د فرانسې ازادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د فرانسې ازادي په دویمه نړیواله جګړه کې د ډیپلوماسۍ، سیاست او د متحدینو، په لندن او افریقا کې د ازادې فرانسې د ځواکونو او همداشان د فرانسوي مقاومت د ګډو پوځي هڅو له لارې تر سره شوه.

د ۱۹۴۰ ز کال د مې په میاشت کې نازي جرمني پر فرانسې یرغل وکړ. د بې دفاع ارډینس له لارې د دوی نه نه دریدونکی پرمختګ د فرانسې په حکومت کې د کړکېچ لامل وګرځېد. د جولای په مياشت کې د فرانسې درېیم جمهوریت خپل ځان منحل کړ او خپل ټول مطلق واک یې مارشال فیلیپ پیټین ته وسپاره، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې یو سپینږیری اتل و. فيليپ پیټین له المان سره د جګړې متارکه اعلان کړه، په داسې حال کې چې د فرانسې شمال او لویدیځ د المان تر نظامي اشغال لاندې و. فيليپ پیټین، چې د اساسي قانون د یوې مرجع د رابللو مسوول و ، پرځای یې د سویلي زون لیبر ("آزاد زون") کې د ويشي په سپا ښارګوټي کې یو استبدادي حکومت رامنځ ته کړ. که څه هم د فرانسې د ویچي ښارګوټی خپلواک و، خو پر یوه همکاري کوونکي رژيم باندې واوښت او د نازي یو پیرودونکی دولت و چې د یهودانو په ایستلو کې یې په فعاله توګه ګډون وکړ.

مخکې له دې چې فرانسه د ۱۹۴۰ ز کال د جون په ۲۲ مه تسلیم شي، جنرال چارلس ډي ګول، لندن ته وتښتیده. او له هغه ځایه یې پر خپلو هېوادوالو غږ وکړ چې د جرمنيانو پر وړاندې مقاومت وکړي. انګریزانو په لندن کې د ډي ګول تبعید شوی ازاد فرانسوي حکومت په رسمیت وپیژانده او مالي مرسته یې ورسره وکړه. د ۱۹۴۰ ز کال په مني کې د فرانسې د ازادولو هڅې د فرانسې له استعماري امپراتورۍ سره په افریقا کې پیل شوې، چې لا تر اوسه هم د ویشي رژیم په لاس کې دي. جنرال ډي ګول فرانسوي چاډ قانع کړ چې د ازادې فرانسې ملاتړ وکړي او په ۱۹۴۳ ز کال کې په استوايي او شمالي افریقا کې ډېرو نورو فرانسوي مستعمرو دا لاره تعقیب کړه. ډي ګول په برازاویلي کې د امپراتورۍ د دفاع شورا د جوړولو اعلان وکړ، چې بيا د ازادې فرانسې پلازمېنه شوه. د انګلیس - امریکایي یرغلیز ځواک په ۱۹۴۲ ز کال کې د فرانسې د شمالي افریقا په سیمو کې ښکته شو، تر څو پر مدیترانې سمندر باندې د متحدينو ولکه بشپړه کړي، له همدې ځای څخه دوی پر ایټالیا برید وکړ. په ایټالیا کې د متحدینو تر امر لاندې د ډېری استعماري سرتیرو یوې فرانسوي عملیاتي قول اردو جګړه کوله.

د ۱۹۴۴ ز کال په دوبي کې په شمال لویدیځه اروپا کې د متحدینو پوځي هڅې د فرانسې د دوو سمندري بریدونو سره پیل شوې. د ۱۹۴۴ ز کال د جون په میاشت کې د Overlord عملیاتو په ترڅ کې د فرانسوي زغره والو په ګډون دوه میلیونه کسان د نورماندي د سواحلو له لارې پیاده شول، چې په دې سره یې د المان پر وړاندې لويديځه جبهه پرانیسته. د اګسټ په میاشت کې د ښامار عملیات د الجزایر له خاورې څخه سویلي فرانسې ته د فرانسوي اردو (بي) په ګډون دویم تهاجمي ځواک و. په فرانسه کې یو ښار له بل ښار وروسته ازاد شو. تر دې چې پاریس هم د ۱۹۴۴ ز کال د اګسټ په ۲۵ مه ازاد شو.  همدا چې سیمې یو په بل پسې ازادیدي، د مقاومت ډلې د متحدینو په ځواک کې شاملې شوې. د سپټمبر په میاشت کې، د متحدینو د ګواښ له مخې، پیټین او د ویشي رژیم پاتې خلک جرمني ته وتښتیدل. د متحدینو لښکرو د ختیځې فرانسې له لارې په ۱۹۴۵ ز کال کې د فبرورۍ او مارچ په مياشتو کې د راین په اوږدو جرمنیان بیرته جرمني ته په شا وتمبول. د ۱۹۴۵ ز کال په مې مياشت په ۸مه د المان د مقاومت څو ډلې د جګړې تر پایه پورې د اتلانتیک په څو اصلي بندرونو کې پاتې شول.

له ازادۍ څخه سمدلاسه وروسته، فرانسه کې د هغو ښځو د شرمولو په ګډون چې له جرمنیانو سره پر اړیکو لرلو مشکوکې وي د شکمنو مرستندویانو د اعدامونو، بریدونو او سپکاوي لړۍ پیل شوه. د ۱۹۴۴ ز کال د جون په میاشت کې رامنځته شوو محکمو د ویچي یا د پوځي اشغال سره د اړيکو لرلو له امله د تورنو چارواکو د پاکولو په اړوند محاکمه ترسره کړه. ځینو تورنو ته د مرګ سزا ورکړل شوه او ووژل شول. لومړنۍ ټاکنې د ۱۹۴۰ ز کال راوروسته د لنډمهاله حکومت له خوا د ۱۹۴۵ ز کال د مې په میاشت کې ترسره شوې. دا لومړنۍ د ښاروالۍ ټاکنې وې چې ښځو پکې رایه ورکړه. د ۱۹۴۶ ز کال د اکټوبر په میاشت کې د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې ، رایه ورکوونکو یو نوی اساسي قانون تصویب کړ او څلورم جمهوریت د ۱۹۴۶ ز کال د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه را منځ ته شو.

د متحدینو نظامي تګلاره[سمول]

په ټوله کې د جګړې لپاره د پوځي ستراتیژي په اړه د لویو دریو قدرتونو په ځانګړې توګه د انګلستان او متحده ایالاتو ترمنځ چې سره نږدې وو، د متحده ایالاتو د ولسمشر فرانکلین ډي روزویلټ او د بریتانیې د لومړي وزیر وینسټون چرچيل ترمنځ د ډېری تلیفونونو او غونډو په ترڅ کې خبرې اترې وشوې. سربيره پردې، د جګړې په جريان کې د لویو دریو هېوادونو مشرانو په کنفرانسونو کې سره وکتل ترڅو د سرتاسري پوځي ستراتیژۍ په اړه پریکړه وکړي.[۱]

د ۱۹۴۱ ز کال د ډسمبر له ۲۲ څخه د ۱۹۴۲ ز کال د جنوري مياشتې تر ۱۴مې پورې په واشنګټن ډي سي کې د ارکيډيا کنفرانس جوړ شو، چې پر جاپان باندې د امریکا او بريتانيا اعلامیې خپرې شوي؛ د جاپان متحدینو،جرمني او ايټاليا د  متحده ايالاتو پر وړاندې جګړه اعلان کړه. د ارکیډیا د تګلارې په تصامیمو کې «لومړی جرمني» (چې د «لومړی اروپا» په نوم هم مشهور و) شامل و، ځکه د همدې تګلارې له مخې لومړی د جرمني ماتول ستر لومړیتوب و او بیا له هغه وروسته له جاپان سره جګړه شامله وه.[۲][۳]

د ۱۹۴۲ ز کال د جون په میاشت کې د واشنګټن دویم کنفرانس پریکړه وکړه چې په فرانسه کې دویمه جبهه نه پرانیزي مګر په ایټالیا باندې د برید لپاره د مدیترانې د ګډې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه لومړی د فرانسې شمالي افریقا باندې برید کوي (چې پر متفقینو د برید اسانه لاره وه).[۴]

په ۱۹۴۴ ز کال کې د متقابل کانال (cross-channel) د یرغل پریکړه د ۱۹۴۳ ز کال د مې په میاشت کې په واشنګټن کې په یوه دری اړخیزه  کنفرانس کې وشوه. جنرال ایزن هاور د SHAEF د قوماندان په ټوګه وټاکل شو او  تر څنګ يې جنرال برنارډ مونټګومري د ۲۱مې پوځي ډلې د قومندان په توګه وټاکل شو، چې په دې ډلې کې په یرغل کې ښکېل ټول ځمکني ځواکونه شامل وو. د فرانسې په شمال لویدیځ کې د نورماندي ساحل د برید د ځای په توګه غوره شوی و.[۵]

د تهران کنفرانس (د ۱۹۴۳ ز کال د نومبر له ۲۸ څخه د دسمبر تر ۱) چې په تهران کې د شوروي اتحاد سفارت کې تر سره شو د دریو لویو مشرانو جوزف سټالین، فرانکلین ډي روزویلټ او وینسټون چرچیل تر منځ د ستراتیژۍ یوه غونډه وه، چې ډېرې موخې یې درلودې او د لویدیځو متحدینو د دې ژمنې لامل وګرځېده، تر څو په لویدیځ کې د جګړې لپاره دویمه جبهه پرانیزي.[۶]

سرچينې[سمول]

  1. Office of the Historian. "Wartime Conferences, 1941–1945". United States Department of State. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. William Hardy McNeill, America, Britain and Russia: Their Cooperation and Conflict 1941–1946 (1953) pp 90–118
  3. Andrew Roberts, Masters and Commanders: How Four Titans Won the War in the West, 1941–1945 (2010) pp 86–87.
  4. Foreign Relations of the United States. Conferences at Washington 1241–1942 and Casablanca 1943 Introduction: Scope of Coverage pp. xiii,xiv
  5. "D-Day: The Beaches" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Churchill, Winston Spencer (1951). The Second World War: Closing the Ring. Houghton Mifflin Company, Boston. د کتاب پاڼې 642. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)