د شوروي اتحاد صنعتي کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شوروي اتحاد صنعتي کول د پرمختللو پانګوالو دولتونو تر شا د اقتصادي وروسته پاتې کېدو د کمولو په موخه د شوروي د صنعتي ځواک د چټک جوړښت يو بهير و، چې د ۱۹۲۹ زکال له می مياشت څخه د ۱۹۴۱ ز کال تر جون پورې تر سره شو.

د صنعتي کولو رسمي دنده له يو کرنيز دولت څخه مخکښ صنعتي دولت باندې د شوروي اتحاد بدلول وه. د ټولنې د بنسټيزې بيارغونې د درې ګونې دندې (صنعتي کول، اقتصادي تمرکز او د کرنې او کلتوري اوښتون اشتراکي کول) د يوې ټوليزې يا جامع برخې په توګه د سوسياليست صنعتي کولو د پيل بنسټ د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره د لومړني پينځه کلن پلان په واسطه کېښودل شوی و، چې له ۱۹۲۸ څخه تر ۱۹۳۲ز کال پورې يې دوام وکړ.

د شوروي په وختونو کې صنعتي کول يو لوی کار شوی و. د توليد د ظرفيت او د دروند يا ثقيله صنعت د توليد د حجم (څلور برابره) چټکه وده له پانګوال هېوړادونو څخه د اقتصادي خپلواکۍ د ډاډمنولو او د هېواد د ساتنې وړتيا د پياوړې کولو لپاره له سترو ارزښتونو څخه وه. په دې وخت کې شوروي اتحاد له کرنيز هېواد څخه صنعتي هېواد ته د لېږد بهير پيل کړ. د هېواد پالنې د لويې جګړې “Great Patriotic War” پر مهال د شوروي صنعت د نازي المان پر صنعت باندې خپل غوره والی ثابت کړ. د ۱۹۸۰ ز لسيزې له وروستيو راهيسې شوروي اتحاد او روسيه کې د صنعتي کولو د بيې په اړه بحثونه تر سره شوي دي، چې د شوروي اقتصاد او ټولنې لپاره يې د هغې پايلې او اوږدمهاله پايلې هم پوښتلي دي. که څه هم له شوروي څخه د وروسته دولتونو اقتصاد تر اوسه د صنعتي بنسټ په هغه لګښت فعاليت کوي، چې په شوروي دوره کې رامنځته شوی و. [۱][۲][۳]

د روسيې د برېښنايي کولو دولتي کميسيون “GOELRO”[سمول]

وار له مخه د کورنې جګړې پر مهال د شوروي حکومت د هېواد د برېښنايي کولو لپاره د اوږدمهاله پلان جوړول پيل کړ. د ۱۹۲۰ز کال ډسمبر کې “GOELRO” نومي پلان د شورويانو د اتم ټول روسي کانګرس له لورې تصويب شو او يو کال وروسته د ورته نهم کانګرس له لورې هم تصويب شو.

ياد پلان چې د برېښنايي صنعت د لومړيتوب پراختيا لپاره چمتو شوی و، د سيمو د پرمختګ په پلانونو پورې تړلی و. د “GOELRO” پلان چې له ۱۰ څخه تر ۱۵ کالونو لپاره جوړ شوی و، د ۳۰ ولسواليو د برېښنايي ماشينونو (۲۰ د حرارتي برېښنا ماشينونه او ۱۰ د اوبو برېښنا ماشينونه) د جوړښت لپاره د ۱،۷۵ ګيګا واټ ټوليز ظرفيت چمتو کړ. دې پروژې اته سترې اقتصادي سيمې (شمالي، مرکزي صنعتي، سويلي، اولګا، يورال، لويديځه سايبريايي، قفقازي او ترکستان) وپوښلې. په ورته وخت کې د هېواد د لېږد رالېږد يا ترانسپورت سيستم وده (د اورګاډي د پخوانيو او نويو ليکو بيارغونه او د اولګا او ډون “Volga-Don” تر منځ کانال بيارغونه) تر سره شوې وه.

د “GOELRO” پروژې په شوروي اتحاد کې د صنعتي کولو بهير شونی کړ: د برېښنا توليد په ۱۹۳۲ز کال کې د ۱۹۱۳ز کال په پرتله يو ساعت کې له ۲ څخه تر ۱۳،۵ بيليون کېلو واټ پورې (نږدې ۷ برابره) زيات شو. [۴]

د صنعتي کولو بڼې[سمول]

څېړونکي د صنعتي کولو لاندې بڼې په ګوته کوي:

  • د پانګه اچونې څانګې يا سکتورونه د اصلي اړيکې په توګه غوره شوي وو: د فلزاتو راايستنه او کارول، انجنيري، صنعتي جوړښت؛
  • د بيې د پرې کونکي په کارونې سره له کرنې څخه صنعت ته د تمويلاتو لېږد؛
  • د صنعتي کولو لپاره د تمويل په متمرکز کولو کې د دولت ځانګړې ونډه؛
  • په دوه بڼو د مالکيت د يوازيني ډول (سوسياليست) رامنځته کول: دولتي او ګډ اشتراکي شرکت؛
  • د صنعتي کولو پلان جوړونه؛
  • د خصوصي پانګې نه شتون (په ياده دوره کې اشتراکي تشبث قانوني و)؛
  • پر خپلو سرچينو باندې تکيه کول (په شته باندنيو او دننيو حالتونو کې د خصوصي پانګې راښکل (جلبول) ناشوني وو)؛
  • خورا متمرکز سرچينې؛

د نوې اقتصادي تګلارې “New Economic Policy” په دوره کې بحثونه[سمول]

تر ۱۹۲۸ ز کال پورې شوروي اتحاد «نوې اقتصادي تګلاره» پلې کړه. په داسې حال کې چې د کرنې، پرچون، خدمتونو، خواړو او برېښنا صنعتونه زياتره خصوصي لاسونو کې وو، دولت د دروند صنعت، ترانسپورت، بانکونو، ټوليز يا عمده پلور او نړيوالې سوداګرۍ واګې وساتلې. دولتي تشبثونو يو له بل سره سيالي وکړه، د شوروي اتحاد د “Gosplan” ونډه يوازې د دولتي پانګه اچونې د لوري او اندازې د مشخص کولو په اړه د اټکل تر بريده وه.

د بولشويزم يو بنسټيز توپير يا اختلاف دا حقيقت و، چې هغه ګوند چې ځان يې کارګر او خپله واکمني يې «د کارګر زورواکي» ګڼله، په يو کرنيز هېواد کې واک ته ورسېده، چې د کارخونو کارکونکو په کې د نفوس يوازې يو څو سلنه جوړه کړه او زياتره يې د هغه سيمې وروستي کډوال وو، چې تر اوسه يې له هغې سره په بشپړ ډول اړيکې نه وې پرې کړې. اجباري صنعتي کول د دې اختلاف د له منځه وړلو په موخه پلان شوي وو.

د باندني سياست له نظره هېواد په دښمنانه حالتونو کې و. د ټول اتحاد کمونيست ګوند “All-Union Communist Party” (بلشويک) د مشرۍ له مخې له پانګوال دولتونو سره د نوې جګړې ډېره شونتيا وه. د پام وړ ده، چې ان په ۱۹۲۱ز کال کې د روسيې د کمونيست ګوند په لسم کانګرس کې د “About the Soviet Republic Surrounded” نومي راپور ليکوال ليف کامينيف “Lev Kamenev” وويل، چې د دويمې نړيوالې جګړې لپاره چمتووالی چې په اروپا کې پيل شوی و: [۵]

«هغه څه چې موږ يې هره ورځ اروپا کې وينو ثابتوي، چې جګړه پای ته نه ده رسېدلې، پوځونو د حرکت په حال کې دي، د مبارزې امرونه ورکول کېږي، لښکرکوټونو يوې او بلې سيمې ته استول کېږي او هيڅ پولې په پياوړي ډول رامنځته شوې نه شي ګڼل کېدلی. ... يو څوک له يو ساعت څخه بل ساعت تمه لرلی شي، چې پخوانۍ پای ته رسېدلې امپرياليستي وژنه به د خپل طبيعي دوام په توګه يو څه نوي او ان خورا ظالمانه او خورا ګواښونکې امپرياليستي جګړه رامنځته کړي.

جګړې لپاره چمتووالي بشپړ پوځي وسايلو ته اړتيا درلوده. د روسي سترواکۍ پوځي ښوونځي چې د اوښتون او کورنۍ جګړې له امله ويجاړ شوي وو، بېرته ورغول شول؛ پوځي پوهنځيو، ښوونځيو، انسټيټيوټونو او پوځي کورسونو يا روزنيزو دورو د سور پوځ “Red Army” روزنه پيل کړه. که څه هم د دروند صنعت د وروسته پاتې والي له امله په سمدستي ډول د سور پوځ د تخنيکي بيا سمبالولو پيلول ناشوني وو. په ورته وخت کې د صنعتي کولو شته کچې ځکه پوره يا کافي نه ګڼل کېدلې، چې د پانګوالو هېوادونو په پرتله وروسته پاتې والی چې په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې يې اقتصادي وده درلوده، مخ پر زياتېدو و. [۶][۷]

پر وسلو د بيا سمبالولو لپاره د دې ډول پلانونو له ډلې يو يې د ۱۹۲۱ز کال په لومړيو کې د سور پوځ د بيا تنظيمولو مسوده کې رامنځته شو، چې د سرګي ګوسيف او ميخايل فرونز له لورې د لسم کانګرس لپاره چمتو شوې وه. يادې مسودې د نوې لويې جګړې ناچاري (حتمي والی) او جګړې لپاره د سور لښکر ناچمتووالی دواړه بيان کړل. ګوسيف او فرونز د چټک امر له مخې د شوبلو، توپخانې، زغره وال موټرانو، زغره وال اورګاډو او الوتکو د ډله ييز توليد د تنظيمولو وړانديز وکړ. د سور پوځ د مخالفو واحدونو په ګډون په غور سره د کورنۍ جګړې د تجربې څېړلو په موخه يو بل ټکی هم وړانديز شوی و (د “White Guards” لوړ پوړي واحدونه، مخنوويستي ګاډۍ، رېنګل «بم غورځونکې الوتکې» او داسې نور). د دې تر څنګ ليکوالان په ټينګه غوښتنه وکړه، چې روسيه کې د پوځي مسايلو په اړه د باندنيو مارکسيست کارونو د سمدستي خپرولو چارې تنظيم کړي.

سرچينې[سمول]

  1. Program of the Communist Party of the Soviet Union. 1961
  2. Industrialisation // Great Soviet Encyclopedia: [in 30 volumes] / editor-in-chief Alexander Prokhorov – 3rd edition – Moscow: Soviet Encyclopedia, 1969–1978
  3. Program of the Communist Party of the Soviet Union. 1961
  4. Pavel Kravchenko (2017). Orthodox World (National Idea of the Centuries-Old Development of Russia). Издательство Aegitas. د کتاب پاڼې 441. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-77313-215-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lev Kamenev, Pavel Kravchenko (2017). About the Soviet Republic Surrounded // Orthodox World (National Idea of the Centuries-Old Development of Russia). د کتاب پاڼې 442. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781773132150. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. The Industry of the Soviet Union in 1928–1929: According to official data, the growth of gross output in 1926/27 amounted to 14%.
  7. David Petrovsky. Military School During the Revolution (1917–1924), the Supreme Military Editorial Board. Moscow – 1924 – 265 pages