د صابون جوړول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لــــــــــــــــوړو زده کــــــــړو وزارت ننــــګرهــــار پـــــــــــوهـــنتــــــون ښـــــوونې او روزنــــې پـــوهنـځى کـــــــيميـا او بيـــولـــوژي څانګه


Making soap - صابون جوړول




ليکونکې : شهناز مومند ځاځۍ


لارښود: پوهنوال فرمان الله هيله من

کال: ۱۳۹۰ه ل

جلال اباد: افغانستان


دپيل خبرې

څرنګه چې دلوړو زده کړو دلايحې مطابق په اتم سمستر کې هر محصل ته د ديپلوم ددفـاع په خاطر يوه موضوع ورکول کيږي، نو ماته هم دننګرهار پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي دکيميا اوبيولوژي دډيپارټمنټ لخوا او دمحترم استاد پوهنوال فرمان الله هيله من تر لارښونې لاندې(دصابون جوړول) تر عنوان لاندي موضوع راکړل شوې ده ما ددغې موضوع په ترتيب کې دانټرنيټ او نورو باوري اخځليکونو څخه استفاده کړې ده او هڅه مې کړې ده چې موضوع دپښتو په ساده الفاضو وليکم ماسره ددي موضوع په ترتيب کې خپل لارښود اســـتاد پوهنوال فرمان الله هيله من نه ستړي کيدونکې مرستې کړي دې نو زه ورڅخه مننه کــــوم او همدارنګه دکيميا او بيولوژي دڅانګې دټولو استادانو څخه مننه کوم چې پدې څلورکلنـه دوره کې يي زما سره زحمتونه ويستلې دي او مونږ يي دفراغت تر وخته رارسولي يو او په اخـــر کې دفولاد مومند څخه مننه کوم چې ماسره يي دموضوع په کمپوز او ډيزاين کې لويه مرسته کړي ده.

په درنښت






الف



لړليک ګڼه سرليک مخ ١- سريزه....................................................................... ٢- صابون جوړول Soapinifacation ........................... ٣- دصابون جوړولوتاريخچه............................................. ٤- دالکلې دکارونې له مخې دصابون ډولونه....................... ٥- دغوړيوله مخې دصابون ډولونه..................................... ٦- په صابون کې کارونکي غوړي....................................... ٧- دصابون جوړولوميخانيکيت......................................... ٨- دصابون جوړولوعملي کار............................................ ٩- پايلې........................................................................ ١٠- لنډيز......................................................................... ١١- غوره ټکي.................................................................. ١٢- پوښتنې..................................................................... ١٣- اخځليکونه................................................................




ب

سريزه

    دلوی الله (ج) شُکر اداکوو چې زمونږ ګران هيواد افغانستان دجوړيدو په لـــــــور روان دی. دملګروملتونو اودوستوهيوادونو دهلوځلو په پايله کې په هيواد کې سراسري سوله اوامــــن رامنځ ته شو،چې په پايله کې يی دهيواد ګوډ ګوډ ته دپوهې لمن پراخه شوه اودهرې کورنۍ ځوان نسل ته، اوهمداشان کوچنيو ماشومانوته دپوهې حاصلولو اوښونځيو اوپوهـــــنتونوته دتلوزمينه برابره شوه، همدارنګه دهيواد دهرې سيمې څخه خويندو ته هم دتعلـــــــــيم چانس پيداشو اوپه ښه او ارامه فضاء کې مکتبونو اوپوهنتونونو ته دتلولپاره ورته شــــــــــــــرايط برابرشول چې داټولې ښيګڼې دالله(ج) له لورې دافغانستان اسلامي جــــــــــمهوريت اودهيواد ټولووګړو ته په برخه شوې.
    دامهال زه هم دالله (ج) شُکر اداکوم چې په ډير ښه صورت سره دخپلو استادانو دهلوځلو په نتيجه کې دننګرهارپوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځي دکيميا او بيولوژي دڅانګـــــــې څخه فارغه شوم..
    زه دخپلو ټولو عاليقدرو استادانو اوخپلې ادارې څخه ډيره مننه کوم په خاصه توګه دپوهنوال فرمان الله هيله من څخه چې دموضوع په انتخاب ،ترتيب اوتنظيم کې يی زماسره ډيره مرسته وکړه چې دمحترم له طرفه ماته داموضوع انتخاب شوه.

شهنازمومندځاځۍ دننګرهار پوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځي دکيميا اوبيولوژي دڅانګې دڅـــــلورم ټولګي محصله.







صابون جوړول MAKING SOAP Soapinification زرګونوکلونو راهيسي يي صابون دحيواناتو دوازدو او دلرګو دايرو څخه جوړاو. دلرګو ايري پوتاشيم کاربونيت لري چه يو قلوي محلول جوړوي . دصابون جوړولو عصري تجارتي لاري چاري دغوړيو يا وازدو ايشول دي چه د سوديم هايدرواکسايد د اوبلن او همدارنګي يو څه سوديم کلورايد دهغه ټينګولو او رســــــــوبولو لپاره ورسره يوځاي کووچه وروسته يي وچو او فشارورباندي راوړو اترونه ورسره هم دصابون دبوي د ښه کيدو لپاره ورسره يوځاي کوو. دصابون درنګه کولو لپاره ورسره هم رنګونه اچو او همدارنګه هوا پکـــــي له ښه ځګ کولو لپاره اچو. صابون په کلکو اوبوکي د کلسيم او مګنيزيم د ايونونود درلودلو له امله ځګ نه کوي . د ترکيبي صابونونو په جوړولو کي دير پرمختګ راغلي دي اوس هغي ته ديـــــترجنټس (Detergents) وايي. ديترجنټونه د بنزين سلفونيک اسيد مالګي دي . دکلسيم او مګنيزيم ايونونه سلفــــــــويټي مالګو ته کومه ستونزه نشي پيداکولاي . ديترجنټس د لاتيني کليمي Detergeڅخه چه معني يي پاکونکي دي اخيســــتل شوي دي . د لومړنيو ديټرجنټس څخه چه مارکيت ته وړاندي شو دالکايل دګروپ مستقيم زنځير په وسيله پوښل شوي وه . دصابون جوړولو بنسټيز جوړونکي مواد مومونه ، وازدي اوقلويات دي نو مونږ دلته د مومونو معلومات وړاندي کوو .

مومونه Waxes :

مومونه دکاربوکسليک اسيد ديو اوږد ځنځيراود الکولو داوږد ځنځير څخه جـــــوړشوي اسيترونه دي . دبيلګي په توګه دمچيو موم د٢٦ کاربن کاربوکسليک د مرکبا تو او د ٣٠ کاربن الکولي برخه والو څخه جوړ شوي دي . د Wax کليمه د زړي انګليسي Weax د کليم

دغوړو پيداکيدل اوهغه مواد چې غوړي ځينې جوړ شوي وي

په نامه Lipids يوبيوکيميا پوه ځينې ټاکلي ګروپونه دبيوماليکولونو د يادوي داپه هغوموادو کې شميرل کيږي کوم چې په اوبو کې نه حليږي او

په کومک سره (C2 H5 – O – C2H5) دحجري څخه د ډاي ايتايل ايتر  
کيږيExtract بيليږي يا

په يو ژوندي جسم کې هر کيمياوي تړون يو رول لوبوي که څه هم دلنډې مودې لپاره وي. يوغټه برخه دغوړود انسانانو غذايي ذخيره جوړوي چې دا دحيواني اونباتي غوړو څخه عبارت دي. ويلې غوړو ته نباتي اومايع غوړي هم ويل کيږي لکه دکوپرې،پندانې،جوارو، زيتونو اونورغوړي. په کيمياوي ژبه کې غوړوته دکاربن دتيزابو ايستر ديوالکول سره ويل کيږي دبيلګې په توګه دکليسرين څخه چې دګليسريد په نامه ياديدونکي مواد دي غوړي جوړيږي. ديېزابوبرخه په ډول ډول غوړوکې ډول ډول ده.يانې هرغوړ ځانته ځانګړى جوړښت لري دلږ شميرغوړيو پرته ټول دغوړو تيزاب مستقيم ځنځيري ټړونونه دي کوم چې ددريوڅخه نيولې اوتراتلسو پوري کاربوني اتومونه لري. په هره اندازه چې دغوړيو دتيزابواندازه ډيره وي په هماغه اندازه دغوړو دويلې کيدو درجه ټيټه وي. مونږکولاي شوچې دهايدريشن په کومک غوړي کلک

C3H5 (C17 H 33-COO) +3H2 C3H5 (C17H35 – COO) کړو لکه داسې

                                                                    جامد غوړي                                               مايع غوړي

که چيري دسوديمي صابون سره تيزاب يوځاي شي نودکاربن ډول ډول تيزاب لاس ته راځي. پدي ورستيو وختو کې يودتقطيرلاره پيداشوه چې په هغې سره کيداي شي تيزاب يودبله جلاشي پدغه لاري سره د٩٠ فيصده کاربن پاک تيزاب لاس ته راځي. غوړي سړى کولاي شي چې دکاربن په تيزابو بدل کړي دي موخې ته درسيدو لپاره لمړى ګليسرايدونه ديواقلي ياتيزابو کاټاليزاتور په کومک دميتانول سره يوځاي کوي، هغه ميتايل ايستر چي په دغه وخت کې منځ ته راځې دفراکسوني تقطيرپه کومک يودبله بيليږي اوبيا دهايدروليزپه کومک دکاربن په تيزابو بدليږي دغه کاربني ځنځيرونه د١٦نه تر١٨ پورې کاربني اتومونه لري.


CH2 - O - C - R





دالکولو څخه بيانور ډير نوي ټړونونه لاس ته راتلاي شې کوم چې په نني صنعت کې ستر رول لوبوي.

Fats and Oil شحميات او تيل


شحميات او تيل دخوراکي موادو مهمه برخه جوړوي اوپه بدن کې دانرژۍ مهمې سرچينې جوړوي. ديوګرام شحمو ياغوړيو له سوځيدو څخه ٩٥٠٠ کالوري تودوخه توليديږي. دغوړيو هضم په وجودکې دکاربوهايدريتونو په نسبت زيات وخت نيسي همدا سبب دى چې دلوږې حس ځنډيږي. غوړي دګليسرين اوشحمي تيزابوايسترونه دي چې ديوشميرمشبوع اونامشبوع شحمې موادوپه جوړولوکې برخه لري. هغه مشبوع عضوي تيزابونه اونامشبوع عضوي تيزابونه چې دغوړيوپه جوړولوکې برخه اخلي په لاندي ډول دي.

غيرمشبوع عضوي تيزابونه مشبوع عضوي تيزابونه فارمول نوم ګڼه فارمول نوم ګڼه C15 H29 CooH پالميتولييک اسيد ١ C11 H23 CooH ليوريک اسيد ١ C17 H33 CooH اوليک اسيد ٢ C13 H27 CooH مايرستيک اسيد ٢ C17 H31 CooH لينو لييک اسيد ٣ C17 H35 CooH سيتاريک اسيد ٣ C19 H31 CooH ارچيدونيک اسيد ٤ C19 H39 CooH ارچيديک اسيد ٤ C17 H29 CooH لينولينيک اسيد ٥ C15 H31 CooH پالمتيک اسيد ٥

دغوړيوياشحمو په ماليکولي جوړښت کې دکاربن داتومونوپه منځ کې د دوه ګونې اړيکې ډيرول دهغې دويلې کيدو ټکى ښکته راولي. ياداچې دنامشبوع شحمي تيزابونوپه شون سره دشحمودويلې کيدوټکى ښکته راځي دشحموياغوړوعمومي فارمول عبارت دى له.


CH2 - O - C – R



اوياپه ټوليزډول دغوړو فارمول په لاندې ډول دى.


C3H5 (OCOR)

راډيکلونه مشبوع وي او دکاربن داتومونو شمير له لسو څخه Rهرکله چې د
دراډيکلونوRزيات وي نوپه دي وخت کې به غوړياشحمونه جامد وي اوکه دشمير ياراډيکلونه نامشبوع وي نوغوړبه اوبلن وي لکه 

C19H39, C23H47, C17H35 داشحمونه جامد دي اوکه

C15H29, C17H31, C17H29

راډيکلونه وي نوپدې وخت کې غوړي اوبلن دي .

دغوړيوجوړونه



غوړي ياشحميات دکيميا په صنعت کې دګلسرين اوشحمي تيزابوديوځاى کيدوپه پايله کې دتودوخې ترټاکلې درجې لاندې جوړيږي. لکه په لاندې کيمياوي معادله کې

C3H5 (OH) + 3C17H35COOH C3H5 (OOCC17H35) + 3H2O ګلسيرين ستاريک تيزاب ګلسيرايل تراى ستاريت اوبه









فزيکي خواص

هغه غوړي چې شحمي تيزاب يي دکاربن دلسو يادلسوڅخه ډيراتومونه ولري اودکاربن داتومونوترمنځ دوه ګونې اړيکه ونلري په عادي تودوخه کې جامد وي. هغه غوړي چې شحمې تيزابونه يي دلسوڅخه لږشمير دکاربن اتومونه ولري اودکاربن داتومونو ترمنځ دوګونې اړيکه ولري په عادي تودوخه کې مايع دي لکه ګلسيرايل تراى اوليت مايع غوړي اوګلسيرايل تراى ستاريت جامد غوړي دي.


کيماوي خواص

دهايدروليزعمليه

غوړي يا شحميات دايسترپه شان هايدروليزکيږي چې داتعامل دصابون په جوړونه کې کارول کيږي که چيرته دهايدروليزعمليه دالقلي محلول په وسيله په نوم ياديږي.(Saponification) ترسره شي نو د کله چې سوډيم هايدروکسايد دګلسيرايل تراى ستاريت سره وجوشوو دهايدروليز عمليه ترسره کيږي چې په پايله کې ګلسيرين اوصابون جوړيږي.



       CH2 - O - C – C17H35       NaOH             CH2-OH
                                                   + NaOH            CH-OH +3C17H35COONa
       NaOH              CH2-OH






مشبوع غوړي

مشبوع غوړي هغه غوړي دي چې په عادي تودوخه کې جامد وي اودکيميا له

راډيکلونهRنظره يي دکاربن – کاربن ترمنځ اړيکې يوګونې وي اوبله داچې د 

(C-C) يانې دکاربن اړيکې يي په يوګونې ډول سره (C17H35-) مشبوع وي لکه دهايدروجن په وسيله پوره شوي وي چې ښه بيلګه يي ګلسيرايل تراى ستاريت دي چې دايومشبوع ياجامدغوړي دي.

نامشبوع غوړي نامشبوع غوړي هغه غوړي دي چې په عادي تودوخه کې په مايع ډول وي اود کيميا له نظره يي دکاربن-کاربن ترمنځ اړيکې دوګونې وي اوبله داچې دR

 يانې دکاربن اړيکې يي په دوګونې(C17H33-) راډيکلونه يي نامشبوع وي لکه
دهايدروجن په وسيله پوره شوي وي چې ښه بيلګه يي (C = C) ډول
ده چې دايونامشبوع يا مايع غوړي(C17H33COO) C3H5 ګلسيرايل تراى اوليت دي.

همدارنګه دمارګرين مايع غوړي دفابريکې هغه غذايى توليد دى چې دکوچو پرځاي کارول کيږي داغوړي مايع دي اودهايدروجنې کولوپه عملې سره کلکيږي. ددې لپاره چې مارګرين غوړي دکوچوخوندپيداکړي يو څه اندازه شيدې ورسره ورګډوي اوخوند يي دکوچوپشان کيږي اوددې لپاره چې رنګ يي هم دکوچوپه شان ژيړشې نويوڅه اندازه ژيړرنګ چې زيانمن نه وي ورډيروي خونداورنګ يي دواړه کټ مټ دطبيعي کوچوپشان کيږي يانې هغه کوچ چې دغواڅخه جوړيږي.

ويټامينونه ورډيروي.A او D همدارنګه په دې غوړيوکې د


دهايدروجنيشن عمليه

په دې عمليه کې نامشبوع يامايع غوړي په مشبوع يا جامدو غوړو بدليږې په دې عمليه کې نامشبوع غوړي ترمناسبوشرايطو لاندې ديوکټلست په مرسته هايدروجن اخلي او په مشبوع يا جامدو غوړو اوړي لکه دپنبې دانې، کونزلې اودشړشمو غوړ يامايع تيل دنکل کټلست په مرسته دسانتي ګراد د٢٠٠ درجو لاندې په جامدو غوړو بدليږي لکه په لاندې کيمياوي معادله کې.




وږي غوړي او وچېدونکي غوړي

داڅرګنده ده چې غوړي په ډول ډول پيمانو دوږو ګلسريدونو تيزاب لري کوم چې دويلې کيدو درجه دغوړيو ټيټوي نو په داپورته توګه ځينې غوړي په عادي تودوخه کې ويلې يا مايع دي. په امريکا کې دخلکو عادت شوي وو چې خواړه دخوګ په غوړو اياکوچو کې پاخه کړي سره ددي چې غوړي عين غذايي مواد لري کوم چې دخوګ دغوړو څخه جوړشوي غوړي او کوچ يي لري. که دغوړو غبرګ تړونونه هايدريشن شې نو هغه وخت غوړي کلکيږي او دغوړو کلک والې دکوچو او هغه غوړوسره چې دخوګ دغوړو څخه جوړشوي دي يو ډول کلکوالى لري. دغه لاره چاره دمصنوعي کوچو دجوړولو لپاره اساسي اهميت لري. هايدريشن د (کاربن- کاربن) دغبرګو تړونونو په اسانه شريطوکې ترسره کيږي

کې منځ ته راځي  Niکټاليزاتور -١٧٥-١٩٠درجې تودوخه او ١.٥-تر ٣  اتوموسفيرفشار

داددې لپاره چې ايستر ترې جلا نشې. هايدريشن نه يواځې دا چې دغوړو فزيکې خوي ته بدلون ورکوي چې کلکېږي بلکې کيماوي تغير هم منځ ته راولي چې هغه دغوړو مقاومت دخرابيدو په مقابل کې دي يانې داچې هايدريشن شوي غوړي بامقاومته دي نسبت هغه غوړو ته چې نوي هايدريشن شوي. په هايدريشن کې غبرګ تړونونه لمنځه ځي او هم دالکايل پوزيشن کميږې نو امکان لري چې دغه يي سبب وي چې ولې هايدريشن غوړي دنه هايدريشن شوي غوړيو په نسبت دومره ژر نه خرابيږي. هغه غوړي چې دهغو تيزاب دوه يا دري غبرګ تړونونه ولري داډول غوړي خاص مانا لري او دوچو غوړو په نامه ياديږي چې په رنګونو اولاک کې کارول کيږي. هغه رنګونه چې په هغوي کې وچ غوړي کارول شوي وي اويوشې پري رنګ شې نوهغه نه يواځې داچې هليدونکې مواد په هواکې الوزي بلکې يو کيمياوي تړون هم رامنځ ته کېږې هغه داچې درنګېدونکي شي په بهرنۍ برخه باندې يوه سطحه جوړيږي چې دغه رنګ شوې سطحه د خرابيدو څخه ژغورل کيږي دغه سطحه چې درنګ شوي شي پر مخ جوړيږي هغه ديو پوليمير څخه عبارت دى کوم چې دغبرګو تړونونو څخه منځ ته راځي .

وازدې اوغوړي

وازدې او غوړي دګلسيرينو اوشحمي تيزابو دايسترونو څخه عبارت دي چې دحيواني او نباتي سرچينو څخه په لاس راځي. حيواني وازدې په عمومې توګه دستارينو او کوچو په شان جامدې او نيمه جامدې وي په داسې حال کې چې نباتي غوړي لکه دزيتنونو، پنبه دانې، کنځلو، ځغرو او شړشمو غوړي په مايع حالت پيداکيږي چې دنباتي تيلوپه نامه هم ياديږي.

غوړي په دريوو ټولگيو ويشل شوي دي

١- حيواني غوړي لکه ( وازده، کوچ، دماهي غوړي دنهنګ غوړي اوداسې نور) ٢- نباتي غوړي لکه ( دجوارو غوړي، دشړشمو، دزيتونو دکونځلو دځغرو اوداسي نور) ٣- کاني غوړي لکه( هغه غوړي دي چې دنفتو څخه لاس ته راځې لکه ( پټرول، دخاورو تيل، ګريس، ډيزل، بنزين اوداسې نور)


دګلسيرايدو ايسترونه

هغه ايسترونه دي چې ديو ماليکول ګلسرينواو درې ماليکوله شحمي تيزابو دتعامل په پايله کې منځ ته راغلې وي دګلسيرايل دايسترونو څخه خورا مهم ګلسيرايل تراي ستاريت دي او ګلسيرايدونه په لاندې ډول دي.

CH2 - O - C – C17H35










ګلسيرايل تراي ستاريت









دوازدې کلکوالى د همدغه درې ايسترو په نسبي اندازې پورې اړه لري دبيلګې په توګه دغوايي وازده کلکه ده ځکه چې ٧٥ فيصده ستارين او ٢٥فيصده اوليوين لري او کوچ برسيره په اوليوينواو پالميتينو دبيوتايرينو شحم(چې دبيوتايريک اسيد او ګليسرينو دتعامل څخه لاس ته راځي) هم لري. له همدې امله هغه څوک چې په بدن کې يي دکوچو شحم شته لکه ښځې نرمې محسوسيږي. مايع غوړي چې نامشبوع شحم دي دهايدروجنيشن دعملې په پايله کې په مشبوع او يا جامد شحم بدليږي لکه په لاندې کيمياوي معادله کې.

C3H5 (C17H33COO) + 3H2 C3H5 (C17H35COO)


M.P =17 C M.P = 55 C

                               جامد غوړي                                                                                  مايع غوړي

هغه ايسترونه چې دګليسرونو او عضوي يا ناعضوي تيزابو دتعامل څخه لاس ته راځي نوڅرنګه چې ګليسرين درې دهايدروکسيل ګروپونه لري له همدې امله دتيزابو درې ماليکولونو سره تعامل کوي او يو ماليکول ايستر جوړوي. لکه په لاندي معادله کې.

    H                                                                 H

H-C-OH H- O – N02 H – C – O - NO2

H-C-OH + H- O – N02 H – C – O – NO2 + 3H2O

H-C-OH H- O – N02 H – C – O – NO2

    H                                                                H
          
      نايترو ګلسرين
   H                                                H

\ H-C-OH C17H35-C-OH H – C – O – C – C17H35 ؛

H-C-OH + C17H35-C-OH H – C – O – C – C17H35 + 3H2O

H-C-OH C17H35-C-OH H – C – O – C – C17H35 H H



غوړي او غوړين تيزابونه

نيمه جامد اومايع غوړي لکه لم، وازده مايع ياجامد دبوټو غوړ داټول هغه عضوي ترکيبونه دي چې دګليسرول اسايل ايستر په توګه په طبيعت کې پيداکيږي په ځينې ژووکې دکيمياوي انرژۍ درامنځ ته کولو لويه سرچينه ګڼل (H2O) اوبه (Co2) کيږي کله چې هغوي اکسيديشن شي نوکاربن ډاي اکسايډ او دوه ځله زياته انرژي دپروټين او کاربوهايدريت په پرتله جوړوي. دژوو دپوستکولاندې دبند دساتونکې په توګه چې ګواکې دبدن تودوخه سابته پاتې شي ديوه بيلوونکې پردې په سير رول لوبوي. دونواوبوټو په پاڼوکې هم دهغوي يوه اندازه پدې شته همدارنګه دا عضوي ترکيبونه زمونږ دخوراک يوه اساسې اومهمه برخه کڼل کيږي زيات جامد اومايع غوړي هغه ډله ايسترونه دي چې په ماليکولي جوړښتونو کې ځانګړې څانګې نه لري پدي مانا چې هغوي مستقيم ځنځير لرونکې کاربوکسيليک اسيدونه دي چې له تراي هايدروکسي الکول (ګليسرول) سره يي ايسترونه جوړ کړي دي. دا ايسترونه دتراي اسيل ګليسرول چي پخوانى نوم يي ګلسيرايد دي عمومې بڼه يي په لاندې ډول ده.


دهغومهمو کاربوکسيليک اسيدونو نومونه چې له غوړو څخه په لاس راتلاي شي په لاندي ډول دي.

مشبوع کاربوکسليک اسيدونه فورمول دويلي کيدو تودوخه په سانتي ګريد LAURIC ACID ٤٤ MYRISTIC ACID ٥٤ PALMITIC ACID ٦٣

(١٤)

غيرمشبوع کاربوکسليک اسيدونه فورمول دويلي کيدو تودوخه په سانتي ګريد OLEIC ACID ٤ LINOLIC ACID -٥ LINOLENIC ACID -١١

که غوړي جامد يا مايع وي اوهايدروليز شي نوپه پايله کې ګلسرين او کاربوکسيليک اسيد لاس ته راځې خو که چيرې هغوى دسوډيم هايدروکسايد له محلولو سره دتودوخې تراغيزې لاندې پوره هايدروليز کړو نوبيادلته دګليسرول او اړوند سوډيمي مالګې مخلوط په لاندې ډول لاس ته راځې

							       H

. H-C-OH

+ 3NaOH H-C-OH + 3R-C-ONa

                                                                H-C-OH
                                                             H



په نوم ياديږي چې (Saponification) دالقلي په مرسته دغوړيو هايدروليز د

دادصابون جوړولو مانا هم لري. دابايد هروخت په ياد ولرو چې کله مونږ وايو چې غوړي، غوړين مواد خوراکې غوړي نوبيا داهغه مواد دي چې سرچينه يي بوټي اوژوي دي نه داچې دکاني سرچينو (نفتواوډبروسکارو) څخه په لاس راځې. دنفتي سرچينو غوړين مواد لکه ډول ډول تيلونه، ګريسونه، مومونه يا واکس اوداسې نور هيڅکله دخوړو دغوړيو په توګه په کار نه وړل کيږي. داچې دنفت غاز اودډبرو سکرو په اړوند مونږ مخکې وويل چې دهغوي دمنځته راتلو لاملونه او توکې خامخا دژونديو سره تړلې دي نودلته په دي موضوع هم لږ څه رڼا اچوو. ليپيډونه يا او غوړين مواد دنفتواو غازو انجينرانو له نظره هم مهم مواد ګڼل کيږي چې دټولو ژونديو دحجرو يوه برخه جوړوي او په دوي پوري دعضوي ترکيبونو لويي ډلي لکه دتراي ګلسيرادونو اسيدونه، مونو اوډاي سکرايډونه، ازاد غوړين اسيدونه، کروتينوايدونه،

ستيرويدونه، تريپنوايدونه او داسې نور چې ديو پيچلي مخلوط په ډول په طبيعي او غوړو اوغوړ ډوله موادو پورې اړوند دي پدي مانا چې هغوي دډول ډول تراي ګلسرايدونو په سير چې دعضوي کيميا له مخې په ايسترونو پوري تړلي دي سره راغونډ شوي دي.

پوري کاربونې اتومونه لري C14 C18 طبيعي غوړ اوغوړ ډوله مواد چې له
او اوليک اسيدC16H32O2 دهغوي له ډلې څخه خورا مهم يي پالميتيک اسيد

اوستاريک اسيد دي.

دساده ليپيډونو دغوړو ستنيزپه لاندي ډول ښودلاي شو.



   H                                                                  H       


H-C-OH-OH + HO-C-C15H31 3H2O + H-C-O-C-C15H31

H-C-OH-OH HO-C-C15H31 H-C-O-C-C15H31 H H

دغوړو سره په زيات توپير موم ډوله مواد دهغو عضوي اسيدونو له ايسترونو C16C26 څخه عبارت دي چې په ماليکولونو کې يي دکاربوني اتومونو شميره او اړوند الکولونه يي هم يو اتومه يا يو قيمته وي. مومو ډوله مواد په هغه عضوي موادو کې چې دالفاتيکي مشبوع الکولونو چې دماليکولونو دکاربوني او په ستيريدونو چې دپولي سکليک الکولونو C24H32 اتومونو شميره يي مشتقات دي ويشل کيږي. دمومو ډوله موادو عمومې فرمول په لاندي ډول دي. R1- C

            O

R2 – C

دطبيعي غوړو او موم ډوله موادو په ترکيب کې ازاد غوړين اسيدونه، الکولونه، الديهايدونه، کيتونونه او نارمل الکانونه طبيعتاُْ ليدل کيږي چي دليپيډونو سره په مستقل ډول يوځاي موندل کيداي شې. همدارنګه فاسفوليپيډونه دپيچلو ليپيډونو په سير دحجرو دديوالونو او دممبرانو په جوړيدو کې په ژونديو عضويتونو کې برخه اخلې دا ډله غوړي دساده غوړو سره ډير توپير لري او په خپلو ماليکولونو کي دفاسفوريک اسيد پاتي شونې لري چې له همدې امله دفاسفو ليپيډونو په نوم ياديږي.

موم هم دغوړيو له ډلې څخه دي چې په طبيعت کې په ژو اوبوټوکې پيداکيږي يو له مشهورو مومونو څخه دشاتومچيو موم دى داموم دداسې يو مخلوط

څخه  جوړ شوي دي.  (C24-C36)

څرنګه چې مخکې وويل شول غوړي په زړه پورې ځانګړي خاصيتونه لري دغوړيو دتيزابو څخه دبايوکيمياوي پروسې پراساس ډاي کاربوکسيليشن هالت رامنځ ته کيږي اوهايدروکاربونونه ورڅخه جوړيږي لکه داسې.

R – COOH R- H + CO2

غوړي که څه هم باثوباته ترکيبونه دي خو بياهم په همدي ډول دباکتريايي اغيزو له مخې هايدروليز، هايدريشن، ډاي هايدريشن او ډاي کاربوکسيليشن کيداي شې او په پايله کې باثوباته ترکيبونه منځ ته راوړي. دباکټريايي هايدروجن له امله هايدروجنيشن هم سرته رسيداي شي لکه داسې.

C20H40 + H2 C20H42



دصابون جوړولوميخانيکيت صابون دغوړيواوالکليودتعامل څخه دلانديني ميخانيکيت له مخې جوړيږي


       CH2 - O - C – C17H35       NaOH             CH2-OH
                                                   + NaOH            CH-OH +3C17H35COONa
       NaOH              CH2-O



دصابون جوړولو لارې چارې دصابون دجوړولو لپاره جوړونکي بنسټيز توکي غوړي ، القلي ، اوبه ، د خــوړو مالګه ، رنګ او عطر دي . د دوه ډولو قلويو څخه يعني سوديم هايدروکسايد او پوتاشيم هايدرو کسايد څـــخه صابون جوړيداي شي . د سوديم هايدروکسايد په وسيله جوړشوي صابون بي رنګه اوکلک وي خـــــــو دپوتاشيم هايدروکسايد په وسيله جوړ شوي صابون تور اونرم وي . د صابون جوړولو لپاره ډول ډول غوړي کاريداي شي . هغه غــوړي چه د نباتاتو د دانو څخه لکه شړشم ، پنداني ، خاشخاشو ، زغرو ، زيتونو ، جـوارو او سايبينو د زبيښلو په پايله کي په لاس راغلي وي د قلوي سره د تعامل کيدو په پايله کي صابون جوړيداي شي همدارنګه صابون د حيواني وازدو او يا دشاتو دمچيو دموم څخه هــم جوړيداي شي ددي برسيره صابون د غواو ، ميښو ، ميږو ، وزو ، اوښانو او نورو دشـــــــدو څخه د لاسته راغلو غوړيو څخه هم جوړيدي شي . هندي امريکايانو د خپل کاليو دپريمنځلو لپاره د حيواني غوړيو او د لرګيو ايري يوځاي کيدو څخه جوړه شوي ماده چه صابون نوميږي جوړوله اوهغه په يي کاروله .___ زمونږ په هيواد کي د صابون جوړولو ډول ډول لاري چاري دي . د کاليو دپريمنځلو لپاره د يوډول بوټو چه د زمي په نوم ياديده دهغي پاڼي اوداني به يــي راټولولي او بيا به يي په اوبو کي خيشتولي او دتخمر(ورستيدو) ورسته به يـــي هغه په لرګو ښه ټکولي اوبيا به يي ورڅخه واړه واړه غونډاري جوړول او دلمر په وســيله به يي وچول او د اړتيا په صورت کي به يي د کاليو دخيرو د پاکولو لپاره کارو.

    زموږ په هيواد کي دصابون جوړولو يوه بله لاره چاره هم دود ده هغه داسـي چه کوم څاروي به دچا مردار شو دهغي وازدي به يي په يو لوخي کي واچولـــي او هغه به يي ښه ويلي کړي اوبيا به يي د شکار په نوم کيمياوي ماده چه په غالب ګمان هــــــــمدا سوديم او پوتاشيم هايدروکسايد دي يوځاي کوو.

اويا به يي ګله همداسي چه دهمدي ويلي کړو وازدو سره د لرګو ايره يوځـــــاي کوله او صابون به يي ورڅخه جوړاو. مونږد صابون جوړولو لپاره د عصري ميتودونو څخه لکه څرنګه چه دصـــــــــــابون جوړولو په نورو کار ځايونو کي دود دي کارواخيست . هغه داسي چه نباتي غوړي مو راواخيستل او دسوديم هايدروکسايد سره مو يوځاي کړل او هغه مو د ١٥ دقيــــقو لپاره وجوشول او په ورستيو شيبو کي مو ورسره د خوړو مالګه د شيري د کلکيــدو لپاره ور واچوله او صابون مو ورڅخه جوړ کړو. بيا مو يو څه زيړ رنګ د صابون د ښه ښکاره کيدو لپاره ورباندي واچو چه هغـي جوړ شوي صابون ته زيړ رنګ ورکړو . او ددي لپاره چه صابون ښه بوي پيدا کـــړي نو يو څه عطر مو دهمدي شيري ډوله مادي سره يوځاي کړه او په جوړ شوي قالب کـــــي مو صابون د وچيدو لپاره کيښود . لومړي مو ١٠ ګرامه نباتي غوړي راواخيستل او دهغي سره ١٠ ملي ليتره اوبه يوځاي کړي بيا مو NaoH دوه ګرامه راواخيستل او په ١٠ ملي ليتره اوبو کي مو هل کړل دا ټول مواد مو سره په يو لوښي کي په ګډه وجوشول نو وموليدل چه اوبه يي وچي کــړي نو نوري اوبه مو پري واچولي کله مو چه وليدل يو سريښناکه ماده يي د ١٥ دقــــــــيقو جوشيدو وروسته چه ښوينده وه او بوي يي دصابون پشان وه لاس ته راغله بيا مــــو په ورستيو شيبو کي د خوړلو مالګه د ٥ ګرامو په اندازه ور واچوله او داد مالګي اچــولو طريقه مو د صابون جوړونکو څخه زده ګړي وه ځکه هغوي راته ويلي چه که مالـــګه ورته وانه چول شي نو بيا شيره نه وچيږي نو همداسي مو وګړل او لاس ته راغلــــــي صابون چه ( ) ګرامه دي دخپلو ټولو محصلينو ورونو په وړانـــــدي په ٤/٢/١٣٩٠ نيټه او ١٠ بجوجوړ کړو چه ټولو په خپلو سترګو وليده .











لنډيز. صابون د غوړيو او الکليوديوځاې کيدوڅخه لاسته راځي دصابون جوړول له ډير پخوا څخه هندي امريکايانودوازدواو دلرګيودايري ديوځاې کيدوڅخه دتودوخې په ورکولو سره لاسته راوړه

غوره ټکي

 الکلي،دسوډيم او پوتاشيم دهايدروکسايدونوڅخه عبارت دي . Alkali 
،تيزابونوته وايي.Acids
،دصابون جوړولوعمليه ده.Soapinification
،شحميات ،ټولووازدو ته وايي. Fats
،مايع ډوله غوړيوته وايي .Oils
،مشبوع هايدروکاربونونوته وايي.Saturated hydrocarbons
،نامشبوع هايدروکاربونونوته وايي .Unsaturated hydrocarbon












پوښتنې ١- صابون څه شى دى؟ ٢- دکاليو مينځلوصابون دڅه شي څخه جوړوي؟ ٣- دځان مينځلوصابون دکومو غوړيو څخه لاسته راځي؟ ٤- په پخوانيووختونوکې صابون دڅه شي څخه جوړاوه؟ ٥- په صابون کې دخوشبويي لپاره څه شى اچوي؟ ٦- دصابون درنګولولپاره څه شى اچوي؟ ٧- کوم صابونونونه لاسونه او کالي خرابوي؟ ٨- دصابون جوړولوپه جريان کې دصابون برسېره بله کومه ماده لاسته راځي؟ ٩- دګليسرين شتون په صابون کې څه رول لري؟ ١٠- صابون په کومو اوبوکې ښه ځګ کوي؟ ١١- مستريان دلاس مينځلولپاره کوم صابون کاروي؟















اخځليکونه ١- اڅکزى،درويزه،عضوي کيميا،١٣٨٧ هـ ل ٢- بارکزى،محمد ظاهر،ابتدايې کيميا،١٣٨٥ هـ ل ٣- هيله من،فرمان الله ،اليفاتيک کيميا،١٣٨٧ هـ ل ٤- حکيمي،محمد غوث ،عضوي کيميا،١٣٨٧ هـ ل