د فارس دویم عباس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دویم عباس (په فارسي ژبه: عباس دوم؛ د زوکړې نوم یې سلطان محمد میرزا؛ زوکړه: د ۱۶۳۲ زکال د اګست ۳۰مه – مړینه: د ۱۶۶۶ زکال د اکتوبر ۲۶مه) د صفوي ایران اووم پاچا و چې له ۱۶۴۲ زکال څخه یې تر ۱۶۶۶ زکال پورې واکمني وکړه. د پاچا صفي (سام میرزا) او د هغه د چرکسي مېرمنې انا خانم د مشر زوی په توګه ورته د ۹ کلنۍ په عمر د پاچاهۍ تخت په میراث کې ورسېد او د خپل پلار د پخواني لوی وزیر سارو تقي په نایب السلطنتۍ سره یې حکومت وکړ. عباس د خپلې واکمنۍ پر مهال د پاچاهۍ رسمي زده کړې وکړې چې د واکمنۍ تر مهاله له یادو زده کړو څخه بې برخې پاتې و. هغه په ۱۶۴۵ زکال کې د ۱۵ کلنۍ په عمر وشو کولای سارو تقي له واکه ګوښه کړي؛ ده د لوړو څوکیو په تصفیې سره په خپل دربار واک وموند او خپل مطلقه حکومت یې پیل کړ.

د دویم عباس د سلطنت دوره د سولې او پرمختګ دوره وه. هغه له عثماني سترواکۍ سره له جګړې ډډه وکړه او په ختیځ کې یې له ازبکانو سره هم اړیکه دوستانه وه. ده د یو پوځي قومندان په توګه خپل شهرت د مغولو له سترواکۍ سره د جګړې پر مهال د خپل پوځ په مشري کولو زیات کړ او د کندهار ښار یې په ډېر بریالیتوب سره ترې ونیو. د هغه په امر کارتلي پاچا او صفوي لاس پوڅي رستم خان په ۱۶۴۸ زکال په کاختي پاچاهۍ برید وکړ او یاغي پاچا لومړی تیموراز یې تبعید کړ. په ۱۶۵۱ زکال کې تیموراز هڅه وکړه څو له لاسه وتلی خپل تاج او تخت د روسیې د تزاروم پر مټ بېرته ونیسي، خو روسان د عباس له پوځ سره له ۱۶۵۱ زکال څخه تر ۱۶۵۳ زکال پورې جګړه کې مات شول. د دغې جګړې تر ټولو مهمه پېښه د ترک سیند ایراني اړخ ته د روسۍ قلا ویجاړي وه. عباس همدارنګه له ۱۶۵۹ زکال څخه تر ۱۶۶۰ زکال پورې د ګرجیانو په مشرۍ پاڅون وځپه او پنځم واختنګ یې د کارتلي پاچا په توګه ومانه، خو نور پاڅون کوونکي رهبران یې اعدام کړل.

عباس د خپل سلطنت له نیمايي څخه وروسته له اقتصادي کړکېچ سره مخ شو چې بیا دغه کړکېچ د صفویانو د لړۍ تر پایه په دغه قلمرو واکمن و. په ۱۶۵۴ زکال کې یې د عوایدو د زیاتوالي په موخه د محمد بیګ په نامه مخکښ اقتصاد پوه په دنده وګماره، خو هغه ونشو کولای په دغه اقتصادي کړکېچ غالب شي او آن هڅو یې بیت المال ته زیان واړوه. ده د ختیځ هند له هالنډي شرکت څخه بډې واخیستې او د خپلې کورنۍ غړي یې په بېلابېلو څوکیو وګمارل. په ۱۶۶۱ زکال کې کمزوری او غیر فعال مدیر میرزا محمد کرکي د محمد بیګ ځای ناستی شو. له دې وروسته عباس د پاچاهۍ په ماڼۍ کې دننه له شاهي چارو څخه ګوښه وساتل شو، آن تر دې چې د راتلونکي صفوي پاچا سام میرزا یا سلیمان له شتون څخه بې خبره و.

دویم عباس د ۱۶۶۶ زکال د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د ۳۴ کلونو په عمر ومړ. معاصر تاریخ پوهان نوموړی د صفوي لړۍ وروستی پیاوړی پاچا بولي چې دولتي چارو ته یې د دوامداره پام له امله له خپل پلار او همدارنګه له خپلو ځای ناستو څخه توپیر درلود. د خپل عدالت غوښتونکي احساس له امله لویدیځوال تاریخ لیکونکي او څارونکي نوموړی تر ډېرې کچې درناوي وړ او زغم لرونکی پاچا بولي چې له پاڅونونو څخه پاکه پاچاهي یې وکړه او نسبتا امن قلمرو یې درلود. یو شمېر تاریخ لیکونکي بیا په نوموړي باندې د خپل پلار په څېر د ظالمانه چارو د ترسره کولو او همدارنګه په ایراني یهودانو باندې په اجباري بڼه د دین بدلولو له امله نیوکې کوي، خو ډیری له دغو څخه د عیسویانو اړوند د هغه بردبارۍ ته اشاره کوي. په ۱۷۲۲ زکال کې د صفوي لړۍ له سقوط وروسته یو شمېر مفسیرین بیا نوموړی د اقتدار لرونکي واکمن په توګه یادوي چې د لنډې مودې لپاره یې د صفوي دولت زوال معکوس کړ او همدارنګه یې د پرمختګ، ثبات او سولې داسې دوره رامنځته کړه چې په مړینې سره یې د تل لپاره پای ته ورسېده.

مخینه[سمول]

صفوي لړۍ په ۱۵۰۱ زکال کې هغه مهال واک ته ورسېده، کله چې لومړي اسماعیل له آق قویونلو ترکمنانو څخه تبریز ونیو او ځان یې د ایران پاچا اعلان کړ. د هغه ځای ناستی یې زوی لومړی طهماسب و چې د سلطنت دوره یې له ۱۵۳۲ زکال څخه تر ۱۵۵۵ زکال پورې د عثمانیانو او صفویانو ترمنځ د اوږد مهالې جګړې شاهده وه. هغه وکولای شو د خپل پلار سترواکي له پاشل کېدو کېدو وساتي؛ په داسې حال کې چې په بین النهرین کې یې یو شمېر قلمروونه د عثمانیانو پر وړاندې له لاسه ورکړل. طهماسب د صفوي دولت لپاره نوي سیاستونه وټاکل او د ایران په بوروکراسۍ کې یې د ترکمنانو اغېز را کم کړ. هغه په خپل دربار کې د ترکمنانو د نفوذ د کمولو په موخه له قفقاز څخه د راوستو ګرجستاني او ارمنستاني غلامانو څخه د «دریم پوځ» په نامه پوځ جوړ کړ. طهماسب له اوږد مهالې واکمنۍ وروسته په ۱۵۷۶ زکال کې ومړ. ده د خپلې مړینې پر مهال له خپلو دیارلسو زامنو څخه هېڅ یو هم خپل وارث وه نه ټاکه چې دغې چارې بیا د یوې کورنۍ جګړې لپاره لار برابره کړه. بالاخره د هغه زوی دویم اسماعیل د قزلباشانو په ملاتړ د خپل ورور حیدر میرزا په ګوښه کولو واک ته ورسېد. د اسماعیل سلطنت د دوه پام وړ چارو پر مټ تعریف کېږي؛ هغه سیاست چې له مخې یې سني مذهب د ایران رسمي مذهب وګرځېد او همدارنګه یې بې باوري چې لامل وګرځېده د سلطنتي کورنۍ ډېری غړي ووژني. نوموړی له یو لنډ مهالي سلطنت وروسته په ۱۵۷۷ زکال کې د تریاکو د خوړلو له امله ومړ؛ د وژنې پلان یې هم خپلې خور پریخان خانم او قزلباش مشرانو جوړ کړی و. [۱][۲][۳][۴][۲][۵][۶][۷]

د دویم اسماعیل ځای ناستی د هغه ړوند ورور، محمد خدا بنده وټاکل شو چې د حکومت دوره یې د دوامداره بې ثباتۍ شاهده وه. په ۱۵۷۸ زکال کې عثمانیانو له کمزورې شوې صفوي سترواکۍ سره د جګړې اعلان وکړ او له هغوی څخه یې په قفقاز کې یو شمېر سیمې ونیولې آن تر دې چې وه یې شو کولای د آذربایجان ډېره برخه هم ترې ونیسي. محمد بنده خدا په ۱۵۸۷ زکال کې د هغه د کوچني ورور لومړي عباس له خوا له واکه ګوښه کړای شو. لومړي عباس بېرته د خپل ځواک د جوړولو فکر په سر کې درلود، د خپلو مخکښانو څخه له لاسه وتلې برخې یې بېرته ونیولې او همدارنګه یې د راتلونکي اړوند سیاستونه اتخاذ کړل چې د نظامي پیاوړتیا، د دولتي کنټرول د متمرکز والي او همدارنګه د ایران د داخلي او نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا لپاره طراحي شوي و. هغه بې رحمي او عدالت سره ګډ کړل او د خپل ځواک پر وړاندې یې له ګواښونو سره جدي غبرګون ښود؛ ورته مهال له خپلو خلکو سره هم په اړیکه کې و. ټول دغه صفتونه لامل وګرځېدل چې نوموړی د لوی عباس په نامه شهرت ومومي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د عباس ځای ناستی د هغه لمسی صفي شو. صفي چې منزوي او منفعل شخصیت درلود وه یې نشو کولای د خپل نیکه د قدرت تشه ډکه کړي. تر لاس لاندې چارواکو یې ځواک راکم کړ او په ټول قلمرو کې یې پاڅونونه را پیل شول. له عثماني جګړې سره د جګړې دوام چې د لوی عباس د واکمنۍ پر مهال یې یو لړ بریاوې هم له ځانه سره لرلې، د ایران د سپکاوي ډکې ماتې او همدارنګه د زهاب هوکړې لامل وګرځېد چې له امله یې په بین النهرین کې ډیری ایراني فتح شوې سیمې عثمانیانو ته وسپارل شوې. [۱۳][۱۴]

صفي د ۱۶۴۲ زکال د مۍ په ۱۲مه نېټه په زیاته کچه د شرابو د څښلو له امله ومړ او له ترلاسه کړي هېواد څخه یې کوچنۍ هېواد په میراث پرېښود. صفي چې یو ضعیف النفسه کس و او چندان کاریزماتیک شخصیت یې نه درلود، ګڼ شمېر ستونزې یې را وپارولې چې بیا وروسته د صفوي سترواکۍ په زوال کې اغېزمنې تمامې شوې؛ یو له دغو څخه هم د حکومتولۍ چارو ته د ولیعهد (دویم عباس) نه چمتو کول وو.[۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Roemer 2008, p. 249; Khafipour 2021, p. 121
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Ghereghlou 2016.
  3. Mitchell 2009b، ص. 145.
  4. Savory 2007، ص. 69.
  5. Hitchins 2001.
  6. Mitchell 2009a.
  7. Roemer 2008، ص. 212.
  8. Savory 2007، ص. 101.
  9. Matthee 2019، ص. 247.
  10. Roemer 2008، ص. 261.
  11. Roemer 2008، ص. 266.
  12. Newman 2008، ص. 41.
  13. Roemer 2008، ص. 285.
  14. Matthee 2021، ص. 144.
  15. Matthee 2021، ص. 146.
  16. Roemer 2008، ص. 280.