د عیسی(ع) وړاندې کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عیسی(ع) وړاندې کول د عیسی مسیح د ژوند لومړنۍ برخه ده چې د بیت المقدس/اورشلیم په معبد کې د هغه وړاندې کېدل تشرېح کوي. دا تر کرېمسس ۴۰ ورځې وروسته د کندلمس په جشن یا «د عیسی د وړاندې کولو په جشن» کې د ډېری کلیساوو له‌خوا نمانځل کېږي. دا برخه د لوقا انجیل په نوې انجیل کې تشرېح شوې ده. د یوې شرحې په اساس « په معبد کې د عیسی وړاندې کولو په اړه د لوقا انجیل په یو روایت کې د پاکۍ مذهبي مراسم د یهودانو د نوي زېږېدلو د ژغورنې له مراسمو سره ترکیبوي (لوقا ۲: ۲۳-۲۴).» [۱][۲]

په ختیځه ارتودوکس کلیسا کې په معبد کې د عیسی وړاندې کول د ۱۲ سترو جشنونو څخه د یو په توګه نمانځل کېږي او ځینې وختونه د هيپاپانت په نوم (Ὑπαπαντή ، چې په یوناني ژبه د غونډې په معنا دی) یادیږي.

ارتودوکس کلیساوې چې له جولیان کالیزې/جنترۍ څخه کار اخلي د فبرورۍ په ۱۵مه او ارمني کلیساوې یې د فبرورۍ په ۱۴مه نمانځي.

په لویدیځ مسیحیت کې د رب د وړاندې کولو جشن په‌خپل پخواني نوم د باکره پاکۍ د جشن یا له رب سره د لیدنې په نوم هم پېژندل کېږي. په ځینې مذهبي کالیزو لکه ویسپرز/د شپي عبادت (یا کمپلین) کې او همدارنګه په المان کې د (Evangelische Kirche in Deutschland (EKD)./ EKD) په پروستانت کلیسا کې (د ۲۰۱۸ کال له ویناوالۍ راهیسې) د عیسي(ع) د وړاندې کولو جشن د مسیح عیسی د پای فصل دی. د انګلستان په کلیسا کې د انګلیکان عقیدتي ټولنې په مور کلیسا کې په معبد کې د عیسی وړاندې کول یو اصلي جشن دی چې د فبرورۍ په دویمه یا هم د یکشنبې په ورځ د جنوري له ۲۸مې نېټې څخه تر ۳یمې نېټې پورې نمانځل کېږي. د روم په کاتولیکه کلسیا کې په ځانګړي ډول د پاپ لومړي ګلایسول له وخت راهیسې (۴۹۲-۴۹۶) چې په پنځمه پېړۍ کې یې د یاد جشن له پراختیا سره مرسته وکړه، د وړاندې کولو جشن د فبرورۍ په دویمه نمانځل کېږي.  [۳][۴]

په رومي مذهب کې په کاتولیکه کلیسا، د انګلیکان مذهبي ټولنه او لوتري کلیسا کې دا برخه هم د ماشوم تر زېږون څلوېښت ورځې وروسته د ښځو د کلیسا په یو عام دود کې منعکسه شوه. په رومي مذهب کې د خدای د وړاندې کولو جشن هم د خدای عبادت ته د وقف شوي ژوند له نړیوالې ورځې سره ضمیمه شوی دی.   [۵]

انجیل، سپېڅلی کتاب[سمول]

دا پېښه په لوقا انجیل کې تشرېح شوې ده (لوقا ۲: ۲۲-۴۰). د انجیل پر اساس مریم او یوسف نوی زېږېدلی عیسی(ع) له زیږون څخه ۴۰ (مشمولې) ورځې وروسته د بیت المقدس معبد ته یوړ تر څو تر زېږون وروسته د مریم د پاکۍ مراسم بشپړ کړي او له تورات (لوېتکس ۱۲، ایګزودس/خروج ۱۳:۱۲ ۱۲-۱۵ او داسې نور) څخه په اطاعت د لومړي زوی فدیه په ځای کړي. لوقا په واضح ډول وایي چې یوسف او مریم بې‌وزلو کسانو ته د یوې ټاکنې په توګه په پام کې نیول شوي دي (هغوی چې د وري/پسه د اخیستلو وس نه لري؛ لوېتکس ۱۲:۸) «کولی شي یوه جوړه کوترې یا دوې تنکۍ کوترې» قرباني کړي. د لوېتکس ۱۲: ۱-۴ برخه ښيي چې دا پېښه باید د یو نارینه بچي تر زېږون ۴۰ ورځې وروسته تر سره شي، له دې امله د ۴۰ ورځو جشن تر کرېسمس وروسته نمانځل کېږي. [۶]

معبد ته د عیسی تر راوړلو وروسته هغوی له شمعون سره مخ شول. انجیل کې دا ثبت شوي چې شمعون ژمنه کړې وه چې «هغه باید د خدای د مسیح له لیدلو مخکې مرګ ونه ویني» (لوقا ۲: ۲۶). شمعون وروسته هغه دعا وکړه چې د نونک ډیمیتیس یا د شمعون د روحاني بدلې په نوم پېژندل کېږي، چې د عیسی په‌واسطه يې د نړۍ د خلاصون وړاندوینه کوله:  

«خدایه! اوس له خپل کلام سره سم خپل بنده د ارامۍ په لوري ستون کړه؛ ځکه ما په‌خپلو سترګو ستا ژغورنه لیدلې، چې د ټولو خلکو لپاره دې تیاره کړې، د وحي یو نور چې تا غیر یهودو او د خپل قوم اسرائیلو د ویاړ لپاره رالېږلی.» (لوقا ۲: ۲۹-۳۲) [۷]

شمعون وروسته مریم ته نبوت وکړ: «ګوره پام کوه، دا ماشوم په اسرائیلو کې د ډېرو د زوال او راپورته کولو لپاره ټاکل شوی او د یوې نښې په توګه چې پر وړاندې يې خبرې شوې دي (او یوه توره به ستاسو په‌خپل روح کې هم ننوتل شي)، چې ښايي د ډېرو په زړونو کې راګرځېدونکي افکار څرګند کړي. (لوقا ۲: ۳۴-۳۵) » [۸]

مشره پیغمبره آنا هم په معبد کې وه او د عیسی لپاره یې خدای ته دعا او حمد وکړ او له ټولو سره یې د هغه د ارزښت په اړه په بیت المقدس کې د ژغورنې په اړه خبرې وکړې. (لوقا ۲: ۳۶-۳۸). [۹]

کورنیلیس ا لیپایډ د مریم او یوسف د یوه جوړه کوترو د قربانۍ په اړه داسې نظر لري: «... ځکه هغوی بې‌وزله وو؛ خو شتمن اړ و چې پر دې سربېره د هلوکاست/وژنې لپاره یو وری هم ورکړي.» که څه هم درېیو پاچاهانو مسیح ته ډېر سره زر وړاندې کړي وو، خو سپېڅلې پېغله چې له بې‌وزلۍ څخه اغېزمن غیرت څخه برخه‌منه وه، لږ څه يې ورڅخه ومنل تر څو د ټولو ځمکنیو شیانو پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړي. دغې جوړې دوې کوترې وړاندې کړې (لوقا ۲:۲۴) په احتمالي ډول دا له دې امله و چې هغوی وری نه شوی اخیستی.  [۱۰][۱۱]

مذهبي جشن[سمول]

د جشن نوم[سمول]

پر دې سربېره چې په معبد کې د عیسی د وړاندې کولو د جشن په نوم یاديږي، د کاندلیماس، باکره پاکوالي جشن او له خدای سره د لیدنې جشن په نوم نور دودیز نومونه هم لري. [۱۲][۱۳]

د کندلمس تاریخ د عیسی(ع) د زیږون لپاره له ټاکل شوې نېټې سره تعینیږي، ځکه تر هغه څلوېښت ورځې وروسته نمانځل کېږي. د موسی(ع) له شریعت سره سم چې په تورات کې یې یادونه شوې، هغه مور به تر ۷ ورځو پورې ناپاکه بلل کېده چې زوی به یې زېږولی و؛ پر دې سربېره هغه تر ۳۳ ورځو پورې د خپل پاکوالي په وینه کې پاتې کېده. په دې توګه کندلمس له هغې ورځې سره سمون لري چې په هغه ورځ مریم باید د پاکوالي مذهبي دود پر ځای کړی ووی (لوېکتس ۱۲: ۲-۸). د لوقا انجیل ۲: ۲۲-۳۹ داسې نکل کوي چې مریم له دیني شریعت سره سمه پاکه شوه او ورپسې عیسی(ع) د بیت المقدس په معبد کې حاضر شو او دا تشرېح کوي چې یاد جشن ته له ورکړل شويو رسمي نومونو څخه د عیسی له زېږون څخه ۴۰ ورځې وروسته د ۴۰ ورځو رالوېدل هم کېدی شي.  [۱۴]

د روم په کاتولیکه کلیسا کې په هغو مذهبي کتابونو کې چې د لومړي ځل لپاره د شپږم پاول له‌خوا خپاره شول د خدای د وړاندې کولو په نوم او تر هغه مخکې خپرو شویو نسخو کې د سپېڅلې مریم د پاکوالي په توګه پېژندل کېږي. په ختیځه ارتودوکسه کلیسا او یوناني کاتولیکو کلیساګانو کې (ختيځې کاتولیکې کلیساګانې له بیزانسي مذهب څخه کار اخلي) زموږ د خدای وړاندې کول، خدای او په معبد کې زموږ ژغورنکی مسیح عیسی یا هم زموږ له رب سره د لیدنې په نوم یادیږي.  [۱۵]  

سرچينې[سمول]

  1. Porter, J. R. (1998). The Illustrated Guide to the Bible (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 157. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195214628. The story of the Presentation of Jesus to God in the Temple concludes Luke's birth narrative (Luke 2.22–39). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Perlove, Shelley; Silver, Larry (2009). Rembrandt's Faith: Church and Temple in the Dutch Golden Age (په انګلیسي ژبه کي). Penn State Press. د کتاب پاڼې 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780271048383. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite EB1911
  4. "Ratsbericht Synode 2017-schriftlich-B". www.ekd.de. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Pope invites prayers for religious sisters, consecrated persons during February". 26 January 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Basilica, The (2 February 2020). "Why We Celebrate the Feast of the Presentation of the Lord". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Basilica, The (2 February 2020). "Why We Celebrate the Feast of the Presentation of the Lord". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. O.P, Matthew Jarvis (4 July 2014). "Fourth Joyful Mystery: The Presentation of Jesus in the Temple". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. O.P, Matthew Jarvis (4 July 2014). "Fourth Joyful Mystery: The Presentation of Jesus in the Temple". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Huss, Betsy Wiederkehr. "Presentation of Jesus in the temple prepared him for ministry | DOLR.org". Catholic Diocese of Little Rock. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lapide, Cornelius (1889). The great commentary of Cornelius à Lapide. تُرجم بواسطة Thomas Wimberly Mossman. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Presentation of Christ to the Temple - Greek Orthodox Archdiocese of America". www.goarch.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Glossary of Terms". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Reflections for the Feast of the Presentation of the Lord - Vatican News". www.vaticannews.va. 30 January 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Liturgy of the Hours, 2 February.