د عددونو رقمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عـــَـــدَدونو رَقـــَـــمونه (شمېربــَــڼې يا دِګوتان) Numbers figures or digits[سمول]

په جهان (يا په نـــَـــړۍ يا په دُنیا) کښې اِنسانانو په بېلابېلو ډَولونو عددونه (شمېرونه يا نومرونه) يې اِېســـَـــوِل (ښودِل) . مګر ويل کيږي چې تر ټولو مشهوره شوې آسانتره شېوه يا طريقه د لرغونو هنديانو وه ، چې د يوِه روغ اِنسان د دوو لاسونو د ټولو ګوتو په شمېر يعني د لس په شمېر ، ړومبي لــَــسو عددونو ته يې ، چې د صـــِـــفر (هېڅ) سره شروع (پـــَــــيل) کېدل ، لــَــس شــَــکلونه (بــَــڼې) يې وکاږل چې د هغو لسو شکلونو (بڼو) څخه هر يوِه شکل (بڼې) ته رَقـــَـــم (شمېربڼه يا number figure يا دِګوت digit) ويل کيږي ، لکه :

۰ ، ۱ ، ۲ ، ۳ ، ۴ ، ۵ ، ۶ ، ۷ ، ۸ ، ۹

يا لکه دا اُروپايي شوې بڼې :

0 , 1 , 2 , 3 , 4 , 5 , 6 , 7 , 8 , 9

اَو د لس عدد (شمېر يا نومر) ته يې د راسته (ښي) خوا ته د «صفر» د رَقـــَـــم (د هېڅ د شمېربڼې) اَو تر څنګ يې د چپې (کيڼې) خوا ته د «يو» د رَقـــَـــم (شمېربڼې) په کېښودو د لس عدد (شمېر يا نومر) ليکل کېدِل يعني يو څه وَرته لــِــکه «۱۰» . اَو ويل کيږي چې بيا ځينو اِسلامي ليکوالو (لکه د اَلجبر د ړومبي مشهور ليکوال محمد بن موسیٰ اَلخوارَزمي چې د لرغوني اُزبکستان د سيمو څخه يو پاړسي ژبی رياضيپوه يا څوپوه وو) ، ځينو اِسلامي ليکوالو د هندي عددونو (شمېرو يا نومرو) بڼې يې لږ څه واړول اَو د دې عددونو (شمېرو يا نومرو) سره يې حسابونه (شمېرنونه) يې وکړل ، بيا د لــَــسو رَقـــَـــمونو (شمېربڼو) ســَــره د هر عدد (شمېر يا نومر) د ليکلو دا آسانتر چل روم (د اِيتاليې د هېواد پلازمېنې) ته اَو اُروپايي لرغونو سيمو ته ورَسېدِه اَو د آسانۍ لپاره يې د رومي عددونو (شمېرو يا نومرو) ځاي يې ونيو ، مګر په هندي ژبې کښې اَو په اِسلامي اَو عربي ډېرو هېوادونو کښې اَو په اُروپايي هېوادونو کښې د لسو رَقـــَـــمونو يا اَرقامو (شمېربڼو) شکلونه (بڼې) يو څه سره فــَــرق (پــَــرخ يا بـــِـــلډَولتيا) يې وميندِل چې په اَنځور کښې ليدِل کېدلي شي . د آسانۍ لپاره هندي اِسلامي عربي اروپايي شوي رَقـــَـــمونه (شمېربڼې) کارَوِل کيږي ، ځکه چې هاغه اُوس د رياضي (څوپوهن) لپاره په ټول جهان کښې منل شوي دي .