د شلګر ادبي بهیر ۵ غونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سجده مې درته وکړه بت پرستو کې رانشم

بیــــګا مې کلیمې سره یاد کړی ېې وطـــنه

د شلګر ادبي بهیر پنځمه ناسته

نېټه: ۱۴۰۱/۷/۸

راپور: ډاکتر محمد الله  ولید

ستېج چارې: عبدالولي بيدار

دا ځل بیا شلګر ادبي بهیر دناستو په لړۍ کې خپله پنځمه ناسته نن د جمعې ورځ د ماسپښین دوه بجې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ په سلطان شهاب الدین لېسه کې ترسره شوه، چې پکې ګڼ شمېر ادیبپالو، استادانو، زده کوونکو او د ادب مینه والو ونډه درلوده، غونډې د تېر په څېر دوې برخې درلودې چې لمړۍ برخه یې قاري صیب عصمت الله سعید د سپېڅلي کتاب الله د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل کړه، وروسته د محمد اصف حنیفي د غونډې لنډه اجندا واوروله، او استادانو او له لري څخه راغلو مېلمنو ته یې  هرکلی وویل.

د غونډې په لمړۍ برخه په غزني کې د مسلم پوهنتون قدرمن استاد کفایت الله رسولزي د کانکور د ازموینې په لارښوود، مېتود، سوالونو حلولو، انتخاب جوړولو، او په عموم کې د کانکور د ګډون کولو په رهنما لنډ لکچر ورکړ او ناستو زده کوونکو او د کانکور ګډونوالو ته یې په خطاب کې وویل: کانکور یوه سرنوشت سازه او د ۱۲ کالو د نتېجې د تعین ازموینه ده، باید هر زده کوونکی محتاطانه عمل وکړي او جرأت او حوصله لرونکی و واوسي.

وروسته په دې موضوع د غونډې ګډونوالو ازاد بحث او ځینو استادانو او د غونډې ګډونوالو نظرونه او خپلې تجربې بیان کړې، په دې لړ کې څو تنو زده کوونکو د کانکور اړوندې پوښتنې او تشویشونه بیان کړل چې استاد رسولزی ورته قناعت ورکوونکي ځوابونه ورکړل.

ورسته د ستېج مخې ته د غونډې بل مېلمه د غزنی د تخنیکي پوهنتون استاد محمد امین حکیمي راوبلل شو چې استاد هم د کانکور ځېني سپارښتنې او په کانکور کې د بریا او انتخابونو په اړه ځینې مهم موضات تشریح او د ګډون والو ته یې د ازموینې په صحنه کې د پوره همکاري ډاډ ورکړ.

د غونډې لمړۍ برخه د حنیفي په یوه تجربه او زده کوونکو ته د نږدې پوهنتونونو د انتخاب او ویلو د توان او اقتصادي حالت په نظر کې نیولو مشورې سره پای ته ورسېده.

د غونډې دویمه نیمایې ادب او مشاعرې ته ځانګړې شوي وه، چې استاد حمدالله د شعر او ادب د ارزښت په خبرو پیل کړه، استاد ادب داسي تعریف کړ: (ادب د حذب له عربي کلیمې اخیستل شوی چې عربانو به اصلاح شوي ونې ته حذب ویل)، استاد وویل ادب په اصطلاح کې په واقعې ډول د واقیعت انځورول د تخییل او ادب په ژبه عبارت له ادب څخه ده، استاد شعر او ادب ټول اړخونه لنډ تشریح او ژبه او ادب یې د یوې ټولنې او ملت هویت او د ژوندې پاتې کېدو لامل وبلل او اړوند مفصل معلومات یې ورکړل.

وروسته په ترتیب سره، نبی الله، عصمت الله، عبدالحنان، ډاکتر محمدالله ولید، محمد اصف حنیفي، عصمت الله سعید، او استاد محمد امین حکیمي انتخابي او ځینو ځپل شعرونه وویل او استاد حکمت الله شاکر د خپل خوږ غزل زمزه وکړه.

د مشاعرې وروستۍ برخه د ډاکتر ولید په لنډه وینا او د ادبي بهیر مشر په ټاکلو، فرهنګي کمېټې جوړولو، او د بهیر په لا معیاري کولو خصوصا د غونډې په پیل کې د تېرې غونډې د راپور په وړاندې کولو، راپور په اصلاح او  لا سمون مشورې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې غونډه باید یوه د مېلمه څوکۍ او یوه د کوربه څوکې ولري او د تل په څېر غونډې باید دوه یا درې برخې ولري چې؛ اوله برخه به یې د زده کړې، لکچر، نثر لیکلو، شعر زده کړې، د شعر فن او یا هم کره کتنه وي او دویمه برخه به یې مشاعره وي.

غونډه مازدیګر ته نږدې مهال د استاد شهاب الدین شهاب د دوعایې په لوستلو پای ته ورسېده.

درنښت

م.ا ولید