د فرانسې تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فرانسې د تاریخ لومړني لیکل شوي اسناد د اوسپنې په عصر کې څرګند شول. هغه ځای چې اوس د فرانسې په توګه یادېږي، د هغې سیمې لویه برخه جوړوي چې رومیانو د ګال په نامه یادوله. یوناني لیکوالانو په دغه سیمه کې درېیو اصلي قومي او ژبنیو ډلو ته اشاره کړې: ګالان (Gauls)، اکیتانیان (Aquitani) او بلګیان (Belgae). ګالان د سلتیک (Celtic) وګړو تر ټولو لویه او غوره ډله وه چې په ګالي ژبه به یې خبرې کولې.

له میلاد نه په مخکنۍ لومړنۍ زریزه کې یونانیانو، رومیانو او کارتاژاني وګړو د مدیترانې په سواحلو او د سواحلو په لرې څنډو کې مستعمرې جوړې کړې. د روم جمهوریت د میلاد نه مخکې دویمې پېړۍ په وروستیو کې سویلي ګال د دګالیا ناربوننسیس (Gallia Narbonensis) د ولایت په توګه ضمیمه او د جولیوس سزار تر مشرۍ لاندې رومي لژیونانو د ګال پاتې نوره برخه له میلاد نه وړاندې ۵۱- ۵۸ کلونو پر مهال ونیوله. له هغې وروسته ګالو- رومن کلتور رامنځته شو او ګال په مخ پر زیاتېدونکي ډول په رومي سترواکۍ کې ادغام شو.

د رومي سترواکۍ په ورپسې پړاوونو کې، ګال د بربریانو د بریدونو او کډوالۍ پر وړاندې قرار درلود چې تر ټولو مهم یې د جرمني فرانکانو له خوا و. فرانکي پاچا لومړني کلویس د پنځمې پېړۍ په وروستیو کې د ګال ډېرې برخې تر خپلې واکمنۍ لاندې سره یوځای کړې او په سیمه باندې یې د فرانکانو واکمنۍ ته د سلګونو کلونو لپاره زمینه برابره کړه. د فرانکانو واکمني په شارلماني مهال کې خپل اوج ته ورسېده. د منځنیو پېړیو فرانسوي پاچهۍ د کارولنژي شارلماني سترواکۍ په لوېدیځه برخه کې چې د لویدیځې فرانسیا په نوم پېژندل کېده، رامنځته او د کاپت کورنۍ د واکمنۍ پر مهال چې هیوکاپت یې په ۹۸۷ ز کال کې بنسټ اېښی و، ورځ تر بلې زیاتېدونکي شهرت ته لاسرسی وموند.

په ۱۳۲۸ ز کال کې د کاپتي کورنۍ د وروستۍ پاچا له مړینې وروسته د واک پر سر کړکېچ د یو لړ نښتو لامل وګرځېد چې د والوا او پلانتاژنت کورنیو ترمنځ د سل کلنې جګړې په نامه پېژندل کېږي. جګړه په رسمي ډول په ۱۳۳۷ ز کال کې وروسته له هغه پیل شوه چې شپږم فیلیپ هڅه وکړه څو دوکیه آکیتن (Duchy of Aquitaine) د هغه له موروثي څښتن، انګلیسي درېیم ادوارد نه چې د پلانتاژانت له خوا یې د فرانسې د واکمنۍ ادعا کوله، ونیسي. په داسې حال کې چې پلانتاژنت په پیل کې د فرانسې د دویم ژان د نیولو او د هغه له خوا د باج ترلاسه کولو په ګډون بریاوې لرلې، خو وروسته په جګړه کې بخت د والوا لوري ته مخه کړه. په جګړه کې له پام وړ څېرو نه د فرانسوي بزګر لور ژان دارک وه چې فرانسوي ځواکونه یې د انګلیسانو پر وړاندې رهبري کړل او ځان یې د ملي اتلې په توګه معرفي کړ. جګړه په ۱۴۵۳ ز کال کې د والوا په بریا سره پای ته ورسېده.

په سل کلنه جګړه کې بریا د فرانسوي ملت پالنې د پیاوړتیا او د فرانسوي واکمنۍ د واک او لمنې د پراختیا لامل وګرځېده. د لرغوني رژیم پر مهال د راتلونکو پېړیو په اوږدو کې فرانسه د رنسانس او پروتستانت اصلاحاتو له امله په رښتیني مرکزي پاچهۍ واوښته. د فرانسې د مذهبي جګړو په اوج کې، فرانسه یوځل بیا د واکمنۍ پر سر د شخړو شاهده وه، ځکه د والوا کورنۍ وروستی پاچا درېیم هنري له خپلو سیالو بوربون او ګیز کورنیو سره جګړه وکړه. د ناوار بوربوني پاچا آنري جګړه وګټله او د بوربون لړۍ بنسټ یې کېښود. په ۱۶ مه پېړۍ کې یې په نړۍ کې مخ پر ودې استعماري سترواکۍ رامنځته کړه چې د فرانسي سیاسي واک د څوارلسم لويي «د لمر پاچا» د واکمنۍ پر مهال اوج ته ورسېد.

د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې، پاچهي او هغو ته اړوند بنسټونه د فرانسوي انقلاب پر مهال له منځه ولاړل. دغه هېواد تر هغه مهاله د جمهوریت په توګه اداره شو، کله چې ناپیلیون بوناپارت د فرانسوي سترواکۍ اعلان وکړ. په ناپیلیوني جګړو کې د هغه له ماتو وروسته، فرانسه تر هغه مهاله یوځل د پاچهۍ، ورپسې د لنډ مهال لپاره د دویم جمهوریت او وروسته د دویمې سترواکۍ په توګه د څو رژیمونو د بدلون شاهده وه، کله چې په ۱۸۷۰ ز کال کې د فرانسې درېیم ډېردوام لرونکی جمهوریت رامنځته شو.

فرانسه د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د جرمني او مرکزي ځواکونو پر وړاندې د درې ګونې هوکړې (فرانسه، بریتانیا، روسیه) له ځواکونو نه یوه وه. په دویمه نړیواله جګړه کې هم د متفقینو په ځواکونو کې وه، خو په ۱۹۴۰ ز کال کې د نازي آلمان له خوا ونیول شوه. درېیم جمهوریت هم له منځه ولاړ او د هېواد ډېرې برخې په مستقیم ډول د آلمان له خوا کنټرول کېدلې، په داسې حال کې چې سویل تر ۱۹۴۲ ز کال پورې د دښمن پلوه ویشلي فرانسوي دولت له خوا اداره کېده. د ژوند کولو شرایط هم ستونزمن و، ځکه جرمنیانو خواړه او بشري قوه له منځه وړې وه او هم یې ګڼ شمېر یهودان وژلي و. د آزادې فرانسې خوځښت پر استعماري سترواکۍ بریالی شو او د جګړې د مهال مقاومت یې رامنځته کړ. په ۱۹۴۴ ز کال کې له آزادۍ وروسته، د څلورم جمهوریت بنسټ کېښودل شو. په هندوچین او الجزایر کې اوږد مهاله جګړو د فرانسې منابع خالي کړلې او په سیاسي ماتې سره یې پای وموند. په ۱۹۵۸ ز کال کې د الجزایري کړکېچ وروسته شارل دوګول د فرانسې د پنځم جمهوریت بنسټ کېښود. په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د استعمار له منځه تلل د فرانسې د استعماري سترواکۍ د ګڼ شمېر برخو د خپلواکۍ شاهد و، په داسې حال کې چې وړې برخې د فرانسې د دولت په بهرنیو برخو او ډلو کې ادغام شوې. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، فرانسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ناټو دایمي غړې ده. له ۱۹۴۵ ز کال راهیسې یې د اروپايي اتحادیې د یوځای کولو په برخه کې مرکزي رول درلود. په وروستیو کلونو کې د کرارې اقتصادي ودې په خوا کې دغه هېواد د ۲۱ مې پېړۍ د پیاوړی اقتصادي، کلتوري، پوځي او سیاسي عامل په توګه پاتې دی.

له ۱۹۸۹ ز کال نه د ۲۱ مې پېړۍ تر پیله پورې[سمول]

د شوروي اتحاد له شیندل کېدو او د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د فرانسې د اصلي برخو پر وړاندې باالقوه ګواښونه له منځه ولاړل. فرانسې د خپلو هستوي وړتیاوو په راکمولو پیل وکړ او په ۲۰۰۱ ز کال کې یې د عسکرۍ جبري خدمت هم لغوه کړ. د فرانسوا میتران تر مشرۍ لاندې، فرانسې په ۱۹۹۰ ز کال کې د عراق پر وړاندې د خلیج په لنډه بریالۍ جګړه کې ونډه واخیسته، چې په دغه جګړه کې د فرانسې ونډه د ډاګټ عملیاتو (Opération Daguet) په نامه یادېږي.[۱]

ترهګرۍ بده وده وکړه. په ۱۹۹۴ کې د ایر فرانس ۸۹۶۹ الوتکه، د ترهګرو له خوا برمته شوه، خو دوی ونیول شول.

فرانسه په پخوانۍ یوګوسلاویا کې له نسل وژنې نه د مخنیوي په برخه کې په بالکان کې د ناټو او اروپايي اتحادیې د پالیسۍ یو له پیاوړو ملاتړو نه وه. فرانسوي ځواکونو په ۱۹۹۹ ز کال کې د یوګوسلاویا په فدرال جمهوریت باندې د ناټو په بمباریو کې ونډه واخیسته. فرانسې له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کې فعاله ونډه لرلې. په ۲۰۰۲ ز کال کې یې د Alliance Base په نامه په پاریس ښار کې په پټ ډول د تروریزم پر ضد استخباراتي مرکز جوړ کړ. په همدغه کال کې یې، په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په چپه کولو کې مرسته وکړه، خو په کلکه سره یې په ۲۰۰۳ ز کال په عراق باندې برید رد کړ او آن ګواښ یې وکړ چې په دې اړه د متحده ایالاتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک به ویټو کړي.

د ۲۰۱۲ ز کال په ولمسشریزو ټاکنو سوسیالیست فرانسوا اولاند سرکوزي ته په بیاځلي ټاکنو کې ماتې ورکړه. په ۲۰۱۴ ز کال اولاند د آلمان له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل او د امریکا له ولسمشر اوباما سره په خوا کې په روسیه باندې د اوکراین پر وړاندې د اقداماتو له امله په بندیز لګولو کې ودرېد.[۲]

د ۲۰۱۷ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د "La République En Marche!"  نوي ګوند بنسټ اېښودونکی ایمانوئل ماکرون بریالی شو.[۳]

سرچینې[سمول]

  1. Philip Short, A Taste for Intrigue: The Multiple Lives of François Mitterrand (2014)
  2. Richard Nadeau and Michael S. Lewis-Beck, "French election theory: Why Sarkozy lost." Parliamentary Affairs 66.1 (2013): 52–68
  3. Nick Hewlett, "The phantom revolution. The presidential and parliamentary elections of 2017," Modern & Contemporary France (2017) 25#4 pp. 377–390.