د غربت کمښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غربت کمښت، د غربت هوساينه يا د غربت تخفيف د اقتصادي او بشردوستانه دواړو معيارونو يوه ټولګه ده، چې په تلپاتې ډول خلک له غربت نه را اېستلو ته متمايل دي.

لکه ياد شوي معيارونه چې د Henry George له خوا د نوموړي د اقتصاد لرغوني ودې او غربت (Progress and Poverty) په برخو کې وده ورکول شوې ده، هغه دي چې د تل لپاره د غربت له منځه وړلو د يوه نل په توګه غريبانو لپاره د روغتيا رامنځته کولو په موخه هغوی ته توانايي ورکولو د لارې چارې راپورته کوي يا يې د راپورته کولو ميلان ولري. په معاصرو دورو کې ګڼ اقتصادپوهان د جورج اصالت په غورځنګ کې لکه د ټولو لپاره طبيعي نړۍ ته د لاسرسي د پياوړي کولو په موخه د ځمکې د ارزښت ماليه، معيارونه وړاندې کوي. غربت په مخ پر وده او پرمختللو دواړو هېوادونو کې پېښېږي. کله چې غربت په مخ پر وده هېوادونو کې خورا زيات خپور شوی دی، دواړه ډوله هېوادونه د غربت د کمښت معيارونه مني او په پام کې یې نيسي. [۱]

غربت په تاريخي ډول د نړۍ په ځينو برخو کې په هغومره منل شوی دی، چې ناصنعتي اقتصاد خورا لږ توليد شوی دی، په داسې حال کې چې نفوس نږدې دومره په چټکۍ وده وکړه، چې شتمنۍ کموي. (Geoffrey Parker) وليکل چي: [۲]

په لوېديځه اروپا کې دوو سترو ښارونو (Antwerp) او (Lyon) تر ۱۶۰۰ ز پورې د ټولو وګړو درې پر څلور برخې يې دومره غريب وو چې ماليات يې نه شو ادا کولی او د همدې له امله اټکل دی چې د کړکېچ په وختونو کې هوساينې ته اړتيا ولري. [۳][۴]

د غربت کمښت په پراخه توګه د ټولې اقتصادي ودې د پايلې په توګه پېښېږي. د خوړو کمښتونه د معاصرې کرنيزې ټکنالوژۍ نه وړاندې او په هغو ځايونو کې عام وو، چې نن يې کم کړي دي. لکه نايتروجني سرې، حشره وژونکي درمل او د اوبو رسونې مېتودونه. د صنعتي اوښتون راپورته کېدلو په هغو هېوادونو کې لوړې اقتصادي ودې او د غربت له منځه وړنې ته لاره هواره کړه، چې اوسمهال د پرمختللې نړۍ په توګه په پام کې نيول کېږي. د شلمې پېړۍ پر مهال د نړۍ د يو شخص لپاره کلنی ناخالص عايد quintuple شو. په ۱۸۲۰ ز کې ٪۷۵ انسانانو د ورځې له يو ډالر نه په لږ عايد ژوند کاوه، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۱ ز کې يوازې ٪۲۰ خلکو دا حالت درلود. [۵][۶] [۷]

نن ورځ پرله پسې اقتصادي پرمختګ د اقتصادي آزاديو د کمښت په واسطه محدود شوی دی. اقتصادي آزادي غريبو او په ځانګړي ډول ځمکې ته د شتمنۍ د حقونو د پراخوالي غوښتنه کوي. مالي خدمتونه په تېره بيا زېرمه کول (پس انداز) د ټکنالوژي (لکه ګرځنده بانکدارۍ) په واسطه د غريبو لپاره د لاسرسي وړ جوړېدلی شي. ناګټور بنسټونه، فساد او سياسي بې ثباتي هم پانګه اچونه بې رنګه کولی شي. د روغتيا، زده کړې او زېربنا برخو کې مرستې او د حکومت ملاتړ د انساني او فزيکي پانګې په زياتولو سره په وده کې مرسته کوي. [۸][۹][۱۰]

د غربت ښکته کېدنه د وار له مخه غريبو خلکو د ژوند حالتونو ته وده ورکول هم رانغاړي. په ځانګړي ډول د طب او علمي برخو کې مرسته د غوره ژوند په چمتو کولو، لکه: شين اوښتون (Green Revolution) او د کوچني چيچک په له منځه وړلو کې اړينه ده. د نننۍ پرمختيايي مرستې تر څنګ ستونزو کې د تړلو (مشروطو) مرستو لوړ ورته والی شاملېږي، چې ملتونو ته د توليداتو د پېرلو امر کوي چې زياتره يو څه ګران بيه وي او يوازې له مرسته کوونکو هېوادونو نه رامنځته کېږي او توليدېږي. سره له دې هم، ځيني باور لري (لکه: Peter Singer په خپل کتاب: هغه ژوند چې تاسې يې ساتلی شئ کې) چې په هغو لارو کې کوچني بدلونونه چې خلک يې په شتمنو ملتونو کې خپل ژوند پرې مخې ته وړي، کولی شي د نړۍ غربت حل کړي. [۱۱][۱۲][۱۳]

اقتصادي ازادۍ[سمول]

ځينو مبصرينو دعوه کړې ده، چې د اقتصادي آزادۍ له امله په نړۍ کې غربت د ښکته کېدنې په پرتله نور هم لوړېږي او د نړيوال بانک له خوا برابر شوي معلومات غبرګوي چې: «غربت کمېږي» عبارت يوه نيمګړتيا ده. دوی بحث کوي، چې غريب ته د شتمنۍ حقونو د خونديتوب پراخول د غربت د کمښت کړنلارو له ډلې يوه تر ټولو مهمه کړنلاره ده، چې يو ملت يې عملي کولی شي. د ځمکې په برخه کې د غربت حقونو خونديتوب، چې د زياتو ټولنو لپاره تر ټولو پراخه پانګه ده، د دوی د اقتصادي آزادۍ په برخه کې اړين دی. نړيوال بانک دې پايلې ته رسېږي چې د ځمکې حقونو زياتوالی د غربت د کمښت په برخه کې کليد ده، چې وايي چې د ځمکې حقونه د غريبو خلکو شتمني په ستر ډول زياتوي، ان په ځينو حالتونو کې يې دوه برابره کوي. اټکل شوې ده، چې د غريبو د شتمنۍ حکومتي پېژندنه به دوی ته د ۱۹۴۵ ز راهيسې د باندنيو ټولو مرستو په پرتله ۴۰ برابره زياته پانګه ورکړي. که څه هم تګلارې توپير درلود، نړيوال بانک وويل چې: کليدي مسئلې د شتمنۍ خونديتوب او د ځمکې د لېږد د لږ لګښت اوسېدلو ډاډمنول وې. په چين او هندوستان کې په وروستيو پېړيو کې د غربت په برخه کې يادښت شوي کمښتونه زياتره په چين کې د ډله ييز کښت د پرېښودلو او په هند کې د حکومت د red tape پرې کولو د پايلې په توګه پېښ شوي دي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

نوي شرکتونه او باندنۍ پآنګه اچونه د ناګټورو بنسټونو، فساد، د قانون کمزوري حاکميت او پراخو بيوروکراتيک خنډونو د پايلو له مخې لرې غورځول کېدلی شي. دا دوه ورځو، دوه بيوروکراتيک کړنلارو او ۲۸۰ امريکايي ډالرو ته اړتيا لري، چې په کاناډا کې سوداګري پيل کړې، په داسې حال کې چې په بوليوا کې بايد يو سوداګر ۲۶۹۶ امريکايي ډالر په فيس کې تاديه کړي، ۸۲ سوداګريزو ورځو ته په تمه کېږي او د ورته چارې د تر سره کولو لپاره له ۲۰ کړنلارو نه تېرېږي. دا ډول بهالرونکي خنډونه د کوچنيو سوداګريو په لګښت کې سترو شرکتونو ته لېوالتيا لري، چې زياتې دندې په کې رامنځته کېږي. په هند کې له اقتصادي سمونونو نه مخکې، سوداګرو بايد حکومتي چارواکو ته ان د ورځنيو عادي فعاليتونو لپاره هم بډې ورکړی وی، چې پر سوداګرۍ باندې يوه مالي اغېزه وه. [۱۹]

که څه هم د ټولنيزو پروګرامونوپه برخه کې د دولتي ملاتړ ختمول ځيني وختونه يې په خپه کوونکو پايلو سره د يوه وړيا مارکیټ د اصل په توګه ساتنه شوې ده. د بېلګې په ډول: نړيوال بانک پر غريبو ټولنو باندې فشار راوړي چې د هغو سرو لپاره مالي ونډې له منځه يوسي، چې زيات بزګران يې د مارکېټ په بيو کې نه شي زغملی. په پخواني شوري دولتونو کې د يوه مارکېټ اقتصاد ته د دوی د لېږد پر مهال د عامه تمويل ترتيب د روغتيا او زده کړې په برخو کې د لږ مصرف غوښتنه وکړه، چې په تېزۍ سره غربت زياتوي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د سوداګرۍ آزادي د سوداګريزو ملتونو ټول يا مجموعي زياتوالی زياتوي. غريبو هېوادونو ،لکه: هند ته ورلېږل شوي تاديات ځيني وختونه د باندنۍ مستقيمې پانګه اچونې په پرتله پراخ دي او ټول تاديات د OECD هېوادونو له لورې د کړو مرستو د بهيرونو له دوه برابره نه زيات دي. باندينۍ پانګه اچونه او صادراتي صنعتونو له سون توکو سره مرسته وکړه، چې د چټک مخ پر وده اسيايي هېوادونو اقتصادي پراختيا ده. که څه هم د سوداګرۍ قوانين زياتره ځکه نابرابر دي، چې د شتمنو ملتونو مارکېټونو ته د لاسرسي مخنيوی کوي او غريب ملتونه د خپلو صنعتونو له ملاتړ نه منع کوي. د غريبو ملتونو پروسس شوي توليدات د اوموتوکوبرعکس، د شتمنو هېوادونو په بندرونو کې په پراخ ډول لوړې تعرفې تر لاسه کوي. د Toronto پوهنتون يوې څېړنې له افريقايي ملتونو نه پر زرګونو توليداتو باندې د لګښتونو د دندې لوېدنه وموندله، ځکه چې د افريقايي ودې او موکې قانون، له افريقا نه په وارداتو کې د «د حيرانتيا په ډول پراخ» زياتوالي لپاره په مستقيم ډول ځواب ويونکی و. د راکړې ورکړې په اړه ځيني وختونه، د مخ پر وده هېوادونو، لکه: په چين کې د مرستې په موخه خبرې اترې کېدلی شي، چې قوانين په کې بانديني څو مليتي شرکتونه مجبوري، چې په ستراتيژيکو صنعتونو کې د دوی راتلونکي چينايي سيالان وروزي او په اوږد مهال کې دوی خپل ځانونه ....... کړي. په تايلنډ کې ۵۱ سلنه قانون هغه ګڼ مليتي شرکتونه چې په تايلنډ کې عمليات پيلوي مجبوروي، چې په يوه ګډه پروژه کې ۵۱ سلنه واک يوه تايلنډي شرکت ته ورکړي. د دې تر څنګ، د ملګرو ملتونو د همېشني پرمختګ ۱۷ مه موخه د هېوادونو مشرۍ ته احترام کوي، چې د غربت د له منځه وړنې او همېشني پرمختګ لپاره کړنلارې عملي کړي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچینې[سمول]

  1. "Women's Empowerment in Zambia | Volunteer Abroad in Africa". CISaustralia (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Geoffrey Parker (2001). "Europe in crisis, 1598–1648". Wiley–Blackwell. p. 11. کينډۍ:ISBN
  3. "Ending Mass Poverty" by Ian Vásquez, Cato Institute, 4 September 2001
  4. Krugman, Paul, and Robin Wells. Macroeconomics. 2. New York City: Worth Publishers, 2009. Print.
  5. Easterbrook, Gregg (1 January 1997). "Forgotten Benefactor of Humanity". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Ethical Man blog: Is the green movement part of the problem?". BCC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Angus Maddison, see graph
  8. (په 30 August 2009 باندې). Next Step for Microfinance: Taking Deposits. Time.
  9. (په 12 August 2009 باندې). Africa's mobile banking revolution.
  10. "Business – Land rights 'help fight poverty'". BBC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. EDT, Fareed Zakaria (19 September 2008). "Zakaria: How to Spread Democracy". Newsweek (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Science/Nature – Why aid does work". BBC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "News and Views from the Global South". Inter Press Service. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Global inequality may be much worse than we think", The Guardian, 8 April 2016
  15. Edward, Peter (2006). "The Ethical Poverty Line: a moral quantification of absolute poverty" (PDF). Third World Quarterly. 27 (2): 377–393. doi:10.1080/01436590500432739. S2CID 154522588. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "World bank poverty figures: what do they mean?". Share The World's Resources (STWR). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Shaikh, Anwar. "Globalization and the Myth of free Trade" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. EDT, Fareed Zakaria (19 September 2008). "Zakaria: How to Spread Democracy". Newsweek (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Krugman, Paul, and Robin Wells. Macroeconomics. 2. New York City: Worth Publishers, 2009. Print.
  20. Dugger, Celia W. (2 December 2007). "Ending Famine, Simply by Ignoring the Experts" – عبر NYTimes.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Transition: The First Ten Years – Analysis and Lessons for Eastern Europe and the Former Soviet Union, The World Bank, Washington, DC, 2002, p. 4.
  22. "Study Finds Poverty Deepening in Former Communist Countries". New York Times. 12 October 2000.
  23. Child poverty soars in eastern Europe". BBC News. 11 October 2000.
  24. "The aid workers who really help". The Economist. 8 October 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Vogel, Ezra F. 1991. The Four Little Dragons: The Spread of Industrialization in East Asia. Cambridge, Mass.: Harvard University Press.
  26. Dugger, Celia W. (2 December 2007). "Ending Famine, Simply by Ignoring the Experts" – عبر NYTimes.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Market access". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "News". University of Toronto. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Muscat, Robert J. 1994. The Fifth Tiger: A Study of Thai Development. Armonk, NY: M.E. Sharpe.
  30. "Goal 17 | Department of Economic and Social Affairs". sdgs.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 27 February 2007 باندې). Red China, Inc.: Does Communism Work After All?. Spiegel Online.
  32. admin (10 October 2006). "Make Trade Fair". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)