د عمومي نسبيت تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


عمومي نسبيت د ځمکې د جاذبې د قوې يوه نظريه ده، چې د البرت انشټاين له لورې د ۱۹۰۷ او ۱۹۱۵ ز کالونو تر منځ رامنځته او له ۱۹۱۵ څخه وروسته په کې نورو پوهانو مرسته وکړه. د عمومي نسبیت له مخې د کتلو تر منځ کتل شوی جاذبي کښښ د يادو کتلو له لورې د وخت او ځای له کږېدنې څخه اغېزمنېږي.

د عمومي نسبيت له منځته راتګ څخه وړاندې د نيوټن د نړيوالې جاذبې قانون د کتلو تر منځ د جاذبې قوې د باوري تشريح په توګه له دوه سوو څخه د زياتو کالونو لپاره منل شوی و، که څه هم نيوټن په خپله هم يادې نظريې ته د جاذبې د طبيعت په اړه د وروستي مفهوم په توګه ونه کتل. د نيوټن د جوړښت په يوه پېړۍ کې په پاملرنې سره تر سره کېدونکې ستورپوهنيزې کتنې د يادې نظريې او کتنو یا مشاهدو تر منځ نه تشرېح کېدونکي توپيرونه څرګند کړل. د نيوټن د موډل له مخې د ځمکې د جاذبې قوه د لويو مادو تر منځ د يوې راښکونکې قوې پايله وه. که څه هم ان نيوټن په خپله د يادې قوې له نامعلوم طبيعت څخه ځورېده، مګر بنسټيز چارچوکاټ د حرکت په تشرېح کولو کې خورا بریالی و.

که څه هم ازمايښتونه او کتنې ښيي، چې د انشټاین تشرېح د هغو بېلابېلو اغېزو ځواب ويونکې ده، چې د نيوټن د قانون له لورې ناڅرګند دي. لکه: د عطارد او نورو سيارو په مدارونو کې د دقيقې ګډوډۍ. عمومي نسبيت د ځمکې د جاذبې قوې لکه جاذبي څپو، جاذبي عدسيه اچونې غير عادي اغېزې او پر وخت باندې د جاذبې قوې اغېزه هم اټکل کوي، چې د جاذبي وخت د اوږدوالي په نوم يادېږي. نوموړې زياتره وړاندوينې د ازمايښت يا کتنې په واسطه تاييد شوي دي، په داسې حال کې چې نور يې د روانې څېړنې تابع دي.

عمومي نسبيت په د ستورو په معاصر فزيک پر يو اړين توکي بدل شوی دی. د نسبيت دا ډول د تورو سورو يا د فضا د سيمو د شته ادراک يا پوهېدنې لپاره بنسټ جوړوي، چې جاذبي کښښ په کې دومره پياوړی دی، چې ان رڼا ورڅخه نه شي تښتېدلی. د دوی د پياوړې جاذبې په اړه په اړه انګېرل کېږي، چې د اسماني جسمونو د معلومه ډولونو (لکه فعاله کهکشاني هسته يا microquasars) له لورې د خپرې شوې پياوړې وړانګې لپاره ځواب ويونکی دی. عمومي نسبيت د نړۍ پېژندنې د “Big Bang” معيار د چارچوکاټ برخه هم دی.

د عمومي نسبيت پيدايښت[سمول]

لومړنۍ پلټنې[سمول]

لکه څرنګه چې انشټاین وروسته وويل، د عمومي نسبيت د پرمختګ لامل په خاص نسبيت کې د حرکت د مخنيونکي يا “inertial” حرکت غوره توب و، په داسې حال کې چې د حرکت هیڅ ځانګړي حالت ته لومړيتوب نه ورکوونکې نظريه له پيله د نوموړي په نظر خورا د منلو (قناعت) وړ برېښېده. نو په داسې حال کې چې انشټاین لا په ۱۹۰۷ ز کال په خپل دفتر کې کار کاوه، هغه څه يې درلودل چې نوموړی يې خپل «تر ټولو خوښ فکر» ګڼي. نوموړی وپوهېده چې د نسبيت اصل جاذبي ساحو ته غځېدلی شي. [۱]

په پای کې نوموړي په ۱۹۰۷ کال تر خاص نسبيت لاندې د ګړنديتوب په اړه يوه مقاله وليکله، چې په ۱۹۰۸ کې خپره شوه. په ياده مقاله کې يې بحث وکړ، چې ازاد غورځېدل په رښتيني ډول مخنيونکی حرکت دی او د يو ازاد غورځېدونکي څارونکي لپاره بايد د خاص يا ځانګړي نسبيت اصول پلي شي. دا استدلال د مساوات اصل ګڼل کېږي. انشټاین په همدې مقاله کې د جاذبي وخت د اوږدوالي ښکارنده هم اټکل کړه. [۲]

په ۱۹۱۱ ز کال کې البرت انشټاین د ۱۹۰۷ ز کال د مقالې سپړونکې بله مقاله خپره کړه. په دې مقاله کې يې په يوه ډول د ګړندی شوي صندوق حالت په يوه جاذبي ساحه کې ونه ګڼه او يادونه يې وکړه چې دا به له هغه صندوق څخه د توپير ورکولو وړ نه وي، چې لا هم په نه بدلېدونکې جاذبي ساحه کې کېښودل کېږي. نوموړي خاص نسبيت د دې څرګندولو په موخه وکاروه، چې د يو صندوق په پورتنۍ برخه کې مخ پورته ګړندي کېدونکي ساعتونه به د هغو د ښکته يآ د صندوق د بېخ برخې ساعتونو په پرتله تېز وچلېږي. نوموړي دا پايله تر لاسه کړه، چې د وخت د تېرېدلو اندازه په جاذبي ډګر يا ساحه کې د درک يا موقعيت پر بنسټ ده او دا چې د اندازې توپير لومړني اټکل لپاره له جاذبي ځواک سره متناسب ده. [۳]

يادې مقالې د لويو جسمونو لکه لمر يا مشتري له خوا د رڼا کږېدل يا يوې خواته کول هم اټکل کړل. که څه هم ياد اټکل يو څه بې خونده و، مګر نوموړي ته يې د دې محاسبې کولو لاره هواره کړه، چې کږېدل هيڅکله صفر نه دي. انشټاین له ستورپوهانو سره استدلال وکړ، چې د لمر کسوف او خسوف پر مهال (هغه وخت چې دوی د ليدلو وړ وي) لمر ته نږدې د منظمو ستورو د رڼا کړېدلو د سيده کتنې هڅه وکړي. المان ستورپوه ايروين فينلی فريونډلېچ (Erwin Finlay-Freundlich) د نړۍ ټولو پوهانو ته د انشټاین ننګونه عامه (خپره) کړه. [۴]

د ۱۹۱۱ په اکتوبر کې فريونډلېچ په برلين کې له ستورپوه چارلس ډي پيرين (Charles D. Perrine) سره اړيکه وکړه. د اړيکې موخه يې د رڼا د کږېدنې په اړه د انشټاین د اټکل د ثابتولو لپاره د ازمايل کېدونکو شته لمریز کسوف يا خسوف انځورونو په مناسبيت په اړه پوښتنه کول وه. پيرين چې په کورډوبا کې د ارجنټيان د ستورو د ملي کتنځي رئيس و، هغه مهال چې د “Lick” په نوم د ستورو کتنځي کې و؛ په ۱۹۰۰، ۱۹۰۱، ۱۹۰۵ او ۱۹۰۹ کالونو کې يې د لمريز کسوف په څلورو سفرونو کې ګډون کړی و. «... نوموړی د “Lick” په نوم د ستورو کتنځي د رئيس ډبليو ډبليو کمبېل (W. W. Campbell) په اند د لمريز کسوفونو په برخه کې بې جوړې څارونکی شوی و. نوموړي باور نه درلود، چې د کسوف شته انځورونه به د انشټاین د ادعا په ثابتولو کې ګټور وي. فريونډلېچ په ۱۹۱۲ ز کال کې وپوښتل، چې ايا پیرين به په برازيل کې د ۱۹۱۲ د اکتوبر پر ۱۰ باندې د لمریز کسوف لپاره د خپلې خپرونې د برخې په توګه د رڼا کږېدل راونغاړي. د لېک د ستورو کتنځي رئيس ډبليو ډبليو کېمپبيل پيرين ته د خپلې دننۍ خوځېدونکې کېمرې عدسيې (لينزونه) په پور ورکړل. پيرين او د کورډوبا ډلې د کسوف يا خسوف يوازینی ټولګی و، چې د رڼا د کږېدنې لپاره ځانګړي شوي تجهيزات يې جوړ کړل. له بده مرغه چې د ټولو سفرونو پر مهال سخت باران وشو، چې د هر ډول کتنو مخه يې ونيوله. سره له دې هم پيرين (Perrine) لومړنۍ ستورپوه و، چې د انشټاین اټکل د ازمايلو په موخه يې د رڼا د کږېدنې د کتلو لپاره ځانګړې هڅه وکړه. [۵][۶]

دوه کالونه وروسته درې څارونکو يا مشاهداتي رئيسانو (پيرين، فريونډلېچ او کمپبېل) د ۱۹۱۴ د اګسټ د ۲۱ نېټې لمريز کسوف لپاره روسيې سترواکۍ ته په خپلو سفرونو کې د رڼا کږېدل رانغاړل. له بده مرغه چې د ورېځو او لومړۍ نړيوالې جګړې د پيل له امله هيڅ پايلې شونې نه وې. که څه هم پيرين د رڼا د کږېدنې په اړه د انشټاین د اټکل ثابتولو په موخه د يوې هڅې له مخې وکولی شول لومړني انځورونه واخلي. د روښانه ورېځې پوښ د ستوري د سمو درکونو د معلومولو مخنيوی وکړ. [۷][۸]

په ۱۹۱۲ او ۱۹۱۴ ز کالونو کې د هوا تړلي حالت او د پايلو نه شتون له انشټاین سره مرسته وکړه. که چېرې روښانه انځورونه او د اندازې وړ پايلې شونې وی، نو د انشټاین د ۱۹۱۱ ز کال اټکل ښايي ناسم ثابت شوی وی. د کږېدنې يا ماتېدنې هغه اندازه چې نوموړي په ۱۹۱۱ کې محاسبه يا وشمېرله، د دوه عواملو له ډلې د يوه په واسطه خورا کوچنۍ (د ليندۍ ۰،۸۳ ثانيې) ځکه وه، چې د هغه له لورې کارول شوی اټکل د رڼا چټکتيا ته نږدې د خوځنده شيانو لپاره په ښه ډول کار نه کوي. کله چې په ۱۹۱۵ ز کال کې انشټاین د عمومي نسبيت نظريه بشپړه کړه، دا تېروتنه يې سمه کړه او د لمر له امله د رڼا کږېدنې سمه اندازه يې د لیندۍ ۱،۷۵ ثانيې اټکل کړه. ايډينګټون “Eddington” او ډيسون “Dyson” په ۱۹۱۹ ز کال او ډبليو ډبليو کېمپبېل په ۱۹۲۲ ز کال کې وتوانېدل، چې د انشټاین له سمې شوې وړاندوينې سره خپلې پايلې پرتله کړي. [۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Albert Einstein, Nobel lecture in 1921
  2. Einstein, A., "Relativitätsprinzip und die aus demselben gezogenen Folgerungen (On the Relativity Principle and the Conclusions Drawn from It)", Jahrbuch der Radioaktivität (Yearbook of Radioactivity), 4: 411–462 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) page 454 (Wir betrachen zwei Bewegung systeme ...)
  3. Einstein, Albert (1911), "Einfluss der Schwerkraft auf die Ausbreitung des Lichtes (On the Influence of Gravity on the Propagation of Light)", Annalen der Physik, 35 (10): 898–908, Bibcode:1911AnP...340..898E, doi:10.1002/andp.19113401005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (also in Collected Papers Vol. 3, document 23)
  4. Crelinsten, Jeffrey. "Einstein's Jury: The Race to Test Relativity Archived 28 August 2014 at the Wayback Machine.". Princeton University Press. 2006. Retrieved on 13 March 2007. کينډۍ:ISBN
  5. Perrine, Charles D. (1923). "Contribution to the history of attempts to test the theory of relativity by means of astronomical observations". Astronomische Nachrichten. 219 (17): 281–284. Bibcode:1923AN....219..281P. doi:10.1002/asna.19232191706. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hodge, John E. (1997). "Charles Dillon Perrine and the Transformation of the Argentine National Observatory". Journal for the History of Astronomy. 8: 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Campbell & Curtis (1914). "The Lick Observatory-Crocker Eclipse Expedition to Brovarý, Russia". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 26 (156): 225–237. Bibcode:1914PASP...26..225C. doi:10.1086/122351. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. S. James Gates Jr. &, Cathie Pelletier (2019). Proving Einstein Right: The Daring Expeditions that Changed How We Look at the Universe. PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1541762251. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Dyson,Eddington,Davidson (1920). "A determination of the deflection of light by the sun's gravitational field, from observations made at the total eclipse of May 29, 1919". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. 220: 291–333. JSTOR 91137. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  10. Campbell, William W. (1923). "Observations on the Deflection of Light in Passing Through the Sun's Gravitational Field, Made During the Total Solar Eclipse of Sept. 21, 1922". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 35 (205): 158–163. doi:10.1088/123292A. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)