د صبرا او شاتیلا ټولوژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د صبرا او شاتیلا ټولوژنه له شاوخوا ۴۶۰ څخه تر ۳۵۰۰ پورې ملکیانو وژنه وه – چې تر ډېره فلسطینیان او شیعه لبنانیان په کې شامل وو- دا ټولوژنه د ۱۹۸۲ کال د سېپټمبر د ۱۶مې او ۱۸مې نېټې تر منځ د لبنان د کورنۍ جګړې په بهیر کې د بیروت په ښار کې پېښه شوه. دا ټولوژنه د لبناني پوځيانو په‌‌واسطه تر سره شوه چې په لبنان کې د اصلي مسیحي جبهې پوځیان او د اسرائیلو د دفاعي پوځيانو (IDF) متحدین وو هغوی د بیروت صبرا او د هغې تر څنګ د شاتیلا د مهاجرینو پنډغالی/کمپ محاصره کړ. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ۱۹۸۲ کال په جون کې اسرائیلو په لبنان کې د فلسطینیانو د اوږدمهاله بلوا د جرړو ایستلو په موخه پر لبنان برید وکړ. د اګست په ۳۰مه د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) د بیروت په لویدیځ کې تر اونیو جګړې وروسته له لبنان څخه خارج شو. د سېپټمبر په ۱۴مه له اسرائیلو سره متحد لبنانی سیاستوال بشیر الجمیل ووژل شو او فالانژېستیان یې د غچ اخیستونکي برید غوښتنې ته اړ کړل. د فالانژېستیانو پوځي څانګې او لبناني پوځيانو له اسرائیلي پوځ سره د بیروت په لویديځ کې پرمختګ وکړ چې د ټولو لورو تر منځ د اوربند له موافقې څخه سرغړونه وه. اسرائیلي پوځيانو د پرمختګ د یوې برخې په توګه لبناني پوځيانو ته امر وکړ چې له صبرا او شاتیلا څخه د PLO جنګیالي پاک کړي.  

عام باور دا دی چې دا ټولوژنه د لبناني سیاستوال هوبیکا په امر شوې ده چې کورنۍ او کوژدنه یې په ۱۹۷۶ کال کې د فلسطیني وسلوالو او کیڼ اړخو لبناني ملېشو په‌واسطه وژل شوي وو، چې دا په‌خپله د عیسوي ملېشو په لاس په کارانتینا کې د فلسطینیانو او لبناني شیعه‌ګانو ټولوژنې ته یو ځواب و. په ټوله کې د سویلي لبنان د ځینې پوځیانو په ګډون د ۳۰۰ او ۴۰۰ تر منځ پوځي ملېشو په دغه ټولوژنه کې برخه اخیستې وه. د ټولوژنې له راڅرګندېدلو سره اسرائیلي پوځ د جرمونو د ترسره کېدو اړوند راپور ترلاسه کړ، خو د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام ونه کړ. سربېره پر دې اسرائیلي پوځیان د پنډغالي د اوسېدونکو له وتلو څخه د مخنیوي لپاره د پنډغالي په خروجي برخو کې مېشت شول او د لبناني پوځيانو په غوښتنه یې د شپې د صبرا او شاتیلا د روښانولو لپاره د ټولوژنې پر مهال د مرمیو اورونه وغورځول. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۹۸۳ کال په فبرورۍ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال مکبرایډ په مشرۍ یو خپلواک کمیسیون دې پایلې ته ورسېد چې د اسرائیلو پوځ (IDF) د هغه مهال د اشغالګر ځواک په توګه په شاتیلا او صبرا کې د ملېشو د ټولوژنې مسول دی. کمیسیون همدارنګه اعلان وکړ چې دا ټولوژنه یو ډول نسل وژنه ده. د ۱۹۸۳ کال په فبرورۍ کې د اسرائیلو د کاهان کمیسیون دا وموندله چې اسرائیلي سرتېرو د ملېشو پر اقداماتو له پوهاوي سره سره بیا هم ونه شو کولی د وژنې د درولو لپاره جدي ګامونو واخلي او IDF یې په غیر مستقیم ډول د دغو پېښو مسول وباله او د اسرائیلو پخوانی د دفاع وزیر اېریل شارون یې «د وینې تویدنې او غچ اخیستنې خطر د پامه غورځولو» له امله له خپل موقف څخه استعفا ته اړ کړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

مخینه[سمول]

له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې له ګاونډيو هېوادونو سره ائتلافي سیالو ډلو د لبنان په کورنۍ جګړه کې د یو بل پر وړاندې جګړه وکړه. د دغو ډلو تر منځ نښتو او ټولوژنې د زرګونه قربانیو ادعا وکړه. مثالونه: د سوریې په ملاتړ د کتائب او د هغه د متحدینو په‌واسطه د بیروت په اکثریت ملسمان مېشته ولسوالۍ کې د کوردیانو، سوریه‌یانو او فلسطینیانو پر وړاندې د کارانتینا ټولوژنه (د ۱۹۷۶ کال جنوري)؛ د لبناني پوځیانو د استخباراتو د مشر ايلي هوبیکا د کورنۍ او کوژدنې په ګډون د ماروني د مسیحيانو پر وړاندې د فلسطین د ازادۍ جبهې په‌واسطه د دامور ټولوژنه (د ۱۹۷۶ کال جنوري) او د فالانژیستانو او د هغوی د متحدینو په‌واسطه د تل الزعتر ټولوژنه (د ۱۹۷۶ کال اګست میاشت) چې د UNRWA (په نږدې ختيځ کې فلسطیني بې‌ځایه شویو ته د ملګرو ملتونو د مرستې او کارموندنې اداره) له‌خوا اداره کېدونکي پنډغالي کې میشتو فلسطینیانو پر وړاندې ترسره شوه. د لبنان د کورنۍ جګړې په ټوله موده کې د قربانیانو شمېر شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ و. [۲۲]

PLO د لبنان له سویل څخه پر اسرائیلو برید کړی و او اسرائیلو د ۱۹۷۰یمې لسیزې له لومړیو څخه د ۱۹۸۰یمې لسیزې تر لومړیو پورې د لبنان په سویل کې د PLO پر پوستو بمبار کاوه.  [۲۳][۲۴]

که څه هم هغه لامل چې اسرایلي لوري د جګړې د اعلان لپاره ورته اشاره کړې د ۱۹۸۲ کال د جون په درېیمه په بریتانیا کې د اسرائیلو د سفیر شلومو آرګوف د وژنې هڅه وه. دا هڅه د سوریې یا عراق په ښکېلتيا په عراق کې د مېشت ابونضال کار و. د ډېوېډ هېرسټ او بیني موریس په څېر تاریخ پوهانو او ناظرانو بیا داسې څرګندونه کړې چې PLO نه‌شوی کولی په دغه برید کې لاس ولري او ان یا یې تایید کړي ځکه د ابونضال ډله د عرفات د PLO سخته سیاله وه او ان د دغې ډلې ځینې غړي يې وژلي وو. PLO (د فلسطین د ازادۍ جبهې) د اسرائیلو د سفیر د وژنې هڅه وغندله. له دې سره اسرائیلو دا پېښه له PLO سره د اوربند ماتولو د توجیهې او په لویه کچه پر لبنان د یرغل د لامل په توګه وکاروله. اسرائیلو تر جګړې وروسته خپل اقدامات د PLO په‌واسطه د لبنان د پولې په ګډون له څو جبهو څخه لېږدېدونکي تروریزم ته د ځواب په توګه وړاندې کړ. په هر حال دا تاریخ پوهان داسې استدلال کوي چې PLO له اسرائیلو سره د هغه مهال لازم الاجرا اوربند ته درناوی درلود او د یهودي دولت او لبنان تر منځ پوله یې له یوې لسیزې څخه د ډېرې مودې لپاره باثباته ساتلې وه. د هغه اوربند په بهیر کې چې ۸ میاشتې یې دوام وکړ؛ یونیفل/ UNIFIL- په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سولې سازمان – راپور ورکړ چې PLO د اسرائیلو پر وړاندې ان یو پاروونکی اقدام هم نه دی کړی. د اسرائیلو دولت د اوربند ماتولو او پر PLO د برید لپاره څوګوني لاملونه وازمویل او ان اسرائیلي مخالفان یې په دې تورن کړل چې د دولت له‌خوا «عوام فریبي» اسرائیل په جګړه ګواښي. د سفیر د وژنې تر هڅې مخکې دا ټول توجیهات د متحده ایالاتو په‌واسطه چې د هغه متحده وه د PLO پر وړاندې د جګړې د پیل لپاره د ناکافي لاملونو په توګه له پامه غورځول شوي وو. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ۱۹۸۲ کال د جون په ۶مه اسرائیلو پر لبنان برید وکړ او د شمال پر لور یې حرکت وکړ تر څو پلازمېنه بیروت محاصره کړي. نښته د ښار تر پراخې محاصرې وروسته د ۱۹۸۲ کال د اګست په ۲۱مه د دواړو لورو تر منځ د متحده ایالاتو په منځګړیتوب پای ته ورسېده چې فلسطیني جنګیالیو ته یې د لویدیځو هېوادونو تر څار لاندې د خوندې تخلیې اجازه ورکړه او د کډوالو په پنډغالي کې یې د مېشتو کډوالو او ملکیانو خوندیتوب تضمین کړ.   [۳۲]

د ۱۹۸۲ کال د جون په ۱۵مه د یرغل له پیل څخه ۱۰ ورځې وروسته د اسرائیلو کابینې هغه وړاندیز تصویب کړ چې د لومړي وزیر مناخم بګین له‌خوا وړاندې شوی و او پر بنسټ يې اسرائیلي پوځ نباید لویدیځ لبنان ته دننه شوی وی خو دا باید د لبناني ځواکونو په‌واسطه ترسره شوي وی. لوی درستیز رافیل ایتان لا د مخه امر کړی و چې اکثره عیسوي ښي اړخه ملېشې باید په جګړه کې برخه وانخلي او دا وړاندیز یې د خلکو له هغو عمومي شکایتونو سره د مبارزې لپاره و چې پر بنسټ يې د اسرائیلو پوځ تلفات ورکول په داسې حال کې چې متحدان یې ولاړ وو. د اسرائیلو ورپسې څېړنو په لویدیځ بیروت کې له فلسطینیانو پرته د ملېشو ځواک شاوخوا ۷۰۰۰ تنه اټکل کړ. دوی د بشپړ بسیج پر مهال د لبناني پوځیانو شمېر ۵۰۰۰ تنه اټکل کړی و چې له دې څخه ۲۰۰۰ تنه یې پوره وخت پوځيان وو. [۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. Robert Fisk, Pity the Nation: Lebanon at War, Oxford University Press 2001 pp. 382–383.
  2. William B. Quandt, Peace Process: American Diplomacy and the Arab-Israeli Conflict Since 1967, University of California Press p. 266
  3. Yossi Alpher, Periphery: Israel’s Search for Middle East Allies, Rowman & Littlefield, 2015 p. 48
  4. Nathan Gonzalez, The Sunni-Shia Conflict: Understanding Sectarian Violence in the Middle East, Nortia Media Ltd, 2013 p. 113.
  5. Robert Fisk, Pity the Nation: Lebanon at War, Oxford University Press 2001 pp. 382–383.
  6. William B. Quandt, Peace Process: American Diplomacy and the Arab-Israeli Conflict Since 1967, University of California Press p. 266
  7. Yossi Alpher, Periphery: Israel’s Search for Middle East Allies, Rowman & Littlefield, 2015 p. 48
  8. Nathan Gonzalez, The Sunni-Shia Conflict: Understanding Sectarian Violence in the Middle East, Nortia Media Ltd, 2013 p. 113.
  9. Robert Fisk, Pity the Nation: Lebanon at War, Oxford University Press 2001 pp. 382–383.
  10. William B. Quandt, Peace Process: American Diplomacy and the Arab-Israeli Conflict Since 1967, University of California Press p. 266
  11. Yossi Alpher, Periphery: Israel’s Search for Middle East Allies, Rowman & Littlefield, 2015 p. 48
  12. Nathan Gonzalez, The Sunni-Shia Conflict: Understanding Sectarian Violence in the Middle East, Nortia Media Ltd, 2013 p. 113.
  13. Malone, Linda A. (1985). "The Kahan Report, Ariel Sharon and the SabraShatilla Massacres in Lebanon: Responsibility Under International Law for Massacres of Civilian Populations". Utah Law Review: 373–433. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hirst, David (2010). Beware of small states: Lebanon, battleground of the Middle East. Nation Books. د کتاب پاڼې 154. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Shahid, Leila. The Sabra and Shatila Massacres: Eye-Witness Reports. Journal of Palestine Studies, Vol. 32, No. 1. (Autumn, 2002), pp. 36–58.
  16. (په September 17, 2012 باندې). A Preventable Massacre. The New York Times.
  17. (په 2002-01-25 باندې). Obituary: Elie Hobeika. guardian.co.uk
  18. Friedman, The New York Times, 20, 21, 26, 27 September 1982.
  19. William W. Harris (2006). The New Face of Lebanon: History's Revenge. Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 162. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55876-392-0. د لاسرسي‌نېټه July 27, 2013. the massacre of 1,500 Palestinians, Shi'is, and others in Karantina and Maslakh, and the revenge killings of hundreds of Christians in Damour الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 24 January 2010 باندې). Politics and war of Elie Hobeika.
  21. Bulloch, John (1983) Final Conflict. The War in Lebanon. Century London. کينډۍ:ISBN. p. 231
  22. The New York Times (2012). "After 2 Decades, Scars of Lebanon's Civil War Block Path to Dialogue".
  23. "Israel: A Country Study", Helen Chapin Metz, ed., Washington: GPO for the Library of Congress, 1988 (online copy)
  24. Helen Chapin Metz, المحرر (1988). "Israel in Lebanon". Israel: A Country Study. Washington: GPO for the Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "In July 1981 Israel responded to PLO rocket attacks on northern Israeli settlements by bombing PLO encampments in southern Lebanon. United States envoy Philip Habib eventually negotiated a shaky cease-fire that was monitored by UNIFIL."
  25. Becker 1984، ص. 362.
  26. Schiff, Ze'ev; Ya'ari, Ehud (1985). Israel's Lebanon War. Simon and Schuster. د کتاب پاڼي 99–100. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-60216-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Robert Fisk (په 25 October 2008 باندې). Abu Nidal, notorious Palestinian mercenary, 'was a US spy'. The Independent.
  28. Cushman, Thomas; Cottee, Simon; Hitchens, Christopher (2008). Christopher Hitchens and His Critics: Terror, Iraq, and the Left. NYU Press. د کتاب پاڼې 300. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0814716878. shlomo argov casus belli. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Hirst, David (2010). Beware of small states. Nation Books. د کتاب پاڼې 134. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-571-23741-8. Clearly, the Israelis had just about dispensed with pretexts altogether. For form's sake, however, they did claim one for the launching of the Fifth Arab–Israeli war. The attempted assassination, on 3 June, of the Israeli ambassador in Britain, Shlomo Argov, was not the doing of the PLO, which promptly denounced it. It was another exploit of Arafat's arch-enemy, the notorious, Baghdad-based, Fatah dissident Abu Nidal ... the Israelis ignored such distinctions. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ahron Bergman (2002). Israel's Wars: A History since 1947 (Warfare and History). Routledge. د کتاب پاڼي 158–159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415424387. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. James Gannon (2008). Military Occupations in the Age of Self-Determination: The History Neocons Neglected (Praeger Security International). Praeger. د کتاب پاڼې 162. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0313353826. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Nuwayhed al-Hout, Bayan (2004). Sabra and Shatila September 1982. Pluto. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7453-2303-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Kahan, Yitzhak, Barak, Aharon, Efrat, Yona (1983) The Commission of Inquiry into events at the refugee camps in Beirut 1983 Final Report (Authorized translation) p. 108 has "This report was signed on 7 February 1982." p. 11