د عثماني سترواکۍ بدلون
د عثماني سترواکۍ بدلون چې د بدلون د پړاو په نوم هم پادېږي، د عثماني سترواکۍ په تاریخ کې له ۱۵۵۰ څخه تر ۱۷۰۰ز کال پورې پړاو دی، کوم چې تقريباً د ستر سليمان د حکومت له پای ته رسېدو څخه نيولې، بيا د سپيڅلي تړون د جګړې په پای ته رسېدو سره د «کارلوټز» تر تړون پورې غزېدلی دی. په دې پړاو کې ګڼ هېښونکي سياسي، ټولنيز او اقتصادي بدلونونه راغلل، د کوم له امله چې دا سترواکي له پراخېدونکې او هېوادپالې سترواکۍ څخه د عدالت د پلي کوونکي او سني اسلام د ساتنې پر بنسټ د فعاليت کولو په توګه پر يو بيوروکراتيکې سترواکۍ بدله شوه. په لويه کې دا بدلونونه د شپاړسمې پېړۍ په وروستيو او د اولسمې پېړۍ په لومړيو کې د يو لړ سياسي او ټولنيزو بحرانونو د برخې په توګه منځ ته راغلل، کوم بحرانونه چې د نرخونو د لوړېدو (انفلاسيون)، جګړو او سياسي ډلبنديو په پايله کې پېښ شوي وو. بيا هم له دې بحرانونو سره سره، دا سترواکي هم په سياسي او هم په اقتصادي ډګر کې پياوړې پاتې شوه او د بدلېدونکې نړۍ د ننګونو سره سم يې دوام پیدا کړ. اولسمه پېړۍ يو ځل بيا د عثمانيانو لپاره د سقوط د پړاو په توګه پېژندل کېږي، خو له ۱۹۸۰ز لسيزې راهيسې د عثماني سترواکۍ تاريخ پوهانو د دې پړاو دا خصوصيت رد کړی دی، د دې پر ځای يې د بحران، موافقت او بدلون د پړاو په توګه پېژندلی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې، د زيات انفلاسون له امله دا سترواکي د سخت اقتصادي فشار لاندې راغله، د کوم اغېزې چې هغه مهال په اروپا او منځني ختيځ دواړو غورځېدې. په اناتوليا کې د وګړو فشار د شوکمارو (غېر قانوني يا د غلو او لوټمارو ډلې) د ډلو له جوړېدو سره مرسته وکړه، کومو چې تر ۱۵۹۰ز لسيزې پورې له سيمه ييزو جنګ سالارانو سره په يو ځای کېدو سره د شخړو يوه لړۍ پيل کړه چې د «سيلالي» د بغاوتونو په نوم پېژندل کېږي. د عثماني مالي تنګلاسۍ (مالي افلاس) او سيمه ييز بغاوت، تر څنګ يې د خپلو استعماري سيالانو هبسبرګ او صفويانو په وړاندې د نظامي مقابلې له اړتيا څخه يو سخت بحران پیدا شو. په همدې بنسټ عثمانيانو ګڼو هغو ادارو ته بدلون ورکړ، کومو چې مخکې سترواکي تعريف کړې وه، کرار کرار يې د «تیمار» (د عثماني سترواکۍ په مفتوحه سیمو کې د ځمکو د وېش یو نظام و) نظام له منځه يوړ، تر څو وکولای شي د وسله والو ځواکونو عصري پوځ جوړ کړي او د بيوروکراسۍ اندازه يې څلور ځلې زياته کړه، څو په زیات اغېزناک ډول د محصولاتو په راټولولو کې اسانتيا پيدا کړي. په استانبول کې، د کورنۍ د سياست په بڼه کې د شويو بدلونونو په پايله کې د شاهي وروروژنې عثماني دود له منځه يوړل شو او يو داسې حکومتي نظام پيل شو، کوم چې د سلطان په ذاتي واکونو ډېر کم متکي و. نورې څېرې په حکومت کې د سترو دندو تر سره کولو لپاره راوړاندې شوې، په ځانګړي ډول د شاهي حريم مېرمنې، د کوم له کبله چې ډېر ځله دې پړاو ته د ښځو سلطنت ويل کېږي.
د سلطاني واک بدلېدونکي طبيعيت د اولسمې پېړۍ په اوږدو کې ګڼ سياسي بدلونونه منځ ته راوړل، ځکه چې واکمنو او سياسي ډلو په شاهي حکومت د واک تر لاسه کولو لپاره هڅه کوله. په ۱۶۲۲ز کال کې، سلطان سلیمان الثاني د انکشاري ځواکونو د پاڅون په پايله کې معزول کړای شو. وروسته د هغه وژنه د سترواکۍ د لوړ پوړي قضايي مقام له خوا تايد شوه، د کوم له امله چې په عثماني سياست کې د سلطان اهميت کم شو. له دې سره سره، د عثماني کورنۍ لاسبرۍ ته کله هم ګوتنيونه ونه شوه. د اولسمې پېړۍ له سلاطينو څخه، محمد پنځم د اوږدې مودې لپاره حکومت وکړ، له ۱۶۴۸ څخه تر ۱۶۸۷ز کال پورې يې د نهه دېرشو کلونو لپاره پر تخت واکمن و. د هغه په واکمنۍ کې دې سترواکۍ د اوږدې مودې لپاره ثبات تجربه کړ، د کوم مشري چې د سترو وزيرانو سمونپالې Köprülü کورنۍ کوله. دا موده په اروپا کې د فتوحاتو له بيا پيل سره برابره وه، هغه فتوحات چې په ۱۶۸۳ز کال کې د ويانا د ويجاړونکې محاطرې او د Köprülü کورنۍ په سقوط سره خپل اوج ته ورسېدل. له جګړې وروسته د مسيحي ځواکونو يو اتحاد د عثمانيانو سره د مقابلې لپاره سره يو ځای شو، د کوم په پايله کې چې عثماني هنګري سقوط وکړ او د سپېڅلي تړون جګړې (۱۶۸۳-۹۹) پر مهال د «هبسبرګ» له خوا له ځانه سره ملحق کړای شو. جګړې يو بل سياسي بحران منځ ته راوړ او عثمانيان يې د لا زیاتو تنظيمي سمونونو لپاره وهڅول. دې سمونونو د مالي تنګلاسي ستونزه حل کړه او له یو هېوادپاله څخه د بيوروکراتيک دولت پر لور بدلون يې دايمي کړ.
سيمه
[سمول]د عثماني تاریخ د پخوانيو پړاونو سره په پرتله، د دې سترواکۍ سيمه په نسبي ډول باثباته وه، کومه چې په لوېديځ کې له الجزاير څخه په ختيځ کې تر عراق پورې او په سويل کې له عرب څخه په شمال کې تر هنګري پورې خپره وه. د ستر سليمان (۱۵۲۰-۶۶) د واکمنۍ په دويمه نيمايي برخه کې د پراختيا يون سست شو، ځکه عثمانيانو د ۱۵۱۴ او ۱۵۴۱ کلونو تر منځ د کړو فتوحاتو د يوځای ساتلو هڅه وکړه. خو دا فتوحات په ټپه ونه درېدل. په ۱۵۶۸ز کال کې له اتريش سره له سولې وروسته، عثمانيانو د ۱۵۷۰-۷۳ عثماني-وينزي جګړه پيل کړه، قبرص او د «ډالمتیا» ډېرې سیمې يې ونيولې. په ۱۵۷۴ز کال کې د يوې سمندري جګړې په پايله کې له اسپانويانو څخه تونس ونيول شو او په ۱۵۸۰ز کال کې پر جنګ بندۍ لاسليک وشو.
له دې وروسته عثمانيانو په ۱۵۷۸-۹۰ کلونو کې په عثماني-صفوي جګړه کې له صفويانو سره دويم ځل بیا جګړې پيل کړې، جورجيا، اذربايجان او لوېدېځ ايران يې ونيول. د دې جګړې په پايله کې د محمد الثالث د حکومت پر مهال عثمانيان د خپلو سيمو د پراختيا اوج ته ورسېدل. په ۱۵۹۳ز کال کې، یوه سرحدي پېښه په يوه اوږده جګړه کې (۱۵۹۳-۱۶۰۶) د هبسبرګ اتريش سره د جګړې د بيا پيلیدو لامل وګرځېده، په کومه جګړه کې چې هېڅ لوري يوه پرېکنده بريا تر لاسه نه کړه. عثمانيانو د لنډې مودې لپاره (Yanık، ۱۵۹۴-۸) Győr ونيو، خو «نويګراډ» يې له لاسه ورکړ (۱۵۹۴)، د کوم له امله چې «بوډا» د شمال له اړخه تر بریدونو لاندې ونيول شو. د جګړې په پای کې عثمانيانو د «ايګر» (ایګري، ۱۵۹۶) او «ناګيکانيزا» (کنجي، ۱۶۰۰) ستراتژيکي کلاوې نيولې وې. صفويانو په لوېديځ کې د عثمانيانو له اضطراب څخه په ګټې اخستنې سره د ۱۶۰۳-۱۸ د عثماني-صفوي جګړه کې په ختيځ کې د هغوی ټولې وروستۍ لاسته راړونې په معکوس لورې بوتلې. د عثمان الثاني د حکومت له ناکرارۍ وروسته، صفويانو په ۱۶۲۳ز کال کې بغداد او د عراق ډېرې برخې ونيولې او تر ۱۶۳۸ز کال پورې يې له ځانه سره وساتلې، له کوم وروسته چې د ۱۵۵۵ د اماسيه تړون پوله بيا وټاکل شوه. په داسې حال کې چې دوی له صفويانو سره په جګړو کې ښکېل و، د يمن د سیمه ييزو زيدي شيعه ګانو یو روان بغاوت په پايله کې په ۱۶۳۶ز کال کې عثمانيان اړ کړل چې دا ولايت خوشې کړي. په ختيځ عرب کې د لهسا ولايت هم له پرله پسې بغاوتونو او د عثماني واکمنۍ په وړاندې له قبايلي مقاومت څخه ځورېدو او په ۱۶۷۰ز کال کې خوشې کړای شو. [۷][۸][۹]
له ۱۶۴۵ څخه وروسته عثمانيان له «وينس» جمهوريت څخه د «کريټ» په ستونزمنه فتحه کې مصروف و. دا ټاپو ډېر ژر ونيول شو، خو وينزي سمندري پیاوړتيا کينډيا (اوسني هيراکليون) کلا د څو لسيزو لپاره د مقاومت جوګه وګرځوله. په اروپا کې د پرله پسې پراختيا د اولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د Köprülü په نومد مشهورو سترو وزيرانو تر حمايې لاندې يو ځل بیا پيل شوه. د ترانسيلوانيا باغي تابع حکومت د Ineu (Yanova، ۱۶۵۸) او Oradea (Varad، ۱۶۶۰) په نيولو سره تابع کړای شو. په ۱۶۶۳-۴ کې له هبسبرګ سره جګړه د «نووي ګراډ» د بيا نيولو او Nové Zámky (Uyvar، ۱۶۶۳) د نيولو لامل وګرځېده. بالاخره په ۱۶۶۹ز کال کې د کينډيا په سقوط سره بشپړه شوه. [۱۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Darling, Linda (1996). Revenue-Raising and Legitimacy: Tax Collection and Finance Administration in the Ottoman Empire, 1560–1660. E.J. Brill. pp. 283–299, 305–6. ISBN 90-04-10289-2.
- Hathaway, Jane (2008). The Arab Lands under Ottoman Rule, 1516–1800. Pearson Education Ltd. p. 8. ISBN 978-0-582-41899-8.
- ↑ Faroqhi, Suraiya (1994). "Crisis and Change, 1590–1699". In İnalcık, Halil; Donald Quataert (eds.). An Economic and Social History of the Ottoman Empire, 1300–1914. Vol. 2. Cambridge University Press. pp. 413–4. ISBN 0-521-57455-2.
- ↑ Hathaway, Jane (2008). The Arab Lands under Ottoman Rule, 1516–1800. Pearson Education Ltd. p. 8. ISBN 978-0-582-41899-8.
- ↑ Woodhead, Christine (2011). "Introduction". In Christine Woodhead (ed.). The Ottoman World. Routledge. pp. 4–5. ISBN 978-0-415-44492-7.
- ↑ Şahin, Kaya (2013). Empire and Power in the reign of Süleyman: Narrating the Sixteenth-Century Ottoman World. Cambridge University Press. p. 10. ISBN 978-1-107-03442-6.
the post-Süleymanic Ottoman polity continued to manifest a tremendous political and economic dynamism, a pervasive pragmatism, and an important level of social mobility and mobilization.
- ↑ Hathaway, Jane (2008). The Arab Lands under Ottoman Rule, 1516–1800. Pearson Education Ltd. p. 8. ISBN 978-0-582-41899-8.
historians of the Ottoman Empire have rejected the narrative of decline in favor of one of crisis and adaptation
- Tezcan, Baki (2010). The Second Ottoman Empire: Political and Social Transformation in the Early Modern Period. Cambridge University Press. p. 9. ISBN 978-1-107-41144-9.
Ottomanist historians have produced several works in the last decades, revising the traditional understanding of this period from various angles, some of which were not even considered as topics of historical inquiry in the mid-twentieth century. Thanks to these works, the conventional narrative of Ottoman history – that in the late sixteenth century the Ottoman Empire entered a prolonged period of decline marked by steadily increasing military decay and institutional corruption – has been discarded.
- Woodhead, Christine (2011). "Introduction". In Christine Woodhead (ed.). The Ottoman World. Routledge. p. 5. ISBN 978-0-415-44492-7.
Ottomanist historians have largely jettisoned the notion of a post-1600 ‘decline’
- Markus Köhbach (1999). "Warum beteiligte sich das Osmanische Reich nicht am Dreißigjährigen Krieg?". In Walter Leitsch; Stanisław Trawkowski (eds.). Polen und Österreich im 17. Jahrhundert. Wien: Böhlau Verlag. p. 294.
Man sieht heute nicht vordergründig eine Periode des Abstiegs und Verfalls im 17. Jahrhundert, sondern eine Zeit eines tiefgreifenden Wandels in vielen Bereichen. [One sees today not a period of ostensible decline and decay in the seventeenth century, but rather a time of profound transformation in many realms.]
- Tezcan, Baki (2010). The Second Ottoman Empire: Political and Social Transformation in the Early Modern Period. Cambridge University Press. p. 9. ISBN 978-1-107-41144-9.
- ↑ Hegyi, Klára (2000). "The Ottoman network of fortresses in Hungary". In Dávid, Géza; Pál Fodor (eds.). Ottomans, Hungarians, and Habsburgs in Central Europe: The Military Confines in the Age of Ottoman Conquest. Leiden: Brill. p. 169.
- ↑ Hathaway, Jane (2006). "The Ottomans and the Yemeni Coffee Trade". Oriente Moderno. 25 (86): 167.
- ↑ Mandaville, Jon E. (1970). "The Ottoman Province of al-Hasā in the Sixteenth and Seventeenth Centuries". Journal of the American Oriental Society. 90 (3): 501. doi:10.2307/597091. JSTOR 597091.
- ↑ Szabó, János B. (2013). "'Splendid Isolation'? The Military Cooperation of the Principality of Transylvania with the Ottoman Empire (1571–1688) in the Mirror of the Hungarian Historiography's Dilemmas". In Kármán, Gábor; Lovro Kunčević (eds.). The European Tributary States of the Ottoman Empire in the Sixteenth and Seventeenth Centuries. Leiden: Brill. p. 328. ISBN 978-90-04-24606-5.