196 (4): 1241–51. doi:10.1534/genetics.114.162396. PMC 3982695. PMID 24532731. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Prüfer, K.; de Filippo, C.; Grote, S.; Mafessoni, F.; Korlević, P.; Hajdinjak, M.; et al. (2017). "A high-coverage Neandertal genome from Vindija Cave in Croatia". Science. 358 (6363): 655–58. Bibcode:2017Sci...358..655P. doi:10.1126/science.aao1887. PMC 6185897. PMID 28982794. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Chen, Lu; Wolf, Aaron B.; Fu, Wenqing; Li, Liming; Akey, Joshua M. (January 2020). "Identifying and Interpreting Apparent Neanderthal Ancestry in African Individuals". Cell. 180 (4): 677–687.e16. doi:10.1016/j.cell.2020.01.012. PMID 32004458. S2CID 210955842. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 31 January 2020 باندې). Neanderthal Genes Hint at Much Earlier Human Migration From Africa. The New York Times.
  12. Price, Michael (31 January 2020). "Africans, too, carry Neanderthal genetic legacy". Science. 367 (6477): 497. Bibcode:2020Sci...367..497P. doi:10.1126/science.367.6477.497. PMID 32001636. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Vernot, B.; Akey, J.M. (2014). "Resurrecting Surviving Neandertal Lineages from Modern Human Genomes". Science. 343 (6174): 1017–21. Bibcode:2014Sci...343.1017V. doi:10.1126/science.1245938. PMID 24476670. S2CID 23003860. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Meyer, M.; Kircher, M.; Gansauge, M.T.; Li, H.; Racimo, F.; Mallick, S.; et al. (2012). "A High-Coverage Genome Sequence from an Archaic Denisovan Individual" (PDF). Science. 338 (6104): 222–26. Bibcode:2012Sci...338..222M. doi:10.1126/science.1224344. PMC 3617501. PMID 22936568. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  15. Wall, J.D.; Yang, M.A.; Jay, F.; Kim, S.K.; Durand, E.Y.; Stevison, L.S.; et al. (2013). "Higher Levels of Neanderthal Ancestry in East Asians than in Europeans". Genetics. 194 (1): 199–209. doi:10.1534/genetics.112.148213. PMC 3632468. PMID 23410836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sankararaman, S.; Mallick, S.; Dannemann, M.; Prüfer, K.; Kelso, J.; Pääbo, S.; et al. (2014). "The genomic landscape of Neanderthal ancestry in present-day humans". Nature. 507 (7492): 354–57. Bibcode:2014Natur.507..354S. doi:10.1038/nature12961. PMC 4072735. PMID 24476815. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Nielsen, R.; Akey, J.M.; Jakobsson, M.; Pritchard, J.K.; Tishkoff, S.; Willerslev, E. (2017). "Tracing the peopling of the world through genomics". Nature. 541 (7637): 302–10. Bibcode:2017Natur.541..302N. doi:10.1038/nature21347. PMC 5772775. PMID 28102248. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Chen, Lu; Wolf, Aaron B.; Fu, Wenqing; Li, Liming; Akey, Joshua M. (January 2020). "Identifying and Interpreting Apparent Neanderthal Ancestry in African Individuals". Cell. 180 (4): 677–687.e16. doi:10.1016/j.cell.2020.01.012. PMID 32004458. S2CID 210955842. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)