د طالبانو تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د طالبانو تاریخ

مخینه[سمول]

په ۱۹۷۸ زکال کې د ثور انقلاب لامل وګرځېد چې په افغانستان کې یو دیموکراتیک جمهوري دولت رامنځته شي. نوي دولت چې د شوروي اتحاد ملاتړ یې له ځانه سره درلود د مذهبي کسانو پر وړاندې یې مارکسېستي مبارزه پیل کړه. ورته مهال د ایران انقلاب د خپلو مخفیانه شبکو پر مټ په ګاونډیو هېوادونو کې د وسله والې اسلام پالنې (اسلامېزم) ایډیالوژي خپروله. د هغو ملاتړو د افغانستان په ډیری برخو په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې چې ګڼ شمېر شیعه مسلمانان یې لرل د خپلو افکارو خپرولو ته مخه کړه. ورته مهال کمونېزم پلوه افغان دولت د سنتي او ګویا اسلامي کړنلارو پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکاوه. د ۱۹۷۹ زکال په مارچ میاشت کې د هرات پاڅون د نجونو د اجباري زده کړو د پروګرام پر ضد پیل شو. دغه چاره د هېواد په لویدیځ کې د بغاوتونو د پراختیا لامل وګرځېده. بلاخره مجاهدینو په پراخه کچه بغاوتونو ته مخه کړه. همدا و چې افغانستان ته د شوروي اتحاد د ځواکونو له راتلو وروسته د مجاهدینو جنګیالیو د شوروي اتحاد له ځواکونو سره جګړه پیل کړه. [۱][۲][۳][۴][۵]

بهرنی اغېز[سمول]

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) ډیر ژر وکولای شول د پاکستان په مرسته دغو مخالفینو ته مرستې ورسوي. په داسې حال کې چې له طالبانو څخه د سي آی اې د مستقیم ملاتړ ثابتونکي هېڅ شواهد نه دي وړاندې شوي، خو استدلال شوی چې د دوی له خوا پوځي مرستې په غیرمستقیمه توګه د هغو طالبانو لاس ته رسېدلې چې د مجاهدینو په بېلابېلو ډلو کې یې شتون درلود، ځکه چې د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د امریکا استخباراتي ادارې او د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) هغو افغانانو ته وسلې ورکولې چې د افغان دولت پر ضد یې جګړه کوله؛ ورته مهال آی اس آی د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د راډیکال مسلمانانو په راغونډولو لاس پورې کړ څو له شوروي سره په جګړه کې ونډه واخلي. دغه مهال پاکستاني ولسمشر محمد ضیا الحق په افغانستان کې د یوې مذهبي او سیاسي طرحې پلي کولو ته مخه کړه. ضیا باوري و چې باید سیاسي اسلام ومنل شي او همدارنګه یې مذهبي ایډیالوژي د مجاهدینو د پیاوړتیا لپاره اصلي منبع بلله. هغه جهاد سیاسي وسله ګڼله. ضیا ټینګار درلود چې سي آی اې باید له مجاهدینو سره هر ډول مرسته د پاکستان له لارې وکړي؛ په داسې حال کې چې لا له وړاندې له مجاهدینو څخه د پاکستان ملاتړیزې چارې آی اس آی مخته وړلې. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ضیا او د آی اس آی مشر اختر عبدالرحمن د افغانستان پولې ته څېرمه د دیني مدرسو د جوړولو په طرحې کار پیل کړ څو افغان ځوانان دلته په خپله خوښه وروزي، همدا و چې له دغو مدرسو څخه د فارغو شوو ځوانانو شمېر د ۱۹۷۱ زکال له ۹۰۰ تنو څخه په ۱۹۸۸ زکال کې شاوخوا ۳۳۰۰۰ تنو ته ورسېد. د ډیری دغو مدرسو لګښتونه د سعودي عربستان او همدارنګه د خلیج د نورو عربي هېوادونو له خوا ورکول کېدل. په دغو مدرسو کې د سعودي مذهبي ایډیالوژي زده کوونکو ته ورښودل کېده. په دې سره د افغان طالبانو ډیری رهبرانو د پاکستان په اکوړه خټک کې د حقانیې په نامه مدرسه کې زده کړې وکړې او پاکستان هم له دغو کسانو کلک ملاتړ کاوه. د دغې مدرسې مشري د پاکستان د جمیعت علما اسلام ګوند مشر مولانا سمیع الحق کوله چې د «طالبانو پلار» ګڼل کېږي. [۷][۱۲][۴][۱۳][۱۲]

په ۱۹۸۹ زکال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته د واک تشه رامنځته شوه او د هېواد په یو شمېر برخو کې د مجاهدینو د یو شمېر ډلو ترمنځ خپل منځي جګړې پیل شوې. ولسمشر محمد نجیب الله خبرداری ورکړ چې «افغانستان به د ترورېزم په مرکز بدل شي». د پاکستان استخباراتو په پیل کې له ګلبدین حکمتیار او هغو پخوانیو پوځي افسرانو څخه ملاتړ کاوه چې له ګلبدین سره یوځای شوي و. خو هغه مهال چې احمدشاه مسعود په ۱۹۹۲ زکال کې کابل ونیو ګلبدین ماته وخوړه. دغه مهال جاوید نصیر د پاکستاني استخباراتو مشر وټاکل شو چې په ښکاره توګه یې اسلامي او مذهبي ارزښتونو ته تبلیغ کاوه او د پاکستان په استخباراتي نسل کې تر ټولو مذهبي کس ګڼل کېده. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ورته مهال د پاکستان نوې لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو غوښتل څو د پاکستان اقتصاد مرکزي آسیا ته د ځمکنۍ سوداګرۍ په پراختیا پیاوړی کړي. هغې نصیرالله بابر د کورنیو چارو وزیر وټاکه چې مخکښ پښتون و او د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال یې افغان مجاهدینو ته د چریکې جګړې روزنه ورکړې وه. هغه د مرکزي آسیا بازار ته د لاسرسي په موخه له پښتونستان څخه د ګټنې ملاتړ وکړ. په ۱۹۹۴ زکال کې بابر یو ازمایښتي سوداګریز کاروان جوړ کړ چې باید ترکمنستان ته ورسېږي. هغه مهال چې دغه کاروان د پاکستان پولو ته ورسېد طالبانو په تازګۍ سره په دغه سیمه کې عملیات پیل کړي و. آی اس آی د دغه ناڅرګند قندهاري خوځښت څخه ملاتړ ته مخه کړه څو له دغه فرصت څخه په ګټنې په سیمه کې ګټه وکړي. هغوی د پاکستان د متحدینو په توګه د طالبانو ملاتړ وکړ او هڅه یې وکړه دوی د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د مجاهدینو له دولت څخه د افغانستان یو شمېر برخې ونیسي او په کابل کې د افغانستان د اسلامي امارت په نامه نوی دولت جوړ کړي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د متحده ایالاتو برید او ورپسې شخړې، ۲۰۰۱- ۲۰۲۱ زکال[سمول]

د سپټمبر د ۱۱ مې له بریدونو وروسته متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ زکال کې په افغانستان برید وکړ، طالبانو په چټکۍ سره د امریکا د هوايي ځواک او ځانګړو ځواکونو د بریدونو له امله چې د طالب ضد شمالي ټلوالې په ملاتړ یې ترسره کړل، ماته یې وخوړه او تر نومبر میاشتې یې په ټول افغانستان کې واک له لاسه ورکړ. په دغو بریدونو کې له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ طالب وسله وال ووژل شول چې د دوی د بشري قوا ۲۰ سلنه برخه یې جوړوله. د افغانستان اسلامي امات راوپرځېد او ملاعمر هم پاکستان ته په تېښته بریالی شو. [۲۳]

ورته مهال طالبانو د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان په ملاتړ بیاځلي وکولای شول خپل کسان تنظیم کړي دغه چاره یې هم تر ډېره له هېواد څخه د بهرنیو نیواک ګرو ځواکونو د شړلو او همدارنګه د پخوانیو طالب چارواکو سره د نوي جوړ شوي افغان دولت د ناعادلانه چلن په انګېزه ترسره کړه. یو شمېر هغه کسان چې پخوا د طالبانو په لیکو کې نه و تر ډېره د بهرنیو ځواکونو او همدارنګه تر ډېر لږ کچې د افغان دولت د ناسم چلن له مخې له دوی سره مل شول. ورته مهال په پیل کې له دغې ډلې څخه ډېر لږ ملاتړ شتون درلود له همدې امله یې په لومړیو پړاونو کې ونشو کولای خپل نفوذ زیات کړي.[۲۴][۲۵][۲۶]

بیاځلي واکمني، ۲۰۲۱ زکال – تر نن ورځې[سمول]

د ۲۰۲۰ زکال د فبروري په ۲۹مه متحده ایالاتو او طالبانو د قطر په پلازمېنې دوحې ښار کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې په رسمي ډول یې په افغانستان کې د سولې د راوړو هوکړه ونوموله. د دغې هوکړې په څرګندو مواردو کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو وتل، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د القاعدې ډلې د فعالیتونو څخه د مخنیوي اړوند د طالبانو ژمنه او همدارنګه د طالبانو او افغان دولت ترمنځ خبرې اترې شاملې وې. متحده ایالاتو هوکړه وکړه چې د ۲۰۲۰ زکال تر جولای میاشتې پورې به په افغانستان کې د خپلو مېشتو سرتېرو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي او وروسته له هغه چې طالبان خپلې ټولې ژمنې بشپړې کړي، د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې به خپل ټول ځواکونه وباسي. له دغې هوکړې څخه چین، روسیې او پاکستان ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې امریکا په هغې کې افغان دولت ته ونډه ورنکړه او نه یې هم له افغان دولت څخه په کې کومه مشوره واخیسته. د متحده ایالاتو دولت او همدارنګه یو شمېر هغو افغان سیاستوالو چې د متحده ایالاتو او طالبانوي پلوي یې کوله پر افغان دولت په ځانګړې توګه په ولسمشر محمد اشرف غني یې فشار راووړ څو د دوحې د هوکړې د یوې برخې په توګه ۵۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي؛ په دغو بندیانو کې ۴۰۰ تنه یې په لویو جرمونو او ترهګریزو چارو کې د لاس لرلو په جرم بندیان شوي و، همدا و چې افغان دولت اړ شو دغه بندیان د ۲۰۲۰ زکال په سپټمبر میاشت کې خوشي کړي. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت شورا وویل چې ډیری دغه خوشي شوي بندیان د جګړې متخصصین و او بیاځلي یې د جګړې لیکو ته په تلو طالبان لا پیاوړي کړل. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د ۲۰۲۱ زکال په لومړیو کې هم پنټاګون او هم افغان دولت په دې باوري و چې کابل د متحده ایالاتو دوامداره پوځي ملاتړ ته اړتیا لري. ورته مهال ولسمشر بایډن د پخواني ولسمشر ټرامپ له هغې پالیسۍ څخه پیروي کوله چې باید د متحده ایالاتو ځواکونه له دغې بې پایه بهرنۍ جګړې وباسي، په داسې حال کې چې افغان دولت د متحده ایالاتو په پوځي مرستو اتکا لرله. د بایډن ادارې د ۲۰۲۱ زکال په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې له لومړني ټاکل شوي مهلت وړاندې به امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي او دغه نېټه یې د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر ۱۱مه وښووله. په جولای میاشت کې بایډن دغه موده د اګست میاشتې ۳۱مې نېټې ته را لنډه کړه. [۳۳]

طالبانو او د هغو نورو متحدو وسله والو ډلو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو په چټکتیا سره د ۲۰۲۱ زکال د مۍ له لومړۍ نېټې څخه د افغان دولت پر تاسیساتو او ملکي وګړو باندې بریدونو ته زور ورکړ، په داسې حال کې چې د دوحې له هوکړې وروسته یې آن یو بهرنی سرتېری هم په نښه نه کړ. ورته مهال متحده ایالاتو پر افغان دولت فشار راووړ چې د دوحې د هوکړې له مخې باید یو شمېر ولایتونه طالب وسله والو ته وسپارل شي، همدارنګه یې له افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړیزې چارې ودرولې چې له امله یې د پوځ په لیکو کې یو ډول ناهیلي رامنځته شوه، همدا و چې د اګست میاشتې تر نیمايي پورې یوازې د سیلاب قول اردو د کابل لوا او ۱۱۱مه فرقه فعاله پاتې شوه چې د دواړو مرکزونه په کابل کې و. ورته مهال د بهرنیو فشارونو له امله افغان دولت د مهترلام، ښرنې، ګردیز او اسعد باد په ګډون ډیری ښارونه طالبانو ته خوشي کړل او طالبان د کابل تر دروازو را ورسېدل. په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني له هېواد څخه د دفاع وویل، خو له دې امله چې پوهېدلی و بهرنیو هېوادونو له وړاندې افغان دولت ته شا کړې او له طالبانو سره یې خپله معامله کړې پرېکړه یې وکړه د دې پر ځای چې جګړه وکړي او وینه وبهېږي جلا وطني غوره کړي؛ همدا و چې له هېواد څخه د ولسمشر له وتو څو ساعته وروسته د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه طالبان په کابل ښار کې ولسمشریزې ماڼۍ ته ننوتل.  [۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. Coll 2005، ص. 45.
  2. Coll 2005، ص. 40.
  3. Coll 2005، ص. 39.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Coll 2005، ص. 284.
  5. Coll 2005، ص. 283.
  6. (په 26 September 2001 باندې). What About the Taliban's Stingers?. The International Herald Tribune.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Coll 2005، ص. 61.
  8. Coll 2005، ص. 65.
  9. Coll 2005، ص. 62.
  10. Coll 2005، ص. 59.
  11. Coll 2005، ص. 46.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Coll 2005، ص. 180.
  13. Inside Islam's "terror schools", William Dalrymple, New Statesman, 28 March 2005
  14. Coll 2005، ص. 237.
  15. Coll 2005، ص. 263.
  16. Coll 2005، ص. 218.
  17. Coll 2005، ص. 234.
  18. Julian West (په 23 Sep 2001 باندې). Pakistan's godfathers of the Taliban hold the key to the hunt for Bin Laden. Daily Telegraph
  19. Carlotta Gall (په 3 March 2010 باندې). Former Pakistani officer embodies policy puzzle. New York Times.
  20. Coll 2005، ص. 291.
  21. Coll 2005، ص. 290.
  22. Coll 2005، صص. 289–290.
  23. Giustozzi, Antonio (2019). The Taliban at War: 2001–2018 (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 17–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-009239-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Giustozzi 2019، ص. 26.
  25. Giustozzi 2019، ص. 24.
  26. Giustozzi 2019، ص. 25.
  27. (په 29 February 2020 باندې). Afghanistan's Taliban, US sign agreement aimed at ending war. Al-Jazeera
  28. (په 29 February 2020 باندې). US and Taliban sign deal to end 18-year Afghan war. BBC News.
  29. Rai, Manish (21 March 2020). "U.S.-Taliban Deal: India should Chalk-out a New Strategy". OpedColumn.News.Blog. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Basu, Nayanima (12 September 2020). "India asserts Afghanistan's 'national sovereignty' as peace talks with Taliban start in Qatar". ThePrint. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 3 September 2020 باندې). Afghanistan to Release Last Taliban Prisoners, Removing Final Hurdle to Talks. The New York Times.
  32. (په 8 August 2021 باندې). 'This is a big problem': The Taliban are storming prisons holding thousands of militants. The Independent.
  33. (په 2021-08-14 باندې). Taliban Sweep in Afghanistan Follows Years of U.S. Miscalculations. The New York Times.
  34. "Biden plans to withdraw U.S. forces from Afghanistan by Sept. 11, missing May deadline, reports say". MSNBC. 13 April 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Biden says US war in Afghanistan will end August 31". AP News (په انګلیسي ژبه کي). 2021-07-08. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)