د شور ککړتيا (صوتي کثافت)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شور ککړتيا چې د چاپېريالي شور يا د غږ د ککړتيا په نامه هم پېژندل کېږي، د شور خپرېدل دي چې د انسانو او ژويو د ژوند پر فعاليتونو يو لړ اغېزې لري، ډېرې دا اغېزې تر يو بريده زيان رسونکې دي. په ټوله نړۍ کې د بانديني شور د سرچينې لامل عمدتاً ماشينونه، د نقل او حمل وسايل او خپرېدل دي. شونې ده چې ښاري طرحه جوړول هم د شور د خپرېدو يا ککړتيا لامل وګرځي، له دې سره څنګ په څنګ په استوګنيزو سيمو کې صنعتي او استوګنيزې ودانۍ هم د شور د ککړتيا لامل ګرځېدای شي. په استوګنيزو سيمو کې د شورد ککړتيا په ځينو عمده لاملونو کې لوړه موسيقي، د نقل او حمل وسايل (ترافيک، اورګاډی، الوتکې او داسې نور)، د باغچو د ساتنې پاملرنه، ابادۍ، برېښنايي جنراتورونه، بادي توربينونه، چاودنې او خلک شامل دي.[۱][۲][۳]

په ښاري چاپېريالونو کې له شور سره د تړلو مستند شويو ستونزو تاريخ تر لرغوني روم پورې رسېږي. اوسمهال د شور منځنۍ کچه چې ۹۸ ډيسيبله (dB) ده، د روغتيا نړيوال سازمان له معيار څخه چې په استوګنيزو سيمو کې يې اجازه ورکړل شوې اوړي چې ۵۰ ډيسيبله ده (ډيسيبل د اواز اندازه کولو معیار يا واحد دی). څېړنو ښودلې چې په متحده ايالاتو کې د شور ککړتيا په کم عايدو او د توکميزو لږه کيو په استوګنيزو سيمو کې تر ټولو لوړه ده او په ډېرو مخ پر وده هېوادونو کې په کور کې د برېښنا توليدونکو جرنيټرونو سره اړوند د شور ککړتيا يوه د چاپېريال ويجاړونکې زياتېدونکې موضوع ده.[۴][۵][۶]

د شور لوړه کچه کولای شي، په انسانانو کې د زړه د ناروغۍ د پيدا کېدو او د زړه د شريانونو د ناروغيو د پېښو په څېر اغېزه کې ونډه ولري. په څارويو کې شور کولای شي، د ښکاري د ښکار د پېژندلو او بيا د ځان ساتلو حالت ته په بدلون ورکولو سره د مړينې ګواښ لوړ کړي، په بيا توليد او لارې موندلو کې ستونزې پیدا کړي او د تل لپاره د اورېدو د حس له لاسه ورکولو کې ونډه ولري. د شور هغه د پام وړ اندازه چې انسانان يې پيدا کوي ،هغه په سمندرونو کې ده. تر دې وروستيو پورې، د شور د اغېزو په اړه ډېرې څېړنې پر سمندري تي لرونکو د شور د اغېزو په اړوند او تر يوې کمې درجې پورې د کبانو په اړه دي. په تېرو څو کلونو کې، ساينسپوهانو خپلې څېړنې د بې ملا تيره ژونديو موجوداتو او په سمندري چاپېريال کې د انسانانو غږونو ته د هغوی د غبرګون ښودلو پر لور اوښتي دي. دا څېړنه مهمه ده، په ځانګړي ډول له دې امله هم چې بې ملا تيره ژوي د سمندري انواعو ۷۵٪ سلنه جوړوي او په دې بنسټ د سمندري خوراکونو د جال يوه ستره سلنه يې تشکيل کړې ده. د تر سره شويو څېړنو له مخې، د بې ملا تيره په کورنیو کې د پام وړ تنوع په دې څېړنه کې وړاندې شوی ده. د دوی د حسي نظامونو په پېچلتياوو کې تنوع شته، کوم چې ساينسپوهانو ته اجازه ورکوي چې يو لړ خاصيتونه مطالعه کړي او په ژونديو موجوداتو د بشري شورد اغېزو په اړه ښه پوهه تر لاسه کړي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

پر روغتيا د شور د ککړتيا اغېز[سمول]

انسانان[سمول]

د شور ککړتيا هم په روغتیا غېزه کوي او هم په چلند. نامطلوه غږ (شور) بدني روغتيا ته زيان رسولای شي. د غږ ککړتيا د ګڼو روغتيايي حالاتو سره تړلې ده چې په هغې کې د زړه د شريانونو بې نظمي،  د وینې لوړ فشار، د اضطراب لوړه کچه، په غوږ کې شور، د اورېدو حس له لاسه ورکول، د خوب ګډوډ کېدل او نور زيانمن او تشويش پیدا کونکې اغېزې شاملې دي. د شته ادبياتو د ۲۰۱۹ز کال د يوې بيا کتنې تر مخې، د شور ککړتيا په تېزۍ سره د علمي کمۍ سره نښتی بلل شوی و.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د اروپا د چاپيرياستنې ادارې پر بنسټ اټکل شوی چې په اروپا کې ۱۱۳ ميليونه خلک د سرکونو ترافيک د شور د کچې له امله اغېزمن شوي چې اندازه يې له ۵۵ ډيسيبله زياته ده او دا هغه پوله ده چې د روغتيا نړيوال سازمان د تعريف له مخې شور له دې وروسته د انسانانو روغتيا ته زيانمن وي.[۱۸]

هغه غږ نامطلوبه ګرځي، کله چې يا په عادي کارونو کې د لاسوهنې وړ وګرځي، لکه: د خوب يا خبرو پر مهال، يا د يو چا د ژوند د څرګوالي (کيفيت) ګډوډوي يا يې کموي. د شور له امله د اورېدو حس له لاسه ورکولو لامل کېدای شي، د اوږدې مودې لپاره د لوړ غږ د کچو په وړاندې پاتې کېدل وي چې اندازه يې له 85 A-weighted  ډيسيبلو څخه لوړه وي. د «مابان» د قبيلي د خلکو، څوک چې د ترانسپورت يا صنعتي شور په وړاندې زيات لوڅ پاتې شوي وو، د متحده ايالاتو له عامو خلکو سره يوې پرتلنې ښودلې چې د اوږدې مودې لپاره د نسبتاً لوړ چاپېرياليزغږ کچې په وړاندې لوڅ پاتې کېدل د اورېدو د حس له لاسه ورکولو کې ونډه لرلې ده.[۱۹][۲۰][۲۱]

د کار په ځای کې د شور په وړاندې لوڅ پاتې کېدل هم د غږ له امله د اورېدو حس له لاسه ورکولو او نورو روغتيايي مسائلو کې ونډه لرلای شي. په متحده ايالاتو او ټوله نړۍ کې له مسلک سره اړوند د اورېدو حس له لاسه ورکول، يو له ډېروعامو کار اړوندو کوڼوالو څخه بلل کېږي.[۲۲]

دا کمه روښانه ده چې انسانان څه ډول له شور سره په ذاتي ډول برابرښت مومي. په تکراري ډول د شور زغمل د ډيسيبلونو له کچو څخه خپلواک وي. په دې برخه کې د «مري شيفر» له اواز څخه د تېښتې څېړنه مهمه وه. نوموړي په خپله څېړنه کې په دې اړوند د پام وړ دلايل وړاندې کړي چې انسانان په ذاتي ډول څه ډول له شور سره اړيکه لري او دا چې دا ذاتيت په ډول له کلتور سره مشروط دی. شيفر همدا راز روښانه کړې چې اواز د ځواک څرګندونه ده او په دې ډول مادي کلتور (لکه: چټک موټرونه يا له خرڅلاو وروسته په پايپونو پیاوړي شوي د هارلي ډيوډسن موترسايکلونه)، نه يواځې دا چې د خونديتابه د لاملونو لپاره، بلکې په يوه ټاکلي غږ د واکمن کېدو لپاره د غږ ښودلو لپاره د خپل قوت ښودنه کوي. په دې اړوند نورې مهمې څېړنې د بانکاک، تايلينډ او لاس انجليس، کلیفورنيا، متحده ايالاتو تر منځ د غږ ښودلو توپير د فونګ د پرتلنې په تحليل کې لیدل کېدای شي. د شيفر د څېړنې پر بنسټ، د فونګ مطالعې ښودلې چې په سیمه کې د ښاري ودې ډ کې پر اساس د غږ ښودل څه ډول مختلف دي. هغه موندلې چې په اطرافي ښارونو کې د ښار د داخلي سيمو په نسبت د اواز ښودل مختلف وي. د فونګ پايلې نه يواځې دا چې د اواز د ښودلو تعريف د اواز له ذاتي اندونو سره تړي، بلکې د دې ښودنه هم کوي چې ډول د اواز د ښودلو بېلا بېل اوازونه په ښاري چاپېريال کې د طبقاتي توپير ښودنه کوي.[۲۳][۲۴]

د شورککړتيا کولای شي، په خيالي لړ کې پر بالغانو او کوچنيانو منفي اغېزې پرېږدې. هغه څوک چې د خيالي لړ اضطراب (ASD) څخه ځورېږي، کېدای شي «هايپراکوسس» (د اورېدو سختوالی) ولري، کوم چې د غږ په وړاندې غېر طبيعي حساسیت دی.د ASD لرونکي خلک چې د اورېدو «هايپراکوسس» له تجربې څخه تېرېږی، شونې ده چې ناخوښه جذبات ولري، لکه وېره او اضطراب او له شوره ډک د لوړو اوازونو لرونکو چاپيريالونو کې نا ارامه جسماني احساسات. دوی په ASD د اخته کسانو لپاره د شور د ککړتيا چاپېريال سره د خوندي کېدو لامل ګرځېدای شي، کوم چې په خپل وار سره هغه د ګوښي والي لور بيولای شي او د هغه د ژوند معيار په منفي ډول اغېزمن کولای شي. د چاودنې ناڅاپي غږونه، کوم چې عموماً د موټر د لوړ عمل خروج او د موټرو زنګونه دي، ټول د شور د ککړتيا بېلګې دي، کوم چې کولای شي، په خلکو د ASD اغېزې ولري.[۲۵][۲۶][۲۷]

په داسې حال کې چې شونې ده، عمرخوړلي د شور له امله د زړه ستونزې پیدا کړي، د روغتيا نړيوال سازمان له مخې: ماشومان په ځانګړي ډول د شور ښکار کېدای شي او هغه اغېزې چې شور يې په ماشومانو لري، شونې ده چې تلپاتې وي. شور د ماشومانو بدني او رواني روغتيا ته جدي ګواښ پېښوي او شونې ده چې د ماشوم د زده کړې او چلند په برخه کې منفي لاسوهنه وکړي.[۲۸][۲۹]

ځنګلي ژوند (د وحشي ژويو ژوند)[سمول]

اواز د ډېرو سمندري ژويو لپاره د خپل چاپېريال د زده کړې لپاره بنسټيزه طريقه ده. د بېلګې په ډول: د سمندري تي لرونکو ډيری انواع او کبان اواز د خپل تګ راتګ، اړيکو او د خوراک د لټون لپاره کاروي. انتروپوجينيکي شور په ژويو زیان رسونکي اغېزې پرېښودای شي، د ښکاري يا ښکار په معلومولو او ورڅخه په ځان کې د نازک توازن په بدلون سره د مرګ ګواښ لوړوي، همدا راز د اړيکو لپاره د اواز په کارولو کې لاسوهنه کول، په ځانګړي ډول د بيا توليد، لور موندلو او د يو شي د واټن معلومولو د محاسبې په برخه کې. دا اغېزې بيا د بالواسطه (ډومينو) اغېزو په مټ د ټولنې په منځ کې نورو ډېرو تعاملاتو ته بدلون ورکولای شي. د اواز په وړاندې زيات لوڅېدل، د اوريدلو د ځواک د لنډ مهالي يا تلپاتې له لاسه ورکولو لامل هم ګرځېدای شي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. Senate Public Works Committee. Noise Pollution and Abatement Act of 1972. S. Rep. No. 1160, 92nd Congress. 2nd session
  2. کينډۍ:Cite conference
  3. Marx, Leo (1964). The Machine in the Garden. New York: Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Noise Pollution: A Modern Plague". Southern Medical Journal (Lippincott Williams and Wilkins) 100 (3): 287–294. March 2007. doi:10.1097/SMJ.0b013e3180318be5. PMID 17396733. http://www.medscape.com/viewarticle/554566_2. Retrieved 2015-12-21. 
  5. Menkiti, Nwasinachi U.; Agunwamba, Jonah C. (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Assessment of noise pollution from electricity generators in a high-density residential area"]. African Journal of Science, Technology, Innovation and Development 7 (4): 306–312. doi:10.1080/20421338.2015.1082370. 
  6. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Race/Ethnicity, Socioeconomic Status, Residential Segregation, and Spatial Variation in Noise Exposure in the Contiguous United States"]. Environmental Health Perspectives 125 (7): 077017. July 2017. doi:10.1289/EHP898. PMID 28749369. 
  7. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Environmental Noise and the Cardiovascular System"]. Journal of the American College of Cardiology 71 (6): 688–697. February 2018. doi:10.1016/j.jacc.2017.12.015. PMID 29420965. 
  8. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Residence close to high traffic and prevalence of coronary heart disease"]. European Heart Journal 27 (22): 2696–2702. November 2006. doi:10.1093/eurheartj/ehl278. PMID 17003049. 
  9. "Results and Discussion – Effects – Noise Effect On Wildlife – Noise – Environment – FHWA". fhwa.dot.gov. مؤرشف من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kershaw F (15 December 2006). "Noise Seriously Impacts Marine Invertebrates". New Science. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Effects of ambient and boat noise on hearing and communication in three fish species living in a marine protected area (Miramare, Italy)"]. Marine Pollution Bulletin 58 (12): 1880–1887. December 2009. doi:10.1016/j.marpolbul.2009.07.011. PMID 19666180. 
  12. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Environmental Noise and the Cardiovascular System"]. Journal of the American College of Cardiology 71 (6): 688–697. February 2018. doi:10.1016/j.jacc.2017.12.015. PMID 29420965. 
  13. S. Rosen and P. Olin, Hearing Loss and Coronary Heart Disease, Archives of Otolaryngology, 82:236 (1965)
  14. "Noise Pollution". World Health Organization. 2018-12-08. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جنوري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 2009-09-10 باندې). Road noise link to blood pressure. BBC News.
  16. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cardiovascular conditions, hearing difficulty, and occupational noise exposure within US industries and occupations"]. American Journal of Industrial Medicine 61 (6): 477–491. June 2018. doi:10.1002/ajim.22833. PMID 29537072. 
  17. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ambient Air Pollution, Noise, and Late-Life Cognitive Decline and Dementia Risk"]. Annual Review of Public Health 40 (1): 203–220. April 2019. doi:10.1146/annurev-publhealth-040218-044058. PMID 30935305. 
  18. (په 2020-03-05 باندې). One in five Europeans exposed to harmful noise pollution – study. The Guardian.
  19. Jefferson, Catrice. "Noise Pollution". U.S. Environmental Protection Agency. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جون ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. National Institutes of Health, NIDCD (Feb 7, 2017). "Noise-Induced Hearing Loss". مؤرشف من الأصل في April 14, 2020. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. S. Rosen and P. Olin, Hearing Loss and Coronary Heart Disease, Archives of Otolaryngology, 82:236 (1965)
  22. National Institute for Occupational Safety and Health (Feb 6, 2018). "Noise and Hearing Loss Prevention". مؤرشف من الأصل في June 29, 2018. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Schafer, Murray (1977). The Soundscape. Destiny Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Fong, Jack (2014). "Making Operative Concepts from Murray Schafer's Soundscapes Typology: A Qualitative and Comparative Analysis of Noise Pollution in Bangkok, Thailand and Los Angeles, California". Urban Studies 53 (1): 173–192. doi:10.1177/0042098014562333. https://semanticscholar.org/paper/da7ffa599b3760df1294f436b78005cbd94bd505. Retrieved 2019-12-14. 
  25. "Autism & Anxiety: Parents seek help for extreme reaction to loud noise". Autism Speaks. مؤرشف من الأصل في ۱۳ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Tinnitus and Hyperacusis: Overview". American Speech-Language-Hearing Association. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Understanding Sound Sensitivity in Individuals with Autism Spectrum Disorders"]. Focus on Autism and Other Developmental Disabilities 25 (2): 67–75. 2010. doi:10.1177/1088357610364530. 
  28. "Noise and Its Effects on Children" (PDF). U.S. Environmental Protection Agency. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۹ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Children and Noise" (PDF). World Health Organization. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Listening to the Deep: live monitoring of ocean noise and cetacean acoustic signals"]. Marine Pollution Bulletin 63 (1–4): 18–26. 2011. doi:10.1016/j.marpolbul.2011.04.038. PMID 21665016. 
  31. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bats perceptually weight prey cues across sensory systems when hunting in noise"]. Science 353 (6305): 1277–1280. September 2016. doi:10.1126/science.aaf7934. PMID 27634533. Bibcode2016Sci...353.1277G. 
  32. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Individual differences show that only some bats can cope with noise-induced masking and distraction"]. PeerJ 8: e10551. 18 December 2020. doi:10.7717/peerj.10551. PMID 33384901. 
  33. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Testing the AC/DC hypothesis: Rock and roll is noise pollution and weakens a trophic cascade"]. Ecology and Evolution 8 (15): 7649–7656. August 2018. doi:10.1002/ece3.4273. PMID 30151178.