د عثماني سترواکۍ راپرزېدل
د عثماني سترواکۍ رامنځته کېدل او عروج د تاریخ هغه دوره ده، چې په ۱۳۹۰زکال کې د عثماني سترواکۍ (Osmanlı Beyliğ) له راپرزېدو سره پیل په ۱۴۵۳ز کال کې پای ته ورسېد، چې دا دوره د بیتینیا په شمال لوېدیځ اناتولي سیمه کې د عثماني سلطنت له خوا د بیزانس په پولو کې د یوې کوچنۍ سلطنت نه د بالکان، اناتولیا، منځنۍ ختیځ او شمالي افریقا په سترواکۍ بدل شوه. له همدې امله، دا دوره د یادې سترواکۍ په تاریخ کې د «د سترواکۍ لومړۍ دوره» په توګه بیان شوې ده. د دې دورې په اوږدو کې یوازې عثمانیان په سیمه کې یو له ډېرو سیالو دولتونو نه و، چې د سیمه اېزو جنګسالارانو، غازیانو او د بادارانو په ملاتړ یې د خپلې خاورې کنټرول ساتلی و. د ۱۵مې پېړۍ په نیمایي کې عثماني سلطانان وتوانیدل چې کافي شخصي ځواک او واک ترلاسه کړي او په دې توګه یو مرکزي امپراتوري دولت رامنځته کړي، چې دا لړۍ د دویم سلطان محمود (له ۱۴۵۱زکال نه تر ۱۴۸۱ز کال پورې واکمن و) له خوا پایله شوې وه. په ۱۴۵۳زکال کې د قسطنطنیه فتح د یوې سمبولیکې شیبې په توګه لیدل کېده، ځکه د عثمانیانو له خوا نوی راپورته شوی دولت له یو سلطنتي دولت نه په سترواکۍ بدل شو او په دې ډول په تاریخ کې یو لوی بدلون په ګوته کوي.[۱][۲][۳]
د عثمانيانو برياليتوب یو عامل پورې نه وه تړلې او په ټوله دوره کې يې توپيردرلود ځکه چې عثمانيانو په پرله پسې ډول له بدلیدونکو شرايطو سره بدلېدل. دغه راز د عثماني دورې د لومړۍ برخې یعنې د ۱۴ پېړۍ مطالعه د سرچینو د کمښت له امله د تاریخپوهانو لپاره ستونزمن دي. ځکه د لومړي عثمان له واکمنۍ راهیسې یو لیکل شوی سند هم نه دی. سربیره پردې، عثمانیانو د ډېرو پېښو نه سل کاله وروسته چې دوی یې بیانوي یعنې تر ۱۵مې پېړۍ پورې د خپل تاریخ په ثبتول پیل نه و کړی. له همدې امله د وروستیو تاریخونو د کیسو په تحلیل کې د حقیقت او افسانو تر منځ توپیر کول د تاریخپوهانو لپاره یوه لویه ننګونه ده. [۴][۵][۶][۷][۸]
اناتولیا له عثماني خلافت نه مخکې
[سمول]د ۱۳مې پېړۍ په پیل کې اناتولیا د دوو نسبتا ځواکمنو دولتونو په لوېدیځ کې د بیزانسي سترواکۍ او په مرکز کې د اناتولي سلجوقیانو تر منځ ووېشل شوه، چې د دوی تر منځ انډول په ۱۲۴۳ز کال کې د Köse Dağ له جګړې وروسته د مغولانو یرغل او د سلجوقیانو فتح او په ۱۲۶۱ز کال کې د بیزانس پالیولوګوس کورنۍ له خوا د قسطنطنیه فتح کولو له امله له منځه لاړه او په دې ډول د اناتولي پولو نه یې د بیزانس پام واړوه. د مغولانو تر فشار لاندې د ترکانو کوچي قومونه دې ته اړ شو چې لوېدیځ لوري ته کډوال شي چیرته چې د بیزانسانو دفاع ډېره کمزورې وه. تر راتلونکو دوو پېړیو پورې اناتولیا د مغولانو په ځانګړې توګه د الخانانو له خوا واکمنه شوه، چې په اناتولیا کې د دې دورې په اوږدو کې سکې د الخان واکمنان ته اشاره کوي او په دې توګه له ۱۲۶۰ لسیزې نه وروسته اناتولیا د بیزانسانو له کنټرول نه ووتله.[۹]
په دې توګه د ۱۳ پېړۍ په پای کې لوېدیځه اناتولیا کې سیاسي واک د محلي واکمنانو، قبیلوي ډلو، مقدس شخصیتونو او جنګسالارانو تر منځ ووېشل شو که څه هم د بیزانس او سلجوق واک تل موجود و، خو په چټکۍ سره له منځه لاړه. د واک وېش د دې لامل شو چې ډېړي تاریخپوهان د ۱۳مې او ۱۴مې پېړۍ کې د اناتولیا سیاسي بنسټونه د طائف یا «کوچني پاچاهانو» په توګه یاد کړي، چې په هسپانیا کې یې د منځنۍ پېړۍ د وروستیو مسلمانو له تاریخ سره پرتله کاوه. د دې ډلو ځواک تر ډېره بریده په نظامي ځواک کې د خلکو جذبولو پورې تړلی و. دغه راز لوېدیځه اناتولیا په هغه وخت کې د یرغلیزو فعالیتونو مرکز و او جنګیالیو په خپله خوښه د هر هغه مشر بیعت کاوه چې د لوټمارۍ او ویاړ زمینه یې ورته برابرول.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د عثماني دولت پیدایښت
[سمول]عثماني کورنۍ د لومړي عثماني واکمن یعنې عثمان په نوم ونومول شوه، چې هغه د یوې ترکۍ قبیلې و او د مغولانو له فتحو وروسته له منځنۍ اسیا نه کډوال شو، دغه راز د هغه د واکمنۍ پر مهال د ضرب شوو سکو له مخې دا څرګندیږي چې د هغه پلار ارطغرل نومېده. د عثماني سترواکۍ منشاء په یقین سره نه ده معلومه، خو دا څرګنده ده چې د منځنۍ اسیا د ترکانو له خوا تاسیس شوي چې د مغولانو تر واکمنۍ اناتولیا ته کډوال شوي و.[۱۴][۱۵][۱۶]
په همدې توګه، په دې اړه هېڅ سند شتون نه لري چې د لومړي عثمان د سلطنت (بیلیک) د رامنځته کېدو څرنګوالی په ډاګه کړي، خو ځینې سرچینې چې هېڅ معاصره نه دي ډېری مختلفې او متضادې کیسې بیانوي. هغه څه چې یقیني دي دا دي چې د ۱۳مې پېړۍ په وروستیو کې عثمان د یوې کوچنۍ دولت د مشر په توګه راڅرګند شو، چې مرکز یې د بتینیا په شمال لوېدیځ اناتولیا سیمه کې د سوغوت ښار په شاوخوا کې و. لکه څنګه چې د هغه په نوم د سکو صادرول د عثمان ظهور د یو مشر په توګه په ډاګه کوي. همدارنګه شهزاده عثمان په پیل کې د ترکي کوچیانو د قبیلوي ځواک له خوا ملاتړ کېده، چې عثمان له هغوی سره په سیمه کې د بیزانسي سیمو په وړاندې د بریدونو مشري کوله. دغه راز عثماني قبيله د سياسي مصلحت پر بنسټ ولاړه وه او په دې توګه د بیزانس اصلي خلکو په شمول ټول هغو کسان چې له عثماني قبیلې سره یې د یو ځای کېدو لیوالتیا درلوده شامل وو. همدارنګه د عثماني شرکت مشري د څو لویو جنګیالیو کورنیو لکه د کوسه میهال کورنۍ چې یوناني عیسویان و او د هرانیسلاو کورنۍ چې بلغاریایان وه له خوا روانه وه. دغه راز اسلام او ایراني کلتور له پیل نه د عثماني هویت یوه برخه ګڼل کېده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
حکومت
[سمول]د عثمانیانو د امپراتورۍ په پیل کې مخکې له دې چې عثمانیان د ۱۵مې پېړۍ په نیمایي کې د مرکزي حکومت سیسټم رامنځته کولو ځواک پیدا کړي د واکمنانو واکونه د بېلابېلو قدرتونو لکه د سترواکۍ دننه کې د ترکيې د قبایلي مشرانو او د بالکان متحدین او واکدارانو تر منځ تر ډېر بریده محدود او په محافظه کار ایتلافونو او اتحادونو پورې تړلي وو.[۲۲]
کله چې عثماني دولت د لومړي ځل لپاره د ۱۳مې پېړۍ په پای کې د لومړي عثمان په مشرۍ راڅرګند شو، یوازې یوه قبیلوي اداره یې درلوده، چې د سترواکۍ له پراخېدو سره واکمنان یې د ډېرو خلکو د اداره کولو له ننګونې سره مخ شول، همدارنګه عثمانیانو د اداري کارو په برخه کې د روم سلجوقیان د خپلې الګو په توګه او د پوځي جګړو په برخه کې سې ایلخانیان د الګو په توګه غوره کړل او تر ۱۳۲۴ز کال پورې دوی وتوانیدل چې د فارسي ژبې بیوروکراتیک اسناد د سلجوقیانو په سبک کې چمتو کړي.[۲۳]
د عثماني سترواکۍ لومړني واکمنانو په خپلو خلکو باندې د ټیټو مالیاتو د وضع کولو له امله د پام وړ وو، چې دا موضوعاتو د هوساینې لپاره ایډیالوژیکي اندیښنه او همدارنګه د نوي فتح شوي خلکو د وفادارۍ لاس ته راوړلو لپاره عملي اړتیا په ګوته کوله. خو لکه څنګه چې په ۱۵مه پېړۍ کې عثماني دولت ډېر مرکزي شو او د مالیاتو بار زیات شو د لیکوالانو له خوا یې نیوکې راپارولې. د عثمانیانو د بریالیتوب یو مهم عامل د دوی وړتیا وه چې په نسلونو کې د سترواکۍ ساتنه وکړي. نورو ترکي ډلو زیاتره خپلې سیمې د وژل شوي واکمن د وارثانو ترمنځ وېشلې. په داسې حال کې چې عثماني سترواکۍ په پرله پسې توګه د یوه وارث تر واکمنۍ لاندې ساتلې وې.[۲۴][۲۵][۲۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Murphey, Rhoads (2008). Exploring Ottoman Sovereignty: Tradition, Image, and Practice in the Ottoman Imperial Household, 1400-1800. London: Continuum. pp. 41–3. ISBN 978-1-84725-220-3.
- ↑ Atçıl, Abdurrahman (2017). Scholars and Sultans in the Early Modern Ottoman Empire. Cambridge: Cambridge University Press. p. 212.
The conquest of Constantinople (Istanbul) in 1453 can be taken as a watershed moment for Ottoman power, ideology, and governance that is usually characterized as a transition from principality to empire.
- ↑ Murphey, Rhoads (2008). Exploring Ottoman Sovereignty: Tradition, Image, and Practice in the Ottoman Imperial Household, 1400-1800. London: Continuum. p. 41. ISBN 978-1-84725-220-3.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. 120.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. xii.
There is still not one authentic written document known from the time of ʿOsmān, and there are not many from the fourteenth century altogether.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. 93.
- ↑ Finkel, Caroline (2005). Osman's Dream: The Story of the Ottoman Empire, 1300-1923. Basic Books. p. 6. ISBN 978-0-465-02396-7.
Modern historians attempt to sift historical fact from the myths contained in the later stories in which the Ottoman chroniclers accounted for the origins of the dynasty
- ↑ Imber, Colin (1991). Elizabeth Zachariadou (ed.). The Ottoman Emirate (1300-1389). Rethymnon: Crete University Press. p. 75.
Almost all the traditional tales about Osman Gazi are fictitious. The best thing a modern historian can do is to admit frankly that the earliest history of the Ottomans is a black hole. Any attempt to fill this hole will result simply in more fables.
- ↑ Imber, Colin (2009). The Ottoman Empire, 1300-1650: The Structure of Power (2 ed.). New York: Palgrave Macmillan. pp. 6–7.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. pp. 125–6.
- ↑ Kafadar, Cemal (2007). "A Rome of One's Own: Cultural Geography and Identity in the Lands of Rum". Muqarnas. 24: 8.
- ↑ Murphey, Rhoads (2008). Exploring Ottoman Sovereignty: Tradition, Image, and Practice in the Ottoman Imperial Household, 1400-1800. London: Continuum. p. 43. ISBN 978-1-84725-220-3.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. 130.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. 60.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. 122.
The Ottoman historical tradition maintains, with some exceptions, that the tribe that later represented the core of Osman's earliest base of power came to Asia Minor in his grandfather's generation in the wake of the Chingisid conquest in central Asia. This makes chronological and historical sense, but otherwise the details of their story, including the identity of the grandfather, are too mythological to be taken for granted.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. 122.
That they hailed from the Kayı branch of the Oğuz confederacy seems to be a creative "rediscovery" in the genealogical concoction of the fifteenth century. It is missing not only in Ahmedi but also, and more importantly, in the Yahşi Fakih-Aşıkpaşazade narrative, which gives its own version of an elaborate genealogical family tree going back to Noah. If there was a particularly significant claim to Kayı lineage, it is hard to imagine that Yahşi Fakih would not have heard of it.
- Lindner, Rudi Paul (1983). Nomads and Ottomans in Medieval Anatolia. Indiana University Press. p. 10.
In fact, no matter how one were to try, the sources simply do not allow the recovery of a family tree linking the antecedents of Osman to the Kayı of the Oğuz tribe.
- Lindner, Rudi Paul (1983). Nomads and Ottomans in Medieval Anatolia. Indiana University Press. p. 10.
- ↑ Lindner, Rudi Paul (1983). Nomads and Ottomans in Medieval Anatolia. Indiana University Press. pp. 20–1.
- ↑ Lindner, Rudi Paul (1983). Nomads and Ottomans in Medieval Anatolia. Indiana University Press. pp. 23–5.
- ↑ Lindner, Rudi Paul (1983). Nomads and Ottomans in Medieval Anatolia. Indiana University Press. p. 33.
- ↑ Lowry, Heath (2003). The Nature of the Early Ottoman State. SUNY Press. p. 59.
- Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. 127.
- ↑ Finkel, Caroline (2005). Osman's Dream: The Story of the Ottoman Empire, 1300-1923. Basic Books. pp. 9–10.
- ↑ Murphey, Rhoads (2008). Exploring Ottoman Sovereignty: Tradition, Image, and Practice in the Ottoman Imperial Household, 1400-1800. London: Continuum. p. 41. ISBN 978-1-84725-220-3.
- ↑ Lowry, Heath (2003). The Nature of the Early Ottoman State. SUNY Press. pp. 72–3.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. 121.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. pp. 131–2.
- ↑ Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. p. 136.