د فزیک تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فزیک د ساینس یوه څانګه ده چې د بحث اصلي موضوع یې ماده او انرژي دي. د فزیک کشفونه په ټولو طبیعي علومو او تکنالوژۍ کې کارونې لري. نننی فزیک په عمومي توګه په کلاسیک فزیک او عصري فزیک وېشل کېږي.

لرغونې تاریخچه[سمول]

هغه عناصر چې پر مټ یې فزیک را منځ ته شو، په اصل کې د ستورپوهنې، د نور فزیک او د میخانیک فزیک ساحو څخه اخیستل شوي چې په میتودولوژیک ډول د هندسې د مطالعې له لارې یوځای شوي دي. د ریاضیاتو دا څانګې په لرغونو زمانو کې د بابلیانو او د هلنیستی لیکوالانو، لکه: ارشیمدس او بطلیموس سره پیل شول. په ورته وخت کې په پخوانۍ فلسفه کې "فزیک" شامل دی. 

یوناني مفهوم[سمول]

د طبیعت د عقلاني درک پر لور حرکت لږترلږه د یونان د لرغونې دورې راهیسې (۶۵۰-۴۸۰ مخکې له میلاد)  له سقراط څخه مخکې فیلسوفانو سره پیل شو. میلوتسي فیلسوف تالیس (د میلاد څخه مخکې په اوومه او شپږمه پېړیو کې) د طبیعي پېښو په اړه د ماورالطبیعه (له طبیعت پورته)، دیني او افسانوي ډول ډول توضیحاتو د نه منلو لپاره د "ساینس پلار" ونومول شو او اعلان يې وکړ چې هره پېښه طبیعي لامل لري. تالیس له میلاد څخه مخکې په ۵۸۰ کال کې  وړاندیز وکړ، چې اوبه یو اساسي عنصر دی، د مقناطیس او سولول شوې کهربا ترمنځ د جذب تجربه یې وکړه او لومړۍ ثبت شوې کاینات پېژندنه یې ترتیب کړه چې له دې امله یې پرمختګونه هم وکړل. آناګزیمندر چې د خپلې لومړۍ تکاملي تیورۍ لپاره مشهور دی، د تالیس نظرونه یې رد کړل او وړاندیز یې وکړ چې، د اوبو پر ځای د اپیرون په نوم ماده د ټولو موادو مهم عنصر دی. تقریباً ۵۰۰  کلونو د میلاد څخه مخکې هراکلیت وړاندیز وکړ چې، په کائناتو باندې حاکم یوازینی بنسټیز قانون د بدلون اصل دی او دا چې هېڅ شی په یوه حالت کې نه پاتې کېږي. دې مشاهدې هغه د لرغوني فزیک په لومړنیو پوهانو کې راوست، چې په کایناتو کې یې د وخت رول په ګوته کوي چې په عصري او اوسني فزیک کې یو کلیدي او ځینې وختونه متنازع مفهوم دی.  [۱]

طبیعي فلسفه په یونان کې د کلاسیکې دورې په ترڅ کې ( د میلاد څخه مخکې په شپږمه، پنځمه او څلورمه پېړی) او په هلینستي دوران کې په کراره د څېړنې په زړه پورې او د بحث وړ ساحې ته پراختیا ورکړه. د اپلاتون شاګرد ارستو (په یوناني: Ἀριστοτέλης, Aristotélēs  ) (۳۸۴-۳۲۲ مخکې له میلاد) دې مفهوم ته وده ورکړه چې د فزیکي پېښو مشاهده په پای کې په دوی باندې د حاکمو طبیعي قوانینو د کشف لامل کېدای شي. د ارستو په لیکنو کې فزیک، میتافزیک، شعر، تیاتر، موسیقي، منطق، فصاحت او بلاغت، ژبپوهنه، سیاست، حکومت، اخلاق، بیولوژي او ژونپوهنه شامل دي. هغه لومړی اثر ولیکه چې "فزیک" ته اشاره کوي - ارستو په څلورمه پېړۍ کې د ارستویي فزیک په نامه سیستم جوړ کړ. هغه هڅه وکړه چې د څلورو عناصرو د تیورۍ پر بنسټ نظرونه، لکه: حرکت (او جاذبه) تشرېح کړي. ارستو په دې عقیده و چې ټولې مادې د اتر یا د څلورو عناصرو د ترکیب: ځمکه، اوبه، هوا او اور څخه جوړې شوې دي. د ارستو په وینا: دا څلور ځمکني عناصر له یو بل سره د بدلون وړ دي او د خپل طبیعي ځای پرلور حرکت کوي، یوه ډبره ښکته د کایناتو د مرکز پر لور رالوېږي، مګر د اورونو لوګي د محیط پرلور پورته کېږي. په پای کې د ارستو فزیک د ډېرو پېړیو لپاره په اروپا کې ډېر مشهور شو، چې د منځنیو پېړیو د علمي او ښوونیزو پرمختګونو څخه یې خبر ورکړ او په اروپا کې د ګالیله او اسحاق نیوتن تر وخته پورې د اصلي علمي بېلګې په توګه پاتې شو. 

د کلاسیک یونان په لومړیو کې دا پوهه عامه وه چې ځمکه کروي (ګرده) ده. اراتوستن ( ۲۷۶-۱۹۴ مخکې د میلاد) شاوخوا ۲۴۰ کاله د میلاد څخه مخکې د یوې مهمې تجربې په پایله کې د هغه چاپېریال په سمه توګه اټکل کړ. د ارستو د ځمکې د مرکز یا جیوسنتریک نظریاتو برعکس، د ساموسي اریستارخوس (په یوناني: Ἀρίσταρχος ، نژدې ۳۱۰-نژدې۲۳۰ مخکې د میلاد) د لمریز سیستم د هیلوسینتریک ماډل یعنې د هغه په مرکز کې ځمکه نه، بلکې د لمر ځای پر ځای کولو لپاره څرګند استدلال وړاندې کړ. د اریستارخوس د هیلوسینتریک تیورۍ پیرو، سلوکي سلیوکس وویل چې:  ځمکه په وار د خپل محور او لمر په شا او خوا ګرځي. که څه هم، هغه استدلالونه چې نوموړي کارولي وو، ورک شوي دی. پلوتارک وویل چې: سیلوکس لومړی کس و، چې د استدلال له لارې يې د هیلو سینتریک سیستم ثابت کړ.  

له میلاد نه مخکې په درېیمه پېړۍ کې د سیراکوز یوناني ریاضي پوه ارشیمدس (په یوناني: Ἀρχιμήδης  ۲۸۷-۲۱۲ مخکې د میلاد) په عمومي ډول د لرغونې زمانې ترټولو لوی او د هر وخت ترټولو لوی ریاضي پوه ګڼل کېده - د هایدروستاتیک، ستاتیک بنسټ یې کېښود او د رافعې یا اهرم اساسي ریاضیات یې محاسبه کړل. د خپلې زمانې یو مخکښ ساینس پوه، ارشیمدس له کمو هڅو سره د لویو شیانو د حرکت کولو لپاره د څرخونو پېچلي سیستمونو ته هم پراختیا ورکړه. د ارشیمدس پېچ د عصري هایدرو انجینرۍ بنسټ دی او د پیونیک لومړۍ جګړه کې د هغه د جګړې ماشینونو د روم د پوځونو په مخ نیوي کې مرسته وکړه. ارشیمدس ان د ارستو استدلالونه او د هغه میتافزیک یې ټوټه ټوټه کړل او اشاره یې وکړه چې د ریاضیاتو او طبیعت جلا کول ناممکن دي او دا یې هغه وخت ثابته کړه چې، ریاضیاتي تیوری یې په عملي موندنو بدلې کړې. له دې سره، ارشیمدس شاوخوا ۲۵۰ کاله مخکې له میلاد څخه، د لامبو وهونکو اجسامو په اړه په خپل اثر کې د لامبو قانون ته پراختیا ورکړه چې د ارشیمدس اصل په نوم هم یادېږي. ارشیمدس په ریاضیاتو کې د اګزاسشن مېتود وکاراوه، چې د پارابول قوس لاندې مساحت د لایتناهي سلسلې د ټولګې په وسیله محاسبه کړي او د پای یا pi د پام وړ دقیق تقریب یې ورکړ. هغه د دوراني حرکتونو د سطحو د حجمونو لپاره په خپل نوم د مارپېچ فورمولونه او د ډېرو لویو عددونو د بیانولو لپاره یو ځیرک سیستم هم تعریف کړ. هغه د تعادل د حالتونو او د جاذبې د مرکزونو اصولو ته هم پراختیا ورکړه، هغه نظرونه چې په نامتو پوهانو، ان ګالیله او نیوتن یې هم اغېزه وکړه. 

هیپارکس (۱۹۰-۱۲۰ مخکې له میلاد) چې په ستورپوهنه او ریاضیاتو یې تمرکز کاوه، پېچلي هندسي تخنیکونه وکارول، ترڅو د ستورو او سیارو حرکت رسم کړي، ان د هغو وختونو وړاندوینه یې وکړه چې کسوف منځ ته راځي. له دې سره، هغه د خپل پرمختګ پر بنسټ له ځمکې څخه د لمر او سپوږمۍ د واټن محاسبه د هغه د لیدنې وسایلو ته اضافه کړه ، چې هغه وخت کارول کېدل. د لومړنیو ډېرو نامتو فزیک پوهانو څخه یو بل بطلیموس (۹۰-۱۶۸ وروسته د میلاد) و، چې د روم سترواکۍ په وخت کې یو له مخکښو ذهنونو څخه و. بطلیموس د څو علمي رسالو لیکوال و، چې لږ تر لږه درې یې د اسلامي او اروپايي راتلونکو علومو لپاره پرله پسې اهمیت درلود. لومړی د ستورپوهنې رساله ده، چې اوس د المجستي په نوم (په یوناني کې، Ἡ Μεγάλη Σύνταξις، "لویه رساله"، په اصل کې Μαθηματικὴ Σύνταξις، "د ریاضي رساله") یادېږي. دویمه جغرافیه ده، چې د یوناني- رومي نړۍ، د جغرافیايي علم په اړه بشپړ بحث دی. 

د پخوانۍ نړۍ ډېره راټوله شوې پوهه ورکه شوه، ان د ډېرو مشهورو مفکرینو د اثرونو څخه کمې ټوټې باقي پاتې شوې. که څه هم، هغه لږ تر لږه څوارلس کتابونه لیکلي، د هیپارکس مستقیم اثر نژدې هېڅ شی باقي پاتې نه دي. د ارستو د ۱۵۰ مشهورو آثارو نه یوازې ۳۰ شته دي او ځینې له هغو څخه "د لیکچر نوټونو نه لږ ډېر" دي. 

سرچينې[سمول]

  1. "This shift from ecclesiastical reasoning to scientific reasoning marked the beginning of scientific methodology." Singer, C., A Short History of Science to the 19th Century, Streeter Press, 2008, p. 35.