د ضایعاتو بیاموندنه (ریسایکل)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ضایعاتو بیاموندنه، د ضایعاتو بیا کارول او یا ریسایکل پر نویو موادو او شیانو د ضایعاتو د بدلولو پروسې ته ویل کېږي. له ضایعاتو یا فاضله موادو څخه د انرژۍ بیاموندنه هم تر ډېره په دې مفهوم کې ځای شوې ده. د یوې مادې د بیاموندنې وړتیا د هغو خواصو په بیا ترلاسه کولو کې د مادې په وړتیا پورې تړاو لري چې په لومړي حالت کې یې لرل. دا د ضایعاتو د هغې معمولې دفعې لپاره یو بدیل دی چې په موادو کې د سپما او د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرښت د کمېدو لامل کېدای شي. همدا راز د ګټورو موادو د ضایع کېدو مخنیوی کولی شي او د تازه خامو موادو د مصرف، د انرژۍ د مصرف، (د سون له امله) د هوا د ککړتیا او (د ضایعاتو د خښولو له امله) د اوبو د ککړتیا کچه کمولی شي.[۱]

د بیاموندنې یا بیا کارولو په وړ موادو کې د ښيښې، کاغذ، کلک کاغذ یا مقوا، فلز، پلاستیک، ټایرونو، منسوجاتو، بېټریو او الکترونیکي وسایلو ګڼ ډولونه شاملېږي. له بیولوژيکي پلوه د ویجاړېدونکو یا تجزیه کېدونکو ضایعاتو بیا کارول یا کمپوسټ کول هم یو ډول بیاموندنه ده چې خوراکي توکي او د باغونو ضایعات یې د بېلګې په توګه یادولی شو. مواد د بیاموندنې یا ریسایکل لپاره د کورني ریسایکل یوه مرکز ته سپارل کېږي او یا هم له ستلونو څخه راټولېږي، وروسته بیا بنډل‌بندي کېږي، پاکېږي او بیا د نویو محصولاتو د تولید لپاره بیاځلي د نویو موادو په توګه پروسېس کېږي.[۲][۳][۴]

په ایډیال تطبیق کې د یوې مادې بیاموندنه د هماغې مادې یوه نوې سرچینه تولیدوي – د بېلګې په توګه د دفتر کارول شوی کاغذ د دفتر پر نوي کاغذ بدلېږي او د کارول شوي پولي سټایرین فوم پر نوي پولي سټایرین بدلېږي. د فلزي قوطیو په څېر ځينې مواد د خالصیت له بایللو پرته بیا بیا تولیدېدای شي. دغه چاره د نورو موادو په مورد کې ډېره ستونزمنه ده (له خامو موادو یا نورو سرچینو څخه د هماغه محصول د تولید په پرتله)، له دې امله ګڼ مواد یا محصولات تر بیا موندنې وروسته د بېلابېلو موادو (مثلاً مقوا) په تولید کې بیاځلي کارول کېږي. د بیاموندنې بل ډول د پېچلو محصولاتو د جوړوونکو موادو ژغورل دي چې دلیل یې ذاتي ارزښت دی (د بېلګې په توګه سرپ د موټرونو له بېټریو څخه او سره زر د چاپي سرکټ بورډونو څخه) او یا یې هم دلیل خطرناک ماهیت دی (د بېلګې په توګه له تودوخه سنجوونکو او ترموستاتونو څخه د سیمابو لرې کول او بیا کارول).[۵][۶]

تاریخچه[سمول]

پیدایښت[سمول]

بیاموندنه یا د ضایعاتو ریسایکل په انساني تاریخ کې یو معمول عمل و چې د پلویانو ثبت شوی تاریخ یې په څلورمه مخزېږده پېړۍ کې د اپلاتون مهال ته رسېږي. په کومو دورو کې چې سرچینې کم‌پیدا وې، د لرغونو ضایعاتو څېړنې څرګندوي چې کورني ضایعات (لکه ایرې، مات شوي وسایل او خاورین لوښي) کم دي او دا د دې ښکارندويي کوي چې د نویو موادو د جوړېدو پر ځای تر ډېره ضایعات ریسایکل کېدل.[۷][۸]

تر صنعتي کېدو په مخکې وختونو کې په اروپا کې د برونزو او نورو فلزاتو د ټوټو د راټولولو او د بیاځلي استفادې لپاره د ویلي کولو شواهد موجود دي. د کاغذ بیاموندنه یا ریسایکل د لومړي ځل لپاره په ۱۰۳۱ کال کې ثبت شوه او دا هغه مهال و چې جاپاني پلورنځیو خمیره شوی کاغذ پلوره. په بریتانیا کې هغه خاورې او ایرې چې د لرګیو او ډبرو سکرو له سوځېدنې څخه حاصلېدې، د بنسټیزې مادې په توګه د پخو خښتو د تویولو لپاره کارول کېدې. د ریسایکل دغه ډولونه د نویو موادو پر ځای د ضایعاتو د ترلاسه کولو اقتصادي ښېګڼه او په ګڼ‌نفوسنه سیمو کې د ضایعاتو د غورځولو اړتیا وه. په ۱۸۱۳ کال کې «بنجامین لاو» د یورکشایر ایالت په بټلي ښار کې پر بېلابېلو وړیو د ټوټو د بدلولو پروسه رامنځته کړه چې ریسایکل شوي تارونه به یې له نويو وړیو سره ترکیبول. د لوېديځ یروکشایر دغه صنعت په بټلي او ډوزبري غوندې ښارونو کې د نولسمې پېړۍ له لومړیو څخه تر ۱۹۱۴ کال پورې دوام درلود.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له صنعتي کېدو سره هغو موادو ته تقاضا زیاته شوه چې لګښت یې کم و. پر زړو شیانو سربېره اوسپنیز فلزات هم د پام وړ ګرځېدل، ځکه چې پېر یې تر نویو کاني ډبرو ارزانه تمامېده. رېل‌لارو په نولسمه پېړۍ کې فلزي ضایعات وپېرل او وپلورل او د پولادو او موټر جوړونې مخ پر ودې صنایعو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پاتې شوني یا ټوټې وپېرلې. ډېری نور ثانوي توکي هغو کسانو له خځلنیو او د ښار له واټونو څخه راټول کړل، پروسېس یې کړل او ویې پلورل چې په خځلنیو او واټونو کې د فلزاتو په ضایعاتو پسې ګرځېدل. په لومړۍ نړیواله جګړه کې زرګونه کسان د امریکا د ښارونو په واټونو کې ګرځېدل او تر مصرف وروسته یې له موادو څخه د صنعتي تولید استفاده کوله.[۱۳][۱۴][۱۵]

د جګړې پر مهال[سمول]

بیاموندنه یا ریسایکل د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د دولتونو لپاره یوه لویه ستونزه وه او دا هغه څه وو چې مالي محدودیتونو او د موادو ډېر کمښت د توکو بیاځلي استفاده او د موادو ریسایکل یا بیاموندنه اړینوله. د نړیوالو جګړو او نورو نړۍ بدلوونکو پېښو له امله د سرچینو دغه کمښت د ضایعاتو بیاموندنې ته خلک هڅول. د اکثرو کورونو لپاره اړینه وه چې خپل ضایعات ریسایکل کړي او خلکو ته دا امکان ورکول کېده چې له شته شیانو څخه تر نهايي کچې پورې استفاده وکړي. د کورنیو موادو بیاموندنه د دې لپاره وه چې د جګړه‌يیزو هڅو لپاره لا ډېرې سرچینې باقي پاتې شي. په هر هغه هېواد کې چې جګړه وه، لوی دولتي کمپاینونه په کې وشول چې په بریتانیا کې د ضایعاتو د بیاموندنې ملي کمپاین او د متحدو ایالتونو د بریا لپاره د ضایعاتو د بیاموندنې کمپاین یې بېلګې دي. دوی له ټولو ښاریانو غوښتل چې د وطندوستۍ د مسؤولیت په توګه فلز، کاغذ، زاړه شیان او ربړونه بسپنه کړي.[۱۶][۱۷][۱۸]

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته[سمول]

په ۱۹۷۰یمو کلونو کې د انرژۍ د لګښتونو ډېرېدو له امله د ضایعاتو په بیا موندنه یا ریسایکل کې پام وړ پانګونې وشوې. د المونیم بیاموندنه د انرژۍ د نوي تولید یوازې ۵ سلنه انرژي مصرفوي. ښيښه، کاغذ او نور فلزات د بیاموندنې یا ریسایکل پر مهال په انرژۍ کې کمه خو پام وړ سپما لري.[۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Villalba, G; Segarra, M; Fernández, A.I; Chimenos, J.M; Espiell, F (December 2002). "A proposal for quantifying the recyclability of materials". Resources, Conservation and Recycling. 37 (1): 39–53. doi:10.1016/S0921-3449(02)00056-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lienig, Jens; Bruemmer, Hans (2017). "Recycling Requirements and Design for Environmental Compliance". Fundamentals of Electronic Systems Design. د کتاب پاڼي 193–218. doi:10.1007/978-3-319-55840-0_7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-55839-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. European Commission (2014). "EU Waste Legislation". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Geissdoerfer, Martin; Savaget, Paulo; Bocken, Nancy M.P.; Hultink, Erik Jan (1 February 2017). "The Circular Economy – A new sustainability paradigm?" (PDF). Journal of Cleaner Production. 143: 757–768. doi:10.1016/j.jclepro.2016.12.048. S2CID 157449142. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. The League of Women Voters (1993). The Garbage Primer. New York: Lyons & Burford. د کتاب پاڼي 35–72. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55821-250-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "7 Things You Didn’t Know About Plastic (and Recycling)" National Geographic. Retrieved 26 July 2019.
  7. Wood, J.R. (2022). "Approaches to interrogate the erased histories of recycled archaeological objects". Archaeometry. 64: 187–205. doi:10.1111/arcm.12756. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Black Dog Publishing (2006). Recycle : a source book. London, UK: Black Dog Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-904772-36-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 7 June 2007 باندې). The truth about recycling.
  10. Cleveland, Cutler J.; Morris, Christopher G. (15 November 2013). Handbook of Energy: Chronologies, Top Ten Lists, and Word Clouds. Elsevier. د کتاب پاڼې 461. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-417019-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dadd-Redalia, Debra (1 January 1994). Sustaining the earth: choosing consumer products that are safe for you, your family, and the earth. New York: Hearst Books. د کتاب پاڼې 103. OCLC 29702410. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-688-12335-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Nongpluh, Yoofisaca Syngkon. (2013). Know all about : reduce, reuse, recycle. Noronha, Guy C.,, Energy and Resources Institute. New Delhi. OCLC 858862026. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4619-4003-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Carl A. Zimring (2005). Cash for Your Trash: Scrap Recycling in America. New Brunswick, NJ: Rutgers University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8135-4694-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "sd_shire" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rethinking economic incentives for separate collection. Zero Waste Europe & Reloop Platform, 2017
  16. "Report: "On the Making of Silk Purses from Sows' Ears," 1921: Exhibits: Institute Archives & Special Collections: MIT". mit.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Public Broadcasting System (2007). "The War Episode 2: Rationing and Recycling". د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Out of the Garbage-Pail into the Fire: fuel bricks now added to the list of things salvaged by science from the nation's waste, Popular Science monthly, February 1919, page 50-51, Scanned by Google Books: https://books.google.com/books?id=7igDAAAAMBAJ&pg=PA50
  19. (په 7 June 2007 باندې). The price of virtue.
  20. "Recycling through the ages: 1970s". Plastic Expert. Plastic Expert. 30 July 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)