د فارس لومړنی سلیمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړنی سلیمان (په فارسي ژبه: شاه سلیمان؛ د زوکړې پر مهال یې نوم سام میرزا و؛ زوکړه د ۱۶۴۸ زکال فبروري یا مارچ میاشت – مړینه: د ۱۶۹۴ زکال د جولای ۲۹مه) له ۱۶۶۶ زکال څخه تر ۱۶۹۴ زکال پورې د صفوي ایران اتم او له اخرې خوا څخه دویم پاچا و. نوموړی د دویم عباس او د هغه د صیغه یي مېرمنې نیکهت خانم مشر زوی و. سلیمان د سام میرزا په نامه وزیږېد او د ماشومتوب دوره یې په شاهنشاهي حرمسرای کې د ښځو او خواجګانو ترمنځ تېره کړه چې خلک د هغه له شتون ناخبره وو. نوموړی په ۱۶۶۶ زکال کې د خپل پلار له مړینې وروسته د خپل نیکه لومړني صفي له نامه وروسته د دویم صفي په نامه پاچاهۍ ته ورسېد. هغه د دویم صفي په نامه د سلطنت پر مهال ګڼ شمېر ستونزې لرلې او د دربار فال لیدونکو متقاعد کړ چې بېرته له سره تاج پر سر کړي؛ همدا و چې د ۱۶۶۸ زکال د مارچ په ۲۰ مه نېټه یې د لمریز کال په لومړۍ ورځ د لومړني سلیمان په نامه یوځل بیا د تاج اېښودو مراسم ترسره کړل.

سلیمان له دویم ځلي تاج پر سر کولو وروسته، خپل حرم سرای ته ولاړ څو له جنسي فعالیتونو او د شرابو له څښلو خوند واخلي. هغه دولتي چارو ته چندان پام نه درلود او آن په میاشتو کې به هم په عامه محضر کې نه را څرګند کېده. د سلیمان د سلطنت دوره د جګړو او پاڅونونو په څېر پام وړ مواردو څخه پاکه وه. له همدې امله لویدیځوال تاریخ پوهان د سلیمان سلطنت «له څه پرته پام وړ» بولي، په داسې حال کې چې د صفوي دربار تاریخ بیا د هغو له ثبت څخه هم ډډه کړې. د هغه د سلطنت دوره د صفوي پوځ د زوال شاهده وه، آن تر دې چې سرتېري یې بې انضباطه شول او د لازم خدمت ترسره کولو په برخه کې یې د تېر په څېر هڅه نه کوله. دغه مهال د دوی ختیځې پولې د ازبکانو او کلیمیانو له دوامداره بریدونو سره مخ وې.

سلیمان د ۱۶۹۴ زکال د جولای په ۲۹مه د نقرس ناروغۍ او د مزمن الکولېزم د ترکیب له امله ومړ. د سلیمان سلطنت چې تر ډېره پورې په سلطنت کې ماته شمېرل کېږي، د صفویانو د لړۍ د زوال پیل ټکی و؛ پوځي قدرت یې لږ شو، کرهڼیز تولیدات راکم شول او فاسده بیروکراسي حاکمه شوه؛ دا ټول د هغه ځای ناستي سلطان حسین ته په میراث پاتې شول چې واکمني یې بیا د صفوي لړۍ د پای ته رسېدو شاهده وه. سلیمان لومړنی صفوي پاچا و چې په خپله پاچاهۍ کې به نه ګرځېد او هېڅکله یې هم د پوځ مشري پر غاړه وانخیسته، له همدې امله هغه ټولې حکومتي چارې د دربار بانفوذه خواجه ګانو، د حرم سرای نورو ښځو او مخکښو شیعه روحانیونو ته پرېښې و. د هغه د سلطنت یوازنۍ ستاینې وړ چاره هم کېدای شي د لویدیځ هنر یا نقاشۍ په برخه کې د هغه ملاتړیزې چارې وي چې فرنګي سازي ورته ویل کېده او د سلیمان د واکمنۍ پر مهال خپل اوج ته ورسېده.

پالیسۍ[سمول]

مذهبي پالیسۍ[سمول]

سلیمان د خپل پلار پر خلاف تر ډېرې کچې مذهبي لیدلوري لرل: ده د خپل پلار په څېر له عیسویت سره کومه لیوالتیا نه لرله اود الکولي څښاک توکو د ممنوعیت اړوند یې څو فرمانونه صادر کړل. د ده نامنظم چلن د شیعه یي کلتور اړوند د حساسیت د کچې اټکل کول ستونزمن کول؛ دغه چاره د مذهبي لاملونو له امله نه وه، بلکې د روغتیايي ستونزو په ځانګړې توګه د ستوني د التهاب له امله وه. د سلیمان د واکمنۍ پر مهال شیعه یي اسلام د دولت د عملکردي مټ په توګه بنسټیز وګرځېد، خو له دې سره هم د پاچا اړوند مخالفتونه اورېدل کېدل. شیعه عالمانو څو ځله هڅه وکړه چې سلیمان د شرابو له څښلو منع کړي. یو له دغو څخه قم ته اړوند شیخ الاسلام محمد طاهر قمي و چې په سلیمان باندې د نیوکو له امله اعدام شو. ورته مهال سلیمان د سیمه ییزو مذهبي باورونو ترسره کولو او پراختیا ته دوام ورکړ. هغه په ډاډ سره د محرم مراسم یوازې د «عبادت» د مراسمو پر ځای یو جشن هم باله. په دغو مراسمو کې په یزد (د زردشتي دین اصلي مرکز) او عثماني سترواکۍ باندې لعنت ویل کېده او له هغو سره کرکې ښودلو ته په کې لار برابرول کېده. ده ژمنه وکړه چې د شیعه ګانو د یو شمېر امامانو مقبرې به جوړې او همدارنګه به د مشهورو مذهبي ځایونو ودانۍ ښکلې کړي. سربېره پر دې یې د خپلې اجدادي لړۍ صفویانو په صوفیانه نظم ټینګار درلود. [۱][۲][۲][۳][۴]

په دغه دوره کې د درې معنوي ډلو (د عامیانه تصوف پلویان، متفکر عالمان او شریعت پالونکي عالمان) ترمنځ د کړکېچونو پر دوام له دغو څخه شریعت پالونکو د سلیمان په دربار کې لوړ ځایګی ترلاسه کړ. عالمان له پخوا څخه د پرېکنده دریځ لرونکي شول او د هیوادنیو چارو پر وړاندې یې د سلیمان له بې تفاوتۍ څخه ګټنه وکړه. د هغوی دغه تازه واک په غیر شیعه ایرانیانو باندې د فشار راوړو پر دوام څرګند شو. په دغه مهال کې ګڼ شمېر تصوف ضد مقالې خپرې شوې. په ۱۶۷۸ زکال کې د پلازمېنې عالمانو د دغه هېواد د وچکالۍ پړه پر ارمنیانو او یهودانو واچوله چې دغه کال یې له نورو څخه ډېر شدت درلود. څو خاخامان ووژل شول او همدارنګه د اصفهان یهودانو د ۶۰۰ تومنو په ورکولو ځانونه له مرګ څخه وژغورل. [۵][۶][۵]

دیپلماسي[سمول]

د سلیمان د واکمنۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو سره د هغه د واکمنۍ اړیکې په پریمانه کچه راکمې شوې. هغه هم د خپل پلار په څېر له ټولو هغو چارو ډډه کوله چې کولای یې شو دی په دیپلماتیک کړکېچ کې ښکېل کړي. آن هغه مهال چې له عثمانیانو سره د جګړې احتمال زیاتوالی وموند (چې خپله یې هم په دغه دوره کې د نورو ملتونو پر وړاندې جګړه کوله) د سولې د هغې هوکړې له نقض کولو څخه یې ډډه وکړه چې نیکه یې شاه صفي په ۱۶۳۹ زکال کې د عثمانیانو له لوی وزیر سره لاسلیک کړې وه؛ په داسې حال کې چې له ۱۶۸۴ زکال څخه تر ۱۶۸۵ زکال پورې ورته بین النهرین په مکرر ډول د دغې جګړې د کولو وړاندیز وکړ او بصرې هم ورته په ۱۶۹۰ زکال کې په بصره باندې یوځل بیا د ایرانۍ واکمنۍ د ټینګښت وویل. سلیمان له عثمانیانو سره د همدغې هوکړې له مخې له اروپا سره د اړیکو له جوړولو ډډه وکړه، خو د هغه لیک پر مټ چې په ۱۶۶۸ یا ۱۶۶۹ زکال کې یې د بریتانیا د ختیځ هند د شرکت له لارې د بریتانیا دویم چارلز ته ولېږه؛ له هغه څخه یې د ماهرو صنعتګرو غوښتنه وکړه. [۴][۷]

د سلیمان د واکمنۍ پر مهال د مغولو، عثمانیانو او ازبکانو یو شمېر استازي اصفهان ته راغلل. په داسې حال کې چې یوازې عثمانیانو ترې ځواب ترلاسه کړ. په ۱۶۶۹ او ۱۶۸۰ زکال کې د آیوتیا سیامي پاچا، نرائي هم خپل استازي د سلیمان دربار ته ولېږل. د هغوی موخه د پګو پاچاهۍ پر وړاندې له صفویانو څخه د سمندري مرستې غوښتنه وه. له دې وروسته په ۱۶۸۵ زکال کې د محمد ربیع بن محمد ابراهیم په مشرۍ یو مرکچي پلاوی د نرائي دربار ته ولېږل شو. د دغه ماموریت جزیات ربیع د سفینه ی سلیماني په نامه خپل روایت کې ثبت کړي دي. دغه کتاب څلور برخې لري چې سیام ته د ایرانيانو د سفر او هالته د شته ایراني ټولنې کیسه کوي چې د دویم عباس له مهاله یې هلته ژوند کاوه. د سلیمان د سطلنت پر مهال، ایران همدارنګه د خپلو ختیځو تبعیدي مخکښانو پناه ځای و: د بېلګې په توګه سلیمان په ۱۶۸۶ زکال کې د اورنګ زېب یاغي زوی محمد اکبر ته پناه ورکړه. [۴][۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Matthee 2019, p. 191; Matthee 2011, p. 91–92.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Newman 2008، ص. 99.
  3. Matthee 2011، ص. 91.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Matthee 2015.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Matthee 2019، ص. 192.
  6. Newman 2008، ص. 97.
  7. Roemer 2008، ص. 308.
  8. Marcinkowski 2002، ص. 41.
  9. Marcinkowski 2002، ص. 34–35.