د فضا ښکېلاک
د تشيال ابادي (په تشيال کې مېشتېدل يا له ځمکې نه بهر استعمار- نېواک هم بلل کېږي) له ځمکې پرته په نورو اسماني اجسامو باندې د طبيعي سرچينو دايمي ځای پر ځای کول او له طبيعي سرچينو يې ګټه اخیستل دي. په دې ډول، دا د انسان د فضايي الوتنې او تشيال د مرکزونو له فعاليتونو ور هاخوا، په تشيال کې د انساني شتون يوه بڼه ده. [۱]
په فضا کې د ابادۍ په پلوۍ او مخالفت کې ډېر دلايل ويل شوي دي. په فضا کې د ابادۍ دوو ډېرو مشهورو پلوي دلايلو کې يو دا دی چې په سياروي چاپيريال کې د يو ناورين د رامنځ ته کېدو په حالت کې (که طبيعي وي، که د انسان له خوا جوړ شوی وي) د انساني تمدن او کروي ژوند پاتې کېدل او دويم يې په فضا کې د اضافي سرچينو مهيا کېدل ، کوم چې کولای شي، انساني ټولنه پراخه کړي. په فضا کې د اباديو پر ضد تر ټولو عامو نيوکو کې دا اندېښنې شاملې دي، چې که چېرې له فضا نه هم د توکو په څېر يو څه جوړ شي، نو شونې ده چې له مخکې نه د پياوړو ګټې لا پسې پياوړې شي، لکه لويې اقتصادي او نظامي ادارې؛ دلته په ځمکه د يو ډول سرچينو د لګولو په پرتله د ډېرو زياتو موکو لګښتونه، د جګړو، اقتصادي نابرابرۍ او چاپيرياليز انحطاط په څېر له مخکې نه شته زيان رسونکي کارونه به زيات شي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]
تر اوسه په فضا کې هېڅ راز ابادي نه ده شوې. په فضا کې ابادي به داسې بې سارې بېلګه وي، چې ډېرې ټولنيزې- سياسي پوښتنې به وزېږوي. يواځې د يوې بنسټيزې زېربنا جوړول د ګڼو تخنيکي او اقتصادي ګواښونو يوه ستونزمنه ټولګه ده. د فضا ابادۍ ته په عمومي ډول د يوې انتظامي او مادي جوړښت د ابادۍ په سترګه کتل کېږی، کوم چې نږدې ټولو (يا ټولو) انسانانو ستر شمېر اړتياوې بهر په فضا کې پوره کولای شي، په داسې يو چاپيريال کې، کوم چې د انساني ژوند لپاره بېخي مخالف دی او له ځمکې نه د هغې پالنه او تمويل شونی نه دی. په دې کې به ټيکنالوژۍ ښکېلې وي، لکه اداره شوی چاپيرياليز ژوند ملاتړ کولو نظامونه، چې تر اوسه يې په ګټور ډول جوړېدل په خپل ځای پاتې دي. له داسې ناڅرګندو مسائلو سره به مخامخ کېدل وي، چې انسانان به څه ډول د اوږدې مودې لپاره په داسې چاپېريال کې وده وکړي او څه ډول به ورسره چلند وکړي. د ځمکې له سطحې نه مدار ته د يوه شي د استولو د زيات لګښت له امله (د فالکون هيوي په مټ د ځمکې تر ټولو ټيټ مدار ته د يو کيلو ګرام استولو لپاره نږدې ۱۴۰۰ امريکايي ډالر، يا د يو پاونډ د استولو لپاره د ۶۴۰ امريکايي ډالرو لګښت) به اوسمهال، د يوې فضا ابادۍ پروژه په ډېر لوړ لګښت تمامه شي.
د يوې پراخې اندازې بنسټ له خوا، که دولتي وي يا شخصي وي، تر اوسه په فضا کې د ابادۍ لپاره هېڅ راز طرحه نه ده جوړه شوې. خو بيا هم په فضا کې د مېشت ځايونو د جوړېدو لپاره د کلونو په اوږدو کې ګڼ وړانديزونه، اټکلونه او طرحې جوړې شوې دي او په فضاکې د اباديو ډېر شمېر ملاتړي او ډلې فعالې دي. د فري مين ډايسن په څېر ډېرو مشهورو ساينسپوهانو په فضا کې د ابادۍ پلوي کړې ده.[۸]
له تخنيکي اړخه، په دې اړه پرمختګونه روان دي، تر څو فضا ته ارزانه لاسرسی پيدا شي (د بيا کارېدو وړ پيليدونکي نظامونه به تر مدار پورې يو کيلو وزن په شل امريکایي ډالره لګښت ورسوي) په خپله (اتومات ډول) د زېربناوو او جوړښتونو د لارو چارو د جوړولو لپاره کارونه تر لاس لاندې دي.[۹]
تعريف
[سمول]دا اصطلاح په پراخه کچه کارول شوې ده، په فضا کې د هر ډول دايمي انساني شتون، ان د روبات شتون، په ځآنګړي ډول د «مېشت ځای» له اصطلاح سره په تړاو هم عملي کېږي، په غیر دقيق ډول په فضا کې د انسان د استوګنځای، له تحقيقاتي مرکزونو نه نيولې بيا په فضا کې په خپله پايدونکې ټولنې هو دا اصطلاح په ځان کې رانغاړي.[۱۰][۱۱]
د کالونۍ (مستعمره- ابادي) او «کالونايزيشن» (استعمارول/نيول/ابادول) لغت (لفظ) په ځمکه کې د ابادۍ له تاريخ سره نښتې اصطلاحات دي، له کومو نه چې د انساني جغرافيې تر څنګ يوه سياسي اصطلاح هم جوړه شوې. په فضا کې د هر ډول دايمي فعاليت يا ودې لپاره د دې ټکي په پراخه کارولو نيوکې شوې دي، په ځانګړي ډول له دې ټکو نه د استعمارګر او بې توپيره معنا اخیستلو پر مهال.[۱۲]
په دې معنا سره نوې ابادي يا مستعمره يو جوړ استوګنځای دی، چې خپله سيمه لري او له هغې نه د استوګنو یا د دوی د مرکز لپاره ګټه اخستل کېږي. نو دې معنا ته په کتنې سره يو انساني بهرنی مرکز، چې شونې ده په فضا کې يو استوګنځای وي، ان تر دې چې په فضاکې يو استوګنځای هم په خپله په يوه ابادۍ نه شي بدلېدای. که څه هم د سوداګريزې کارخانې په څېر شرکتونه ډېر ځله په کالونۍ يا مستعمره بدليږي. [۱۳]
تاريخچه
[سمول]د «فرانسيس ډريک» او «کرسټف کولمبس» په څېر د راتلونکو نېواکګرو لپاره لومړي دا وړانديزونه چې سپوږمۍ ته ورسېږي او د هغو خلکو لپاره چې بیا به په سپوږمۍ کې ژوند کوي، په لومړي ځل د اولسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د «جان ويلکينز» له خوا د يوې نوې سيارې په اړوند وينا کې وړاندې شوې.[۱۴]
د تشيال د نيولو لپاره لومړی پېژندل شوی کار د The Brick Moon په نوم د يو ځای پر ځای شوي سټلايټ (مصنوعي سپوږمکۍ) په اړه يو خيالي اثر و، چې په ۱۸۶۹ ز کې د «ايډوارډ ايوريټ هيل» له خوا خپور شو. په ۱۸۹۷ز کال کې «کرد لاسويتس» هم د فضا د نيولو په اړه لیکنې وکړې. [۱۵]
د توغندیو د علومو مخکښ روسی تبعه «کونسټنټين تسيولکووسکي» د Beyond Planet Earth (د ځمکې له سيارې ورهاخوا) په نامه په خپل کتاب کې چې د ۱۹۰۰ په شا اوخوا کې ليکل شوی، د فضا د ټولنې د عناصرو په اړه اټکل کړی دی. « تسيولکووسکي» خپل فضايي مسافر مجبورول، چې په فضا کې شنې خونې جوړې او فصلونه وکري. تسيولکووسکي باور درلود، چې فضا ته تګ به له بشپړ انسان سره مرسته وکړي، د تلپاتې والي او سولې پايلې به ولري.[۱۶][۱۷]
د ۱۹۲۰ز لسيزې په اوږدو کې،«جان ډيسمنډ برنل، هرمناوبرت، ګايډو ون پيرکيټ او هرمن نورډنګ» دې اند ته نوره وده هم ورکړه. ورنر وان بروان په ۱۹۵۲ز کال کې د «کوليرز» په عنوان خپله لیکنه کې خپل اندونه څرګند کړل. په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ز لسيزو کې، «ډينډريج ايم کول» خپل نظريات څرګند کړ. [۱۸]
په دې موضوع، يو بل مهم کتاب په ۱۹۷۷ز کال کې د « The High Frontier: Human Colonies in Space» (لوړې پولې: په تشيال کې انساني ابادۍ) په نوم د « Gerard K. O'Neill» له خوا ليکل شوی کتاب و، په همدې کال له هغه وروسته « T. A. Heppenheimer» له خوا د « Colonies in Space» (په فضا کې ابادۍ) کتاب وليکل شو.[۱۹][۲۰]
په ۲۰۰۳ز کال کې «مارين جی ډايسن» د « Home on the Moon; Living on a Space Frontier» (په سپوږمۍ کور؛ د فضا په پوله کې ژوند) وليکه؛ «پيټر اکارټ» « Lunar Base Handbook» (د سپوږميز مرکز لارښود) په ۲۰۰۶ز کال کې وليکه او له هغه وروسته «هاريسن اشميت» په ۲۰۰۷ز کال کې د « Return to the Moon» (سپوږمۍ ته ستنيدل) په نوم کتاب ولیکه. [۲۱][۲۲][۲۳]
د فضا ټاټوبی
[سمول]په ۱۹۷۷ز کال کې، د « Salyut 6 » په نوم لومړی تشيالی دوامدار استوګنځای د ځمکې په مدار کې واچول شو او بيا يې ISS ځای ونيو، دا استوګنځای په فضا کې تر ټولو نژدې بهرنی استوګنخای دی.
موقعيتونه
[سمول]مکاني موقعیت د فضايي استعمار د پلویانو تر منځ یو پرله پسې د اختلاف ټکی دی. د دې مستعمره شویو موقعیتونو ځای کېدای شي سيارې، کوچنۍ سياره، طبيعي سپوږمکۍ يا اسماني وړوکې سياره يا يو څرخېدونکی جسم وي.
ځمکې ته نژدې فضا
[سمول]سپوږمۍ
[سمول]د مستعمره کېدو لپاره سپوږمۍ تر بحث لاندې نيول شوې ده، دا ځکه چې ځمکې ته نژدې ده او د تیښتې چټکتيا یې کمه ده، (په ستورپېژندنه کې فرار يا تېښته د جاذبې قوې له مرکز نه د يو جسم ځانګړې لرې کېدو ته ويل کېږي). په ځينو سيمو کې په زياته اندازه يخ کولای شي چې د سپوږمۍ د ابادۍ د اړاتياوو په برابرولو کې مرسته وکړي، په هر حال، د اتموسفير کمښت د فضايي ځلا (وړانګو غورځېدو) يا اسماني ډبرو نه سپوږمۍ نه شي خوندي کولای، په همدې بنسټ د خونديتابه لپاره د سپوږميزو «لاوا» نلکو د ساحو وړانديز شوی دی. د سپوږمۍ د سطحې د کمې جاذبې قوه هم يوه اندېښنه ده، ځکه دا نه ده معلومه چې ايا 1/6g په اوږده موده کې د انسان د روغتيا ساتنې لپاره بسنه کوي که نه. په يووېشتمه پېړۍ کې په سپوږمۍ کې د يو مرکز جوړولو لېوالتيا زياته شوه، تر څو دا مرکز د مريخ د نيولو لپاره يوه واسطه (منځګړی ځای) و اوسي. داسې وړانديزونه وشول، چې په سپوږمۍ کې د څېړنې کلي، کان کيندنې او سوداګرۍ اسانتياوې جوړې شي، چې دایمي استوګن ولري. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
لګرنج نقطې
[سمول]له ځمکې سره نژدې يوه بله شونتيا پياوړې ځمکه –د سپوږمۍ د لاګرنج نقطې L4 او L5 دي، په کومه نقطه چې يوه فضايي ابادي د نامعلوم وخت لپاره لامبو ووهي. L5 ټولنې بنسټ په يادو سيمو کې د فضا د مرکزونو په جوړولو سره اباديو ته د ودې ورکولو په موخه کېښودل شو. « Gerard K. O'Neill» په ۱۹۷۴ز کال کې وړانديز کړی چې L5 نقطه، په ځانګړي ډول، څو زره لامبو وهونکو استوګنځايونو لپاره برابر ګرځېدای شي او په دې سيمه کې د کم ژور اغېزمن پوټينشيل له امله به استوګنځايونو ته تګ او بېرته راستنيدلو، د اسانه سفر شونتيا رامنځ ته کړي.[۲۸]
سرچینې
[سمول]- ↑ For example, The Space Show Archived 2020-05-23 at the Wayback Machine., an online radio program, has had on average 16 shows per month going back to 2001, many of which discuss space settlement.
- ↑ Alan Marshall (1995) Development and Imperialism in Space, Space Policy Vol. 11, Issue 1, pp41-52.
- ↑ Deudney, Daniel (2020). Dark Skies: Space Expansionism, Planetary Geopolitics, and the Ends of Humanity (په انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-009024-1. OCLC 1145940182.
- ↑ Torres, Phil (June 2018). "Space colonization and suffering risks: Reassessing the "maxipok rule"". Futures (په انګليسي). 100: 74–85. doi:10.1016/j.futures.2018.04.008. S2CID 149794325.
- ↑ Dickens, Peter; Ormrod, James (Nov 2010). The Humanization of the Cosmos - to What End?. Monthly Review. Archived from the original on 2016-10-03. نه اخيستل شوی 2016-10-03.
- ↑ Dickens, Peter (Feb 2008). Who Really Won the Space Race? Archived 2016-10-03 at the Wayback Machine., Monthly Review
- ↑ Dickens, Peter (March 2017). Astronauts at Work: The Social Relations of Space Travel Archived 2017-03-28 at the Wayback Machine., Monthly Review
- ↑ Britt, Robert Roy (8 October 2001). "Stephen Hawking: Humanity Must Colonize Space to Survive". space.com. Archived from the original on 25 November 2010. نه اخيستل شوی 2006-07-28..
- ↑ "Elon Musk on SpaceX's Reusable Rocket Plans". 7 February 2012. Archived from the original on 24 June 2017. نه اخيستل شوی 13 June 2015.
- ↑ "Japan vs. NASA in the Next Space Race: Lunar Robonauts". Fast Company. 28 May 2010. نه اخيستل شوی 12 June 2015.
- ↑ "SOLAR SYSTEM EXPLORATION RESEARCH". نه اخيستل شوی 11 August 2017.
- ↑ Mike Wall (25 October 2019). "Bill Nye: It's Space Settlement, Not Colonization". Space.com. نه اخيستل شوی 26 November 2020.
- ↑ Bartels, Meghan (May 25, 2018). "People are calling for a movement to decolonize space-here's why". Newsweek. نه اخيستل شوی Oct 31, 2021.
Robert Zubrin, said that the one word he shies away from is colony, preferring settlement because the first "confuses the issue with imperialism."
- ↑ Caroline Haskins (14 August 2018). "THE RACIST LANGUAGE OF SPACE EXPLORATION". نه اخيستل شوی 1 November 2020.
- ↑ E. E. Hale. The Brick Moon. Atlantic Monthly, Vol. 24, 1869.
- ↑ K. E. Tsiolkovsky. Beyond Planet Earth. Trans. by Kenneth Syers. Oxford, 1960
- ↑ The life of Konstantin Eduardovitch Tsiolkovsky 1857–1935 Archived June 15, 2012, at the Wayback Machine.
- ↑ Dandridge M. Cole and Donald W. Cox Islands in Space. Chilton, 1964
- ↑ G. K. O'Neill. The High Frontier: Human Colonies in Space. Morrow, 1977.
- ↑ T. A. Heppenheimer. Colonies in Space. Stackpole Books, 1977
- ↑ Marianne J. Dyson: Living on a Space Frontier. National Geographic, 2003
- ↑ Peter Eckart. Lunar Base Handbook. McGraw-Hill, 2006
- ↑ Harrison H. Schmitt. Return to the Moon. Springer, 2007.
- ↑ "Water discovered on Moon?: "A lot of it actually"". The Hindu. 23 September 2009. Archived from the original on 26 September 2009. نه اخيستل شوی 2009-09-26.
- ↑ "Moon hole might be suitable for colony". CNN. 2010-01-01.
- ↑ Taylor, R. L. (March 1993). "The effects of prolonged weightlessness and reduced gravity environments on human survival". Journal of the British Interplanetary Society. 46 (3): 97–106. PMID 11539500.
- ↑ Should we build a village on the Moon? Richard Hollingham, BBC News. 1 July 2015.
- ↑ O'Neill, Gerard K. (September 1974). "The colonization of space". Physics Today. 27 (9): 32–40. Bibcode:1974PhT....27i..32O. doi:10.1063/1.3128863.