د عراق او انګریزانو جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انګرېز او عراق جګړه د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د رشید ګیلانې په مشرۍ د عراق د شاهي حکومت  په وړاندې چې په کال ۱۹۴۱ کې یې د جرمني او ايټالیا په مرسته د یوې کودتا له لارې واک ترلاسه کړی و د برتانیا په مشرۍ یوه جګړه وه. دا جګړه د ګیلاني د حکومت د پرځېدو، د برتانیا له خوا د عراق بیاځلې اشغال، قدرت ته دنایب السلطنه عبدالله چې د برتانیا له متحدینو و ستنېلو لامل شوه. 

تر ملاتړ لاندې عراق له کال ۱۹۲۱ څخه را په دې خوا د برتانیا له خوا اداره کېده. د عراق دتش په نامه استقلال (۱۹۳۲) څخه د مخه، برتانیا د برتانیا او عراق د کال ۱۹۳۰ تړون ترسره کړ چې د رشید علی الګیاني په ګډون د عراقي ملتپالانو یې مخالفت وکړ. که څه هم عراق د نایب السلطنه عبدالله په وخت کې یو بې طرفه قدرت بلل کېده خو د برتانیا طرفداره حکومت یې درلوده. د کال ۱۹۴۱ د اپرېل په میاشت کې، عراقی ملتپالانو د نازي جرمني او فاشیستي ايټالیا په مرسته طلایي څلورلاري په نامه کودتا په لاره واچوله. کودتا عبدالله له قدرت څخه ګوښه او په ځای یې الګیلاني د لومړي وزیر په توګه وګماره. نوموړي په رسمي توګه له محوري قدرتونو سره نژدې اړیکې ټينګې کړې چې متفقین یې ژر د ځواب په لټه کې شول. د متفقینو لپاره له د برتانیایي قواوو او مصر او هند ترمنځ د ځمکني پله اهمیت درلود.

له یوشمېر کشمشکونو وروسته، د مې په ۲ د متفقینو له خوا په عراق هوایي حملې تر سره شوې. دا جګړه د الګیلانې د لنډ مهاله حکومت د پرځېدو او د نایب السلطنه په توګه دعبدالله د بیا واکمنېدو لامل شوه. دې جګړې د منځنې ختيځ په حوزه کې د متفقینو نفوذ هم ډېر کړ. 

مخینه[سمول]

تر ملاتړ لاندې عراق[سمول]

د عراق شاهي دولت ( چې د بین النهرین په نامه هم یادېده) د برتانیا له خوا د ملتونو د یوې ټولني دتر قیمومیت لاندې اداره کېده، او دې ادارې تر کال ۱۹۳۲ یا دعراق تر تش په نامه خپلواکۍ پور دوام وموند. د خپلوکۍ تر ورکړې دمخه برتانیا د برتانیا او عراق تر منځ د انګریز اوعراق د کال ۱۹۳۰ تړون ترسره کړ، چې په دې کې په عراق کې  د برتانیا له پاره د نظامي بېزونو تاسیس او استفاده او د عراقي حکومت د غوښټنې په صورت کې عراق ته د نامحدوده ځواکونو استول شامل و. د دې تړون شرایط د برتانیا له خوا تحمیل کېدل تر څو برتانیا عراقي پترولیمو ته لاس رسی یقیني کړي. ډېریو عراقیانو د تړون له شرایطو څخه کرکه در لوده چې همدې حالت عراق تر اوسه پورې د برتانیا د حکومت تر کنترول لاندې پرېښود. [۱][۲][۳][۴]

له کال ۱۹۳۷ څخه وروسته، په عراق کې هېڅ برتانوي عسکر پاتې نه شو او د داخلي امنیت مسؤلیت یوازې د حکومت غاړې ته پرېوتې. شاهې هوایي قواوو ته اجازه ورکړل شوه چې دوه بېزونه وساتي: یو بصرې ته نژدې د شایبا هوایي قوه او د هبانیا هوایي قوه چې قومانده یې د هوایي قواوو مرستیال مارشال جورج سمارت لاس کې وه او د رمدی او فلوجې تر منځ د شاهي هوایي قواوو قومانده د برتانیا هوایي قواوو صاحب منصب په لاس کې وه. دې بېزونو د برتانیا د پطرولیمي ګټو ساتنه کوله او د هند او مصر تر منځ یې د هوايي تړونکي مسیرحیثیت درلود. د دویمې نړویالې جګړې په لومړیو کې، د هبانیا شاهی هوایي قواوو بیز یو روزنیز بېز شو چې د شاهي هوایي قواوو د زرهي موټرو کمينۍ له خوا یې ملاتړ کېده او په محلي کچه یې اسیریاني قواوې روزلې. د شاهي هوایی قوي د عراق د جلب جذب برخه کله ناکله د اسیریاني جلب وجذب برخې په نامه هم یادېدې. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د کال ۱۹۳۹ د سپتمبر په میاشت کې، عراقي حکومت خپلې دیبلوماتیکې اړيکې له نازې جرمني سره پرې کړې. د کال ۱۹۴۰ د مارچ په میاشت کې ملتپال او برنتانیا صد رشید علي نورې السعید د عراق لومړی وزیر وټاکه.  رشید علي په انقره او برلین کې له جرمني استاذو سره پټ تماسونه ونيول که څه هم هغه لاتراوسه په ډاګه د محوري قدرتونو طرفدار نه و. د کال ۱۹۴۰ په جون کې چې کله فاشیستي ايټالیا د جرمني په ملاتړ جګړي ته ننوته، نو عراق خپلې دیپلوماتیکې اړيکې پرې نه کړې. په بغداد کې د دايټالیا سفارت د محوري قدرتونو لپاره د تبلیغاتو او برتانیایي ضد احساساتو پارولو له پاره ستر مرکز وګرځېد. امین الحسینی د بیت المقددس ستر مفتي چې په کال ۱۹۲۱ کې د برتانیا له خوا توظیف شوی و له دې حالت سره مرسته کوله. دا ستر مفتي د برتانیا تر تسلط لاندې فلسطین څخه له جګړې لږ وخت وروسته تښتېدلی و اووروسته یې په بغداد کې پناه اخیستې وه. د کال ۱۹۴۱ د جنورۍ په میاشت کې رشیدعلي د یوه سیاسی کړکیچ او یوې ممکنه داخلي جګړې په منځ کې  د لومړي وزیر په توګه استعفا وکړه او په ځای یې طه الهاشمي لومړی وزیر شو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

کودتا[سمول]

د مارچ په ۳۱، د عراق نایب السلطنت شهزاده عبدالله د هغه د نیولو له یوې توطیې خبر شو او په بغداد کې يې په هبانیا کې د شاهي هوایی قواوو بیز ته وتښتیر اوله هغه ځایه بصرې ته وتښتېد او هلته یې ذ کاکچافر یوې کوچنۍ بیړۍ ته پناه یوړه. د اپرېل په لومړۍ نیټه رشید علي او او د طلایي څلورلاري کودتا څلورو نظامي مشرانو دکودتا له لارې قدرت لاسه ته راوړ. رشید علی خپل ځان د  ملي دفاع حکومت مشر اعلان کړ. له دې وروسته د طلایي څلورلاري مشرانو له خوا هغه یو ځل بیا د عراق د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. علي سلطنت ړنګ نه کړ او د شرف بن راجه په نامه یې یو نوی نایب السلطنت پاچا دویم فیصل ته نوماند کړ. فیصل او دهغه کورنۍ د ملا افندي کور کې پناه واخیسته. د طلایي څلورلاري مشرانو د برتانیا طرفداره وګړي او سیاسیون ونیول او ډیرو وکولای شو چې د اردن له لارې وتښتي. [۱۶][۱۷]

د طلایي څلورلارې مشرانو  وپتیله چې نور برتانیا ته امتیازات ور نه کړي، له فاشیستي ايټالیا سره دپلوماتیکې اړیکې وساتي او د برتانیا طرفداره ساسیون وشړي. هغوی فکر کاوه چې برتانیا ضعیفه شوې ده او له دوی سره به خبرې اترې وکړي. د اپرېل په ۱۷، علي له جرمني څخه له برتانیا سره د جګړې په صورت کې د مرستې غوښتنه وکړه. هغه همدارنکه هڅه وکړه چې د عراق او برتانیا د کال ۱۹۳۰ د تړون د پنځمې مادې په اساس د برتانیا حقوق محدود کړي او ټينګار یې وکړ چې عراق ته نوي رسیدلي برتانیوي عسکر باید په چټکۍ سره د عراق له لارې فلسطین ته انتقال شي.[۱۸][۱۹][۲۰]

تر جګړې د مخه، له کال ۱۹۳۸ څخه را په دې خوا برتانیا د تورن جنرال جي  جې واتر هاوس په مشرۍ د یوه ماموریت له لارې چې مرکز یې په بغداد کې و د  برتانیا عراقي شاهي پوځ، شاهي عراقي سمندري پوځ لو عراقي شاهي هوایي قواوو څخه ملاتړ کاوه. دایرلند د جمهوریت پوځ ریرا  له ۶۰۰۰۰ عسکرو جوړ و چې ډېرۍ یې په څلورو پیاده فرقواو یو میکانیزه غونډ کې تنظیم شوي و. لومړۍ او دریمه فرقه بغداد ته نژدې مېشت شولې. بغداد ته نژدې یومستقله میکانیزه غونډ چې د L3/35 سپک ټانکونه په کې شامل و، د کروسولي زغره وال موټرو یو واحد، د موټرلرونکو دوو لواوو، ماشیګن لرونکې پیاده او توپ لرونکې غونډ ځای په ځای شول. د میکانیزه دا صطلاح د اوسني ساتعمال په خلاف، د میکانیزه په ۱۹۴۱ کې د عسکرو انتقال د لاریو موټرو په واسطه او پیاده جګړې په معنی وه. د عراق دویمه فرقه په کرکوک کې او څلورمه فرقه په الدیواینه کې له بغداد څخه تر بصرې پورې د ریل پټلۍ لارې په اوږدو کې ځای په ځای شوې. عراقیانو د پولیسو واحدونه او ۵۰۰ تنه نامنظمه پوځیان چې مشري یې د ګوریلایانو یوه بې رحمه مشرفوظي القواقي چې د زندانیانو په وژنه یا فلجولو کې یې ځنډ نه کاوه کوله جګړې ته واستول. فوظي القواقي مخکې له دې چې سوریې ته وشړل شي ډېری وخت د رتاب او رمدي تر منځ عملیات کول.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Peretz, p. 107.
  2. Peretz, p. 441.
  3. Playfair 1954, p. 14.
  4. Peretz, p. 443.
  5. Playfair 1956, p. 177.
  6. Playfair 1954, p. 15.
  7. Lyman, p. 18.
  8. Playfair 1954, p. 15.
  9. Lake 1999, p. 106.
  10. Lunt 1981, p. 42.
  11. Playfair 1956, p. 177.
  12. Youssef Aboul-Enein, Basil Aboul-Enein. The Secret War for the Middle East: The Influence of Axis and Allied Intelligence operations During WW2. pp. 51–54. Naval Institute Press, 2013.
  13. Playfair 1956, p. 177.
  14. Playfair 1956, p. 178.
  15. Churchill, p. 224.
  16. Playfair 1956, p. 178.
  17. Lyman, p. 12.
  18. Lyman, p. 13.
  19. Lyman, p. 16.
  20. Lyman, p. 31.
  21. Lyman, p. 25.
  22. Ammentorp, Major-General George Guy Waterhouse
  23. Playfair 1956, p. 182.
  24. The Crossley "IGA3" armoured car
  25. Lyman, pp. 25–26.
  26. Lyman, p. 88.
  27. Lyman, p.21.