Jump to content

د فنلنډ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فنلنډ تاریخ په زیات احتمال سره د یخ د عصر په وروستۍ دوره کې (له میلاد څخه ۹۰۰۰ کاله وړاندې) پیلیږي. د ډبرو د زمانې کلتورونه عبارت و له کونډا، کامب سیرامیک، طناب لرونکي لوښې، کیوکاینن او پلجا. د فنلنډ د برونزو دوره د اټکل له مخې له میلاد څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې او د اوسپني دوره یې له میلاد څخه ۵۰۰ کاله وړاندې پیلیږي چې تر ۱۳۰۰ میلادي کال پورې یې دوام درلود. د فنلنډ اوسپنې د دورې کلتورونو کې کولای شو فنلنډي، ټاواسټي او کارلیايي کلتورونه یاد کړو. د فنلنډ په اړه لومړني ذکر شوې سرچینې کولای شو له دولسمې پېړۍ وروسته یاد کړو هغه هم کله چې د فنلنډ په سویل لویدیځ کې کاتولیک کلیسا جوړه شوه.[۱][۲]

د شمالي صلیبي جګړو او د فنلنډ په ځینو ساحلي سیمو کې د سویډن د استعمار له امله، له دیارلسمې پېړۍ را وروسته زیاتره دغه سیمې د سویډن د پاچاهۍ او کاتولیک کلیسا برخې وي. په ۱۸۰۹ کال کې د فنلنډ له جګړې وروسته، فنلنډ د روسیې سترواکۍ ته ورپرېښودل شو او دغه سیمه د فنلنډ ستر ډوک باندې بدله شوه. لوتران مذهب غالب شو. فنلنډي ملت پالنه په ۱۹مه پېړۍ کې رامنځته شوه. چې زیاتره تمرکز یې د فنلنډیانو پر کلتوري دودونو، فولکلور او اساطیرو او له هغې ډلې پر موسیقۍ او په زیاته توګه پر ژبې او شعرونو باندې ولاړه وه. د دغې دورې یو تر ټولو مهم اثر کالیوالا ده چې د فنلنډ د ادبیاتو یو له تر ټولو مهم اثر ګڼل کېږي. له ۱۸۶۶ تر ۱۸۶۸ کلونو پورې په فنلنډ کې د سختې لوږې له امله، اقتصادي مقررات اسانه او په پراخه کچه سره خلکو مهاجرت وکړ.

په ۱۹۱۷ کال کې، فنلنډ خپلواکي اعلان کړه. څو میاشتې وروسته د فنلنډ د سره ګارډ او سپین ګارډ تر منځ کورنۍ جګړه ونښته، چې د ۱۹۱۸ کال په پسرلي کې سپین ګارډ ډلې برلاسي ومونده. د کورنیو چارو له ټیکاو وروسته، په زیاتره کچه کرهڼیز اقتصاد په نسبي توګه چټکه وده وکړه. له لویدیځ په تېره بیا له سویډن او بریتانیا سره اړیکې ډېرې پیاوړي وي، خو له شوروي اتحاد سره یې ترینګلتیاووې لا پر خپل ځای وي. د دویمې نړیوالې جګړې په درشل کې، فنلنډ دوه ځله له شوروي اتحاد سره وجنګېده، لومړۍ یې له خپلې خپلواکۍ څخه په ژمنۍ جګړه کې دفاع وکړه او بیا یې د نړیوالې جګړې په درشل کې پر شوروي باندې برید وکړ. د فنلنډ د سولې په هوکړه لیک کې د کارلیا زیاتره سیمه او ځینې نورې سیمې شوروي اتحاد ته ورکړل شوي. خو بیا هم، فنلنډ په شمالي اروپا کې د یوه خپلواک دیموکراسۍ لرونکي هېواد په توګه پاتې شو.

د خپل خپلواک تاریخ په وروستۍ نیمایي کې، فنلنډ یو مختلط اقتصاد درلود. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د اقتصادي ودې نه وروسته، د فنلنډ سړي سر ناخالص کورنی تولید په نړۍ کې یو له تر ټولو لوړ و. له ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې د فنلنډ هوساینې د دولت پراختیا د دولتي کارکوونکو او لګښتونو د زیاتوالي او پر عامه خلکو باندې د زیاتو مالیاتو د لګلولو لامل وګرځېد. په ۱۹۹۲ کال کې، فنلنډ هممهاله له اقتصادي ګرمښت او د لویدیځ، روسیې او سیمه ییزو بازارونو له رکود سره مخ شو. فنلنډ په ۱۹۹۵ کال کې له اروپايي ټولنې سره یو ځای شو او په ۲۰۰۲ کال کې یې فنلنډۍ مارکا پر یورو بدله کړه. په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته، عامه افکار دې ته را واوښتل تر څو فنلنډ له ناټو سره یو ځای شي او په دې سره دا هېواد د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۴مه بالاخره له دې سازمان سره یو ځای شو.[۳][۴]

د ډبرو عصر

[سمول]

ډبرینه دوره

[سمول]

که چېرته ومنل شي، نو په فنلنډ کې به تر ټولو زوړ د لرغون پېژندنې ځای د اوسټروبوټنیا په کریسټینسټاد کې د لېوه غار وي. دا ځای د یخ له دورې (نیانډرټال) نه وړاندې یوازینی ځای دی چې تر اوسه پورې د اروپا په شمال کې کشف شوی دی او نږدې ۱۲۵۰۰۰ کاله لرغونتوب لري.[۵]

د ډبرو منځنۍ دوره

[سمول]

د یخ د دورې وروستی پړاو په ننني فنلنډ کې پای ته ورسېد. له میلاد څخه ۹۰۰۰ کاله وړاندې، خلکو له سویل او سویل ختیځو سیمو څخه فنلنډ ته کډه وکړه. د هغوی کلتور د کونډا، بوټوو او ورتجه له کلتورونو څخه جوړ ښودل کېږي. هغه مهال، د فنلنډ شمال د ناروي د سواحلو له خوا د اوسېدو وړ و. په فنلنډ کې د یخ له دورې وروسته د انسانانو د هستوګنو تر ټولو زاړه تایید شوي شواهد له میلاد څخه ۸۹۰۰ کاله وړاندې د لهټي په ریسټولا او اوریماټیلا سیمه کې دي. فنلنډ د یخ دورې له وروستیو وختونو او تر نن ورځې پورې د انسانانو د اوسېدو ځای و. د ننني فنلنډ په سیمه کې د یخ له دورې وروسته لومړني اوسېدونکې په زیات احتمال سره موسمي ښکارځن وو. د موندنو له منځه، د انټریا جال (د کب نیولو جال) یو له تر ټولو لرغونو جالونو څخه دی (چې لرغونتوب یې له میلاد څخه ۸۳۰۰ کاله مخکې ته رسیږي).[۶][۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Georg Haggren, Petri Halinen, Mika Lavento, Sami Raninen ja Anna Wessman (2015). Muinaisuutemme jäljet. Helsinki: Gaudeamus. p. 369. ISBN 978-952-495-363-4.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  2. Georg Haggren, Petri Halinen, Mika Lavento, Sami Raninen ja Anna Wessman (2015). Muinaisuutemme jäljet. Helsinki: Gaudeamus. p. 339. ISBN 9789524953634.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  3. "Ylen kysely: Nato-jäsenyyden kannatus vahvistuu – 62 prosenttia haluaa nyt Natoon". March 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 March 2022. بياځلي په 23 March 2022.
  4. "Finland's leaders back joining NATO in policy shift triggered by Ukraine war". France 24 (in انګليسي). 12 May 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 March 2024. بياځلي په 11 March 2024.
  5. Kristiinankaupungin Susiluola ((archived))
  6. "Population Development on the Prehistoric Period ('Väestön kehitys esihistoriallisella ajalla')". Finnish National Board of Antiquities. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 June 2011. بياځلي په 29 April 2012.
  7. Georg Haggren, Petri Halinen, Mika Lavento, Sami Raninen ja Anna Wessman (2015). Muinaisuutemme jäljet. Gaudeamus. p. 25. ISBN 9789524953634.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)