د فلم تاريخ
د فلم تاريخ د لېدلو وړ هنري بڼې د ودې له تاريخ څخه لېکل کېږي، چې د فلم اړوند ټيکنالوژيو په کارونې سره جوړه شوه، چې د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې يې په کار پيل وکړ.
که څه هم د هنري وسيلې په توګه د فلم راتګ په روښانه ډول نه دی راپېژندل شویو مګر د ۱۸۹۵ز کال د ډسمبر په ۲۸ نېټه پاريس کې د لومير ورونو د لسو لنډو فلمونو سوداګريز او عمومي نندارې د اټکل شوې سينماتوګرافيک خوځنده انځورونه د تمې خلاف ودې په توګه ګڼل کېدلی شي. د سکلادانوسکي ورونو “Skladanowsky brothers” په څېر د نورو اشخاصو له لورې هم پخوانۍ سينماتوګرافيک پايلې او نندارې وې، چې د ۱۸۹۵زکال د نومبر په لومړۍ نېټه يې برلين کې د پيسو په بدل کې ګډونوالو ته د لومړني خوځنده انځور د ښودلو په موخه په خپل لاس جوړ کړي بايسکوپ څخه ګټه پورته کړه، مګر دوی د کيفيت، مالي ملاتړ او زغم يا د هغه حرکت د موندلو بخت نه درلود، چې سينماتوګرافي لومير يې نړيوالې بريا ته ورسول. [۱]
په لنډه موده کې ټوله نړۍ کې د فلم د توليد شرکتونه او سټوډيوګانې رامنځته شوې. د خوځنده انځور لومړنۍ لسيزه له يو نوي والي څخه د ډله ييزې وخت تېرۍ یو رامنځته شوي صنعت ته د فلم د لېږد يا حرکت شاهد وه. لومړني فلمونه تور او سپين او له دې يوې دقيقې څخه لنډ وو، چې ثبت شوی غږ يې نه درلود او د يوې ثابتې کمرې په مرسته يوازې له يو [ډول] شاټ څخه جوړ شوي وو.
د عمومي سينمايي ژبې پر اړه منلو کړنلارو د کالونو په اوږدو کې په سمون، د کمرې حرکتونو او نورو سينمايي تخنيکونو سره وده وکړه، چې د فلمونو د کيسې په ځانګړو ونډو کې يې مرسته کوله.
ځانګړې اغېزې يا افکټونه د ۱۸۹۰ز لسيزې راهيسې فلمونو کې بڼه يا بېلونکې نښه ګرځېدلي دي، چې د جورجيس ميلېس “Georges Melies” په خيالي فلمونو سره نامتو شول. په ننداره يا تياتر کې د زياتره افکټونو تر سره کول ناشوني يا نه پلي کېدونکي و او په همدې ډول يې د فلمونو د ازمايښت ارزښت نور هم لوړ کړ.
تخنيکي پرمختګونو د فلم موده يا وخت زيات کړ (چې په ۱۹۰۶ز کال کې د يو فيچري فلم لپاره ۶۰ دقيقو ته رسېده)، د غږ ثبتول يې له خوځنده انځور يا فلم سره همغږي کړل (چې د ۱۹۲۰ز لسيزې له پای راهيسې کارول کېږي) او رنګ (چې له ۱۹۳۰ ز لسيزې راهيسې کارنده دی) او درې بعدي “3D” (چې په لنډمهالي ډول د ۱۹۵۰ ز لسيزې په لومړيو کې وپېژندل شول او له ۲۰۰۰ زکال راهيسې اصلي بهير دی) څخه په فلم جوړولو کې کار واخېستل شو. غږ د سرليک کارتونو د خنډونو اړتيا پای ته ورسوله، فلم جوړونکو لپاره يې د کيسې شونتياوو کې اوښتون رامنځته کړ او د فلم جوړونې يوه بشپړونکې برخه شوه.
د تلوېزيون (چې له ۱۹۵۰ ز لسيزې راهيسې اصلي بهير دی)، کورنۍ ويډيو (چې له ۱۹۸۰ز لسيزې راهيسې اصلي بهير دی) او انټرنيټ (چې له ۱۹۹۰ز لسيزې راپدېخوا اصلي بهير دی) په ګډون نامتو نويو رسنيو د فلمونو وېش او مصرف اغېزمن کړ. د فلم توليد د ننداريزو پردو د په زړه پورې ساتلو په موخه، د يادو پرمختګونو پر وړاندې په عمومي ډول له نويو رسنيو سره په سمون کونکې منځپانګې او تخنيکي نوښتونو (د پراخه پردې يا سکرين «چې له ۱۹۵۰ز لسيزې راهيسې کارول کېږي»، درې بعدي او څلور بعدي فلم په ګډون) او زيات د نندارې وړ فلمونو په جوړولو او وړاندې کولو سره غبرګون وښود.
هغه سيستمونه چې يو څه ارزانه وو او په اسانۍ سره کارول کېدل (د فلم، ويډيو او ځيرک موبايل د ۸ ملي متر کېمرو په ګډون)، ورځ تر بلې زياتېدونکو خلکو ته لاره هواره کړه، چې د کورني فلمونو او ويډيوي هنر په ګډون د هر ډول موخې لپاره بېلابېل کيفيت لرونکي فلمونه جوړ کړي. د فلمونو تخنيکي کيفيت په عمومي ډول د مسلکي فلمونو په پرتله ټيټ و، مګر په ګڼيال يا ډيجيټل ويډيو او د پېرلو وړ لوړ کيفيت لرونکو ډيجيټل کېمرو سره يې برمختګ وکړ.
د ډيجيټل توليد لارې چارې چې د وخت په تېرېدلو سره يې وده کوله، د ۱۹۹۰ ز لسيزې پر مهال له زيات نه زيات نامتو شوې، چې په زياتېدونکي ډول د ليدلو وړ رښتينو افکټونو او نامتو فيچر وزنه کمپيوټري انيمېشنونو (انځورونو کې د حرکت راوستلو لارې چارې) لامل شوې.
د وخت په تېرېدلو سره د فلم بېلابېل ژانرونه راپورته شول او د بريا د بدلېدونکو درجو خوند يې وڅکه، چې پراخه توپيرونه يې درلودل؛ د بېلګې په ډول: د کرکې يا ډار فلمونه (چې له ۱۸۹۰ز لسيزې څخه راپدېخوا جوړېږي)، خبري فلمونه (چې د متحده ايالتونو سينماګانو کې د ۱۹۱۰ز لسيزې او د ۱۹۶۰ ز لسيزې د وروستيو تر منځ خپاره شوي دي)، موزيکال يا موسيقي لرونکي فلمونه (چې له ۱۹۲۰ ز لسيزې څخه راوروسته اصلي بهير لري) او پورنوګرافيک فلمونه (چې د ۱۹۷۰ ز لسيزې پر ممهال يوه طلايي دوره تجربه کوي).
په يوه هنري بڼه
[سمول]په يوه هنري بڼه د فلم کارول د (ژبني) کيسه ويلو، ادبياتو، نندارې او بصري يا د ليدلو وړ هنرونو په څېر، د هنرونو بېلابېلو لومړنيو دودونو څخه سرچينه اخلي. کانتاستوريا “Cantastoria” او ورته لرغونو دودونو د کيسې ويل د انځورونو له لړۍ سره يو خای کړل، چې نندارې ته وړاندې شوي يا له يو بل څخه وروسته په ګوته شوي وو. د فلم جوړولو لومړنۍ بڼې چې د معاصر فلم د ټيکنالوژۍ له منځته راتګ څخه وار له مخه يې د هنر جوړلو برخه کې له رڼا يا نور او سيورو څخه ګټه اخېستې وه، د سيورو کښل يا رسمول، shadow puppetry، Camera obscura او جادويي څراخ “magic lantern” وو.
د سيوري رسمول يا “shadowgraphy” او “shadow pupeetry” د وخت تېرۍ او کيسې ويلو لپاره د خوځنده انځورګرۍ د کارونې د ارادې لومړنۍ بېلګې وړاندې کوي. د هنر هغه بڼه چې د کيسو جوړولو کې د مرستې په موخه يې د لاس يا څېزونو په واسطه له جوړو شويو سيورو څخه ګټه اخېستله، فکر کېږي لرې ختيځ کې رامنځته شوی دی. د سيوري نانځکتوب يا “shadow puppetry” د پېړيو لپاره د اسيا لويې وچې شا او خوا په ځانګړې ډول جاوه “Java” کې د نامتووالي دوره تېره کړه او په پای کې د روښانفکرۍ دورې پر مهال اروپا ته خپور شو. [۲][۳]
د ۱۶ پېړۍ نيمايي کې د وخت تېرۍ فلمونو جوړونکو د خپلو سينمايي کړنو د پياوړي کولو په موخه د “camera obscura” او د طرحې د نورو بڼو په څېر تخنيکونو په کارولو سره زياتره وخت د ارواه په ډول بلاګانو انځورونه جوړ کړل. جادويي څراغ چې د ۱۷ پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې يې وده وکړه، داسې برېښي چې د مړي، لويو بلاګانو او نورو ډارونکو څېرو د انځورونو په مرسته يې دې دود ته دوام ورکړی دی. نږدې ۱۷۹۰ ز کال کې دې کار د ګڼ رسنيزې ارواه نندارې ته وده کړې وه، چې د فانتاسماګوريا “Phantasmagorai” په نوم پېژندل کېږي. دا نامتو نندارې د ميخانيکي سلايډونو، شاته نقشې، ګرځنده پروجيکټورونو، superimposition، يو شاټ په بل کې ننويستلو يا منحل کولو، ژونديو لوبغاړو، لوګي (چې ښايي نقشې په کې اچول شوې وي)، شهرت، غږونو او ان برېښنايي ټکانونو په کارولو سره د ننداره چيانو د وخت تېرۍ لامل شوې. په داسې حال کې چې د جادويي څراغ زياتره لومړنۍ نندارې د ليدونکو د وېرولو په موخه وې او د نقشه کښونکو له لورې پرمختګونه د نوښتي او ان زده کړيزو کيسې ويلو لامل شول، چې د يو څه پراخه کورني ننداره کونکو غوښتنه يې کولی شوه. يو بل کې د منظرو د حل کولو او کروما پردو په څېر نويو مخکښو لارو چارو يا تخنيکونو د دوه نقشه شويو انځورونو تر منخ د يو څه نرم لېږد کار اسانه کړ او د پياوړو کيسو په برابرولو کې يې مرسته وکړه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]
په ۱۸۳۳ زکال کې د جوزف پلاتيو، مايکل فاراډي او سيمون سټامپفر له لورې په ويل شويو څرخونو [ويناوو] کې د سټروبوسکوپيک خيال پوهنيزه څېړنه، د فانټاسکوپ د رامنځته کېدلو لامل شوه، چې د ستروبوسکوپيک مېز يا فيناکېسټېسکوپ په نوم هم يادېږي او د يو څه مودې لپاره بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې عام و. پلاتيو فکر وکړ چې دا به په فانټاسماګوريا کې د کارولو په موخه نوره وده هم وکولی شي او سټامپفر پر لولو باندې د اوږدو ټوټو په کارولو سره د اوږدو نندارو لپاره د سيستم جوړولو او همدا راز يوې رڼې نسخې (چې ښايي د نقشې لپاره وي) په فکر کې شو. پلاتيو، چارلس ويټسټون، انټوني کلاوډېټ او نورو د حقيقت د يو څه زيات بشپړ خيال جوړولو په موخه، له سټيروسکوپ (چې ۱۸۳۸ز کال کې وړاندې شوی و) او انځورګرۍ (چې ۱۸۳۹ ز کال کې رامنځته شوې وه) سره د ياد تخنيک د يو ځای کولو هڅې وکړې، مګر دا ډول ازمايښتونه د لسيزو لپاره د اوږدې مودې لپاره فلم د رڼا پر وړاندې د راتللو اړتيا او د هغو څيزونو شا او خوا د حرکت د تتوالي له امله زياتره وخت له خنډ سره مخامخ شول، چې د انځور پر حساس کيمياوي موادو باندې د منعکس شوې رڼا د غورځېدلو پر مهال يې حرکت کاوه. خورا لږو خلکو له ولاړ خوځښت “stop motion” تخنيکونو څخه د ښو پايلو تر لاسه کولو وړتيا درلوده، مګر دې ټولو يوازې په لږه کچه بازاري بڼه غوره کړه او په حرکت د راوستل شوي انځورګرۍ هيڅ بڼې د کرونوفوتوګرافي له منځته راتګ څخه وړاندې زيات کلتوري اغېز نه درلود.
سرچينې
[سمول]- ↑ Pruitt, Sarah. "The Lumière Brothers, Pioneers of Cinema". HISTORY (in انګليسي).
- ↑ Bohn, Thomas W. (1987). Light and shadows : a history of motion pictures. Internet Archive. Palo Alto, Calif. : Mayfield Pub. Co. p. 4. ISBN 978-0-87484-702-4.
- ↑ Parkinson, David (2012). History of film (2 ed.). New York: Thames & Hudson Ltd. p. 16. ISBN 978-0-500-20410-8. OCLC 794136291.
- ↑ Ruffles, Tom (27 September 2004). Ghost Images: Cinema of the Afterlife. pp. 15–17. ISBN 9780786420056.
- ↑ Meier, Allison C. (12 May 2018). "The Magic Lantern Shows that Influenced Modern Horror". JSTOR Daily (in American English). بياځلي په 15 August 2020.
- ↑ Castle, Terry (1988). "Phantasmagoria: Spectral Technology and the Metaphorics of Modern Reverie". Critical Inquiry. 15 (1): 26–61. doi:10.1086/448473. ISSN 0093-1896. JSTOR 1343603. S2CID 162264583.
- ↑ Mannoni, Laurent; Brewster, Ben (1996). "The Phantasmagoria". Film History. 8 (4): 390–415. ISSN 0892-2160. JSTOR 3815390.
- ↑ Eisenhauer, Jennifer F. (2006). "Next Slide Please: The Magical, Scientific, and Corporate Discourses of Visual Projection Technologies". Studies in Art Education. 47 (3): 198–214. doi:10.2307/25475781. ISSN 0039-3541. JSTOR 25475781.
- ↑ Marsh, Joss (2013). "Dickensian 'Dissolving Views': The Magic Lantern, Visual Story-telling and the Victorian Technological Imagination". In Geiger, Jeffrey; Littau, Karin (eds.). Cinematicity in Media History. Edinburgh University Press. p. 23. ISBN 9780748676118. JSTOR 10.3366/j.ctt9qdrrf.7.