د عدن ناامني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عدن له نا امنۍ موخه په ابتدايي ډول په عربي ټاپووزمه کې القاعده، او په عراق او شام کې د اسلامي دولت د يمن څانګې په څېر د اسلامي ډلو له خوا د عبد ربه منصور هادي ته وفادارو ځواکونو پر ضد جګړې، او وروسته بيا په ايتلاف کې د متحده عرب اماراتو له ملاتړ او سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمنو ډلو تر منځ جګړې ته اشاره کوي. په 2017ز کال کې، د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف مختلفو غړو سره تړاو لرونکو ډلو تر منځ هم نښتې پيل شوې چې هغه د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن عبد ربه منصور هادي او الاصلاح او د متحده عرب اماراتو له ملاتړ څخه برخمن بېلتون غوښتونکی سويلي عبوري شورا او د سولي خوځښت و.[۱]

د 2015ز کال په اوږدو کې بريدونه او پېښې[سمول]

د 2015ز کال د اکتوبر په شپږمه نېټه د ترهګرۍ پېښې هغه مهال پيل شوې، کله چې د داعش د جنګياليو يوې ډلې پر يو هوټل بريد وکړ، چېرته چې د يمن مرستيال ولسمشر او لومړی وزير مېشت و، او د عرب ايتلاف او ولسمشر هادي ته وفادارو یمني پوځ واحدونو بوځي مرکز په توګه يې کار کاوه، په دې بريد کې يې هادي او سعودي ته وفادار پنځلس تنه ووژل. د داعش دوه ځانمرګو بريدګرو خپل ځانونه هم والوزول. که څه هم په لومړي سر کې د يمن د ترانسپورت وزير بدر باسلمة شک څرګند کړ چې حوثيانو دا برید تر سره کړی، خو وروسته په عراق او شام کې اسلامي دولت د بريد مسئولیت ومانه.[۲][۳]

د اکتوبر د شپږمې نېټې په غبرګون کې، د اکتوبر په ديارلسمه نېټه د متحده عرب اماراتو د ترهګرۍ ضد واحدونه عدن ته ورسېدل. په همدې ورځ، عدن ته نور 300 سوډاني سرتيري هم ورسېدل.[۴][۵]

د اکتوبر په شپږ ويشتمه نېټه، د عدن په منځ کې يو ځانمرګي بريد چاودنه وکړه، دوه سويلي مقاومت سرتيري يې ووژل. هېچا يې مسئولیت ونه مانه.[۶]

د اکتوبر په پای کې AQAP د عدن په داخل کې ځينې سيمې ونيولې، جنګیالي يې وګومارل، او شرعي قانون يې نافذ کړ.[۷]

د نومبر په لومړۍ نېټه، د داعش جګياليو په تواهي ولسوالۍ کې د حکومت د رسنيو پر يوه ودانۍ بريد وکړ او ويې نيوله، او په همدې ورځ يې په مرکزي عدن کې د استخباراتو دوه افسران ووژل.[۸]

د نومبر په څلورمه نېټه، يو شمېر ولسي مقاومتي جنګياليو پر ولسمشرۍ ماڼۍ بريد وکړ، داسې حال کې چې د ولسمشر هادي زوی هلته موجود و، امارتي سرتيرو د بريد مخه ونيوله، او کومه مرګ ژوبله ونه رسېده. مقاومتي جنګياليو وويل بريد دوی کړی، تر څو د درې مياشتو نا تاديه شويو معاشاتو په غبرګون کې احتجاج وکړي. د نومبر به اتلسمه نېټه، عدن ته بحریني سرتيري ورسېدل، تر څو د وسله والو ډلو پر ضد د ايتلاف مرسته وکړي. [۹][۱۰]

د ديسمبر په درېیمه نېټه، سعودي چارواکو وويل چې دوی به له 12000 څخه زيات ولسي مقاومتي جنګيالي وروزي، تر څو په عدن او شا او خوا سیمو کې وجنګېږي.[۱۱]

د ديسمبر په شپږمه نېټه، يمني تورن جنرال او د عدن والي، جعفر محمد سعد، په يو ځانمرګي بريد کې له خپلو شپږو ساتونکو سره ووژل شو. داعش د بريد مسئولیت ومانه. په همدې ورځ، د داعش وسله والو د يمن د حکومت څلور جنګيالي ووژل، او قاضي محسن علوان يې وواژه، چا چې د USS Cole د بمي برید څېړنې کولې. همدا راز په همدې ورځ، ناڅرګندو وسله والو د انرژۍ يو مسئول او دوه امنيتي افسران ووژل.[۱۲][۱۳][۱۴]

د ديسمبر په درويشتمه نېټه، ناڅرګندو وسله والو چې باور کېږي د AQAP اړوند وو، د مقاومت يو مشهور ډګروال جلال العوبلي د عدن په سويل کې په خپل موټر کې وواژه. هېچا د دې بريد مسئوليت ونه مانه.[۱۵]

د 2016ز کال په اوږدو کې نورې پېښې[سمول]

د 2016ز کال د جنورۍ مياشتې په لومړۍ نېټه، هادي ته وفادارو ځواکونو په يو بريد کې د AQAP يو قوماندان وواژه، څوک چې له ابین څخه عدن ته راغلی و. د AQAP قوماندان علي عبد الرب بن طلب له خپلو درې ساتونکو سره په بريد کې ووژل شو.[۱۶]

د جنورۍ په اتلسمه نېټه، د عدن د امنيت د رئيس ډګر جنرال شلال علي شايع له کور څخه دباندې ځانمرګي بريد چاودنه وکړه، د هغه څلور ساتونکي ووژل شول، او ډېر لارويان ټپیان شول. په همدې ورځ، د لارې په منځ کې ناڅرګندو وسله والو يو قاضي وواژه.[۱۷]

د جنورۍ په نولسمه نېټه، د عدن والي د موټرسايکل پر استعمال بنديز ولګاوه، ځکه چې د بريد او تښېتې ډول پېښو کې ډېر خلک وژل شوي وو.[۱۸]

د جنورۍ په درويشتمه نېټه، ناڅرګندو برید کونکو یو سړی او د هغه پلار ووژل، چې د شیعه ګانو د داودي بهره څانګې اړوند وو. د همدې څانګې اړوند څلور تنه نور څو ورځې مخکې تښتول شوي وو، خو درې يې خوشې يو يې په بند کې پاتې شو.[۱۹]

د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه، د داعش يو موټر بم ځانمرګي بريدګر خپل ځان ته د ولسمشر هادي له کور څخه دباندې چاودنه ورکړه، د هادي شپږ پلويان يې ووژل، او يوولس يې ټپیان کړل. هادي د بريد پر مهال په خپل کور کې و، خو له بريد روغ ووت. [۲۰][۲۱]

د فبرورۍ په دولسمه نېټه، د AQAP جنګياليو د عدن د بساتين په سيمه کې د هادي پنځه وفادار ساتونکي ووژل.[۲۲][۲۳][۲۴]

د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه، د عدن والي عيدروس الزبيدي او ډګر جنرال شلال علي شايع، د عدن په منځ کې د دوی پر کاروان د داعش د شکمنو جنګياليو د بريد څخه وروسته د دوی د وژنې له هڅې ژوندي ووتل. درې بريد کونکي ووژل شول، د نښتې پر مهال دوه ساتونکي او ملکيان ټپيان شول. [۲۵]

د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه، وسله والو شيخ عبدالرحمن العدني وواژه، څوک چې د هادي پلوی منځلاری سلفي عالم و، هغه د القاعده او داعش د مخالفت له امله مشهور و. هيچا يې مسئوليت ونه مانه.د مارچ په درېیمه نېټه، د AQAP شکمنو وسله والو د عدن-ابین په سرحدونو کې د خپل ورور سره یو ځای په ګاونډي ابين ولايت کې د ولسي ټولنو مشر حسين الوحيشي په برید کې وواژه. د دې وژنې مسئوليت هېڅ ډلې ونه مانه.[۲۶][۲۷]

د مارچ په لسمه نېټه، د ولسي ټولنو واحدونو د پوځي مرکز څخه دباندې په امنيتي ساتونکو له هغې وروسته ډزې وکړې، کله چې د هغوی يو ټپي د اجازه لرونکو درملو د نه استعمال له  امله مړ شو. دې دلې د عدن د قوماندانانو پر ضد په بلوا کې د درملو غوښتنه کړې وه. په دې نښتو کې هېڅوک ونه وژل شول.[۲۸]

د مارچ په څوارلسمه نېټه، په عدن کې د نامعلومه دلايلو له امله د الوتکې د غورځېدو پېښه کې د متحده عرب اماراتو دوه پيلوټان ووژل شول. ځينې سرچینې ادعا کوي چې AQAP الوتکه ويشتې ده، خو په رسمي او خپلواک ډول دا ادعا تاييد شوې نه ده. [۲۹]

د مارچ په شباړسمه نېټه، د AQAP درې جنګيالي د دې جنګيالیو د يو په کور کې هغه مهال ووژل شول، کله چې د کور په داخل کې چاودېدونکی شی وچاوديد، او په سملاسي ډول يې درېواړه ووژل.[۳۰]

د اپريل په دولسمه نېټه، د داعش ځانمرګي بريدګر د عدن له ساحل سره نږدې د فوټبال له يو لوبغالي څخه دباندې ځان ته چاودنه ورکړه، د پوځ نوي ګومارل کېدونکي يې په نښه کړل، پنځه يې ووژل او اته نور يې ټپيان کړل. دې ځوانانو د بس انتظار کاوه، تر څو دوی په عدن کې خپل مرکز ته ورسوي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د اپريل په اولسمه نېټه، د عدن له هوايي ډګر سره نږدې د هادي پر وفادارو په يوه پوسته کې، دوه ځانمرګو د موټر په واسطه بريد وکړ، څلور سرتيري يې ووژل، دوه نور يې ټپيان کړل. د دې بريد مسئولیت چا ونه مانه.[۳۵]

د اپريل په اته وېشتمه نېټه، يو تن چې د ښځو لباس يې پر تن و، د موټر په واسطه، د عدن د امنیت رئيس جنرال شلال شايع له کور څخه دباندې ځان ته چاودنه ورکړه. دې بريد کې څوک ونه وژل شول، او نه يې چا مسئولیت ومانه، خو دوه لارويان ټپيان شول.[۳۶]

د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه، د کريتر په ولسوالۍ کې د يمن د مرکزي بانک له مرکزي دفتر سره نږدې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر وچاودېد، سيمه ييزو امنيتي سرچينو وويل چې پنځه تنه پکې ټپیان شول. په سملاسي ډول د دې بريد مسئوليت چا ونه مانه.[۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Gunmen kill pro-govt Sunni cleric in Yemen's Aden". د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mohammed Mukhashaf (6 October 2015). "Islamic State kills 22 in attacks on Yemen government, Gulf troops, mosque". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hakim Almasmari; Schams Elwazer; Jethro Mullen, CNN (6 October 2015). "Deadly attack on Aden hotel housing Yemen officials". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "إنشاء معسكرات لدمج المقاومة بالجيش وقوات أمارتيه لمكافحة الإرهاب تصل عدن". Archived from the original on ۲۵ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  5. Mohammed Mukhashaf (18 October 2015). "Sudan sends ground troops to Yemen to boost Saudi-led coalition". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mohammed Al Qalisi (27 October 2015). "Two killed as suicide bomber targets checkpoint in Aden". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sami Aboudi (27 October 2015). "Islamists rise as chaos descends in Yemen's cosmopolitan port". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. وفاق برس. "وفاق برس - مسلحون من تنظيم (داعش) يقتحمون مبنى تلفزيون وإذاعة عدن في التواهي". وفاق برس. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. المصدر أونلاين - خاص. "المصدر أونلاين - التوتر يتصاعد في قصر المعاشيق بعدن ووساطة اماراتية بالتزامن مع تعزيزات عسكرية". المصدر أونلاين. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "قوات بحرينية تصل عدن". Archived from the original on ۳۱ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  11. "عدن تقر آلية دمج 12 ألف من المقاومة في الجيش والامن". Archived from the original on ۳۱ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  12. "Yemen's Aden governor killed in blast claimed by ISIL". د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "مسلسل الاغتيالات في عدن يقطف راس المحافظ جعفر محمد سعد". Archived from the original on ۳۱ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  14. "اغتيال ضابط امني برصاص مجهولين في عدن". Archived from the original on ۳۱ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  15. Reuters Editorial (23 December 2015). "Gunmen kill resistance colonel in Yemen's Aden". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Yemen pro-government fighters kill al-Qaeda leader in south". The Times of Israel. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Reuters Editorial (18 January 2016). "Car bomb in Yemeni port city kills four, injures others: witnesses". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Saeed Al Batati, Correspondent. "Authorities in Aden ban motorbikes to stop assassinations". GulfNews. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Police colonel and others killed by gunmen in Aden attacks". Middle East Eye. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Saeed Al Batati, Correspondent. "Aden governor targeted in suicide blast". GulfNews. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Reuters Editorial (28 January 2016). "Islamic State claims Aden suicide car bombing that kills six". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "اليمن: اشتباكات عنيفة على بعد 20 كيلومترا من العاصمة صنعاء". BBC Arabic. 12 February 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Suspected Qaeda attackers kill five police in Yemen's Aden". english.alarabiya.net. 12 February 2016. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "مقتل خمسة جنود بهجوم على قسم شرطة البساتين في عدن". Archived from the original on February 13, 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  25. Reuters Editorial (16 February 2016). "Top officials escape assassination attempt in Yemen's Aden: security source". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Gunmen kill pro-govt Sunni cleric in Yemen's Aden". english.alarabiya.net. 29 February 2016. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "16 dead in gun attack on Yemen care home". ReliefWeb. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. المصدر أونلاين - خاص. "المصدر أونلاين - مواجهات محدودة بين رجال المقاومة وحراسة قصر المعاشيق بعدن..ولا ضحايا". المصدر أونلاين. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 14 March 2016 باندې). Yemen conflict: Two UAE pilots killed as jet crashes. BBC News.
  30. "3 al-Qaida suicide bombers killed in explosion in Yemen's Aden". د اصلي آرشيف څخه پر June 10, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Mohmmed Al QalisiForeign Correspondent. "Five army recruits killed in ISIL-claimed bomb attack in Aden". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. The New Arab (12 April 2016). "Five soldiers killed in IS suicide attack in Aden". alaraby. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Suicide bomber targets young men in Yemen's Aden". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "At least four killed in Islamic State attack in Yemeni port of Aden". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. AFP. "Suicide bomber kills 4 Yemen troops near Aden airport". GulfNews. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Suicide bomber targets police chief of Yemen's Aden". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په October 29, 2016 باندې). Bomb-laden car explodes near central bank in Yemen's Aden: sources.