د سېټاسیانو تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اټکل کېږي چې د سېټاسیانو تکامل د هند په کوچني براعظم کې ۵۰ میلیون کاله پخوا (mya) د هموارو انګولېټانو څخه پیل شوی دی او لږ ترلږه ۱۵ میلیون کاله یې دوام موندلی دی. سېټاسیان په بشپړ ډول اوبیز سمندري تی لرونکي دي چې د آرټیوډاکټېلا کورنۍ پورې تړاو لري او له نورو آرټیوډاکټیلا څخه کابو ۵۰ میلیون کاله پځوا جلا شوي دي. اټکل کېږي چې سېټاسیانو د ائوسېن په اوږدو کې یا له هغه څخه مخکې تکامل موندلی دی او له سمندري اس سره ترټولو نږدې وروستنی ګډ پلار لري. له هغه ځایه چې دوی تی لرونکي دي، د هوا تنفس لپاره سطحې ته راځي؛ هغوی د ګوتو پنځه هډوکي (هموار) په خپلو بالونو کې لري؛ هغوی له خپلو بچیانو څخه ساتنه کوي؛ او، د هغوی د بشپړ اوبیز ژوند سربېره، د خپلو ځمکنیو پلرونو ډېری اسکلیټي ځانګړتیاوې یې ساتلي دي. هغه څېړنې چې د ۱۹۷۰مې لسیزې په وروستیو کې په پاکستان کې ترسره شوې، له وچې څخه سمندر ته د تی لرونکو لېږد لپاره یې څو مرحلې څرګندې کړې.

اټکل کېږي چې د سېټاسیانو دوه مډرنه پاروورډران – Mysticeti (بالیني نهنګان) او Odontoceti (غاښ لرونکي نهنګان) – کابو ۲۸ تر ۳۳ میلیون کاله پخوا د سېټاسیانو دوهمه وړانګه کې له یوبل څخه جلا شوي دي، لومړۍ وړانګه په آرکیوسېټانو کې ترسره شوې وه. په غاښ لرونکو نهنګانو کې د حیواناتو ایکولوکېشن تطابق هغوی په بشپړ ډول اوبیزو آرکیوسېټانو او لومړنیو بالیني نهنګانو څخه جلا کړل. د بالین شتون په بالیني نهنګانو کې په تدریجي ډول رامنځته شو، پخوانۍ بڼې د ډېر لږ بالین درلودونکې وې او د هغوی اندازه بالیني انحصار (او ورپسې فلټري تغذیه کې زیاتوالي) پورې تړلې ده.[۱]

لومړنی تکامل[سمول]

د سېټاسیانو اوبیز ژوند سټایل د لومړي ځل لپاره کابو ۵۰ میلیون کاله پخوا او لږ تر لږه ۱۵ میلیون کالو په دوره کې د هند په کوچني براعظم کې پیل شو، خو په آنټراکټیکا کې د زنې یو کشف شوی هډوکی کېدای شي هغه ۵ میلیون کالو ته راکم کړي. آرکیوسېټي د سېټاسیا یوه ورکه شوې بڼه ده چې لرغوني نهنګان په کې شامل وو. د سېټاسیانو تکامل دودیزه فرضیه، چې په ۱۹۶۶م کال کې د لومړي ځل لپاره د وان والن لخوا وړاندې شوه، دا وه چې نهنګان له مېزونیشیډانو سره تړاو درلود، چې د زهرجنو غوښه خوړونکو کبانو (تېز غاښ لرونکي حیوانات) یوه ورکه شوې کورنۍ چې لېوانو ته ورته وو او د آرټیوډاکټیلانو (همواره انګولېټانو) د خور ګروپ وو. دا فرضیه د میزونیکیډانو او لومړنیو نهنګانو د مثلثي غیر معمولو غاښونو ورته والي له امله مطرح شوه. که څه هم، مالیکولي فایلوجني ډاټا څرګندوي چې نهنګان له آرټیوډاکټیلانو سره نږدې اړیکې لري او سمندري اسونه د هغوی ترټولو نږدې ژوندي خپلوانو په توګه پېژندل کېږي. د دې مشاهداتو له امله، سېټاسیان او سمندري اسونه د ویپومورفا په نوم یوه فرعي طبقه کې راځي. سېټارسیوډاکټیلا (چې د سېټاسیا او آرټیوډاکټیلا وییو څخه جوړ شوی) د هغې کورنۍ لپاره سپارښت شوی نوم دی چې هم سېټاسیان او هم آرټیوډاکټیلان په کې شامل دي. په هرحال، ترټولو پخواني آنټراکوټېران، د سمندري اسونو نیکونه، تر منځني ائوسینه یانې له پاکیسېټوس څخه میلیونونه کاله وروسته، په فوسیلونو کې نه لیدل کېږي، په داسې حال کې چې د نهنګ لومړنی پېژندل شوی نیکه د ائوسین په اوږدو کې څرګند شو. په وختونو کې دا توپیر دا ښکاروي چې دا دوه ډلې له ائوسین څخه مخکې له یوبل څخه جلا شوي دي. مالیکولي ارزونه ښکاروي چې آرتیوډاکټیلان سېټاسیانو ته ډېر نږدې دي، له همدې کبله مېزونیکیډا په لوړ ګومان د آرټیوډاکټیلا یوه برخه ده، او سېټاسیان په مستقیم ډول له مېزونیکیډانو څخه نه دي اخیستل شوي، خو دا دوه ډلې کېدای شي ګډ نیکونه ولري.[۲][۳][۴][۵]

له مالیکولي ډاټا څخه د پاکيسېټوس، ترټولو لرغونی آرکیوسېټ، کشف سره ملاتړ کېږي. د پاکیسېټوس اسکلیټونه ښکاروي چې نهنګان په مستقیم ډول له مېزونیکیډانو څخه ندي مشتق شوي. پرځای یې، هغوی هغه آرټیوډاکټیلان دي چې له میزونیکیډانو څخه د آرټیوډاکټیلانو جلا کېدو پسې سمدستي اوبو ته ځي. آرکیوسېټانو له خپلو نیکونو څخه هغه ځانګړتیاوې (لکه مثلثي غاښونه) ساتلي دي چې اوسنیو آرټیوډاکټيلانو او اوسنیو نهنګانو له لاسه ورکړي دي. د ټولو تی لرونکو لومړني نیکونه په لوړ ګومان لږ ترلږه غوښه خوړونکي یا لاش خوړونکي وو او ننني آرټیوډاکټیلان او پریسوډاکټیلان وروسته د خپل تکامل په اوږدو کې بوټي خوړونکو ته بدل شول. په هرحال، نهنګانو خپل غوښه خوړونکی رژیم وساته، ځکه دا خوراک ورته د لاسرسی لپاره اسانه وو او هغوی د لوړې کالوري لرونکو خوړو ته اړتیا لرله ترڅو وکولی شي د سمندري انډوټرمانو (ګرمې وینې لرونکو) په توګه ژوند وکړي. مېزونیکیډان هم په تخصصي غوښه خوړونکو بدل شول، خو په لوړ ګومان دا د هغوی د ضعف یو ټکی وو ځکه چې لوی ښکار ورته غیر معمول وو. کېدای شي همدا یې لامل وي چې هغوی له سیالۍ وتلې حیواناتو لکه هیانوډونټیډانو او وروسته له کارنیوورا څخه مخکې شول.[۶]

اینډوهایوس[سمول]

اینډوهایوس شوروټاین ته ورته کوچنی حیوان وو چې کابو ۴۸ میلیون کاله پخوا یې په اوسني کشمیر کې ژوند کاوه. دا د آرټیوډاکټیل راولیډای کورنۍ پورې تړلی دی چې باور پر دې دی چې د سېټاسیا ډلې ته ترټولو نږدې خور ډله ده. اینډوهایوس د یوه آرټیوډاکټیل په توګه پېژندل کېږي ځکه چې د ستوني دوه پیپونه لري چې د آرټیوډاکټیلانو یوه خاصه ځانګړنه ده. دا هرڅه خوړونکی موجود چې کابو د یوه راکون یا کورنۍ پیشي په اندازه ده، د اوسنیو نهنګانو ځینې ځانګړتیاوې له ځان څخه ښکاروي، په ځانګړې توګه د انولوکروم، د هډوکي د ودې نمونه چې د سېټاسیا تشخیصي ځانګړنه ده، دا په هیڅ بل ډول کې نه پیدا کېږي. همدارنګه سمندري ژوو سره د سازګارۍ نښې، لکه د اندام کلک هډوکي څرګندوي چې د لامبو وړتیا کموي ترڅو وکولی شي د اوبو لاندې پاتې شي، او هغو ځانګړتیاوو سره ورته ده چې د سمندري اس په شان اوسنیو اوبیزو تی لرونکو کې شتون لري. دا ښکاروي چې دوی د افریقایي موږکانو یا اوبیزو شوروټاینو په شان ورته سټراټیژي لري چې کله یوه ښکاري مارغه دوی وګواښي په اوبو کې لاندې ځي او تر څلورو دقو د سطحې لاندې ځان پټوي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د اینډوهایوس لومړني فوسیلونه د هندي ځمک پېژندونکي اې رانګا رائو لخوا کشف شول. هغه د هغو ډبرو په منځ کې چې راټولې کړې یې وې، څو غاښونه او د زنې یو هډوکی پیدا کړ. د هغه له مړینې وروسته، د هغه کونډې لیلاواتي رائو دا ډبرې پروفیسور هانس ټېویسیان ته ورکړې. د هغه ټکنېشن په تصادفي ډول ځېنې ورکړل شوې ډبرې ماتې کړې او د اېنډوهایوس لا ډېر فوسیلونه یې کشف کړل.[۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Nikaido, M.; Matsuno, F. (2001). "Retroposon analysis of major cetacean lineages: The monophyly of toothed whales and the paraphyly of river dolphins". Proceedings of the National Academy of Sciences. 98 (13): 7384–9. Bibcode:2001PNAS...98.7384N. doi:10.1073/pnas.121139198. PMC 34678. PMID 11416211. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite newsgroup
  3. Hong-Yan, Gao; Xi-Jun, Ni (2015). "Diverse stem cetaceans and their phylogenetic relationships with mesonychids and artiodactyls" (PDF). Vertebrata PalAsiatica. 53 (2): 165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite newsgroup
  5. L. Fenton, Carroll; V. Rich, Pat; A. Fenton, Mildred; H. V. Rich, Thomas (1996). [[[:کينډۍ:Google books]] "The Early Mammals"] تحقق من قيمة |chapter-url= (مساعدة). The Fossil Book: A Record of Prehistoric Life. Dover Publishing. د کتاب پاڼي 547–548. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-29371-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. L. Fenton, Carroll; V. Rich, Pat; A. Fenton, Mildred; H. V. Rich, Thomas (1996). [[[:کينډۍ:Google books]] "The Early Mammals"] تحقق من قيمة |chapter-url= (مساعدة). The Fossil Book: A Record of Prehistoric Life. Dover Publishing. د کتاب پاڼي 547–548. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-29371-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Cite newsgroup
  8. کينډۍ:Cite newsgroup
  9. کينډۍ:Cite newsgroup
  10. کينډۍ:Cite newsgroup
  11. Thewissen, J. G. M.; Cooper, Lisa Noelle; Clementz, Mark T.; Bajpai, Sunil; Tiwari, B. N. (20 December 2007). "Whales originated from aquatic artiodactyls in the Eocene epoch of India". Nature. 450 (7173): 1190–1194. Bibcode:2007Natur.450.1190T. doi:10.1038/nature06343. PMID 18097400. S2CID 4416444. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Thewissen, J. G. M.; Williams, E. M. (1 November 2002). "The Early Radiation of Cetacea (Mammalia): Evolutionary Pattern and Developmental Correlations". Annual Review of Ecology and Systematics. 33 (1): 73–90. doi:10.1146/annurev.ecolsys.33.020602.095426. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 20 December 2007 باندې). From Bambi to Moby-Dick: How a small deer evolved into the whale. The Guardian.
  14. "Hans Thewissen", Wikipedia (په انګلیسي ژبه کي), 4 March 2020, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)