د عثماني سترواکۍ کلاسيکي عصر
د عثماني سترواکۍ کلاسيکي پړاو، په ۱۴۵۳ز کال کې د قسطنطنيې له فتحې نيولې د شپاړسمې پېړۍ تر نيمايي د عثماني سترواکۍ د تاریخ په اړوند موده ده چې تقريباً د ستر سليمان (۱۵۲۰) د واکمنۍ تر پای پورې ۱۵۱۶رسېږي. په دې پړاو کې د سلطان د مطلقې واکمنۍ پر بنسټ د هېوادپالنې نظام خپل اوج ته ورسېد او دې سترواکۍ داسې اداري بنسټونه جوړ کړل چې په اصلاح شوې بڼه يې د څو پېړيو لپاره پر ځای وساتل. د عثماني سترواکۍ د واکمنۍ سیمه ډېره پراخه شوه او له همدې امله ځينو تاريخ پوهانو دې سترواکۍ ته د « Pax Ottomana» نوم ورکړ. له ۱۴۵۳ز کال مخکې د سترواکۍ له خوا د مرکزيت پروسه د دويم محمد په واکمنۍ کې بشپړه شوه.[۱]
سيمه
[سمول]په کلاسيکي پړاو کې عثماني سترواکۍ د خپلې سيمې هيښونکې پراختيا تجربه کړه. دا پړاو په ۱۴۵۳ز کال کې د محمد الثاني (۱۴۵۱-۱۴۸۱ز) له خوا د قسطنطنيې په نيولو سره پيل شو. محمد الثاني په بالکان او اناتوليا کې د سترواکۍ حيثيت غښتلی کړ، په ۱۴۵۴-۵ کې يې سربيا، په ۱۴۵۸-۹ کې يې پيلوپوني، په ۱۴۶۱ز کال کې يې تريبيزانډ او په ۱۴۶۳ز کال کې يې بوسنيا ونيول. د ۱۴۶۳-۷۹ د عثماني-وينزي جګړې پر مهال په يونان کې ډېرې وينيزي سيمې فتحه شوې وې. تر ۱۴۷۴ز کال پورې عثمانيانو خپل اناتولي سيال قرامنيان فتح کړي، په ۱۴۷۵ز کال کې يې په کریميايي ټاپپوزمه کې «کافه» ونیوله او په دې ډول يې کريميايي خانات د يو تابع دولت په توګه جوړ کړ. په ۱۴۸۰ز کال کې د ايټاليې په «اوترانتو» بريد وشو، خو په راتلونکي کال کې د محمد الثاني مړينه د عثمانيانو د شاتګ لامل وګرځېده.[۲]
د بايزيد الثاني مهال (۱۴۸۱-۱۵۱) د پخواني پړاو د چټکو فتوحاتو څخه وروسته د پیاوړتيا يو پړاو و او ددې سترواکۍ سيمې يواځې تر يو بریده پراخه شوې. په ۱۴۸۴ز کال کې بايزيد د مالداوي پر ضد د يوې جګړې مشري وکړه، دې سيمې ته يې تابع حيثيت ورکړ او د «کليا» او «اکرمين» ستراتيژيک بندرونه يې له خپلو سيمو سره يوځای کړل. د ۱۴۹۹-۱۵۰۳ جګړو پر مهال په يونان او البانيا کې د وينزي سترې بندرګاوې ونیول شوې چې تر ټولو مهمې يې د موډون، کورون او دورازو وې. په هر حال، د هغه د واکمنۍ تر پايه، عثماني سيمې په ختيځ کې د نوې جوړې شوې صفوي سترواکۍ له ګواښ سره مخ شوې.[۳]
د سليم اول (۱۵۱۲-۱۵۲۰) د واکمنۍ پر مهال يو ځل بيا په چټکۍ سره پراختيا پيل شوه، چا چې په ۱۵۱۴ز کې د «چالديران» په جګړه کې صفويانو ته ماتې ورکړه، د اناتوليې ډېره برخه يې له خپلې خاورې سره يو ځای کړه او د لنډې مودې لپاره يې تبريز هم ونيو. په ۱۵۱۶ز کال کې هغه د مملوکي سترواکۍ په وړاندې د جګړې مشري وکړه، راتلونکی کال يې لمړی سوريا ونيوله او ورپسې يې مصر فتح کړ. په دې ډول د عثماني سترواکۍ په لوري کې هېښونکی بدلون منځ ته راغی، ځکه چې اوس دې سترواکۍ د منځني ختيځ په اسلامي مرکزي سيمو واکمني کوله، تر څنګ يې سپېڅلي ښارونه مکه او مدينه هم د دوي تر حمايت لاندې راغلل. دې چارې د سترواکۍ پر حکومت د اسلامي فعاليتونو اغېز زيات کړ او په عربي خبرې کونکې نړۍ او اناتوليه او بالکان کې يې د عثماني مرکزي سيمو تر منځ تعامل زيات اسانه کړل. د سليم د واکمنۍ پر مهال د دې سترواکۍ خاوره له شا اوخوا ۳۴۱۱۰۰ ميل مربع (۸۸۳۰۰۰ کيلو متر مربع) څخه ۵۷۶۹۰۰ ميل مربع (۱۴۹۴۰۰ کيلو متر مربع) پورې پراخه کړه.[۴]
د سليمان اول (۱۵۲۰-۱۵۶۶) د واکمنۍ په لومړۍ نيمايي کې پراختيا دوام پيدا کړ، چا چې مخکې تر دې چې په ۱۵۲۶ز کال کې په هنګري بريد وکړي، لومړی بلګراد (۱۵۲۱) او «روډز» ونيول، د «موهکس» په جګړه کې يې دويم وليس پاچا ته ماتې ورکړه او هغه يې وواژه او د لنډې مودې لپاره يې «بوډا» ونيو. د پاچا د نه شتون له امله په هنګري کې د ځای ناستي پر سر کورنۍ جګړه پیل شوه او عثمانيانو د يو تابع شهزاده په توګه د «جان زپوليا» ملاتړ وکړ. کله چې د دوی سيال «هبسبرګ» د برياوو په تر لاسه کولو پيل وکړ، سلیمان نېغ په نېغه مداخله وکړه، «بوډا» يې ونيو او په ۱۵۴۱ز کال کې يې دا سيمه له خپلې سترواکۍ سره يو خای کړه. په نورو سيمو کې، سليمان د ايران د صفويانو پر ضد سترې جګړې رهبري کړې، په ۱۵۳۴ز کال کې يې بغداد ونيو او عراق يې له خپلې سترواکۍ سره ونښلاوه. د شمالي افريقا د ډېرې برخې په يو ځای کېدو سره، په ۱۵۳۸ز کال کې د ساحلي يمن په نيولو او له هغې وروسته د داخلي برخې په الحاق سره عثماني واکمني لا پسې پراخه شوه.
په ۱۵۴۱ز کال کې د «بوډا» له الحاق وروسته د عثماني سترواکۍ د پراختيا یون سست شو، سترواکۍ د خپلو پراخو ګټو د پياوړي کولو هڅه وکړه او په درې محاذونو کې په استعماري جګړه کې ښکېل شوه: په هنګري، ايران او په مديترانه کې. اضافي فتحې يې معمولې وې او د عثماني دريځ له پياوړي کېدو سره يې مرسته وکړه. پر هنګري د عثماني واک په يو لړ جګړو کې پراخه شو او په ۱۵۵۲ز کال کې د «تيميشور» په نيولو سره د هنګري دويم ولايت بنسټ کېښودل شو. په ۱۵۵۱ز کال کې د طرابلس په نيولو سره په شمالي افريقا واکمني زیاته شوه، په داسې حال کې چې عثمانيانو په سور سمندرګي کې د «ماساوا» (۱۵۵۷) له الحاق او د ساحلي اريتريا او جبوتي پر ډېرو سيمو د عثماني واکمنۍ په پراختيا سره خپل دريځ لا پياوړی کړ. د سليمان د واکمنۍ تر پای پورې د دې سترواکۍ سيمې شا اوخوا ۱۵۰۰۰۰۰۰ کيلو متر مربع (۵۸۰۰۰۰۰ ميل مربع) پورې پراخه شوې وې.[۵]
سياسي تاریخ
[سمول]۱۴۵۱-۱۴۸- محمد الثاني
[سمول]د قسطنطنيې نيولو له محمد الثاني سره مرسته وکړه چې خپل پام د اناتوليې پر لور واړوي. محمد الثاني په اناتوليه کې د يوې واحدې سياسي هستې د منځ ته راولو هڅه وکړه، په دې ډول چې د « Beyliks» په نوم ترکي دولتونه يې ونيول، په شمال ختيځه اناتوليا کې يې د يوناني سترواکۍ « Trebizond» ونيو او له کريميايي خانات سره متحد شو. د اناتوليايي « Beyliks» يو ځای کول له محمد الثاني څخه له پنځوس کاله زيات مخکې، تر ټولو لومړی سلطان بايزيد اول پيل کړي و، خو په ۱۴۰۲ز کال کې د انقرې د ويجاړونکې جګړې څخه وروسته، نوی جوړ شوی اناتوليايي اتحاد ختم شوی و. محمد الثاني په ترکي دولتونو عثماني ځواک بيا پر ځای کړ. دې فتوحاتو هغه ته فرصت ورکړ چې په اروپا کې مخ په وړاندې ولاړ شي.
يوه بله مهمه سياسي هسته د «سپين ګډ» په نوم ترکمنان وو، کومو چې د محمد الثاني ختيځې تګلارې جوړې کړې. د «اوزون حسن» په مشرۍ کې، دې ترکمنې پاچايۍ په ختيځ کې واک تر لاسه کړ، خو د «ټريبيزانډ» او وينس جمهوريت له مسيحي طاقتونو سره د پیاوړو اړيکو او د ترکمني او کرماني قبيلو د اتحاد له امله، محمد هغوی ته د خپل واک په وړاندې د يو ګواښ په توګه کتل. نوموړي په ۱۴۷۳ز کال کې د اوزون حسن پر ضد د يوې بريالۍ جګړې مشري وکړه، د کوم په پايله کې چې د «اوټلوکبيلي» په جګړه کې عثماني سترواکۍ پرېکنده بريا تر لاسه کړه.
د قسطنطنيې له سقوط وروسته، محمد په ۱۴۶۰ز کال کې په «پيلوپونيس» کې د موريا د مستبد او په ۱۴۶۱ز کال کې په شمال ختيځه اناتوليه کې د «ټريبيزنډ» سترواکي هم ونيول. په دې ډول د بيزانس واکمنۍ وروستي دوه پاتې شوني په عثماني سترواکۍ کې ضم شول. د قسطنطنيې فتتحې دې هېواد ته خورا زيات درناوی او شهرت ورکړ.
سرچينې
[سمول]- ↑ Şahin, Kaya (2013). Empire and Power in the reign of Süleyman: Narrating the Sixteenth-Century Ottoman World. Cambridge University Press. pp. 4–5. ISBN 978-1-107-03442-6.
- ↑ Heywood, Colin (2009). "Mehmed II". In Ágoston, Gábor; Bruce Masters (eds.). Encyclopedia of the Ottoman Empire. pp. 364–8.
- ↑ Ágoston, Gábor (2009). "Bayezid II". In Ágoston, Gábor; Bruce Masters (eds.). Encyclopedia of the Ottoman Empire. pp. 82–4.
- ↑ Ágoston, Gábor (2009). "Selim I". In Ágoston, Gábor; Bruce Masters (eds.). Encyclopedia of the Ottoman Empire. pp. 511–3.
- ↑ Ágoston, Gábor (2009). "Süleyman I". In Ágoston, Gábor; Bruce Masters (eds.). Encyclopedia of the Ottoman Empire. pp. 541–7.