د عثماني سترواکۍ شاهنشاهي حرم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عثماني سترواکۍ شاهنشاهي حرم یا حرمسرای (په عثماني ترکي: حرم همایون) د عثماني سترواکۍ د سترواک حرم یا استوګنځای ته ویل کېده چې په هغو کې به د سلطان مېرمنو، غلامانو (ښځینه غلامانو او خواجګانو)، د هغه د مېرمنو خپلوانو او صیغه یې مېرمنو ژوند کاوه او د عثماني سترواکې کورنۍ په واک کې به و. دغه جوړښت په عثماني دربار کې مهم ټولنیز ځایګی درلود چې په ځانګړې توګه یې د ښځو د سلطنت په نامه دورې (شاوخوا ۱۵۳۳ زکال څخه تر ۱۶۵۶ زکال پورې) پر مهال د عثمانیانو په پرېکړو او چارو کې پام وړ سیاسي ځواک درلود. [۱]

تاریخ پوهان ادعا کوي چې سلطان به په مکرر ډول د خپل حرم د غړو له خوا چې جلا قومي او مذهبي مخینې به یې لرلې د عثماني فتوحاتو د لړۍ پر جغرافیا باندې به د اغېز په موخه له لابي ګرۍ سره مخ کېده. د سترواکۍ په دغه حرم کې به تر ټولو زیات ځواک د سلطان مور درلود چې د دغه حرم په ټولو ښځینه غړو به یې واک چلاوه. ورته مهال د سلطان د مور په ګډون به د سلطان مېرمنو په معمول ډول د غلامۍ مخینه لرله.[۲]

د نوم ریښه[سمول]

د حرم کلمه د عربي له حریم یا حرام څخه اخیستل شوې چې د معنوي او ممنوع معناوې له ځانه سره لري. دغه اصطلاح همدارنګه په دې تاکید کوي چې د سلطنتي کورنۍ یوازې ښځینه غړو او همدارنګه یو شمېر نارینه غړو کولای شول دغه ځای ته دننه شي. یاده کلمه همدارنګه د سپېڅلي ځای په معنی ده چې د حرام د کلمې اشتراکي او شرافتمندانه اړخ منعکس کوي. [۳]

حرم د ټولنیز او سیاسي بنسټ په توګه[سمول]

په ماڼۍ کې د سلطان د تحرک په کمښت سره، د سلطنتي کورنۍ هغه غړي چې وړاندې به د ولایتونو په مراکزو کې جلا جلا اوسېدل، بالاخره به له خپلو دندو څخه راستانه او د سترواکۍ په پلازمېنه کې به راغونډ کړای شول. د شپاړلسمې پېړۍ پر مهال توپکاپي ماڼۍ ته د عثماني کورنۍ د غړو په رسمي بڼه لېږد په تدریجي ډول د سترواکۍ حرم په یو سازمان یافته ټولنیز او سیاسي جوړښت بدل کړ چې بنسټیزې د مراتبو سلسلې یې لرلې او کلک تشریفاتي پروتوکول به په کې حاکم و. د شپاړلسمې پېړۍ په وروستیو کې یوازې له سلطان پرته د سلطنتي کورنۍ هېڅ ښځینه او یا هم نارینه غړي نه شو کولای له پلازمېنې څخه بهر شي. له همدې امله د سلطنتي کورنۍ ماشومان او میندې د دغو ماڼیو په دننه نړۍ کې دایمي استوګنې وې. ورته مهال حرمسرای د سلطان د بشپړ ځواک سمبول وو. په ښځو په ځانګړې توګه په غلامو ښځو باندې د سلطان مالکیت د هغه د  شتمنۍ، قدرت او جنسي ځواک څرګندويي کوله. د حرم سرای ځانګړیتوب او په هغو کې د مراتبو سلسلې هم د عامه لیدلوري له مخې د واکمن ځواک څرګند کاوه، ځکه چې یوازې هغه ته نږدې کسانو دا امتیاز درلود چې په خصوصي بڼه ورسره وګوري او یا هم ورسره تعامل ولري. په حرمسرای کې یوازنی کس چې کولای یې شو له خپل ځان سره د مناسبو خلکو سره وګوري، د پاچا مور وه. په ترکي ټولنه کې دغه جوړښت د عربو خلیفه ګانو څخه په تقلید رامنځته شو. د ښځو له اطاعت څخه د ډاډ لرلو په موخه ډیری دغه ښځې به پېرل کېدلی او په غلامۍ به یې ساتلې. ورته مهال د حرم ټول غړي هم غلامان نه و. د سلطان آزادې ښځې، په ځانګړې توګه هغه چې د شخصي او یا هم کورنیو اتحادونو د ټینګښت په موخه به واده شوې وې، آزادې ښځې وې. خو دغه چاره د قاعدې پر ځای یوه استثنا وه. [۴][۵][۶]

د سترواکۍ دغه حرم سرای همدارنګه د سلطان د نارینه خدمتکارانو د بنسټ سره په موازي بڼه عمل کاوه. ښځو ته هم په کې د خپلو نارینه سیالانو په کچه زده کړې ورکول کېدلې. د اړوندو زده کړو له پای وروسته به هلته شته نارینه وو او ښځینه وو له یو بل سره واده کاوه؛ همدارنګه به یې د سترواکۍ په اړوندو ولایتونو کې د دندو ترسره کولو په موخه هم زده کړې کولې. په دغو حرم سرایونو کې د مراتبو توپیر لرونکو سلسلو شتون درلود چې د ښځو ترمنځ د کورنیو اړیکو پر بنسټ رامنځته شوې وې. دغه کورنی به یوازې د وینې اړیکې ته نه محدود کېدلې، بلکې ټوله سلطنتي کورنۍ به په کې شامله وه چې ډېره برخه به یې هم غلامانو جوړوله. له شپاړلسمې پېړۍ راوروسته د حرامسرای تکاملي جوړښت ښيي؛ چې د هغو سازماني جوړښت هېڅکله هم ثابت نه و، له همدې امله په هغو کې د خادمانو شمېر او رولونه د تل لپاره تغیر کوونکي و؛ ورته مهال د هغو د بنسټیز تداوم اړوند قوي احساس شتون درلود او په نه تغیر کوونکي ډول یې د مراتبو سلسلې لرلې. [۷][۸][۹]

د سلطان مور یا والده سلطان به په ټول حرمسرای باندې واک درلود چې آن ځینې وختونه به یې واکونو ټولنې ته هم پراختیا موندله. هغه به د سترواکۍ د قدرت ساتونکې وه چې د خپل زوی د حکومت د ټینګښت او د هغه د لړۍ د دوام په موخه به یې هڅې کولې. هغې به د ښځو د مراتبو په سلسله کې مخکښ ځای درلود. په راتلونکي ردیف کې بیا د سلطان لوڼو ځای درلود چې هغوی ته هم د سلطان کلمه کارول کېده. دغه شهزادګۍ به ستایل کېدلې او کولای یې شو د خپل پلار د محبوبیت ترلاسه کولو او له هغه سره به یې د زیاتو اړیکو جوړولو په موخه له یوبل سره سیالۍ کولې. دوی همدارنګه د هغو سیاسي اتحادونو لپاره هم ګټمنې وې چې د ودونو پر مټ به رامنځته کېدل. د حرم مېرمنې به په ټوله سترواکۍ کې پیژندل کېدلې او پام وړ شهرت به یې درلود. له همدې امله به د حرم ډیر لږ شمېر ښځو له سلطان سره جنسي اړیکې لرلې، ځکه چې په پام کې به وه د هغو ګڼ شمېر په راتلونکي کې د عثماني سترواکۍ له مخکښو سیاسي چارواکو سره ودونه وکړي او یا هم د واکمن سلطان خدمت ته دوام ورکړي. په حرم سرای کې به د سلطان مور، د هغه ښځو او د سلطان د علاقې وړ صیغه یي ښځو په اغېزمنه بڼه کولای شو چې د ځان او یا هم د خپلو زامنو لپاره جناحي ملاتړ رامنځته او په دې سره د ماڼۍ او بیرونۍ نړۍ ترمنځ پل جوړ کړي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د حرم برخې[سمول]

د توپکاپي په ماڼۍ کې د عثماني سترواکانو حرم سرای د خصوصي اپارتمانونو لویه برخه اشغال کړې وه چې له ۴۰۰ څخه یې زیاتې خونې لرلې. د عثماني سترواکانو حرم د ۱۵۳۰مې لسیزې په لومړیو کې توپکاپي ته لېږدول شوی و. له ۱۸۵۳ زکال وروسته حرم په دلمه باغچه شاهنشاهي ماڼۍ کې په هماغه کچه مجلله برخه اشغال کړه.[۱۳]

په حرم کې د موجودو کسانو رولونه او ځایګي[سمول]

د سلطان د مور رول[سمول]

د نوي سلطان مور به په ډېره دبدبه کې حرامسرا ته راتله او د سلطنت ځایګي ته به یې د زوی د رسېدو پر مهال د سلطان د والدې لقب خپل کاوه. هغه به په یوې مخکښې مشرې واوښته چې په حرم سرای او د هغو په غړو باندې یې ځواک لا پراختیا موندله. د سلطان والده چې د تاریخ په مختلفو دورو کې یې د عثماني سترواکۍ په سیاسي ژوند اغېز کاوه (د بېلګې په توګه په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ کې د ښخو د سلطنت پر مهال) د سلطان، د هغه د ښځو او ماشومانو ترمنځ یې د اړیکو د تنظیم صلاحیت درلود. هر هغه مهال به چې یو شهزاده پلازمینه د خپل ولایت دڅوکۍ ترلاسه کولو په موخه پرېښوده، مور به یې بیا ملتیا کوله. په دې توګه هغې کولای شو چې د شهزاده داخلي کورنۍ چارې د روزنو او څارنو پر مټ کنټرول کړي. په یو شمېر مهالونو کې د سلطان مور کولای شو د خپل زوی د نایب السلطنتې په توګه کار ورکړي؛ په ځانګړې توګه په اوولسمه پېړۍ کې هغه مهال چې یو لړ چارې نایب السلطنتۍ ته اړتیا رامنځته کړه او په دې سره د سلطان میندو پام وړ سیاسي واکونو ته لاسرسی وموند. [۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Harem". Merriam-webster.com. Merriam-Webster, Inc. n.d. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. Iyigun, Murat (July 2013). "Lessons from the Ottoman Harem on Culture, Religion, and Wars" (PDF). Economic Development and Cultural Change. 61 (4): 693–730. doi:10.1086/670376. S2CID 144347232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Ergin, Nina (Spring 2014). "Ottoman Royal Women's Spaces: The Acoustic Dimension". Journal of Women's History. 26: 89–111. doi:10.1353/jowh.2014.0003. S2CID 144791897. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. Argit, Betül İpşirli (2020). Life After the Harem: Female Palace Slaves, Patronage and the Imperial Ottoman Court. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 38. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Peirce, Leslie P. (1993). The imperial harem: women and sovereignty in the Ottoman Empire. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 258. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-508677-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Peirce, Leslie P. (1993). The Imperial Harem: Women and Sovereignty in the Ottoman Empire. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-508677-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Necipoğlu, Gülru (1991). Architecture, Ceremonial, and Power: The Topkapı Palace in the Fifteenth and Sixteenth Centuries. Cambridge: MIT Press. د کتاب پاڼي 164–183. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-262-14050-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Argit, Betül İpşirli (2020). Life After the Harem: Female Palace Slaves, Patronage and the Imperial Ottoman Court. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 38. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. Davis, Fanny (1986). The Ottoman Lady: A Social History from 1718 to 1918. New York: Greenwood Press. د کتاب پاڼې 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. Empress of the East: How a Slave Girl Became Queen of the Ottoman Empire. New York: Basic Books. 2017. د کتاب پاڼې 36. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. Necipoğlu, Gülru (1991). Architecture, Ceremonial, and Power: The Topkapı Palace in the Fifteenth and Sixteenth Centuries. Cambridge: MIT Press. د کتاب پاڼي 180. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-262-14050-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. Iyigun, Murat (2013). "Lessons from the Ottoman Harem on Culture, Religion, and Wars". Economic Development and Cultural Change. 61 (4): 697. doi:10.1086/670376. S2CID 144347232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. Peirce, Leslie (1988). The Imperial Harem: Women and Sovereignty in the Ottoman Empire. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. Iyigun, Murat (July 2013). "Lessons from the Ottoman Harem on Culture, Religion, and Wars" (PDF). Economic Development and Cultural Change. 61 (4): 693–730. doi:10.1086/670376. S2CID 144347232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. Peirce, Leslie P. (1993). The imperial harem: women and sovereignty in the Ottoman Empire. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 258. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-508677-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)