د فرانسې بهرنۍ اړيکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۹ پېړۍ کې فرانسې يو نوې استعماري سترواکي جوړه کړه، چې له برتانوي سترواکۍ څخه وروسته دويمه سترواکي وه. دا سترواکي د ۱۸۷۰ او ۷۱ ز کالونو کې د فرانسې او پروس تر منځ جګړه کې کمزورې شوې وه، چې اروپا کې يې د المان واکمنۍ راپورته کېدل په نښه کړل. فرانسه له لويې برتانيې او روسيې سره يو ځای شوه او د لومړۍ نړيوالې جګړې ګټونکی اړخ و. که څه هم د دويمې نړيوالې جګړې په لومړيو کې يې په اسانۍ سره ماته خوړلې وه، مګر ازادې فرانسې د ازادې فرانسې د ځواکونو او مقاومت له لارې د د يو متحد ملت په توګه د متفقينو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړ او په پای کې د جګړې د ګټونکو هېوادونو له ډلې وګڼل شو، چې المان کې د فرانسې د نيواک د يوې سيمې ځانګړي کول يا تخصيص او لويديځ برلين او همدا راز د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو دريځ يې د بريا تاييد کوي. فرانسې په هندي چين او الجريا کې بايلونکې استعماري جګړې وکړې، چې لومړۍ هغه يې په ۱۹۵۴ز کال او دويمه يې په ۱۹۶۲ز کال کې پای ته ورسېده. څلورم جمهوريت ړنګ او پر ځای يې پينځم جمهوريت له ۱۹۵۸ز کال څخه پيل او تر اوسه دوام لري. دې هېواد د چارلس ډي ګاولي تر مشرۍ لاندې هڅه وکړه، چې اروپايي ټولنه کې د برتانيې او امريکا د نفوذ مخه ونيسي. له ۱۹۴۵ز کال راهيسې فرانسه د ملګرو ملتونو، ناټو او د اروپا د ډبرو سکارو او فولادو ټولنې بنسټ ايښودونکې غړې ده. د ملګرو ملتونو د منشور د غړي هېواد په توګه فرانسه په امنيت شورا کې تل پاتې يا دايمي څوکۍ لري او د ملګرو ملتونو د ډېری ځانګړو يا تخصصي او اړوند څانګو غړې ده.

فرانسه د مديترانې لپاره اتحاد “Union for the Mediterranean” او د لا فرانکوفوني “La Francophonie” بنسټګر هېواد دی او په سيمه ييزو او نړويوالو دواړو چارو مهمه ونډه لوبوي.

پينځم جمهوريت له ۱۹۸۱ ز کال راهيسې[سمول]

فرانکويس ميټيررېنډ: ۱۹۸۱ – ۱۹۹۵ز کال[سمول]

فرانکويس مېټيررېنډ چې يو سوسياليست و، د اروپا په يووالي او د انګلو-ساکسون د نفوذ پر وړاندې له خپلو پخوانيو مستعمرو سره د فرانسې د ځانګړو اړيکو په ساتنه ټينګار وکړ. فرانسې لپاره د سوسياليست ګوند په ۱۱۰ وړانديزونو “110 Propositions for France” کې د تصويب شويو تګلارو يوه برخه د ۱۹۸۱ز کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ټاکنيزې خپرونې په نوم برابره شوې وه. نوموړي له محافظه کار الماني صدراعظم هېلمټ کوهل “Helmut Kohl” سره نرمې او اغېزناکې اړيکې درلودې. دوی په اروپا کې د فرانسې او المان تر منځ دوه اړخيز پلوۍ ته وده ورکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ يې پوځي ګډه مرسته پياوړې کړه. [۱][۲]

د وايني نورتکټ “Wayne Northcutt” له نظره ځينو کورنيو حالتونو له مېټيررېنډ سره مرسته وکړه، چې خپله بهرنۍ تګلاره يا سياست په څلور طريقو جوړ کړي: نوموړي سياسي يووالي يا اجماع ته اړتيا درلوده؛ اقتصادي حالتونه يې تر څار لاندې وساتل؛ د فرانسې سياست لپاره يې په ملتپال امرانه سياست باندې باور درلود او هڅه يې وکړه د ګاوليزم او د هغه ميراث د ځان [استثمار] کړي، چې په سياسي ګټه کې و. [۳]

ژاک شيراک Jacques Chirac[سمول]

د شيراک بهرني سياست تداوم څرګند کړ. د نوموړي ناڅاپي خوځښت له واشنګټن سره يو پرېکون و. نوموړي له خپل ملګري د روسيې ولاديميرپوتين، د چين هيو جېنتاو او د المان له ګيرهارډ شرودر سره په ګډه د ۲۰۰۳ز کال د عراق جګړې پر وړاندې د يو مخکښ غږ په توګه راپورته شو. نوموړي «د خوښې ائتلاف» د سازمان او پوځيانو د خپرولو پر مهال، د متحده ايالتونو د ولسمشر جورج ډبليو بوش او د برتانيې د ټوني بلير مخالفت وکړ، چې غوښتل يې د صدام حسين تر زورواکۍ لاندې د بعث ګوند له لورې اداره کېدونکی د عراق حکومت په زور سره ړنګ کړي. د برتانيې او امريکا له لورې د فشار سربېره، شيراک د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د يو پرېکړه ليک د وېټو کول ګواښ وکړ، چې له مخې به يې د پوځي ځواک کارونې ته واک ورکول شي، چې عراق د ادعا شوې ډله ييزې ويجاړۍ وسلو له شويو ادعاوو څخه وژغوري. نوموړي نور حکومتونه هم خپل دريځ لور ته راوبلل. شيراک د ۲۰۰۳ ز کال د مارچ په ۸ نېټه وويل، چې: «عراق اوسمهال سمدستي ګواښ نه وړاندې کوي، چې پر وړاندې يې بايد سمدستي جګړه وشي». راتولونکي لومړي وزير ډومېنېکيو ډي وېليپېن “Dominique de Villepin” په ملګرو ملتونو کې د جګړې خلاف وينا له امله خورا نامتو شو. [۴][۵]

نېکولاس سرکوزي[سمول]

ولسمشر سرکوزي د واک له نيولو څخه لږه موده وروسته د کولمبيا له ولسمشر الوارو يورابي “Alvaro Uribe” او کيڼ اړخي چريکي “FARC” سره، د سرکښه ډلې او په ځانګړي ډول د فرانسې او کولمبيا د ګډ سياسي انګرېډ بيټانکورټ “Ingrid Betancourt” له لورې د نيول شويو يرغملو د خوشې کولو په اړه خبرې اترې پيل کړې. د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې سرکوزي په خپله له يورايب څخه د “FARC” د صدراعظم رودرېګو ګراندا د خوشې کولو غوښتنه وکړه. د دې تر څنګ، نوموړي د ۲۰۰۷ ز کال د جولای په ۲۴ نېټه اعلان وکړ، چې فرانسوي او اروپايي استازو ليبيا کې د نيول شويو بلغاريايي رنځورپالو [نرسانو] محکمه د هغوی خپل هېواد ته سپارلې ده. د دې په بدل کې يې له قزافي سره امنيتي، د روغتيال پالنې او کډوالۍ تړونونه او د ۲۳۰ ميليون (۱۶۸ ميليون يورو) په ارزښت د “MILAN” په نوم د شوبلې ضد ګوليو [راکټونو] د پلور تړونونه لاسليک کړل. دا له ۲۰۰۴ ز کال راهيسې د لپبيا لومړنۍ تړون و او د “MBDA” په نوم د “EADS” له مرسته کونکي شرکت سره يې په اړه خبرې اترې شوې وې. د ۱۲۸ ميليون يورو په ارزښت يو بل تړون به د ټرېپولي “Tripoli” له مخې له “EADS” سره د “TETRA” راډيو سټېشن لپاره هم لاسليک کېده. سوسيالست او کمونيست ګوندونو له يو خاين دولت سره د «دولت چارو» او تبادله باندې نيوکه وکړه. د سوسياليست ګوند مشر فرانکويس هولاندي “Francois Hollande” د پارلماني پلټنې د پيل کېدلو غوښتنه وکړه. [۶][۷][۸]

د ۲۰۰۷ زکال د جون په ۸ نېټه هيلېګينډام کې د اته سترو هېوادونو ۳۳ د سرمشريزې “33rd G8 summit” پر مهال، سرکوزي د نړيوالې تودوخې د مخنيوي په موخه، ۲۰۵۰ زکال پورې د فرانسې د کاربن ډای اکسايد د خپرېدنې د ۵۰ سلنه کمولو نښه وټاکله. هغه له دې وروسته د پيسو نړيوال صندوق ته د اروپايي نوماند په توګه د ډومنيکيو سټراوس کاهن مهم سوسياليست شخصيت وړاندې کړ. نيوکه کونکو ادعا وکړه، چې سرکوزي د سوسيالېست ګوند له يو خورا نامتو شخص څخه د بې برخې کولو په موخه، سټراوس کاهن د پيسو نړيوال صندوق د اداري رئيس په توګه نوماند کولو ته وړانديز کړ. [۹][۱۰]

سرکوزي هغه څه عادي کړل، چې له ناټو سره يې اړيکې ترينګلې کړې. فرانسه په ۲۰۰۹ زکال کې يو ځل بيا د ناټو بشپړ مدغم شوی غړی هېواد و. فرانکويس هولاندي ورته سياست ته دوام ورکړی دی. [۱۱]

فرانکويس هولاندي “Francois Hollande”[سمول]

سوسياليست فرانکويس هولاندي په ۲۰۱۲ز کال د ولسمشر په توګه ټاکنې وګټلې. نوموړي د اکراين پر وړاندې د روسيې د حرکتونو د مخالفت کولو او افريقا کې بنسټپال اسلامپالو پر وړاندې د جنګېدلو لپاره د پوځ لېږلو په برخو کې، له المان سره په نږدې همکارۍ کې، په عمومي ډول جنګ پلوی بهرنی سياست تصويب کړه. هغه د يونان د پور کړکېچ په برخه کې سخت دريځ غوره کړ. فرانکويس هولاندي افريقا کې دوه پوځي عمليات پيل کړل: مالي کې “Operation Serval” (د فرانسې وسله والو ځواکونو د يوې اسلامپالې بريا مخه ونيوله)؛ او “Operation Sangaris” (هلته د سولې بيا راوستلو په موخه، ځکه جې د بېلابېلو مذهبي ټولنو تر منځ کړکېچونه په تاوتريخوالي اوښتي وو). فرانسه لومړنی اروپايي هېواد دی، چې له متحده ايالتونو سره د عراق اسلامي دولت او ختيځ په بمبارولو کې له متحده ايالتونو سره يو ځای شوه. د ولسمشر هولاندي تر مشرۍ لاندې، سوريه کې د کورنۍ جګړې او د ايران د هستوي خپرونې په اړه د فرانسې دريځونه د «جنګ پلويو» په توګه تشرېح شوي دي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Simon J. Nuttall, European Foreign Policy (2000) p. 41.
  2. Mitterrand's role revealed in Rwandan genocide warning Archived 6 July 2008 at the Wayback Machine., 3 July 2007/ The Independent
  3. Wayne Northcutt. "The domestic origins of Mitterrand's foreign policy, 1981-1985." Contemporary French Civilization (1986), 10#2 pp 233-267
  4. Michael Sutton, "Chirac's foreign policy: continuity-with adjustment." The World Today 51.7 (1995): 135-138.
  5. Stefano Recchia, "Did Chirac Say 'Non'? Revisiting UN Diplomacy on Iraq, 2002-03." Political Science Quarterly 130.4 (2015): 625-654 online.
  6. Llama G8 a FARC contribuir a liberación de rehenes Archived 25 December 2008 at the Wayback Machine., La Cronica, 8 June 2007 کينډۍ:In lang
  7. Molly Moore, France's Sarkozy Off to a Running Start, The Washington Post, 4 August 2007
  8. "Tripoli annonce un contrat d'armement avec la France, l'Elysée dans l'embarras". Le Monde. 30 March 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "FMI : Strauss-Kahn candidat officiel de l'Union européenne". Le Figaro. 20 April 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Reuters, "France's Sarkozy wants Strauss-Kahn as IMF head" Sat 7 Jul 2007 2:38 pm EDT read here
  11. Frédéric Bozo, "Explaining France's NATO 'normalisation' under Nicolas Sarkozy (2007–2012)." Journal of Transatlantic Studies (2014) 12#4 pp: 379–391. Abstract
  12. Brinton Rowdybush, and Patrick Chamorel, "Aspirations and reality: French foreign policy and the 2012 elections." The Washington Quarterly (2012) 35#1 pp: 163–177.
  13. Tony Chafer, "Hollande and Africa Policy." Modern & Contemporary France (2014) 22#4 pp: 513–531.
  14. Kenneth R. Weinstein, "Hollande the hawk?." World Affairs 177.1 (2014): 87–96.
  15. Cheese-eating warriors, The Economist