د غلامۍ په اړه د یهودو نظریې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غلامۍ په اړه د یهودو نظریې له مذهبي او تاریخي اړخونو توپیر سره لري. د یهودیت (Judaism) د پخوانیو او منځنیو پیړیو مذهبی نصوص د غلامانو د ساتنې او هغوی سره د چلند په اړه د پام وړ شمېر قوانین لري. هغه نصوص چې دا ډول مقررات پکې دي له عبراني انجیل، تلمود، د خاخام مایمونیدس (Maimonides) د دولسمې پېړۍ مېشنه تورات (Mishneh Torah) او د خاخام یوسف کارو له خوا د شپاړسمې پیړۍ شولچان اروک (چې د یهودیانو د دیني قوانینو مجموعه ده) څخه عبارت دي. د بني اسراییلو د غلامۍ اصلي قوانین چې په عبراني انجیل کې ځای لري، د ۱۸مې مخزېږدې پېړۍ د حمورابي د غلامۍ له قوانینو [منسوخه سرچینه [ سره څه ناڅه ورته والی لري.[۱][۲]

په یادو مقرراتو کې د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي. په عبراني انجیل کې د قوانینو دوې مجموعې شاملې وې، چې یوه یې د کنعاني (Canaanite) غلامانو لپار وه او دویمه یې چې د یو څه نرمو قوانینو یوه مجموعه وه، د عبراني (Hebrew) غلامانو لپاره وه. له مصر څخه د یهودیانو د مهاجرت له وخته (Pentateuch)، هغه قوانین چې د کنعانیانو لپار ځانګړي شوي وو، په ټولو غیر عبري غلامانو باندې تطبیق شوي دي. د تلمود د غلامۍ اړوند قوانین چې له دویمې تر پنځمې زېږدیزې پېړۍ پورې تالیف شوي وو، د ټولو غلامانو لپاره د قوانینو یوه مجموعه شاملوي، چې د ګوتو په شمار استثناوې پکې دي، یادې استثناوې د عبري غلامانو سره د نورو هغو په پرتله د بېل چلند په اړه دي. دغو قوانینو د غلامانو هغو مالکانو ته چې له خپلو غلامانو سره ناسم چلند کوي، سزا په نظر کې نیولې ده. په اوسني عصر کې، چې د غلامۍ ضد غورځنګ (abolitionist) هڅه کړې ده تر څو غلامي غیر قانوني اعلان کړي، د غلامۍ ځینو پلویانو نوموړي قوانین د دې لپاره کارولي دي تر څو د غلامۍ کاروبار ته دیني توجیه وړاندې کړي.

په عمومي توګه، انجیلي او تلمودي قوانینو غوښت چې غلامي د هغو وګړو تر منځ د یو قرارداد په توګه په پام کې ونیسي چې له تیوري اړخه د داوطلبانه غلامۍ لپاره په اسانۍ سره چمتو کېدل، د چېټل غلامۍ برخلاف، چې غلام په کې د هغه د مالک قانوني ملکیت شمېرل کېده. د عبرانیانو غلامي له خاخامي دورې (له لومړۍ زېږدیزې پېړۍ څخه تر ۶مې زېږدیزې پېړۍ) راپه دېخوا تر هغه پورې ممنوع شوی و تر څو چې په بیت المقدس کې معبد بیا نه وي رغول شوی (یعنی دوه وروستۍ زریزې). په خاخامي دوره کې که څه هم له عبرانیانو پرته د نورو غلامي منعه شوې نه وه، خو د یهودي مالکانو له لوري د غیر یهودیانو غلامي تر ډېره محدود شوې وه، ځکه غیر یهودي غلامانو ته د غلامۍ په لومړیو ۱۲ میاشتو کې یهودیت ته د اوښتو وړاندیز کېده. که یې منلې وای نو غلامان نور یهودیان ګڼل کېدل او باید سمدستي ازاد شوي وای. که یې د وړاندیز له منلو ډډه کړې وای نو هغوی باید په یو غیر یهودي مالک باندې پلورل شوي وای.

په همدې اساس، د یهودیت قوانینو له هغو یهودیانو څخه چې د غلامانو د څښتنانو په توګه یې له پخوا تجربه لرله، یهودیت ته د رابلونکو یوه ثابته لړۍ وزیږوله. د دې په څنګ کې، یهودیان اړ وو چې له غیر یهودي مالکانو څخه یهودي غلامان آزاد کړي، په دې توګه به نوموړو غلامانو ته، د غلامۍ د امتیازي اجناسو په سترګه کتل کېدل، که څه هم دا لید به د لنډې مودې لپاره و. د یادو شرایطو او قوانینو مجموعې په غلامۍ او د غلامۍ په تجارت کې د یهودیانو د ونډې اخیستنې احتمال راټيټ کړی و.

په تاریخي لحاظ، ځینو یهودیانو غلامان درلودل او سوداګري یې ورباندې کوله. هغوی په اروپا کې د منځنیو پېړیو د غلامانو په سوداګرۍ کې د ۱۲مې پېړۍ تر شاوخوا پورې  ونډه واخیسته. په وروستیو پېړیو کې په افریقا او امریکاوو (Americas) کې د غلامانو د سوداګرۍ په اړه د یهودیانو د لوی لاس درلودلو او واکمنۍ په اړه زیات شمېر علمي آثار چاپ شوي دي تر څو د یهودیت ضد شایعې (antisemitic canard) دروغ ثابتې کړي او دا وښيي چې یهودیانو د اوسنۍ نړۍ د غلامۍ په تاریخ کې په لوړې کچې سره او دوامدار اغېز نه دلود. هغوی د شمالي امریکا او کارابین په هر هسپانوي قلمرو کې د غیر یهودیانو په پرتله خورا لږ شمېر غلامان درلودل او "په هېڅ دوره کې یې په ماوراء اتلانتیک (له اتلانتیک سمندر ورهاخوا) یا د کارابین د غلامانو په سوداګرۍ کې  د تمویلوونکو، د بېړیو د څښتنانو یا دلالانو په توګه مخکښ رول نه دی لوبولی. " (ویم کلوستر د اېلي فابر په روایت سره)[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د امریکایی اصلي خاورې استعماري یهودیانو له افریقا څخه د خپل عمومي نفوس مطابق غلامان وارد کړل. د غلامانو د پلورونکو په توګه یې رول ډېر حاشوي و، په داسې حال کې چې په برازیل او کارابین کې د غلامانو په سوداګرۍ کې د دوی د ښکېلتیا په اړه باور کېږي چې زښته ډېره وه.  جېسن اېچ سېلورمن، چې د غلامۍ  تاریخ پوه دی، د متحده ایالاتو په جنوب کې د غلامانو په سوداګرۍ کې د یهودو ونډه "ډېره کمکۍ" بیانوي، او لیکي چې د امریکا به متحده ایالاتو کې د غلامۍ په تاریخي عروج او زوال باندې د یهودیانو اغېزه د پام وړ نه وه، ځکه د امریکا په جنوب کې هېڅ یهودیان نه اوسېدل. یهودیان د ټول جنوب د غلامانو د څښتنانو له منځه  ۱.۲۵ سلنه بلل کېدل، او له غلامانو سره په چلند کې یې له نورو څخه د پام وړ توپیر نه درلود.[۱۳][۱۴]

له مصر څخه د یهودیانو یو مخیز مهاجرت[سمول]

له مصر څخه د یهودو یو مخیز وتلو (Exodus from Egypt) کیسه لکه څرنګه چې په تورات کې راغلې ده، د تاریخ په اوږدو کې د یهودو ژوند ته بڼه ورکړې ده. دغې کیسې، د مصریانو تر لاس لاندې د اسراییلو د غلامۍ تجربه، د دوی د خلاصون په تړاو د خدای وعده او مصریانو ته جزا، د بني اسراییلو بریا او د مصر څخه د هغوی وتنه په لنډه توګه روایت کړې ده. د یو مخیز مهاجرت یا وتنې دغه کیسه په هر دور او ځای کې د کلتوري معیارونو سره د سمون یا د هغوی د ننګولو په پار بیا بیا تفسیر شوې ده. د وخت په اوږدو کې یې پایله د غلامانو په حق کې پر څښتنانو مخ پر زیاتېدونکی کنترول او بالاخره د غلامۍ پوره ممنوعیت شوی دی.[۱۵][۱۶]

انجیلي دوره[سمول]

په لرغونې اسراییلي ټولنه کې غلامۍ جواز درلود؛ په هر ترتیب، په نورو باندې د یو انسان بشپړې واکمنۍ ته اجازه نه وه. تر ډېرې کچې، په لرغونې اسراییلي ټولنه کې غلامي هغه څه ته ورنږدې و چې وروسته بیا د مشروطې غلامۍ په نامه یاده شوه. غلامان د عبري کورنیو د نه جلا کېدونکې برخې په توګه ګڼل کېدل. په حقیقت کې، داسې پېښو شتون درلود چې د یو غلام له لید لوري څخه، د یوې داسې کورنۍ تر واک لاندې د غلامۍ  ثبات چې په هغې کې له غلامانو سره ښه چلند کېده نوموړې کورنۍ له هغې یوې څخه غوره وه چې غلامانو ته یی اقتصادي آزادي ورکړې وه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

پوهانو ته دا ناشونې ده د بني اسراییلو په پخوانۍ ټولنه کې د عبرانیانو له خوا د تملیک شوو غلامانو شمېر معلوم کړي یا د هغو کورنیو د سلنې محاسبه وکړي چې غلامان یې درلودل، خو دا شونې ده چې د غلامۍ د ټولنیزو، قانوني او اقتصادي اغېزو تحلیل او څېړنه وکړي.[۲۱]

عبراني انجیل د غلامانو د اداره کولو په اړه د اصولو دوې مجموعې شاملوي: لومړۍ مجموعه د عبراني غلامانو په اړه (لاویان ۳۹:۲۵-۴۳) او دویمه مجموعه یې د کنعاني غلامانو (لاویان ۴۵:۲۵-۴۶) لپاره ده. [منسوخه سرچینه]. دغیر عبري غلامانو عمده سرچینه د جنګ اسیران وو. عبری غلامان د غیر عبري هغو په پرتله، یا د انتهایی فقر له وجې (چې په دې حالت کې دوی خپل ځانونه په یو اسراییلي مالک باندې پلورل) یا هم د یو پور په ورکړه کې د ناتوانۍ له وجې غلامان شوي وو. د عبراني انجیل په روایت، غیر عبراني غلامان به په بنیادي توګه د ګاونډيو کنعانې پرګنو څخه راوړل کېدل. او د دغو غلامانو لپاره دیني توجیه شتون درلو چې په لاندې ډول ده. [۲۲][۲۳][۲۴]

په کنعانیانو د حکمرانۍ اصول د یو لعنت پر بنسټ ولاړ وو چې د د هام له یو زوی کنعان سره تړاو لري. په داسې حال کې چې په وروسته دورو کې د کنعاني غلامۍ  اړوند قوانین په نورو ټولو غیر عبراني غلامانو باندې د پلي کولو په پار وغځول شول.[۲۵][۲۶]

د غیر عبراني غلامانو د اداره کولو اړوند قوانین د عبرانیانو هغو پر تله ډېر تندلاري وو: غیر عبري غلامان د تل لپاره تملیکېدل او د مالک څخه وروسته د هغه اولادونو ته وربخښل کېدل، په داسې حال کې چې عبراني غلامانو سره د خدمتګارانو په څېر چلند کېده او له شپږو کلونو خدمت وروسته یا د جبیلي (په مسیحیت کې په پنځوسو کلونو کې یو ځل پېښېدونکی د خوښۍ یو کال و چې عبري غلامان پکې آزادېدل)  یو کال په راتلو سره به آزادېدل. یو پوه داسې وړاندوینه کوي چې نوموړی توپیر له هغه حقیقت سره تړلی و چې غیر عبراني غلامانو د کنعان د لعنت (curse of Canaan) سره تړاو درلود. حال دا چې خدای نه غوښتل چې یهودیان غلامان شي ځکه خدای دوی د مصریانو له غلامۍ څخه خلاص کړي وو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Hastings, p. 619
  2. "The Talmud". BBC Religion. BBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Oscar Reiss (2 January 2004). The Jews in Colonial America. McFarland. د کتاب پاڼې 85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-1730-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hastings, p. 620
  5. Drescher, p. 107
  6. "YIVO | Trade". www.yivoencyclopedia.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Saul Friedman. Jews and the American Slave Trade. د کتاب پاڼي 250–254. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Reviewed Work: Jews, Slaves, and the Slave Trade: Setting the Record Straight by Eli Faber by Paul Finkelman. Journal of Law and Religion, Vol 17, No 1/2 (2002), pp. 125-28کينډۍ:ISBN missing
  9. Refutations of charges of Jewish prominence in slave trade:
    • "Nor were Jews prominent in the slave trade. Of the 40 slave merchants in South Carolina, only 1 minor trader was a Jew." [paragraph goes on to list similar breakdowns for other US states] – Marvin Perry, Frederick M. Schweitzer: Antisemitism: Myth and Hate from Antiquity to the Present, p. 245. Palgrave Macmillan, 2002; کينډۍ:ISBN
    • "In no period did Jews play a leading role as financiers, shipowners, or factors in the transatlantic or Caribbean slave trades. They possessed far fewer slaves than non-Jews in every British territory in North America and the Caribbean. Even when Jews in a handful of places owned slaves in proportions slightly above their representation among a town's families, such cases do not come close to corroborating the assertions of The Secret Relationship." – Wim Klooster (University of Southern Maine): Review of Jews, Slaves, and the Slave Trade: Setting the Record Straight by Eli Faber[مړه لينکونه] (2000). "Reappraisals in Jewish Social and Intellectual History", William and Mary Quarterly Review of Books. Volume LVII, Number 1. Omohundro Institute of Early American History and Cultureکينډۍ:ISBN missing
    • "Medieval Christians greatly exaggerated the supposed Jewish control over trade and finance and also became obsessed with alleged Jewish plots to enslave, convert, or sell non-Jews... Most European Jews lived in poor communities on the margins of Christian society; they continued to suffer most of the legal disabilities associated with slavery. ... Whatever Jewish refugees from Brazil may have contributed to the northwestward expansion of sugar and slaves, it is clear that Jews had no major or continuing impact on the history of New World slavery." – Professor David Brion Davis of Yale University in Slavery and Human Progress (New York: Oxford University Press, 1984), p. 89 (cited in Shofar FTP Archive File: orgs/american/wiesenthal.center//web/historical-facts Archived 2018-10-01 at the Wayback Machine.)
    • "The Jews of Newport seem not to have pursued the [slave trading] business consistently ... [When] we compare the number of vessels employed in the traffic by all merchants with the number sent to the African coast by Jewish traders ... we can see that the Jewish participation was minimal. It may be safely assumed that over a period of years American Jewish businessmen were accountable for considerably less than two percent of the slave imports into the West Indies" – Professor Jacob R. Marcus of Hebrew Union College in The Colonial American Jew (Detroit: Wayne State University Press, 1970), Vol. 2, pp. 702-703 (cited in Shofar FTP Archive File: orgs/american/wiesenthal.center//web/historical-facts Archived 2018-10-01 at the Wayback Machine.)
    • "None of the major slave-traders was Jewish, nor did Jews constitute a large proportion in any particular community. ... probably all of the Jewish slave-traders in all of the Southern cities and towns combined did not buy and sell as many slaves as did the firm of Franklin and Armfield, the largest Negro traders in the South." – Bertram W. Korn, Jews and Negro Slavery in the Old South, 1789-1865, in The Jewish Experience in America, ed. Abraham J. Karp (Waltham, Massachusetts: American Jewish Historical Society, 1969), Vol 3, pp. 197-198 (cited in Shofar FTP Archive File: orgs/american/wiesenthal.center//web/historical-facts Archived 2018-10-01 at the Wayback Machine.)
    • "[There were] Jewish owners of plantations, but altogether they constituted only a tiny proportion of the Southerners whose habits, opinions, and status were to become decisive for the entire section, and eventually for the entire country. ... [Only one Jew] tried his hand as a plantation overseer even if only for a brief time." – Bertram W. Korn, "Jews and Negro Slavery in the Old South, 1789-1865", The Jewish Experience in America, ed. Abraham J. Karp (Waltham, Massachusetts: American Jewish Historical Society, 1969), Vol 3, p. 180 (cited in Shofar FTP Archive File: orgs/american/wiesenthal.center//web/historical-facts Archived 2018-10-01 at the Wayback Machine.)
  10. Davis, David Brion (1984). "Slavery and Human Progress". New York: Oxford University Press: 89. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  11. Anti-Semitism. Farrakhan In His Own Words. On Jewish Involvement in the Slave Trade Archived 2007-09-21 at the Wayback Machine. and Nation of Islam. Jew-Hatred as History Archived 2007-08-08 at the Wayback Machine.. adl.org (December 31, 2001).
  12. Herbert Klein (Journal of Social History): Review of Jews, Slaves, and the Slave Trade: Setting the Record Straight by Eli Faber. "Journal of Social History" 33.3 (2000) 743-745
  13. The Columbia History of Jews and Judaism in America, p. 43, by Rabbi Marc Lee Raphael, (Columbia University Press, February 12, 2008); کينډۍ:ISBN. "During the 1990s, allegations that Jews financed, dominated, and controlled the slave trade captured wide attention and were widely accepted in the African American community (on the latter point, see Henry Louis Gates Jr.'s "Black Demagogues and Pseudo-Scholars", New York Times, July 20, 1992, p. A15). Subsequent extensive research demonstrated this was not the case, see David Brion Davis, "Jews in the Slave Trade", Culturefront (Fall 1992): 42-45
    • Seymour Drescher, "The Role of Jews in the Transatlantic Slave Trade", Immigrants and Minorities 12 (1993): 113-25
    Eli Faber, Jews, Slaves, and the Slave Trade: Setting the Record Straight (New York, 1998) Saul S. Friedman, Jews and the American Slave Trade (New Brunswick, NJ, 1998). For numerical data demonstrating the minute role played by mainland colonial Jews in the importation of slaves from Africa and the Caribbean and their marginal role as slave sellers, see Faber, Jews, Slaves, and the Slave Trade, pp. 131-42"; retrieved from Google Books on January 28, 2013.
  14. Rodriguez, p. 385
  15. Kushner, 332.
  16. Kushner, 457.
  17. Hezser, p. 6
  18. Potok, 457-459.
  19. Hezser, p. 382
  20. Tigay, 153.
  21. Hezser, p. 23
  22. Schorsch, p. 63
  23. Hezser, p. 6
  24. Hezser, p. 382
  25. Hezser, p. 29
  26. Lewis, p. 5
  27. Hezser, pp. 10, 30
  28. Hezser, p. 30
  29. Potok, 457
  30. Leviticus 25:45-45