د عرض البلد دایره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ځمکه کې د عرض البلد دایره یا د عرض البلد کرښه د ختیځ - لوېدیځ یوه لنډه کړۍ ده چې د عرض البلد په کوردینات (د مختصاتو) کرښه کې (لوړوالی په نظر کې نیولو پرته) د ځمکې ګرداګرد ټول ځایونه نښلوي.

د عرض البلد دایرې زیاتره موازي بلل کېږي، ځکه چې دوی یو له بلې سره موازي دي. يعنې هغه سحطې چې له په دې دايرو کې راشي، هېڅکله يو بل سره متقاطع نه واقع کېږي. د عرض البلد د دایرې په اوږدو کې د یو ځای موقعیت د هغې د عرض البلد پر مټ ټاکل کېږي. د عرض البلد دایرې د طول البلد د دایرو برعکس دي، چې هغو ټولې لویې دایرې دي چې د ځمکې د هغوی په په منځ کې دی، او د طول البلد د دایرو په پراخېدو د عرض البلد دایرې کوچنۍ کېږي. د دوی اوږدوالی د ساین یا کوساین د عادي معادي پر مټ محاسبه کېدی شي. د شمال یا سویل ۶۰ درجې موازي د استوا په پرتله نیمایي اوږدوالی لري (د ځمکې کوچني اوارېدنه «flattening» ۰.۳٪ سلنه کمېږي). د عرض البلد دایره د ټولو نصب النهار کرښو سره عمودي ده.[۱]

د دایرې عرض البلد تقریباً د استوا کرښې او دایرې تر منځ زاویه ده، چې  د زاویې رأس د ځمکې مرکز دی. استوا په صفر درجه (0°) کې دی، او شمالي قطب او جنوبي قطب په ترتیب سره په شمالي ۹۰ درجو (90°) او سویلي ۹۰ درجو کې (90°) دي. استوا کرښه د عرض البلد تر ټولو اوږده دایره ده او د عرض البلد یوازینۍ لویه دایره ده.

د استوا کرښې او قطبونو ترمنځ په هره نیم کره کې د عرض البلد 89 بشپړ (پوره درجې) دایرې شته، خو دا د عرض البلد په ډیرو کره اندازو وېشل کیدای شي او زیاتره وختونه په اعشاري درجو کې (د بېلګې په توګه ۳۴.۶۳۷ شمالي درجي) یا په دقیقو او ثانیو (د بېلګې په توګه ۲۶ دقیقې، ۱۴ ثانیې او ۲۲ سویلی درجې «22°14'26" S ») ښودل کېږي. په تیوري کې عرض البلد د پلانک په طول اندازه کېدای شي او په دې توګه په ځمکه کې د عرض البلد زیاتې دایرې شته.  

د نقشې پر مخ، د عرض البلد دایرې ښایي موازي وي یا نه وي او د دوی واټن کېدای شي توپیر ولري. دا په دې پورې اړه لري چې په سطح باندې د ځمکې د مخ نقشه، د نقشې په کوم سیستم ترتیب شوې ده. په مساوي مستطیلونو د نقشې د سیستم پر بنسټ، چې د استوا کرښې په مرکز ولاړ دی، د عرض البلد دایرې افقی، موازي او مساوي واټن لري. د نورو استوانه یي او استوانه یي ورته سیستمونو پر بنسټ، د عرض البلد دایرې افقی او موازي دي، خو کېدای شي د نقشه د ګټورو ځانګړتیاوو له امله، غیر مساوي واټن ولري. د بېلګې په توګه، د مرکټر د نقشې د سیستم پر بنسټ، قطبونو ته نږدې د عرض البلد دایرې په پراخه کچه واټن لري ترڅو محلي اندازه او شکلونه وساتي، په داسې حال کې چې د ګال پیټرز د نقشې د سیتسم پر بنسټ، قطبونو ته نږدې د عرض البلد دایرې نږدې واټن لري ترڅو د ساحو پرتله کول کره وي. په زیاتره غیر استوانه یي او غیر استوانه یي ورته سیستمونو کې، د عرض البلد دایرې نه مستقیمې دي او نه هم موازي دي.

کله ناکله د عرض البلد د دایرو قوسونه د هېوادونو یا سیمو ترمنځ د پولو په توګه کارول کېږي چې په دې هېوادونو کې ځانګړې طبیعي پولې شتون نلري (لکه دښتو کې)، یا کله چې مصنوعي پوله د "په نقشه باندې د کرښه" په توګه کاږل کېږي، چې دا په پراخه کچه د ۱۹۸۴ کال د برلین په کنفرانس کې د افریقا د لویو برخې په اړه رامینځته شو. د شمالي امریکا ملتونه او هېوادونه هم زیاتره د مستقیمو کرښو پر مټ رامنځ ته شوي، چې زیاتره د عرض البلدونو د دایرو برخې دي. د بېلګې په توګه، د کولوراډو شمالي پوله په شمالي ۴۱ درجو (41 ° N) کې ده پداسې حال کې چې سویلي پوله یې په شمالي ۳۷ درجو (37 ° N) کې ده. د متحده ایالاتو او کاناډا ترمنځ د پولې نیمایي اوږدوالی په شمالي ۴۹ درجو (49 ° N) کې دی.  [۲]

سرچينې[سمول]

  1. Kher, Aparna. "What Are Longitudes and Latitudes?". timeanddate.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Trópico en movimiento (in Spanish)". Groups.google.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)