Jump to content

د شوروي د بيولوژيکي وسلو پروګرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


شوروي اتحاد د نړۍ تر ټولو لوی، اوږدو او تر ټولو پېچلو بيولوژيکي وسلو پروګرام په پټ ډول عملي کړه، چې په دې ډول يې د ۱۹۷۲ ز کال د بيولوژيکي وسلو د کنوانسيون (Biological Weapons Convention) د يوې برخې په توګه له خپلو اړتياوو يا مجبوريتونو څخه تېری وکړ. ياد پروګرام په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې پيل او لږ تر لږه د ۱۹۹۲ ز کال تر سپټمبر پورې يې دوام وکړ، مګر ښايي د روسيې له لورې يې له يادې نېټې څخه وروسته هم دوام کړی وي. [۱][۲]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال جوزف سټالين (Joseph Stalin) اړ شو، چې د خپلې بيولوژيکي جګړې عمليات د الماني ځواکونو د پرمختګ له لارې څخه وباسي او ښايي سټالينګراډ ته نږدې يې په ۱۹۴۲ ز کال کې د الماني ځواکونو پر وړاندې ټولاريميا (tularemia) کارولې وي.

په ۱۹۶۰ ز کال په شوروي اتحاد کې د بيولوژيکي وسلو د څېړنې ګڼ مرکزونه موجود و. که څه هم USSR د ۱۹۷۲ ز کال د بيولوژيکي وسلو تړون هم لاسليک کړ، مګر شورويانو په پای کې د خپلې بيولوژيکي جګړې پروګرامونه پراخ کړل. د خپل تاريخ په اوږدو کې د شوروي پروګرام د لاندې بيولوژيکي عاملينو د وسلې کولو او زېرمه کولو له مخې پېژندل کېږي (او د ډېرو نورو په اړه يې لومړنۍ څېړنې څېړنې ته دوام ورکړی يا څارلې ده): [۳]

  • باسيلس انتراسېز (انتراکس): [۴]Bacillus anthracis (anthrax)
  • يرسينيا پيسټېس (طاعون يا وبا): [۴]Yersinia pestis (plague)
  • فرانسېسيللا ټولارينسيز (ټولاريميا): Francisella tularensis (tularemia)
  • بورخولډيريا (ګلېنډرس): Burkholderia mallei (glanders)
  • بروسيلا په ځانګړي ډول (بروسيلوزز): Brucella sp. (brucellosis)
  • کوکسيلا برنيټي (کيو تبه): Coxiella burnetii (Q-fever)
  • د وينزويلا اس ته ورته encephalitis ويروس (VEE): Venezuelan equine encephalitis virus (VEE)
  • بوټولينيم زهر: Botulinum toxin
  • سټافايلوکوککال اينټورټوکسين بي: Staphylococcal enterotoxin B
  • چيچک: [۵]Smallpox
  • ماربرګ ويروس: Marburg virus
  • ارتوپوکس ويروس: Orthopoxvirus

دا پروګرامونه د ۶۵۰۰۰ خلکو په ګومارنې سره په لسګونو سيمو کې ډېر پراخ او تر سره شول. د بېلګې په ډول: د بيولوژيکي وسلې شوي چيچک د کلني توليد وړتيا له ۹۰ تر ۱۰۰ ټنونو پورې وه. په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ ز لسيزو کې ډېری دا عامل وسلې په د تودوخې، يخ او انټي بيوتيک ضد عواملو پر وړاندې د مقاومت کولو په موخه په جنيټيکي ډول بدل شوي وو. په ۱۹۹۰ ز لسيزه کې بوريس يلتسين (Boris Yeltsin) د بيولوژيکي وسلو تيري کوونکي خپرونې او همدرانګه د ۱۹۷۹ ز کال د “Sverdlovsk” بيولوژيکې وسلو د پېښې رښتيني طبيعت ته اجازه ورکړه، چې لږ تر لږه د ۶۴ تنو د مړينو لامل شوه. د شوروي د بيولوژيکي وسلو بې پايلې مشران لکه ولاديمير پاسچينيک (Vladimir Pasechnik) او کاناټجان اليبيکوف (Kanatjan Alibekov) تاييد کړه، چې ياده خپرونه خورا لويه او لا هم شته وه. په ۱۹۹۲ ز کال کې له متحده ايالتونو او انګليستان سره يو درې اړخيز تړون لاسليک شو، چې د بيولوژيکي وسلو خپرونو د پای ته رسولو او اسانتياوې يا امکانات يې په خيريه موخو د بدلولو ژمنه وکړه، مګر د تړون پر ځای کول او د شوروي د پخوانيو بيولوژيکي عواملو او اسانتياوو برخليک تر اوسه بې سنده پاتې دی. [۶]

تاريخچه

[سمول]

له دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې

[سمول]

پر بيولوژيکي جګړه باندې نړيوال بنديزونه يوازې د ۱۹۲۵ ز کال د جون مياشتې په جينوا پروتوکول سره پيل شوه، چې د کيمياوي او بيولوژيکي وسلو د کارونې مخنيوي کوي، مګر د ملکيت يا پرمختګ مخنيوی يې نه کوي. د جينيوا پروتوکول په تصويب سره بېلابېلو هېوادونو د هغه د پلي کولو او غچ اخېستنه کې د کارونې په اړه د خپلې زېرمې شرط (تحفظات) ورکړل. شوروي اتحاد يوازينی هېواد و، چې د خپل تصويب يادښت يې وسپاره. د يادو تحفظاتو له امله دا په عمل کې د «لومړۍ نه کارونې» يوازينی تړون و. [۷][۸][۹][۱۰]

د شوروي اتحاد د لومړنۍ فوځي بيولوژيکي پروګرام اصلي جوړونکی (معمار) ياکوف مويسيويچ فيشمېن (Yakov Moiseevish Fishman) و. د ۱۹۲۵ ز کال په اګسټ کې نوموړی د سور لښکر د فوځي او کيمياوي رياست (Voenno-khimicheskoe upravlenie چې لنډيز يې VOKhlMU دی) د لومړي مشر په توګه وټاکل شو. په ۱۹۲۶ ز کال کې د VOKhlMU له لورې په يو اداره کېدونکي کوچني لابراتوار کې فېشمېن “Fishman” د “Bacillus anthracis” (د انترکس سببي عامل) په اړه څېړنې پيل کړې. د ۱۹۲۸ په فبروري کې نوموړي د فوځي او سمندري چارو لپاره د خلق کميسار او د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (USSR) د اوښتونيزې فوځي شورا مشر “Kliment Efremovich Voroshilov ته بيولوژيکي جګړې لپاره د شوروي اتحاد د چمتووالي په اړه يو مهم راپور چمتو کړ. ياد راپور څرګنده کړه، چې بکتريايي اختيار په جګړه کې په برياليتوب سره کارېدلی شي او د شوروي د فوځي بکتريالوژي سازمان لپاره يې يو پلان وړانديز کړ. دا همغه وخت و چې “Ivan Mikhailovich Velikanov” د شوروي د بيولوژيکو وسلو په لومړنۍ پروګرام کې د مخکښ پوه په توګه راڅرګند شو، چې په اصل کې بوټولينيم زهر او بوټوليزم متخصص و. په ۱۹۳۰ ز کال کې ويليکانوف نږدې ۳۰ ميله د مسکو لويديځ “Vlasikah” کې د سور فوځ د واکسين سيرا لابراتوار د نوي تاسيساتو قوماندان وټاکل شو. په ياده سيمه کې ودانۍ چې د چيچک smallpox)) انسټيتيوټ پورې اړه لري او د خلکو د روغتيا کميسارۍ تر لاس لاندې وې، فوځي اسانتيا يا مهارت ته ولېږدول شول. په فوځي لابراتوار کې لومړنيو خپرونو پر “Francisella Tularensis” (د tularaemia په سببي عامل) باندې تمرکز وکړ. “tularaemia” په اصل کې انتاني ناروغي ده، چې د سوې تبه (rabbit fever) هم ورته وايي. [۱۱]

بيولوژيکي څېړنه په “Vlasikha” کې د روان کار سره موازي پر مخ وړلو سره يو ځای په يو انسټيټيوټ کې څارل کېدله، چې د دولتي امنيتي ميکانيزم په واسطه اداره شو. د ۱۹۳۱ په جولای کې د دولتي سياست ګډ رياست (Joint State Political Derectorate “OGPU”) چې د NKVD پخوانی پر مخ وړونکی و په “Suzdal” کې د منځګړيتوب ډلې [د دنيا د تارکانو ډله] واک تر لاسه کړ او بيا يې په راتلونکي کال کې د بنديخانې يو ځانګړی لابراتوار يا ‘Sharshka” جوړ کړ. په ياد لابراتوار کې د طاعون او ټولاريميا نږدې ۱۹ مخکښ متخصصين د بيولوژيکي وسلو د پرمختګ په اړه کار کولو ته اړ کړای شوي وو. په ۱۹۳۶ ز کال کې په “Vlasikha” او “Suzdal” دواړو لابراتوارونو کې کارکوونکو ساينس پوهان “Gorodomlya” ټاپو ته ولېږدول شول، چې هلته يې د پښې او خولې ناروغۍ د څېړلو لپاره يو انسټيټيوټ ونيو. ياد انسټيټويټ په اصل کې د خلکو د کرنې کميسارۍ (Narkomzem) لپاره رغول شوی و. ويليکانوف د ګورودومليا ټاپو د مرکز قوماندان په توګه غوره شو، چې د بايوټکنيکل انسټيټيوټ په توګه ونومول شو او د V/2-1094 رمز وړ نوم له مخې هم پېژندل کېده. الماني استخباراتو راپور ورکړ، چې ياد انسټيټيوټ پر Francisella Tularensis (د tularaemia پر سببي عامل) او “Yersinia pestis” (د طاعون يا وبا پر سببي عامل) باندې متمرکز ازمايښتونو کې بوخت و. [۱۲]

د ۱۹۳۶ ز کال په اوړي کې “Ivan Mikhailovich Velikanov” پر “Vozrozhdeniya” تاپو باندې د بيولوژيکي وسلو د ازمايښتونو تر سره کولو په موخه د سور فوځ د لومړي ټولګي مشري وکړه. د “Velikanov” د بايوټيکنيکل انسټيتيوټ څخه نږدې ۱۰۰ تنو غړو په ازمايښتونو کې ګډون وکړ. د ۱۹۳۷ په جولای کې ټاپو ته د دويم ټولګي د لپاره د پلان جوړلو پر مهال ويليکانوف “Velikahnov” د شوروي امنيتي ارګانونو له لورې ونيول او په پای کې په ډزو ووژل شو. د همدې کال له دوبي څخه وروسته د بايوټيکنيکل انسټيټيوټ نوي رئيس او د “tularaemia” د سببي عامل يانې “Francisella tularensis” متخصص ليونيډ مويسيويچ خاتانيور (Leonid Moiseevich Khatanever) اوزروژډينېيا (Vozrozhdeniya) ته د دويم ټولګي مشري وکړه. دوه ځانګړې کښتۍ او دوه الوتکې خاتانيور (Khatanever) ته د “tularaemia” بکتريا پر خپرېدنه باندې متمرکز ازمايښتونو کې د کارولو په موخه وګومارل شوې. المان په ۱۹۴۱ ز کال کې د بارباروسسا په نوم عمليات (Operation Barbarossa) پيل کړل او په اکتوبر کې د نږدې کالېنين “Kalinin” سيمې له نيولو څخه وروسته، پر “Gorodomlya” ټاپو باندې د بيولوژيکي وسلې مرکز بې ځايه او بيا ځلي په کېروف (Kirov) کې ځای پر ځای شو. [۱۳]

اليبېک (Alibek) چې د “Kanatzhan Baizakovich Alibekov” په توګه د “Biopreparat” لپاره د بيولوژيکي وسلو يو ساينسپوه و، د شوروي د بيولوژيکي پروګرام د تاريخ په برخه کې د بيولوژيکي وسلې د لومړنۍ څېړنې يوه بشپړه بېله برخه تشرېح کوي، چې په ليننګراد کې څارل کېده. د دې چارې په اړه ادعا کېږي، چې په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې د ليننګراد په فوځي طبي اکاډمۍ(Leningrad Military Medical Academy)  کې د OGPU تر واک لاندې پيل شوه. د اليبېک په وينا په ۱۹۲۸ ز کال کې اوښتونيزې فوځي شورا (Revolutionary Military Council) د “Typhus” (لکه دارې تبې) د وسلې کولو په اړه يو فرمان لاسليک کړ. د ليننګراد فوځي طبي اکاډمۍ د چرګوړي په جنين کې تيفوس (لکه دارې تبه) کښت پيل کړ. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Leitenberg, M., Zilinskas, R., & Kuhn, J. (2012). Conclusion. In The Soviet Biological Weapons Program (pp. 698-712). Cambridge, Massachusetts; London, England: Harvard University Press. Retrieved February 7, 2021, from http://www.jstor.org/stable/j.ctt2jbscf.30
  2. "2021 Adherence to and Compliance With Arms Control, Nonproliferation, and Disarmament Agreements and Commitments". United States Department of State (in انګليسي). بياځلي په 2021-10-30.
  3. Cook, Michelle Stem and Amy F. Woolf (April 10, 2002), Preventing Proliferation of Biological Weapons: U.S. Assistance to the Former Soviet States, (Congressional Research Service Report for Congress), pg 3.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Kelly, David (2002). "The Trilateral Agreement: lessons for biological weapons verification" (PDF). In Findlay, Trevor; Meier, Oliver (eds.). Verification Yearbook 2002 (PDF). London: Verification Research, Training and Information Centre (VERTIC). pp. 93–109. ISBN 978-1-899548-35-4.
  5. "What happened after an explosion at a Russian disease research lab called VECTOR?". Bulletin of the Atomic Scientists (in American English). 2019-11-27.
  6. Leitenberg, M., Zilinskas, R., & Kuhn, J. (2012). Conclusion. In The Soviet Biological Weapons Program (pp. 698-712). Cambridge, Massachusetts; London, England: Harvard University Press. Retrieved February 7, 2021, from http://www.jstor.org/stable/j.ctt2jbscf.30
  7. "Text of the 1925 Geneva Protocol". United Nations Office for Disarmament Affairs. بياځلي په 2021-02-16.
  8. "Disarmament Treaties Database: 1925 Geneva Protocol". United Nations Office for Disarmament Affairs. بياځلي په 2021-02-16.
  9. "Russian Federation: Ratification of 1925 Geneva Protocol". United Nations Office for Disarmament Affairs. بياځلي په 3 April 2021.
  10. Beard, Jack M. (April 2007). "The Shortcomings of Indeterminacy in Arms Control Regimes: The Case of the Biological Weapons Convention". American Journal of International Law (in انګليسي). 101 (2): 277–284. doi:10.1017/S0002930000030098. ISSN 0002-9300. S2CID 8354600.
  11. Rimmington, Anthony (2018-11-15). Stalin's Secret Weapon: The Origins of Soviet Biological Warfare (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-092885-8.
  12. Rimmington, Anthony (2018-11-15). Stalin's Secret Weapon: The Origins of Soviet Biological Warfare (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-092885-8.
  13. Rimmington, Anthony (2018-11-15). Stalin's Secret Weapon: The Origins of Soviet Biological Warfare (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-092885-8.
  14. Alibek, K. and S. Handelman. Biohazard: The Chilling True Story of the Largest Covert Biological Weapons Program in the World - Told from Inside by the Man Who Ran it. 1999. Delta (2000) ISBN 0-385-33496-6
  15. Bacterial warfare: Russia. UK National Archives. 1924–1926.
  16. Rimmington, Anthony (2018-10-15). Stalin's Secret Weapon: The Origins of Soviet Biological Warfare (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-005034-4.