Jump to content

د عیسوي علومو د خوځښت تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عیسوي علومو خوځښت په عیسویت کې هغه مذهبي خوځښت دی چې د ماري بېکر اډي له خوا یې بنسټ کېښودل شو او د ۱۹مې میلادي پېړۍ له نیمايي څخه یې د هغو تر وروستیو پورې پراختیا ومونده؛ دغه خوځښت د عیسوي پوهانو د لومړنۍ کلیسا (The First Church of Christ, Scientist) د تاسیس کولو مشري وکړه.

۱۸۶۶ – ۱۹۱۰ زکال[سمول]

ماري بېکر اډي[سمول]

ماري بېکر اډي د ماري مورز بېکر په نامه د نیوهمپشایر د بو سیمې په یوه کرونده کې وزیږېده؛ دا د یوې پروتستانت کورنۍ د شپږو ماشومانو تر ټولو کوچنۍ وه. د هغې پلار مارک بېکر کلک مذهبي سړی و چې د یو روایت له مخې «عیسویت د ده لپاره د ګناه پر ضد جګړه وه، نه د انساني ورورولۍ د دین په توګه». په داسې حال کې چې اډي دېرې لږ رسمي زده کړې لرلې، خو ویلي یې دي چې په کور کې یې پریمانه مطالعه کړې ده. هغه د ماشومتوب له مهاله له یوې اوږد مهالې ناروغۍ رنځېده چې د مزمنې ناوړه هاضمې او د ملا د تېر له التهاب څخه یې شکایت درلود؛ د ژوند لیک لیکونکو په خبره هغې د ژوندانه جادو تجربه کاوه. ادبي منتقد هارولډ بلوم نوموړې «د نوولسمې پېړۍ د یوې خوښې کړای شوې عصبې ناروغۍ» په توګه توصیف کوله. [۱][۲][۳][۴]

د اډي لومړنۍ مېړه د هغې له ۲۳ کلنۍ لږ وړاندې، له واده شپږ میاشتې وروسته او د خپل زوی له زیږون درې میاشتې وړاندې ومړ او دا یې په یوه بې وزله ژوندانه کې پرېښوده. د خپل ناوړه روغتیايي حالت له امله یې د څلور کلنۍ په عمر د خپل زوی سرپرستي هم له لاسه ورکړه. دویم مېړه یې له ۱۳ کاله ګډ ژوند وروسته پرېښوده. اډي ویلي چې هغه ژمنه کړې وه چې د زوی قانوني سرپرست به یې شي، خو دا څرګنده نه ده چې هغه خپله دغه ژمنه پوره کړه او که نه؛ ورته مهال اډي د خپل زوی د ژوندانه تر دریمې لسیزې پورې له هغه سره چندان اړیکې نه لرلې. (د پوشش د قانوني دوکتورینو مطابق په متحده ایالاتو کې ښځو نشو کولای د خپلو ماشومانو سرپرستي وکړي). د هغې دریم مېړه آسا ګیلبرټ اډي له واده پنځه کاله وروسته ومړ؛ دې باور درلود چې مېړه یې د مخرب حیواني مګنټېزم له امله وژل شوی دی. شپږ کاله وروسته هغه مهال چې ۶۷ کاله عمر یې درلود او په ښکاره توګه یې وفادارۍ او مینې ته اړتیا لرله په قانوني توګه یې یو ۴۱ کلن هوموئوپاتي سړی د خپل دویم زوی په توګه ونیو. [۵][۶][۷][۸][۹]

اډي له هر پلوه کارېزماتیک شخصیت درلود او له ځانه یې پریمانه وفاداري ښودله، په داسې حال کې چې د ګیلیان ګېل په خبره کولای یې شو غیرمنطقي او نامهربانه هم واوسي. د برایان وېلسون په خبره دا د ښځینه کارېزماتیک رهبرانو بېلګه وه او آن له مړینې وروسته هم د عیسوي علومو د کلیسا د مشرې په توګه په پام کې نیول کېده. هغه په ۱۹۶۱ زکال کې ولیکل چې عیسوي پوهان دا د مېرمن اډي او یا هم «موږ ته د ګرانې مشرې» په نومونو یادوي او لا یې هم د عیسوي علومو د ژورنالونو په مقالو کې نوم اخیستل کېږي. [۱۰]

د شهرت زیاتوالی یې تر یوه بریده غیرمعمول شخصیت ته اړوند کېده په داسې توګه چې له امله یې عیسوي علومو د خپلو پیروانو ترمنځ د ګڼ شمېر اختلافاتو د لرلو سربېره وده وکړه. مک کلور لیکي، «هغه په دغو خړ رنګو ټولنو کې د یوې رنګي نښې په توګه وه»، هغې هېڅکله خپل سلطنتي خوی له لاسه ور نه کړ، هېڅکله هم داسې خونې ته دننه نه شوه چې د نورو کسانو په څېر ترې راووزي.د هغې مخکښ منتقد مارک ټواین نوموړې په ۱۹۰۷ زکال کې د «بېکاره، درواغجنې [او] کینه لرونکې» په توګه توصیف کړې، خو د بېلابېلو لیدلورو له مخې ... تر ټولو جالبه او تر ټولو هغه خارق العاده مېرمن یې بللې چې تر اوسه یې ژوند کړی دی. [۱۱][۱۲]

۱۹۱۰ زکال – اوس مهال[سمول]

زوال[سمول]

په ۱۹۳۶ زکال کې د عیسویت د پیروانو د شمېر د اوج پر مهال یوې سر شمېرنې په متحده ایالاتو کې د ۲۶۸۹۱۵ عیسوي پوهانو د شتون څرګندويي وکړه چې د میلیون وګړو د حساب له مخې یې شمېر ۲۰۹۸ تنه کېده. هغه مهال چې دغه خوځښت مخ پر زوال شو اړوندې کلیسا یې خپل تعمیر وپلوره څو خپله شتمني ترلاسه کړي. دغه بنسټ د ۱۹۶۰ او ۱۹۹۵ زکلونو ترمنځ په لاس انجلس کې خپلې ۱۳ کلیساوې وتړلې او په ۲۰۰۴ زکال کې یې په منهتن کې د عیسوي علومو لومړۍ کلیسا په کرنشاو کرېستچین مرکز باندې په ۱۴ میلیون ډالر وپلورله. (دغه ځای یو ځل بیا په ۲۰۱۴ زکال کې د استوګنې د ځای په توګه د چمتو کولو په موخه وپلورل شو.»[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د راډني سټارک په خبره د ۱۹۴۰ زکال پر مهال په متحده ایالاتو کې ۱۰۶۰۰۰ (د یو میلیون کسانو د حساب له مخې ۴۲۷ تنه) عیسوي پوهانو شتون درلود. په ۲۰۰۹ زکال کې دغې کلیسا وویل چې د لومړي ځل لپاره یې د متحده ایالاتو په پرتله له افریقا څخه ډېر خلک دغې کلیسا ته جذب شوي په داسې حال کې چې هېڅ ډول ارقام یې وړاندې نه کړل. له دې سره چې د مور کلیسا لارښود کلیساوې د خپلو غړو د شمېر له وړاندې کولو منع کوي، خو دغې کلیسا د عیسوي علومو په برخه کې د فعالو غړو (د نورو پر استازولۍ عبادت د ترسره کولو لپاره روزل شوي غړي) نومونه وړاندې کول. په ۱۹۴۱ زکال کې په متحده ایالاتو کې د عیسوي علومو د تمرین کوونکو شمېر ۱۱۲۰۰ تنه و په داسې حال کې چې دغه شمېره په ۲۰۱۵ زکال کې ۹۶۵ تنو (په نړیواله کچه ۱۲۴۹ تنه) ته راکمه شوه. سټارک لیکي چې د تمرین کوونکو هغه ډلې چې په ۱۹۹۸ زکال کې یې نومونه په کرېسټین ساینس مجله کې د یو نوملړ په بڼه راغلي و په خپلو اصلي ټولنو کې د تقاعد ژوند تېروي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ماشومانو مړینه، قانوني چلن[سمول]

له ۱۸۸۷ زکال څخه تر ۱۹۹۰مې لسیزې پورې په څه باندې ۵۰ قضیو کې څارنوالانو عیسوي پوهان د هغو بالغو وګړو او ماشومانو په مړینه کې تورن وبلل چې د روغتیايي خدمتونو د نشتون له امله یې د درملنې وړ ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکړی و. د ۱۹۶۷ زکال پر مهال د ماساچوست په کېپ کاډ کې د سینه بغل ناروغۍ له امله د ماشومې لیزا شریډین مړینه په شلمه پېړۍ کې لومړنی هغه مورد و چې په کلیسا کې د «ماشومانو د قضیې» په نامه پېژندل کېده. مور یې د عمدي قتل په جرم کې پړه وبلل شوه او په پنځه کاله تعلیقي بند محکومه شوه. له دغې قانوني پرېکړې وروسته کلیسا د مذهبي معافیتونو لپاره لابي ګري وکړه. [۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۹۷۷ زکال کې ۱۶ میاشتنی متیو سوان د مشیګان په ډیټرویټ سیمه کې د باکتریايي مننژیت له امله وروسته له هغه ومړچې والدین یې متقاعد کړای شوي و په طبي درملنو پسې وه نه ګرځي؛ دوی د دغې پېښې په غبرګون کې د ۱۹۸۳ زکال پر مهال د ماشومانو د روغتیا پالنې د قانوني دندې (CHILD) په نامه بنسټ جوړ کړ. له ۱۹۸۰ زکال څخه تر ۱۹۹۰ زکال پورې په متحده ایالاتو کې اووه عیسوي پوهان والدین له قانوني څېړنو سره مخ شول چې په دغو کې څلور محکومیتونو شتون درلود او دوه موارد لغو شول. په ۱۹۸۸ زکال کې ۱۲ کلنه اشلي کېنګ د ارېزونا په فینېکس کې په خپله پښه باندې د یو داسې سرطاني تمور لرلو له امله مړه شوه چې ریښې یې تر ۴۱ اېنچۍ فاصلې (۱۰۰۰ ملي متر) رسېدلې وې. والدینو د هغې اړوند له احتیاط څخه په ګټنې نه کولو اعتراف وکړ. په ماساچوست کې یو له مهمو مواردو څخه د ۱۹۹۰ زکال پر مهال د ټوېچل پر وړاندې کامن ولت قضیه وه چې د دوه کلن رابین ټوېچل کورنۍ یې د پریتونیت ناروغۍ له امله د خپل ماشوم په غیرعمدي قتل محکومه کړه. دغه محکومیت لغو شو؛ استیناف محکمې حکم ورکړ چې دغه جوړه «په منطقي بڼه باوري وه» چې کولای شي له کوم قانوني تعقیب پرته د عیسوي علومو په دعاګانو تکیه وکړي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د کنپ اثر[سمول]

کلیسا د ۱۹۹۱ زکال پرمهال د مور کلیسا د برخلیک په نامه کتاب (The Destiny of The Mother Church) په خپرولو کې له داخلي مخالفتونو سره مخ شوه. دغه کتاب په ۱۹۴۳ زکال کې د بلیس کنپ له خوا لیکل شوی و چې د مور کلیسا (د عیسوي پوهانو لومړنۍ کلیسا) پخوانی رئیس و؛ کتاب په خصوصي بڼه چاپ شو او په کې څرګنده شوې وه چې اډي د نوي تړون د مهال اخرالزمان ښځه ده. کنپ او کورنۍ یې کلیسا ته د خپلو ۹۸ میلیون ډالرو د ورکړې وصیت په دې شرط وکړ چې کلیسا به دغه اثر تر ۱۹۹۳ زکال پورې خپروي او هغو ته به جواز ورکوي. که چېرې داسې وه نه کړي دغه پیسې سټنفورډ پوهنتون او د لاس انجلس د هنر موزیم ته ورکول کېږي. کلیسا دغه کتاب د عیسوي علومو د مطالعې په خونو کې خپور کړ او لاسرسي وړ یې وګرځاوه. یو لوړ پوړی چارواکی هم د کلیسا له پرېکړې څخه د ملاتړ نه کولو له امله له دندې وشړل شو او ورته مهال د ۲۱ مذهبي مجلو د لیکوالانو له ډلې ۱۸ تنو استعفا ورکړه. په پایله کې نورو اړخونو خپل اختلاف څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د کلیسا د مطالعې په خونو کې د دغه کتاب شتون یوازې د جواز په معنی دی او دغه پیسې یې په دریو برخو ووېشلې. [۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Bates, Ernest; Dittemore, John V. (1932). Mary Baker Eddy: The Truth and the Tradition. New York: A. A. Knopf. مخونه 5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Eddy letter to Quimby, May 1862, in Schoepflin 2003, p. 22; Eddy, Science and Health, 1875, 1st edition, pp. 189–190.
  3. Cather, Willa; Milmine, Georgine (1909). The Life of Mary Baker G. Eddy and the History of Christian Science. New York: Doubleday. مخونه 21–22. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Bloom, Harold (1992). The American Religion. New York: Simon & Schuster. مخونه 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780671679972. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Bates او Dittemore 1932، مم. 30, 36, 40, 50–52.
  6. Fraser, Caroline (1999). God's Perfect Child: Living and Dying in the Christian Science Church. New York: Henry Holt and Company. مخونه 36–37. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Bates & Dittemore 1932, pp. 66–68; Gill 1998, p. 102, 170. Fraser 1999, p. 40, indicates that Eddy's husband did sign the guardianship papers.کينډۍ:PbM. Victor Westberg, "Christian Science: An Exchange", The New York Review of Books, November 14, 1996.
  8. Bates & Dittemore 1932, p. 219; Gill 1998, pp. 287–289.
  9. Bates & Dittemore 1932, p. 290; Peel, Robert (1971). Mary Baker Eddy: The Years of Trial. New York: Holt, Rinehart and Winston. مخونه 222, 250. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780030867002. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Wilson 1961, pp. 142, 144.
  11. Cather and Milmine 1909, pp. 122–123.
  12. Twain 1907, pp. 67, 180.
  13. Stark 1998، مم. 190–191.
  14. Dart, John (20 December 1986). "Healing Church Shows Signs It May Be Ailing", Los Angeles Times.
  15. James Barron, "A Difficult Passage From Church to Condominium", The New York Times, September 26, 2014.
  16. Stark 1998، مم. 193–194.
  17. Stark, Rodney (1998). "The Rise and Fall of Christian Science". Journal of Contemporary Religion. 13 (2): (189–214), 191. doi:10.1080/13537909808580830. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Christa Case Bryant, "Africa contributes biggest share of new members to Christian Science church", Christian Science Monitor, June 9, 2009.
  19. Stark 1998, p. 192; for 2015 figures, "Teachers and practitioners", Christian Science Journal.
  20. Stark 1998، م. 192.
  21. Schoepflin 2003, pp. 151, 212–215.
  22. Vitello, Paul (March 23, 2010). "Christian Science Church Seeks Truce With Modern Medicine", The New York Times.
  23. Fraser 2003, p. 268; Peters 2007, pp. 113–114.
  24. Paul Offit, Bad Faith: When Religious Belief Undermines Modern Medicine, Basic Books, 2015, p. 10ff; Peters 2007, pp. 194–195; Fraser 1999, pp. 287–292, 295کينډۍ:PbRita Swan, "'Matthew, you cannot be sick'" Archived 2012-11-12 at the Wayback Machine., The Dublin Review, 2009–2010; "When Faith Fails Children", The Humanist, November/December 2000.
  25. Peters 2007, pp. 118–121; Fraser (Atlantic) 1995.کينډۍ:Pb"Church faces suit over boy's death", The New York Times, December 19, 1993; "Christian Scientists Found Liable in Death", The New York Times, August 19, 1993.کينډۍ:PbTamara Jones, "Prayers, Parental Duty: Child Deaths Put Faith on Trial", Los Angeles Times, June 17, 1989.
  26. Peters 2007, p. 13.
  27. Massachusetts. Supreme Judicial Court, Suffolk (1993). "Commonwealth v. Twitchell". North East Rep Second Ser. 617: 609–21. PMID 12041213. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); "Court Overturns Conviction of Christian Science Couple", Associated Press, August 12, 1993.
  28. Peters 2007, p. 122ff; Commonwealth vs. David R. Twitchell, 1993.
  29. (په August 6, 1990 باندې). [{{{url}}} In Child Deaths, a Test for Christian Science]. The New York Times.
  30. Peter Steinfels, "Fiscal and Spiritual Rifts Shake Christian Scientists", The New York Times, February 29, 1992; Fraser (Atlantic) 1995.
  31. Gardner 1993, pp. 210–214; Fraser (Atlantic) 1995; Fraser 1999, p. 369ff