د عثماني سترواکۍ له منځه تلل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د عثماني امپراتورۍ له منځه تلل (۱۹۰۸-۱۹۲۲ز کلونه) هغه مهال پیل شول چې ځوانو ترکانو انقلاب وکړ او د ۱۸۷۶ز کال اساسي قانون یې بېرته راژوندی او د عثماني پارلمان لپاره يې د دوه پړاویز ټاکنیز نظام له لارې ګڼ ګوندي سیاست رامخې ته کړ. په ورته مهال، د عثمانیزم په نامه یوه نوي راټوکېدولي غورځنګ وده وکړه. دې غورځنګ هڅه کوله چې د مذهب او توکم په پام کې نیولو پرته د ټولیزې عثماني ملت پالنې له لارې د امپراتورۍ وحدت او یووالی وساتي. په سترواکۍکې دننه، په لومړي سر کې نوی اساسي قانون د یوه داسې فرصت په توګه مثبت وبلل شو چې دولتي بنسټونه عصري کوي او د بېلابېلو توکمیزو ډلو تر منځ ټولنیزه ترینګلتیا هواروي. [۱]

پر ځای یې، دا پړاو د سترواکۍ د پاتې کېدو او ړنګېدو د شپې کیسه شوه. په پوځي سمونونو سربېره، عثماني پوځ د ایټالیا-ترکیې په جګړه (۱۹۱۱-۱۹۱۲ز کلونه) او بالکان په جګړو (۱۹۱۲-۱۹۱۳ز کلونه) کې ویجاړوونکې ماتې وخوړه او په پایله کې یې عثمانیان له شمالي افریقا او نږدې ټولې اروپا څخه ووېستل شول. دوامداره ناآرامۍ چې ترکیه یې لومړۍ نړیوالې جګړې ته ورننوېسته د ۳۱م مارچ د پېښې، د ۱۹۱۲ ز کال عثماني کودتا او ۱۹۱۳ ز کال عثماني کودتا لامل شوې. د یووالي او پرمختګ کمېټې (CUP) حکومت په دې پړاو کې زښته ډېر سختدرېځی شو او د امپراتورۍ د ارمني، اسېري او یوناني اتباعو پر وړاندې یې توکمیزه پاکوونه او ټولوژنه ترسره کړه. دې پېشو ته ځېنې مهال په ټولیزه توګه وروستۍ عثماني ټولوژنه هم وايي. په لومړۍ نړیواله جګړه کې عثمانیانو برخه واخیسته چې په پایله کې یې مات شول او د سېور تړون له مخې یې د عثماني سلطنت پاتې ځمکې ووېشل شوې. دا تړون چې په لندن کې ترسره شو، عثماني دولت ته یې اسمي (په نوم) ځمکه ورکړه او ورته ویې ویل چې دا به د "عثماني خلافت" ځمکې وي (کټ مټ لکه واتیکان چې د کاتولیک پاپ په مشرۍ یو راهبي-سلطنتي دولت دی)، او پدې توګه یې دوی یې زښته کمزوي کړل. د دې ترتیب تر شا یو عامل د برتانیې هغه لېوالتیا وه چې د خلافت غورځنګ له پښو وغورځوري. 

د استانبول اشغال او بیا ورسره د ازمیر اشغال د ترکانو د ملي غورځنګ د انسجا لامل شول چې په پای کې یې ترکانو د خپلواکۍ جګړه وګټله. عثماني امپراتورۍ ته په رسمي توګه د ترکیې د سترې ملي شورا لخوا د ز کال د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه د پای ټکی کېښودل شو. د عثمانیانو وروستی پاچا په هغو ځمکو کې نامطلوب عنصر اعلان شو چې د دوی عثماني کورنۍ پرې له ۱۲۹۹ز کال راهیسې پاچهي کوله.

مخینه[سمول]

ټولنیزې شخړې[سمول]

په اروپا کې د ملت پالنې یا نشنلېزم په راپورته کېدو سره، دا لویه وچه د ملي دولتونو تر واک لاندې شوه. په ۱۹مه پیړۍ کې په عثماني امپراتورۍ کې ملتپالنې وده وکړه چې په پایله کې یې په ۱۸۲۱ز کال کې یونان، په ۱۸۳۵ز کال کې سربیا او په ۱۸۷۷-۱۸۷۸ ز کلونوکې په بلغاریا کې د یوه خپلواک هېواد په توګه رامنځته شول. د اروپایی هیوادونو برعکس، عثمانی امپراتورۍ د فرهنګي زغم او همرنګۍ له لارې د فتحه شویو ولسونو د ادغام لپاره لږ هڅې وکړې. د دې پر ځای، عثماني سیاست دا و چې د "ملت" نظام له لارې حکومت وکړي، چې د هر مذهب د عقیدتي ټولنو څخه جوړ نظام و. [۲]

امپراتورۍ هېڅکله خپلې مفتوحه سیمې له اقتصادي اړخه یولاس نه کړې او له همدې امله یې هېڅکله له خپلو اتباعو سره یو ټینګ تړاو رامنځته نکړ. د ۱۸۲۸ او ۱۹۰۸ ز کلونو تر منځ، امپراتورۍ د دولت او ټولنې د سمون له لارې هڅه وکړه چې صنعتي کېدلو او په چټک ډول راټوکېدونکي نړیوال بازار ته ځان ورورسوي. د عثمانیزم مفهوم چې د فرانسې انقلاب د ټولنیز تړون د متفکرینو مونتیسکیو او روسو څخه الهام اخیستونکو ځوانو عثمانیانو لخوا راټوکېدلی و، د ملتونو تر منځ یې مساوات دود کړل او په ډاګه یې کړه چې هر تبعه د قانون پر وړاندې مساوي حقونه لري. د عثمانیزم پلویانو باور درلود چې د عثمانیانو په توګه د ټولو بېلابېلو توکمونو او مذهبونو منل ټولنیزې مسئلې هواروي. د "تنظیمات" په نامه اصلاحاتو څخه وروسته، د امپراتورۍ په جوړښت کې زښته ستر سمونونه رامنځته شول. د ملت نظام اصل له منځه یونه وړل شو بلکې سیکولر سازمانونه او پالیسې ګانې جوړې شوې. لومړنۍ زده کړې او جبري عسکري خدمت په نامسلمانانو او مسلمانانو یو شان پلی کېده. مایکل هېکټر وايي چې په عثماني امپراتورۍ کې د ملت پالنې راټوکېدل د عثمانیانو د هغو هلوځلو پر وړاندې د سخت غبرګون پایله وه چې غوښتل یې پر هغو ټولنو لاډېر مستقیم او مرکزي حکومت وکړي چې له دې وړاندې یې ډېره خپلمنځني خپلواکي درلوده. [۳][۴][۵]

اقتصادي مسئلې[سمول]

د دې پړاو په بهیر کې بهرنیو هېوادونو ته امتیاز ورکول د اقتصادي پالیسۍ اصلي بحث و. دوی پدې اند و چې بهرنیو هېوادونو ته په امتیاز ورکولو سره بهرنۍ مرستې د ټولواکۍ په ګټه دي. په بېلابېلو قضايي برخو کې عثماني چارواکي په هرو موکه کې د رشوت په لټه کې و او د یوه ناوړه او تبعیضي مالیاتي سیسټم عواید یې په بډه وهل. دې چارې د اختلاس په وسیله هر هغه صنعت ویجاړ کړ چې د پایښت هڅه یې کوله او د ټولواکۍ د ډېری هغو اتباعو پر وړاندې یې مبارزه وکړه چې د خپلواکۍ غوښتنه یې کوله.

د عثمانیانو دولتي پور د اروپايي ځواکونو له خوا د کنټرول د هغه ستر پلان برخه وه چې له لارې یې د نړۍ سوداګریزې ګټې ترلاسه کولې او ښايي دا چاره د عثماني امپراتورۍ په ګټه نه وه. دا پور د عثمانیانو د عامه پور ادارې لخوا مدیریت کېده او واک یې د ټولواک عثماني بانک (مرکزي بانک) سره و. له نړیوالې جګړې وړاندې ټول پور ۷۱۶۰۰۰۰۰۰ امریکایي ډالره و چې ۶۰ سلنه یې د فرانسې هغه و. جرمني ۲۰ سلنه پور ورکړی و. انګلستان ۱۵ سلنه پور پرې درلود. د عثمانیانو د پور ادارې د ټولواکۍ د ډېری مهمو عواید کنټرول په لاس کې درلود. شورا په مالي چارو واک درلود؛ دوی آن په ولسوالیو کې پر کورنیو ژویو د مالیې ټاکلو کنټرول درلود.

د ځوانو ترکانو انقلاب[سمول]

د ۱۹۰۸ز کال په جولای میاشت کې، د ځوانو ترکانو انقلاب د امپراتورۍ جوړښت بدل کړ. د یووالي او پرمختګ کمېټې د دویم سلطان عبدالحمید د مطلق واک پر وړاندې پاڅون وکړ او د اساسي قانون دویمه دوره یې رامنځته کړه. د ۱۹۰۸ز کال د جولای په میاشت کې، دویم عبدالحمید د ۱۸۷۶ زکال عثماني اساسي قانون ومانه او بېرته یې راژوندی کړ.

دې انقلاب ګڼ ګوندي ډموکراسي رامنځته کړه. وروسته بیا ځوانو ترکانو خوځښټ خپل ګوندونه هم اعلان کړ چې د هغوی تر منځ یو یې "یووالی او پرمختګ" او بل یې "عثماني آزادي ګوند" و. [۶]

کوچني ګوندونه لکه عثماني سوسیالیست ګوند او توکمیز ګوندونه لکه د خلکو فډراتیف ګوند (بلغاریا څانګه)، بلغاري اساسي قانون کلبونه، په فلسطین کې یهودي سوسیال ډموکراټ کارګري ګوند (پوآل زیون)، الفتات (چې ځوان عرب ټولنه یې هم بولي، جمیعه العربیه الفتاه)، اداري نامتمرکز عثماني ګوند، او ارمنیان د ارمېنېکان، هونچاکین او ارمني انقلابی فدراسیون (ARF/دشناک) تر ټولنو لاندې راټول شوي وو.

په پیل کې، د متحد پاتې کېدو لپاره لېوالتیا موجوده وه او سیالو ډلو هیله درلوده چې یو ګډ هېواد ولري. داخلي مقدونیايي انقلابي سازمان د یووالي او پرمختګ له کمېټې سره همکاري درلوده، او یونانیان او بلغاریایان له دویم ستر ګوند، آزادي ګوند، سره یوځای شوي وو. د بلغاریا فډرالیستې څانګې انقلاب ته هرکڷی ووایه، او دوی وروسته بیا خلکو فډراتیف ګوند له اصلي سیاستونو سره یوځای شول. د داخلي مقدونیايي انقلابي سازمان پخوانیو مرکزیانو د بلغاریا اساسي قانون کلبونه جوړ کړل، لکه پي اېف پي، او دوی د ۱۹۰۸ز کال په عثماني عمومي ټاکنو کې برخه واخیسته. [۷]

سرچينې[سمول]

  1. Reynolds 2011, p. 1
  2. Kent 1996, p. 18
  3. Hechter, Michael (2001). Containing nationalism. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 71–77. OCLC 470549985. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-924751-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Maksudyan, Nazan (2014). Orphans and Destitute Children in the Late Ottoman Empire. Syracuse, NY: Syracuse University Press. د کتاب پاڼې 103. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kent 1996, p. 18
  6. Erickson, Edward (2013). Ottomans and Armenians: A Study in Counterinsurgency. Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1137362209. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Albertini 2005، ص. 277.