Jump to content

د سیند درې تمدن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سیند درې تمدن (Indus Valley Civilisation)(IVC)، چې د سیند د تمدن په توګه هم پېژندل کېږي، د سویلي آسیا په شمال لویدیځه برخه کې د برونزو د زمانې تمدن دی چې له میلاد نه ۳۳۰۰ کاله وړاندې له میلاد نه تر ۱۳۰۰ کاله وړاندې او د ودې مهال یې له میلاد ۲۶۰۰ کاله وړاندې له میلاد نه تر ۱۹۰۰ کاله وړاندې دوام درلود. د لرغوني مصر او بین النهرین په خوا کې دغه تمدن د نږدې ختیځ او سویلي آسیا یو له درېو لومړنیو تمدنونو او د دغو درېو له پراخو تمدنونو نه و چې د شمال ختیځ افغانستان نه تر ټول معاصر پاکستان او د هند لویدیځې او شمال لویدیځې برخې په کې شاملېدلې. [۱][۲][۳][۴]

د دغه تمدن ښارونه، د ښاري پلان لرلو، پخو خښتو نه جوړو شویو کورونو، د کانالیزاسیون سیستم، اوبو رسونې سیستم، نا استوګنیزو لویو ودانیو د ټولګو او په لاسي صنایعو کې د نویو تخنیکونو (د عقیقو د تولیداتو، د مهرونو د حکاکي) او متالورژي (مس، برنز، سرپ او قلعي) له امله د پام وړ وو. د موهنجا دارو او هاړاپا لویو ښارونو کې له ۳۰۰۰۰ نه تر ۶۰۰۰۰ وګړي استوګن وو او د دغه تمدن د غوړېدو پر مهال، د دغه تمدن په اړوندو برخو کې د وګړو شمېر، له یو میلیون نه تر ۵ میلیونه تنو پورې رسېده.[۵][۶]

له میلاد نه وړاندې په درېيمه زریزه کې د ځمکې تدریجي وچېدل کېدای شي، له دغه تمدن سره د اړونده ښاري ژوند لپاره لومړنۍ انګیزه رامنځته کړې وي، خو کمزوري موسمي بادونه او د اوبو رسونې کمښت د دغه تمدن د زوال لامل وګرځېد چې له امله یې د دغه تمدن وګړي ختیځ او سویل لورو ته تیت شول.[۷]

د سیند درې تمدن، د هاړاپا تمدن په توګه د دغه تمدن د لرغون پېژندنې د مرکز له امله پېژندل کېږي، هاړاپا د دغه تمدن د لرغون پېژندنې لومړنۍ ځای دی چې د ۲۰ مې پېړۍ په لومړیو کې د بریتانوي هند په پنجاب ایالت کې چې اوس مهال د معاصر پاکستان اړوند دی، وسپړل شو. د هاړاپا او ورپسې ډېر ژر د موهنجو دارو کشف د هغه کار وروستۍ پایله وه چې د بریتانوي واکمنۍ پر مهال د ۱۸۶۱ ز کال په لومړیو کې د هندي لرغون پېژندنې په بنسټ اېښودلو پیل شو. په ورته مهال په همدغه سیمه کې مخکني او وروستني کلتورنه چې ورته تر ډېره مخکنی هاړاپا او وروستنی هاړاپا هم ویل کېږي، شته وو؛.له همدې امله، ځینې مهال د هاړاپا تمدن ته بالغ یا مخکښ هاړاپا کلتور هم ویل کېږي، چې له نورو کلتورونو یې توپیر وشي.[۸][۹]

تر ۲۰۰۲ ز کال پورې، له زرو نه زیات مخکښ هاړاپا کلتور ته د اړوندو ښارونو او هستوګن ځایونو راپور ورکړل شوی، چې یوازې له سلو نه کم یې تر اوسه پورې څېړل شوي دي. په ورته مهال یوازې پنځه اصلي ښاري ځایونه یې شتون لري: هاړاپا، موهنجو دارو (په ۱۹۸۰ ز کال کې د «په موهنجو دارو کې د لرغون پېژندونې د ړنګو ځایونو» تر عنوان لاندې د یونسکو له خوا د نړیوال میراث په توګه اعلان شوی)، دهولویرا ( «دهولویرا: دهاړاپايي ښار په توګه» په ۲۰۲۱ ز کال کې د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل شو)، ګنیریووالا او راخیګارهي (Rakhigarhi). [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د هاړاپا ژبه، په مستقیمه توګه نه ده تايید شوې او اړیکې یې نه دي معلومې، ځکه تر اوسه د سیندي لیک دود کوډونه نه دي پرانیستل شوي، خو د دراویدي او ایلامو دراویدي ژبو له کورنۍ سره یې اړیکې د یو شمېر څېړونکو د لېوالتیا لامل ګرځېدلې دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

نوم

[سمول]

د سیند درې تمدن، د سیند سیند له سیستم نه اخیستل شوی، چې د دغه سیند نه اوبه کېدنو سیمو کې د دغه تمدن لومړني ځایونه موندل شوي او څېړل شوي دي. په لرغون پېژندنه کې د کلتور پر بنسټ دغه تمدن ځینې مهال هاړاپا ته اړوند بلل کېږي، د هغو د لرغون پېژندنې مرکزهاړاپا له امله چې د دغه تمدن د لرغون پېژندنې لومړنی ځای و، په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې وڅېړل شو.[۱۹][۲۰]

د سیند تمدن لپاره د «ګهګر – هکرا» اصطلاح د ګهګر- هکرا سیند په اوږدو کې په شمال لویدیځ هند او ختیځ پاکستان کې په زیات شمېر د دغه تمدن د لرغون پېژندنې د سیمو د موندلو له امله په پام وړ ډول په معاصر ډول کارول شوې ده. د «سیند – سراشواتي تمدن» او «سیندو – سراشواتي تمدن» اصطلاحات هم، له میلاد نه وړاندې دویمه زریزه کې د لرغوني سانسکریت د سرودونو د ټولګو رېګویدا په لومړنیو فصلونو کې د ګهګر – هکرا او سراشواتي سیند نه په یادولو کارول شوي دي. وروستۍ جیوفیزیکي څېړنۍ ښيي چې، د سراشواتي پر خلاف، چې په ریګویدا کې له واورې نه د سرچینې اخیستونکي سیند په توګه یاد شوی، خو ګهګر – هکرا دایمي تغذیه شوی سیستم درلود، چې نږدې ۴۰۰۰ کاله وړاندې د دغه تمدن د له منځه تلو پر مهال یې موسمي بڼه خپله کړې وه.[۲][۲۱][۲۲][۲۳]

پراختیا

[سمول]

د سیند تمدن د لرغونې نړۍ له نورو سیندي تمدنونو سره هم مهاله یا معاصر و: د نیل سیند په اوږدو کې مصر، بین النهرین په هغو سیمو کې چې له فرات او دجلې اوبه کېدلې او چین د ژېړ سمندرګي او یانګ تسه د اوبو کولو د حوضې په اوږدو کې. د دغه تمدن د بلوغ یا تکامل پر مهال دغه تمدن د نورو په پرتله ډېرو سیمو ته پراخ شوی و، چې په کې د سیند سیند په اوبو تلونکې دښته کې د ۱۵۰۰ کیلومتره (۹۰۰ مایله) په اوږدوالي هسته او نورې څانګې شاملېدلې. په دې سربېره، د بوټو، ځناورو او نورو ژوندیو موجوداتو ته اړونده داسې سیمه هم په کې شاملېدله، چې ۱۰ چنده لویه وه، چې له کلتوري او اقتصادي پلوه، د سیند له خوا ورته ډول ورکړل شوی و.[۲۴]

له میلاد نه نږدې ۶۵۰۰ کاله وړاندې، د سیند د اوبو په څنډه، بلوچستان کې کرنه رامنځته شوه. په راتلونکو زریزو کې، استوګنیز ژوند د سیند دښتو ته نفوذ وکړ او د ښاري او کلیوالي استوګنځایونو ودې ته یې زمینه برابره کړه. سازمان شوی بې حرکته ژوند دې ته لار برابره کړه چې د زیږون کچه لوړه شي. د موهنجو دارو او هاړاپا په ښاري مرکزونو کې د وګړو شمېر له ۳۰۰۰۰ او ۶۰۰۰۰ ترمنځ ورسېد، د دغه تمدن د غوړېدو پر مهال د دغې نیمه لویې وچې د وګړو شمېر د ۴-۶ میلیونه پورې وده وکړه. په دغه دوره کې د مړینې کچه هم لوړه شوه، ځکه د انسانانو او حیواناتو د ژوندانه نږدې شرایط د ساري ناروغیو د زیاتوالي لامل ګرځېدل. د یوه اټکل له مخې، د سیند تمدن د اوج پر مهال دغه تمدن له یو نه تر ۵ میلیونه تنه وګړي لرل.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۵]

د سیند درې تمدن، له لویدیځ لوري د پاکستان له بلوچستان نه د هند تر ختیځ اترا پردیش، له شمال ختیځ افغانستان نه تر سویلي هندي ګجرات پورې پراخوالی درلود. په زیاته کچه مرکزونه یې په هند کې په ګجرات، هاریانا، پنجاب، راجستان، اترا پردیش، جمو او کشمیر ایالتونو، د پاکستان په بلوچستان، پنجاب او سیند ایالتونو کې دي. ساحلي هستوګن ځایونو هم ،په لویدیځ بلوچستان کې له ستوکاګان دور نه د ګجرات تر لوتهال پورې دوام درلود. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچینې

[سمول]
  1. For example, in the titles of the works used to reference this article by Habib (2015), Marshall (ed., 1931 and 1996), Parpola (2015), Possehl (2002), and Sullivan (1964)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Giosan او نور 2012.
  3. Wright 2009.
  4. Wright 2009، م. 1.
  5. McIntosh 2008، م. 387: "The enormous potential of the greater Indus region offered scope for huge population increase; by the end of the Mature Harappan period, the Harappans are estimated to have numbered somewhere between 1 and 5 million, probably well below the region's carrying capacity."
  6. Wright 2009، مم. 115–125.
  7. Malik, Nishant (2020). "Uncovering transitions in paleoclimate time series and the climate driven demise of an ancient civilization". Chaos: An Interdisciplinary Journal of Nonlinear Science. Nishant Malik, Chaos (2020). 30 (8): 083108. Bibcode:2020Chaos..30h3108M. doi:10.1063/5.0012059. PMID 32872795. S2CID 221468124.
  8. Wright 2009، م. 2.
  9. Habib 2015، م. 13.
  10. Possehl 2002a.
  11. Singh, Upinder 2008, p. 137. "Today, the count of Harappan sites has risen to about 1,022, of which 406 are in Pakistan and 616 in India. Of these, only 97 have so far been excavated."
  12. Kenoyer 1991.
  13. Wright 2009، م. 107.
  14. Coningham او Young 2015، م. 192.
  15. Possehl 2002، م. 20.
  16. Lockard, Craig (2010). Societies, Networks, and Transitions. Vol. Volume 1: To 1500 (2nd ed.). India: Cengage Learning. p. 40. ISBN 978-1-4390-8535-6. {{cite book}}: |volume= has extra text (help)
  17. "We are all Harappans". Outlook India.
  18. Ratnagar 2006a، م. 25.
  19. Habib 2002، مم. 13–14.
  20. Wright 2009، م. 10.
  21. Singh, Upinder 2008, p. 137.
  22. Habib 2002، م. 44.
  23. Possehl 2002، مم. 8–11.
  24. Fisher 2018، م. 35.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Dyson 2018، م. 29.
  26. McIntosh 2008، مم. 186–187.
  27. Coningham او Young 2015، م. 138.
  28. Fisher 2018، م. 33.
  29. Singh, Upinder 2008, p. 137.
  30. Bisht, R.S. (1989). "A new model of the Harappan town planning as revealed at Dholavira in Kutch: A surface study of its plan and architecture". In Chatterjee Bhaskar (ed.). History and Archaeology. New Delhi: Ramanand Vidya Bhawan. pp. 379–408. ISBN 978-81-85205-46-5.
  31. Dales, George F. (1979). "The Balakot Project: Summary of four years excavations in Pakistan". In Maurizio Taddei (ed.). South Asian Archaeology 1977. Naples: Seminario di Studi Asiatici Series Minor 6. Instituto Universitario Orientate. pp. 241–274.
  32. Ray, Himanshu Prabha (2003). The Archaeology of Seafaring in Ancient South Asia. Cambridge University Press. p. 95. ISBN 978-0-521-01109-9.
  33. A. Ghosh (ed.). "Excavations at Alamgirpur". Indian Archaeology, A Review (1958–1959). Delhi: Archaeol. Surv. India. pp. 51–52.
  34. Joshi, J.P.; Bala, M. (1982). "Manda: A Harappan site in Jammu and Kashmir". In Possehl, Gregory L. (ed.). Harappan Civilization: A recent perspective. New Delhi: Oxford University Press. pp. 185–195.
  35. Dani, Ahmad Hassan (1970–1971). "Excavations in the Gomal Valley". Ancient Pakistan (5): 1–177.
  36. Kenoyer 1998، م. 96.