د لايپزيګ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لايپزيګ جګړه (فرانسوي: ، جرمني: ، سويډني: ،) چې د ملتونو د جګړې په نوم هم پېژندل کېږي، د ۱۸۱۳ز کال د اکتوبر له ۱۶ څخه تر ۱۹ پورې د ساکسوني په لايپزيګ کې وشوه. د اتريش، پروس، سويډن او روسيې ايتلافي پوځونو چې مشري يې تزار لومړي الکساندر “Tsar Alexander I” او کارل اون شوارزنبرګ “Karl von Schwarzenberg” کوله، د فرانسوي سترواک ناپيليون بوناپارت ګراند نومي پوځ “Grande Armee” ته بشپړه ماتې ورکړه. د ناپيليون په پوځ کې پولينډي او ايټالوي او همدا راز د راين “Rhine” (اصل کې ساکسوني او ورتيمبرګ “Wurttemberg”) کنفدراسيون الماني سرتيري هم وو. ياده جګړه د جرمني د ۱۸۱۳ز کال د ټاکنيزې مبارزې پايله وه او ۵۶۰۰۰۰ پوځيان، ۲۲۰۰ توپخانې، د توپچي د ۴۰۰۰۰۰ ګوليو لګښت او ۱۳۳۰۰۰ مرګ ژوبله يې درلوده، چې دا جګړه په اروپا کې له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه مخکې تر ټولو لويه جګړه شوه.

ناپيليون چې يو ځل بيا يې په بشپړ ډول ماتې وخوړه، اړ شو چې بېرته فرانسې ته ستون شي، په داسې حال کې چې شپږم ايتلاف خپل حرکت ته دوام ورکړ، د راين کنفدراسيون يې له منځه ويوړ (منحل کړ) او د راتلونکي کال په پيل کې يې فرانسه باندې بريد وکړ. ناپيليون اړ شو چې له دندې لاس واخلي او د ۱۸۱۴ز کال په می مياشت کې البا “Elba” تبعيد شو.

شاليد[سمول]

فرانسوي سترواک لومړي ناپيليون هڅه وکړه، چې د ۱۸۱۲ ز کال د جون په ۲۸ روسيه باندې د نږدې ۶۸۵۰۰۰ سرتيرو په بريد کولو سره د روسيې سترواک لومړی الکساندر اړ کړي، چې د لويې وچې په نوم د هغه له نامنلي يا بې نومه سيستم “Continental System” سره يو ځای شي. ناپيليون د بريد په پای کې تر اوسه د ناڅرګندې بورودينو خونړۍ جګړې “Battle of Borodino” څخه وروسته د ۱۸۱۲ زکال په وروستيو کې مسکو ته ننوت. که څه هم ان تر دې چې فرانسې د مسکو ښار ونيو او د نيونې پر مهال وسوځول شو، مګر الکساندر تسليمېدلو ته غاړه کېنښوده. جګړه په بشپړ ناورين سره ځکه پای ته ورسېده، چې ناپيليون او پاتې پوځونو يې د روسيې د سخت ژمې پر مهال شاتګ وکړ او د ناروغۍ، لوږې او د روسي قزاقيانو او پلويانو د ثابتې ځورنې د ناپيليون پوځ په حقيقت کې له روسيې څخه د راستنېدلو په وخت کې ويجاړ شو. ناپيليون لپاره د مسايلو د لا خرابولو په موخه د پرتګال، هسپانيې او انګليستان ګډو پوځونو د ۱۸۱۳ز کال په جون کې د ويلېنګټن د ديوک “Duke of Wellington” تر مشرۍ لاندې د ټاپو وزمې جګړې “Peninsular War” په وېټوريا جګړه “Battle of Vitoria” کې په بشپړ ډول د فرانسې پر لور رهي شول او او يې د پيرنه “Pyrenees” پر لور او خپله فرانسه کې پرمخ تګ کاوه. د ماتو په دې لړۍ سره فرانسوي پوځونو د اروپا په ټولو مقاومتونو يا جبهو کې د شاتګ په حال کې و. [۱][۲]

د فرانسې ضد پوځونه ځکه له روسيې سره يو ځای شول، چې سرتېرو يې په مرکزي اروپا کې په رښتيني ډول د ويجاړ شوي ګراند پوځ پاتې شوني تر لاسه کړل. متحدين يو ځل بيا د شپږم ايتلاف په توګه يوه ډله شول، چې له اتريش، پرتګال، پروس، روسيې، هسپانيې، سويډن، انګليستان او همدا راز له هغو کوچنيو الماني دولتونو څخه جوړ شوی و، چې وګړي او مشران يې نور فرانسوي سترواک ته ژمن نه وو. ناپيليون په چټکۍ سره فرانسې ته ستون شو او د يو بل لوی پوځ چمتو کول يې پيل کړل، خو سختې اقتصادي ستونزې او د ماتو خبرونه د فرانسوي وګړو په منځ کې د جګړې د ستومانۍ او زياتېدونکې نا ارامۍ لامل شوي وو. [۳][۴]

په کور دننه د مخالفت سره سره ناپيليون د خپل پوځ د بيا جوړولو وړتيا درلوده او اراده يې دا وه، چې يا يو لنډ مهاله اتحاد رامنځته کړي، يا لږ تر لږه دښمنۍ پای ته ورسوي او يا هم لږ تر لږه يو ستر ځواک يا قدرت (اتريش، پروس او روسيه) له جګړې څخه وباسي. ناپيليون غوښتل په جرمني کې د خپل واک د بيا جوړولو له مخې يو ځل بيا تېری کونکی دريځ خپل کړي، چې د دوه سختو جګړو تکتيکي برياوې يې وګټلې (يوه د می په ۲ لوتزين کې او بله د می له ۲۰-۲۱ پورې په باوتزين کې وه).

دا برياوې د لنډ مهاله اوربند لامل شوې. د اوربند پر مهال د روسيې او پروس پاچاهانو د سليسيا په تراچينبرګ ماڼۍ کې د سويډن له شهزاده چارلس جان سره وکتل، چې پخواني فرانسوي مارشال په کې د ناپيليون د ماتولو لپاره يوه تګلاره په ګوته کړه، چې د ۱۸۱۳ زکال د اګست په ۱۲ نېټه له ايتلاف سره د اتريشيانو له يو ځاي کېدلو څخه وروسته د هغوی له لورې د ځينو سپارښتنو په ورزياتولو سره د تراچينبرګ پلان “Trachenberg Plan” په نوم وپېژندل شوه. د ياد پلان له مخې درې ايتلافي پوځونه جوړ شول، چې يو د ګيبهارد اون بلوچر “Gebhard von Blucher” په مشرۍ د سليسيا د ۹۵۰۰۰ نارينه وو پوځ، دويم د شهزاده چارلس جان په مشرۍ سټرالسنډ سيمه کې د سويډني لښکر کوټونو په ګډون د ۱۲۰۰۰۰ تنو د شمالي المان پوځ او درېيم د بوهيميا پوخ و، چې د جګړې په ډګر کې لومړنی متحد پوځ و، د سرتېرو ګڼه يې ۲۲۵۰۰۰ تنو ته رسېده او مشري يې د کارل اون شوازينبرګ په غاړه وه. څلورم پوځ د پولينډ پوځ په نوم جوړ شو، چې په پيل کې يې ۳۰۰۰۰ تنه سرتيري درلودل، مګر د کار تر پايه يې شمېر ۷۰۰۰۰ تنو ته ورسېد او کاونټ بينينګسين “Count Benningsen” يې مشري کوله. لکه څرنګه چې د تراچينبرګ پلان له مخې په ګوته شوي وو، ايتلافي پوځونه به له ناپيليون سره د جګړې مخنيوی کوي، د ناپيليون د پرمخ تګ پر مهال به شاتګ کوي او د ناپيليون پر ځای به د نوموړي د مارشالانو تر مشرۍ لاندې ځواکونه په نښه کوي. له سترواک سره له جګړې څخه د ډډې کولو له امر سره سره د بوهيميا پوځ د اګست په ۲۷ په ډريسډن جګړه “Battle of Dresden” کې له ناپيليون سره ښکېل شو، چې فرانسې په کې غاښ ماتونکې بريا تر لاسه کړه. [۵][۶][۷]

که څه هم د تراچينبرګ پلان نږدې پيروي په ګروبيرين، کولم او دينيويتز کې د ايتلافي برياوو لامل شوه. په ورته وخت کې چارلس جان جرمني کې يوه ګډه تبليغاتي مبارزه پيل کړې وه، چې د فرانسوي اوښتون پر مهال د جګړې د وزير په توګه يې له خپلې تجربې څخه په کې ګټه اخېستله او موخه يې دا وه، چې د المان ملتپال احساس راوپاروي او د باوريا او ساکسوني پاچاهانو باندې (چې نوموړي يې په ۱۸۰۵ او ۱۸۰۹ ز کالونو کې د پوځونو مشري کړې وه) غږ وکړي، چې له خپل فرانسوي اتحاد څخه لاس واخلي. د نوموړي هڅې بريالۍ شوې، ځکه چې د ساکسون او وېسټفاليا پوځونو د اګست په وروستيو او سپټمبر کې د سرکښۍ نښې څرګندې کړې، د ساکسون پوځي واحدونو په ګروسبيران او ډينيوېتز کې له ايتلاف څخه مخ وګرځوه او د ويسټفاليا سرتېري هم په زياتېدونکي ډول له ايتلاف څخه په شا شول. د دې تر څنګ د سپټمبر په لومړيو کې باواريانو په ډينيوېتز کې پر ني “Ney” سيمه باندې د چارلس جان له بريا څخه وروسته بې پلوي اعلان کړه. له دې ماتو او ګرځېدنو څخه وروسته فرانسوي سترواک په ډريسډن کې په خپلې بريا باندې پانګونه نه شوه کولی. لنډې غځول شوې اکمالاتي لارې چې اوس په يو څه دښمنه سيمه کې غځېدلې وې، له لايپزیګ څخه يوازې اته ورځې مخکې د فرانسې پر وړاندې د باوريا د پلوۍ له اوښتلو سره په ګډه دا نږدې ناشونې کړه، چې د ناپيليون نوی پوځ دې د خپل پخواني پوځ د ۱۵۰۰۰۰ تنو د مرګ ژوبلې، ۳۰۰ ټوپکونو د له  منځه تللو او ۵۰۰۰۰ ناروغانو ځای ونیسي. [۸][۹][۱۰]

جګړې[سمول]

ژر تر ژره د جګړې له مېدان څخه د پروشيا د وېستلو په نيت ناپيليون مارشال نيکولاس اوډينوټ “Marshall Nicolas Oudinot” د ۶۰۰۰۰ تنه پوځ په ملتيا د برلين د پروسي پلازمېنې د نيولو په موخه واستوه. اوډينوټ په ګروبيرين جګړه کې د پروسيانو له لورې ماته وخوړه، چې مشري يې د شمال پوځ “Army of North” قوماندان اون بيولو “von Bulow” کوله. يوه بله هڅه د ۱۸۱۳ زکال د سپټمبر په ۶ برلين کې وشوه، چې دا ځل “Ney” د ۵۸۰۰۰ تنو سرتېرو مشري (قومانده) کوله. د ني مشري په ډينيويتز جګړه کې د اون بيولو او چارلس جان له لورې له ننګونکې ماتې څخه وروسته له منځه ولاړه. [۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې [سمول]

  1. Chandler 1966، ص. 852.
  2. Caulaincourt 1935، chapter VI.
  3. Merriman 1996، ص. 579.
  4. Dwyer 2013، صص. 431–474.
  5. Scott, Franklin D. (1935) Bernadotte and the Fall of Napoleon. Pp. 88-90. Harvard University Press, Cambridge.
  6. Leggiere, Michael V (2015). Napoleon and the Struggle for Germany Vol. II. Pp. 52–53, 101. Cambridge University Press.
  7. Barton 1925، صص. 76–77.
  8. Chandler, David. (1991) The Campaigns of Napoleon. Pp. 898–901.
  9. Chandler 1966، ص. 873.
  10. Barton 1925، صص. 89–92.
  11. Chandler (1991). The Campaigns of Napoleon. Pp. 908-911. Easton Press.
  12. Chandler 1966، صص. 917–925.
  13. Barton 1925، صص. 91-21.