د فارس کمپاین (لومړۍ نړیواله جګړه)
د فارس کمپاین یا پر ایران یرغل (فارسي: اشغال ایران در جنگ جهانی اول) د ایران د قاجار په بې پلوه سیمه کې د عثماني سترواکۍ، بریتانوي سترواکۍ او روسي سترواکۍ ترمنځ د پوځي جګړو بهیر و، چې د ۱۹۱۴ز کال د ډسمبر په ۱۹مه پیل او د ۱۹۱۸ز کال د اکټوبر په ۳۰مه، د موډروس له اوربند سره، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د منځني ختیځ د تیاتر د یوې برخې په توګه و، پای ته ورسېد. په دغې جګړه کې د فارس ځایي واحدونو هم ګډون درلود، چې د انتانت او عثماني ځواکونو پر وړاندې جنګېدل همدارنګه د ایران لپاره یوه ویجاړونکې تجربه وه. تر ۲ میلیونه ډېر ملکي ایراني وګړي په کې ووژل شول، چې ډېرې یې د عثماني رژیم له خوا د ارمنیانو د نسل وژنې او په ۱۹۱۷ز-۱۹۱۹ز کال کې د ایران د قحطۍ له امله وو، چې د انګلیس او روسیې د اقداماتو تر اغېزې لاندې وو. د قاجار حکومت ونه شو کولای، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې د هېواد حاکمیت وساتي؛ نو په پایله کې د ۱۹۲۱ز کال کودتا او د رضاشاه له خوا د پهلوي سلطنت د رامنځته کولو لامل شو.
شالید
[سمول]ایران د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې خپله بې طرفي اعلان کړه. سره له دې بیا هم دغه هېواد په چټکۍ سره مخکې تر جګړې، د متحدینو او مرکزي قدرتونو تر اغېزې لاندې راغی. د فارس بهرنۍ ګټې د دغه هېواد د سټراټيژیک موقعیت له امله وې؛ ځکه دغه هېواد د برتانوي هند، د روسیې سترواکۍ، افغانستان او عثماني سترواکۍ ترمنځ پروت و او د ۱۹مې پېړۍ په پای او د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې یې بهرنۍ ګټې د تیلو د زېرمو له امله وې. په ۱۹۰۷ز کال کې د انګلیس او روسیې په تړون کې روسیې او بریټانیې موافقه وکړه، چې ایران پر دریوو سیمو ووېشي؛ په دوی کې روسانو د شمالي ایران د مالکیت ادعا کوله دا هغه برخه ده، چې په قفقاز کې له مخکنیو فتحه شوو سیمو سره نږدې وه او انګلیسان د سویلي سیمو مدعیان وو، دا سیمه له برتانوي هند سره پوله لري (درېیمه سیمه د حایل په توګه پاتې ده). د ۱۹۰۷ز کال تړون د روسیې او انګلیسانو ترمنځ د څوو لسیزو لویې لوبې ته د پای ټکی کېښود. دا تړون هغه مهال لاسلیک شو، چې سیمې ته د الماني سترواکۍ د پراختیا لړۍ روانه وه او دغه تړون یې د دواړو خواوو د توازن د برابرولو لپاره د المان د نفوذ د ډېرولو او په دغې سیمې کې د احتمالي پراختیا لپاره لاسلیک کړ، چې د روسیې او انګلیس د خدمت لپاره و.
ځواکونه
[سمول]فارسي ځواکونه د ځانګړو سیمو په شاوخوا کې ځای پرځای شول او یو واحد پوځ نه و. هرې سیمې خپل کنډک سمبال کړ او هرې سیمې څو کنډکونه لرل. هره سیمه په قبیلوي ډلو پورې اړونده وه او ځینې وخت دوه کنډوکونه د خپلو مشرانو له خوا تجهیزېدل. پوځي واحد یې له ۶۰۰ نه تر ۸۰۰ پورې و. دوی د توپخانې بیټرۍ درلودې، چې ځواک یې له څلورو تر اتوو ټوپکو پورې و. په هره سیمه کې د نامنظمو سرتېرو شمېر ۵۰۰۰۰ ته رسېده، چې په دوی کې قبیلوي سپاره او نامعلومه پیاده کمزوري وسله وال ځواکونه وو. د ځایونو بدلول د هغو مشرانو له خوا چې پوځي واحدونه یې اداره کول نامعموله نه وو. په دغو ځواکونو کې ځینې یې د قشقایي قبیلې، تنګستاني قبیلې، لارستاني قبیلې او د خمسه قبیلې وو. د فارس مرکزي دولت سرحدي پولیس هم لرل، چې سویډني سرتېري وو او شمېر یې ۶۰۰۰ ته رسېده، له دغه شمېر نه یې یوازې ۲۰۰۰ سپاره ځواکونه وو. هغوی د نهو پوځي واحدونو په شپږو کنډکونو کې وو او په وسلو کې یې ماوزر ټوپک، دولس ماشینه ټوپک او څلور غره ییز توپکونه شامل وو. فارسي ځواکونه په تهران، قزوین او همدان کې تیت و پرک شول، ترڅو د هېواد د لویو لارو، چې کابو ۹۳۰ مایله فاصله یې درلوده، پخپل کنټرول کې راولي. [۱]
د جګړې سیمه
[سمول]دغه نښتې د ایران په شمالي اذربایجان کې په ختیځ اذربایجان، لوېدیځ اذربایجان، اردبیل او ځینو نورو ښارونو لکه؛ تبرېز، ارومیه، اردبیل، مراغه، مرند، مهاباد او خوی کې رامنځته شوې.
عملیات
[سمول]تر جګړې مخکې د فارس مرکزي دولت د نظم په راوستو کې له ستونزو سره مخ و. په یو کال کې د قشقایي قبیلې، چې په سویلي فارس کې تر ټولو ځواکمنه قبیله وه، د هېواد د مشر له امر نه یې سرغړونه وکړه او د بویر احمد قبیلې په څېر یې پر فارس یرغل وکړ. خمسه قبیلې په کرمان کې پر کارواني لارو یرغل وکړ او نورو قبیلو ځینې وخت پر فارس، یزد یا کرمان یرغلونه کول. سرحدي پولیسو د دولت تر کنټرول لاندې ځانونه تثبیت کړي وو، خو په بشپړ ډول نه وو او یو شمېر قبیلې یې سره ښکېلې کړې وې. د جګړې په اوږدو کې ځینو چارواکو پر هغو لارو پوستې جوړې کړې، چې هغه مهال یې په کنټرول کې وې. [۲]
پایله
[سمول]په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني سترواکۍ تر ماتې وروسته، د عثماني سترواکۍ وېش رامنځته شو. د انور پاشا سیاسي لیدلوری (که د ایران په مهمو ښارونو کې روسان وځپل شي؛ نو ښایي اړ یې کړو چې له سیمې ووځي) په ۱۹۲۰ز کال کې د روس او بختیاري ځواکونو په راتګ سره یې ماتې وخوړه او د ترکیې پلوه مجلس منحلولو ته اړ شو. د دغه کمپاین چټکه پایله، د انګلیس او فارس موافقتنامه وه، چې د انګلیس او پارس د نفتو شرکت ته یې د کېندلو حق ورکړ. دغه تړون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لرد کرزنتو او د ایران دولت له خوا د ۱۹۱۹ز کال په اګسټ کې لاسلیک شو. دغه تړون د ایران نفتي سیمو ته د بریتانیې لاسرسی تضمین کړ. په ۱۹۱۹ز کال کې د ایران شمالي سیمه د بریتانیایي جنرال ادموند ایرونساید له خوا د مودروس د اوربند د شرایطو د پلي کولو لپاره ونیول شوه. د بریتانیا دولت هڅه وکړه، چې د ایران د نفتو پر ګټورو سیمو سربېره، پر ایران یو ساتندوی جوړ کړي.
د ۱۹۲۰ز کال په وروستیو کې، په رشت کې د شوروي سوسیالیستي جمهوریت تهران ته لښکر کشۍ په حال کې وو له دوی سره چریکي ځواکونه، چې ۱۵۰۰ یې ځنګلي، ارمني دا ځل ورسره کردان او اذربایجانیان هم وو، چې د شوروي سور پوځ له خوا پیاوړي شوي وو، خو شوروي ځواکونو په ۱۹۲۱ز کال کې شاتګ وکړ او دغې چارې له بریتانیا سره د تحت الحمایې په جوړولو کې مرسته وکړه. په هغه کال کې یوه پوځي کودتا وشوه، چې رضا خان ایراني سرتېری او بیا د پهلوي خاندان مورثي پاچا شو، چې په ۱۹۲۵ز کال کې یې نوی سلطنت جوړ کړ. رضا شاه د مجلس ځواک کم کړ او هغه یې تش په نامه مجلس کړ. په داسې حال کې، چې رضاخان او قزاقي لوا یې د تهران امنیت ټینګ کړی و او په مسکو کې د فارس سفیر له فارس نه د شوروي ځواکونو د اېستلو لپاره له بلشویکانو سره تړون وکړ. د ۱۹۲۱ز کال کودتا او د رضاخان راتګ هم د انګلیس دولت په مرسته وشو، چې غوښتل یې د بلشویکانو نفوذ ته په ایران کې د پای ټکی کېږدي، په ځانګړې توګه د هغه دلیل لپاره چې بریتانوي هند ته د یو ګواښ په ډول و. تر دې وروسته د انګلیس دولت له خوا ادعا وشوه، چې انګلیسي دولت د رضا د سرتېرو لپار وسلې، اکمالات او پیسې برابرې کړې دي. په هر حال تر رضا شاه وروسته د انګلیسانو ضد کړنو او په ایران کې د انګلیس دولت د پلویانو لکه د شیخ خزعل په څېر له دغو ادعاوو سره په کلکه مخالفت وکړ. [۳][۴][۵][۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (Pasdermadjian 1918, pp. 20)
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).[مړه لينکونه]
- ↑ Abrahamian, Ervand. Iran Between Two Revolutions, (1982), p.117
- ↑ see also: Zirinsky, M.P. "Imperial Power and dictatorship: Britain and the rise of Reza Shah 1921–1926." International Journal of Middle East Studies, 24, 1992. p.646
- ↑ see also FO 371 16077 E2844 dated 8 June 1932. A British Embassy report stated that the British put Reza Shah "on the throne".