د فاضله اوبو تصفیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فاضله اوبو تصفیه هغه بهیر دی چې د فاضله اوبو څخه د ککړتیا لرې کولو لپاره کارول کېږي او داسې اوبو ته بدلېږي چې د اوبو جریان ته بېرته راستنېږي. کله چې د اوبو جریان ته را وګرځي، دا اوبه په چاپېریال باندې د منلو وړ اغېزه رامنځته کوي یا د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي (چې د اوبو د بیا کارونې په نوم یادېږي). د تصفیې بهیر د فاضله اوبو د تصفیې په کارخونه کې ترسره کېږي. د فاضله اوبو زیاتره ډولونه شته چې په مناسب ډول د فاضله اوبو د تصفیې په کارخونه کې تصفیه کېږي. د کورونو فاضله اوبو لپاره (د ښاروالۍ فاضله اوبه یا د کورونو اوبه هم ویل کېږي) او د تصفیې کارخونه یې د کورنو د اوبو د تصفیې کارخونې په نوم یادېږي. د صنعتي فاضله اوبو لپاره، تصفیه یا د صنعتي فاضله اوبو د تصفیې په جلا کارخونه کې ترسره کېږي، یا د کورونو د تصفیې په کارخونه کې (چې معمولا د ځینو مخکنیو تصفیو وروسته) ترسره کېږي. د فاضله اوبو د تصفیې نور ډولونه د کرنیزو فاضله اوبو د تصفیې کارخونې او د لېچېیټ تصفیې کارخونې ګډون لري.[۱]

هغه پروسې چې ډېری د فاضله اوبو په تصفیه کې کارول کېږي جلا پړاوونه لکه بېلوالی (د بېلګې په توګه رسوب)، بیولوژیکي او کیمیاوي پروسې (لکه اکسیډیشن) یا پالش، له ځانه سره لري. د فاضله اوبو د تصفیې د کارخونو څخه اصلي ضمني محصول د خړو یو ډول دی چې معمولا په ورته یا د فاضله اوبو د تصفیې په بله کارخونه کې تصفیه کېږي. که چېرې د انیروبیک (بې اکسیجنه تصفیه وکارول شي، ارګانیک ګازونه یو بل ضمني محصول کېدای شي. تصفیه شوې فاضله اوبه د بیا کارول کېدونکو اوبو په توګه کارول کېدای شي. د فاضله اوبو د تصفیې اصلي موخه دا ده چې د تصفیې وړ فاضله اوبه په خوندي ډول لرې یا بیا وکارول شي. خو مخکې له دې چې تصفیه ترسره شي، د لرې کولو یا بیا کارولو ټکي باید په پام کې ونیول شي ترڅو د فاضله اوبو په اړه د تصفیې سمه پروسه وکارول شي.[۲]

"د فاضله اوبو د تصفیې" اصطلاح زیاتره د "کورونو د اوبو د تصفیې" په معنی کارول کېږي.[۳]

د تصفیې د کارخونو ډولونه[سمول]

د فاضله اوبو له ډول سره سم، د تصفیې کارخونې ښایي توپیر وکړي. زیاتره پروسې داسې دي چې د ککړتیا په ډول او کچه پورې اړه لري او د فاضله اوبو د تصفیې لپاره کارول کېدای شي. د تصفیې په پړاوونکو کې فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي تصفیې بهیرونه ګډون لري.

د فاضله اوبو د تصفیې د کارخونو ډولونه عبارت دي له:

  • د کورونو د فاضله اوبو د تصفیې کارخونې
  • د صنعتي فاضله اوبو د تصفیې کارخونې
  • د کرنیزو فاضله اوبو د تصفیې کارخونې
  • د لیچېت (ککړو) فاضله اوبو د تصفیې کارخونې

د کورونو د فاضله اوبو د تصفیې کارخونې[سمول]

د کورونو د فاضله اوبو تصفیه (یا د کورنیو فاضله اوبو تصفیه یا د ښاروالۍ د فاضله اوبو تصفیه) د فاضله اوبو یو ډول تصفیه ده چې موخه یې د کورنو فاضله ابو څخه د ککړتیا لرې کول دي ترڅو داسې اوبه لاس ته راشي چې نږدې چاپېریال ته جذب یا بیا کارونې لپاره غوره وي، او په دې توګه د فاضله اوبو د جذب له امله د اوبو د ککړتیا مخه نیسي. د کورنو په فاضله اوبو کې د کورنیو او سوداګریزو فاضله اوبو او کله ناکله ښایي له مخکې تصفیه صنعتي فاضله اوبه ګډون ولري. د فاضله ابو د تصفیې د ټاکلو لپاره زیاتې پروسې شتون لري، چې کېدای شي د نامتمرکز سیستمونو (په ساحه کې د تصفیې سیستمونو په ګډون) څخه تر لویو مرکزي سیستمونو پورې چې د پایپونو او پمپ سټیشنونو شبکې (چې د فاضله ابو د شبکو په نوم یادېږي) په کې ګډون لري او فاضله مواد د تصفیې کارخونه ته لېږدوي، تر پوښښ لاندې راولي. د هغو ښارونو لپاره چې د فاضله اوبو ګډ فاضله سیستم لري، دا سیستم د ښاري جریان (د طوفان اوبه) د فاضله اوبو د تصفیې فابریکو ته هم ورسوي. د کورونو د اوبو تصفیه زیاتره دوه اصلي پړاوونه لري چې د ابتدایي او ثانوي تصفیې په نوم یادېږي، پداسې حال کې چې پرمختللي تصفیه د پاکولو پروسې او د غذايي موادو لرې کولو په ګډون د تصفیې دریم پړاو هم لري. ثانوي تصفیه کولای شي د ایروبیک (اکسیجن لرونکې) یا انیروبیک (بې اکسیجنه) بیولوژیکي بهیرونو په کارولو سره د کورونو د اوبو څخه عضوي مواد (چې د بیولوژیکي اکسیجني اړتیا په توګه اندازه کېږي) پاک کړي.

د کورنیو فاضله اوبو د تصفیې لویه ټیکنالوژي پراخه شوې چې زیاتره یې د بیولوژیکي تصفیې بهیر کاروي. انجنیران او پریکړه کونکي باید تکنالوژیکي او اقتصادي شرایط، همدارنګه د مناسبې ټیکنالوژۍ په ټاکلو کې د هر بدیدیل د کمیت او کیفیت اړخونه په پام کې ونیسي. زیاتره، د ټاکنې لپاره اصلي شرایط په لاندې ډول دي: د اوبو مطلوب کیفیت، عملیاتي او ودانیز لګښتونه، د ځمکې شتون، د انرژۍ اړتیاوې او د پایښت اړخونه مهم ګڼل کېږي. د پرمختلو په حال کې هېوادونو کې او په کلیوالي سیمو کې چې د نفوس کم تراکم لري، کورنۍ فاضله اوبه ډېری د تصفیې د ډول ډول سمه ییزو سیستمونو پر مټ تصفیه کېږي او په شبکو کې نه لېږدول کېږي. پدې سیستمونو کې د سیپټیک ټانکونه ګډون لري چې د خروج له ساحو، د ساحوي فاضله اوبو د سیستمونو ، د ورمي فیلټر سیستمونو او ډېرو نورو سره وصل دي. له بل اړخه، په هغه ښارونو کې چې د کورنیو فاضله اوبو د تصفیې پرمختللي او نسبتا ګرانې فابریکې چمتو کولای شي، ښایي د پاکولو دریمه تصفیه او حتی د کوچنیو ککړوونکو د لرې کولو لپاره د تصفیې څلورم پړاو هم ولري.

په نړیواله کچه، د کورونو د فاضله اوبو نږدې ۵۲٪ تصفیه کېږيږ خو د کورنیو فاضله اوبو د تصفیې کچه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په پراخه کچه نابراره ده. د بېلګې په توګه، پداسې حال کې چې لوړ عاید لرونکي هېوادونه د خپلو فاضله اوبو نږدې ۷۴٪ تصفیه کوي، د پرمختلو په حال کې هېوادونه په منځنۍ کچه یوازې ۴.۲٪ تصفیه کوي.

د صنعتي فاضله اوبو د تصفیې کارخونې[سمول]

د صنعتي فاضله اوبو تصفیه هغه پروسې تر پوښښ لاندې راولي چې د هغو فاضله اوبو تصفیې لپاره کارول کېږي چې د صنایعو له خوا د نامطلوب ضمني محصول په توګه را منځ ته کېږي. تصفیه شوي صنعتي فاضله اوبه له تصفیې وروسته، کېدای شي بیا وکارول شي یا صحی شبکو یا په چاپېریال کې سطحي اوبو ته خوشې شي. ځینې ​​صنعتي بنسټونه داسې فاضله اوبه تولیدوي چې د کورنیو فاضله اوبو د تصفیې په فابریکو کې تصفیه کېدای شي. زیاتره صنعتي پروسې، لکه د تیلو تصفیه، کیمیاوي او پیټروشیمي فابریکې د خپلو فاضله اوبو د تصفیې لپاره خپل ځانګړي تاسیسات لري ترڅو خپلې اوبه داسې تصفیه کړي چې د ککړتیا غلظت په شبکو یا سیندونو، جهيلونو یا سمندرونو کې د فاضله اوبو د تصفیې له اړوند مقرراتو سره سمون ولري. دا په هغو صنعتونو باندې پلي کېږي چې د فاضله اوبه د عضوي موادو (د بېلګې په توګه غوړ او ګریسو)، زهرجن ککړونکو (د بېلګې په توګه درانه فلزات، ناکرار عضوي مرکبات) یا غذايي موادو لکه امونیا لوړ غلظت ولري. ځینې کارخونې له تصفیې وړاندې سیستم لري ترڅو ځينې ککړوونکي (د بېلګې په توګه زهرجن مرکبات) پاک کړي او وروسته تا نیمه تصفیه شوې اوبه د ښاروالۍ د فاضله اوبو سیستم ته خوشې کړې.

زیاتره صنایع تر یوې کچې فاضله اوبه تولیدوي. وروستۍ تګلارې دا دي چې دا اوبه کمې یا د تولید په بهیر کې اوبه تصفیه او بیاکارونې ته چمتو کړي. ځینې صنایع د ککړتیاو د کمولو یا له منځه وړلو په برخه کې د خپلو تولیدي پروسو په بیا ډیزاین کې بریالۍ شوې دي. د صنعتي فاضله اوبو په سرچینو کې د بېټریو تولید، کیمیاوي تولید، د بریښنا فابریکې، د خوړو صنعت، د اوسپنې او فولادو صنعت، فلزکاري، کانونه او معدنیات، اټومي صنعت، د تیلو او ګازو استخراج، د نفتو تصفیه او پیټروشیمي، د درملو تولید، د نبات او کاغذ صنعت، ذوب، د ټوکر کارخونې، د صنعتي غوړو ککړتیا، د اوبو تصفیه او د لرګیو ساتنه ګډون لري. د تصفیې په پروسو کې د تروشو اوبو تصفیه، د جامد موادو لرې کول (د بېلګې په توګه کیمیاوي رسوب، فلټریشن)، د تیلو او غوړ لرې کول، په چاپېریال کې د تجزیه کېدونکو عضوي موادو لرې کول، د نورو عضوي موادو لرې کول، د تیزابو او القلي لرې کول، او د زهرجن موادو لرې کول ګډون لري.  

د کرنیزو فاضله اوبو د تصفیې کارخونې[سمول]

د کرنیزو فاضله اوبو تصفیه د بندو څارویو د فعالیت او د سطحې له جریان څخه د ککړتیا د کنټرول لپاره د کروندې د مدیریت د بحث موضوع ده. دا ککړتیا ښایي په کیمیاوي سره، آفت وژونکو، د څارویو مدفوع، د حاصلاتو پاتې شونو یا په اوبو لګولو کې له کیمیاوي موادو څخه را منځ ته شي. د کرنیزو فاضله اوبو تصفیه د دوامداره بندو څارویو د فعالیت لکه د شېدو او هګیو د تولید لپاره اړینه ده. دا تصفیه کېدای شي په کارخونو کې د میخانیکي تصفیې د برخو په کارولو سره په هغه بڼه ترسره شي لکه څنګه چې د صنعتي فاضله اوبو لپاره کارول کېږي. په هغه ځایونو کې چې د ډنډونو لپاره ځمکه موجوده وي، د ډنډونو او د ممکنه حوزنو جوړول کېدای په موسمي شرایطو کې د نسل اخیستنې یا د حاصلاتو د دورې لپاره ټیټ عملیاتي لګښتونه ولري. د شنو ځمکو لپاره غوښتنلیک. جوړ شوي لندبلونه زیاتره وختونه د څارویو د ضایعاتو د تصفیه را منځ ته کوي.

د ککړتیا په نامشخصه سرچینه کې د جریان رسوبات، د غذايي موادو جریان او آفت وژونکي تر پوښښ لاندې راځي. د ککړتیا په مشخصه سرچینه کې د څارویو فاضلات، د وښو اوبه، د شیدو د پروسس (د لبنیاتو فارم) ضایعات، د ذبحې ضایعات، د سبزیجاتو منځلو اوبه او الکولي مشروبات ګډون لري. زیاتره کروندې د سطحي له جریان څخه د نا مشخصه سرچینې ککړتیا تولیدوي چې د تصفیوي کارخونه له لارې نه کنټرول کېږي.

سرچينې[سمول]

  1. "wastewater treatment | Process, History, Importance, Systems, & Technologies". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). October 29, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Metcalf & Eddy, Inc. (2003). Wastewater Engineering: Treatment and Reuse (الطبعة 4th). New York: McGraw-Hill. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-07-112250-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tchobanoglous, George; Burton, Franklin L.; Stensel, H. David; Metcalf & Eddy, Inc. (2003). Wastewater Engineering: Treatment and Reuse (الطبعة 4th). McGraw-Hill. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-112250-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)