د سینا او فلسطین نښته
د لومړۍ نړیوالې جګړې د منځني ختیځ له صحنې څخه د سینا او فلسطین لښکر کشي د عربي پاڅون او برتانوي سترواکي له لوري د عثماني سترواکۍ او د هغې د جرمني سترواکۍ د متفقینو پر وړاندې تر سره شوه. نوموړې لښکر کشي په ۱۹۱۵ز کال کې د سویز په کانال باندې د عثمانیانو له یوې حملې سره پیل او په ۱۹۱۸ز کال کې د مودروس له اوربند سره چې عثماني سوریه پکې رامنځته شوه، پای ته ورسېدل.
جګړه د ۱۹۱۵ز کال په جنوري کې، کله چې د جرمنیانو په مشرۍ یوه عثماني ځواک د سینا په ټاپووزمه باندې کومه چې په هغه وخت کې د برتانویانو د مصر د قیمومیت یوه برخه وه، یرغل وکړ، تر څو له دې لارې څخه د سویز په کانال خپل ناکام برید تر سره کړي. د ګالیپولي یا چناق قلعې له جګړې وروسته، د برتانوي سترواکۍ مجربو افسرانو د مصر اعزامي ځواک (Egyptian Expeditionary Force یا EEF) رامنځته کړ، او د عثماني سترواکي تجربه لرونکو افسرانو څلورمه اوردو رامنځته کړه تر څو په ۱۹۱۶ز کال کې د سینا ټاپووزمې د نیولو لپاره جګړه وکړي. د ۱۹۱۷ز کال په جنوري میاشت کې د دښتې د ستون په نامه یوې پوځي فرقې د رفح په جګړه کې د سینا بېرته نیول تکمیل کړل. د مصر د دغې مهمې سیمې د نیولو په تعقیب په مارچ او اپرېل کې د مصر اعزامي ځواک (EEF) په سویلي فلسطین کې د عثماني سترواکۍ تر واک لاندې سیمو کې د غزې په لومړۍ او دویمه جګړه کې ماتې وخوړه.
له یوې مودې ځنډ وروسته په سوېلي فلسطین کې د ۱۹۱۷ز کال له اپرېل څخه تر اکتوبره پورې جنرال اډمونډ الېنبي د بئر السبع سیمه له دریمې فرقې څخه ونیوله. عثماني دفاعي پوځیان د نومبر په ۸مه نېټه اسیران شول او او څارنې پیل شوې. د مصر د اعزامي ځواک یا EEF بریاوو د مغار د غره په هسکو څوکو کې د نومبر له ۱۰مې خڅه تر ۱۴مې نېټې پوې او د یورشلم په ګړه کې د نومبر له ۱۷مې نېټې څخه د ډسمبر تر ۳۰مې نېټې پورې دوام وموند. په لوېدیځه جبهه کې د ۱۹۱۸ز کال په مارچ میاشت کې د جرمني اریک لودندروف د پسرلني یرغل په ترڅ کې، برتانوي سترواکي دې ته اړ شوه تر څو له EEF څخه مرستندویه ځواکونه ورواستوي. پرمختګ تر هغې پورې په ټپه ودرېد، کله چې د الېنبي ځواکونو په سپټمبر کې د مجدو د مانوري جګړې په بهیر کې یرغل له سره پیل کړ.
د پیاده ځواکونو بریالۍ جګړې چې په طولکرم او تبصُر کې یې تر سره کړې د عثمانیانو په لومړۍ کرښه کې یې خالیګاوې رامنځته کړې، چې په دښته کې ځای پر ځای څانګې ته یې زمینه برابره کړه تر څو د یهودا په غونډیو (تلال الخليل) کې جګړه کوونکي پیاده ځواکونه محاصره کړي او د ناصره او سمخ په جګړو کې برخه واخلي او عفوله، بیسان، جنین او طبریا اشغال کړي. په دې بهیر کې EEF د شارون په جګړه، د نابلس په جګړه او د ختیځ اردن په دریمه حمله کې د عثمانیانو درۍ لښکرې له منځه یوړې، چې په زرګونه کسان او د تجهیزاتو لوی مقدارونه یې ورڅخه ونیول. د ورپسې حملو په واسطه مخکې له دې چې د ۱۹۱۸ز کال د اکتوبر په ۳۰مه نېټه عثمانیان د مودروس د اوربند په ترڅ کې د سینا او فلسطین د عملیاتو په درولو باندې موافقه وکړي، دمشق او حلب اشغال کړای شول. د فلسطین، سوریې او لبنان برتانوي قیمومیتونه رامنځته شول تر څو اشغال شوې سیمې اداره کړي.
یاده لښکر کشي د نړیوالې جګړې پر مهال ډېره نه وه مشهوره شوې او په اړه یې خلک نه پوهېدل. په بریتانیا کې عامه فکر دا و چې نوموړې یو لړ کوچیني عملیات وو، چې ورسره هغه دقیقې سرچینې ضایع کېدې کومې چې د لوېدیځې جبهې لپاره په ښه توګه مصرفېدلی شوی، په داسې حال کې چې د هندوستان خلک تر ډېره د بین النهرین لښکر کشۍ او د بغداد اشغالولو ته لېواله وو. استرالیا په نوموړې سیمه کې تر هغه وخته پورې د جګړې کوم خبریال نه درلود، تر څو چې کپتان فرانک هورلي لومړنی استرالیایي رسمي انځورګر د ۱۹۱۷ز کال په اګست کې له لوېدیځې جبهې څخه له لیدنې وروسته راورسېد. هِنري ګللېت د جګړی لومړنی رسمي خبریال د ۱۹۱۷ز کال په نومبر کې راورسېد. [۱][۲][۳]
د دغې لښکر کشۍ اوږدمهاله اغېره د عثماني خلافت تجزیه وه، په داسې توګه چې فرانسې د سوریې او لبنان قیمومیت او برتانوي سترواکۍ د بین النهرین او فلسطین قیمومیتونه وګټل. د ترکیې جمهوریت په ۱۹۲۳ز کال کې له هغې وروسته چې د ترکیې د ازادۍ جګړې عثماني سترواکۍ ته د پای ټکی کېښود، خپل شتون اعلان کړ. اروپایي قیمومیتونه هم کله چې په ۱۹۳۲ز کال کې د عراق ټولواکي، په ۱۹۴۳ز کال کې د لبنان جمهوریت، په ۱۹۴۸ز کال کې د اسراییلو دولت، او په ۱۹۴۶ز کال کې د اردن هاشمي ټولواکي او د سوریې عربي جهوریت رامنځته شول، پای ته ورسېدل.
مخینه
[سمول]له ۱۸۰۵ز کال څخه را په دې خوا مصر د محمد علي د سلسلې تر واکمنۍ لاندې یو بالفعل مستقل دولت و، که څه هم یاد دولت په رسمي توګه د عثماني خلافت یوه برخه پاتې شو. له ۱۸۸۲ز کال څخه وروسته د برتانیې له لوري د مصر اشغال په شدت سره د مصر د بالفعل دولت ازادي رالږه کړه، خو خپل قانوني حیثیت یې له لاسه ورنکړ، په داسې بڼه چې له تخنیکي پلوه مصري خدېو د عثماني خلیفه د تابع په توګه پاتې شو. په لومړۍ جګړه کې د محور د قدرتونو په پلوۍ لومړۍ نړیوالې جګړې ته د عثماني خلافت له ننوتلو سره ، خدېو عباس دویم (Abbas II) په دې هېواد باندې د برتانویانو د اشغال د خاتمې په پار د عثماني خلافت پلوي وکړه. دې کار برتانیا اړ کړه تر څو نوموړی له واک څخه لرې کړي، په مصر باندې د عثماني خلافت واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي، او د سلطان په توګه له واک څخه د لرې کړای شوي خدېو د کاکا حسین کمال په نومولو سره د مصر د سلطنت د بیا احیا اعلان وکړي. یاد سلطنت باید د برتانیې د یو قیمومیت په توګه اداره شوی وای، په داسې بڼه چې ټول هغه مسایل چې له جنګ سره یې تړاو درلود صرف د انګلستان له لوري کنترول شوی وای. د سویز کانال برتانویانو ته له حیاتي ستراتیژیک اهمیت څخه برخمن و، ځکه له هند، نیوزیلنډ، او استرالیا څخه یې اروپا ته د بېړۍ چلونې وخت رالږاوه. [۴][۵]
د پایلې په توګه، مصر د جګړې په بهیر په ځانګړې توګه د ګالیپولي یا چناق قلعې د جنګ په بهیر کې په یوې لویې قرارګاه بدل شو. سویز کانال د جرمني او عثماني خلافت لپاره د برتانیې د مواصلاتو ترمنځ تر ټولو نږدې او کمزورې کړۍ وه. له کانال څخه دفاع له ځان سره یو شمېر ستونزې درلودې، ځکه لوی حجم یې په یوازېتوب سره کنترول سخت کړی و. له قاهرې څخه ورته سړک نه و تېر شوی، په داسې حال کې چې یوه د رېل پټلۍ یې له ۳۰ مایلۍ (۴۸ کیلومترۍ) څخه له قاهرې څخه اسماعیلیې ته مخکې له دې چې شمال ته د سعید بندر ته او سوېل ته سویز ته منشعبه شي په دښته کې تېره شوې وه. د اسماعیلیې چاپېره د مرکزي سیمې کنترول له لوړې کچې ستراتېژیک اهمت څخه برخمن و، ځکه دغه دریو د کانالي ښارونو تر اصلي دروازو او هلته نږدې پرچاوي دریڅو پورې له نیل سیند څخه د خوږو اوبو د کانال په واسطه په راتلونکو تازه اوبو اتکا کوله.[۶]
د ۱۹۱۴ز کال په نومبر کې کله چې د برتانیې او عثماني سترواکۍ تر منځ دښمنۍ راوپارېدې، د سینا د ټاپووزمې په یوه برخه کې چې د کانال په ختیځ کې یې موقعیت درلود د برتانیې ۳۰۰۰۰ نفري مجهز دفاعي ځواک راښکته شو، چې خپل دفاعي پام یې د کانال لوېدیځ لوري ته ورواړاوه. برتانوي ځواکونه له لسمو او یولسمو هندي لُواګانو، د سترواکۍ د خدمت د سپرو له غونډ، د بیکانر د اوښانو له لښکر، د هندوانو له توپخانې څخه له دریو توپچي ټولیو او د مصر له توپخانې څخه له یو توپچي ټولي څخه تشکیل شوي وو. په کانال کې د متحدینو د مېشتو بېړیو د وسلو په واسطه له نوموړو ځواکونو څخه ملاتړ کېده. پر وړاندې یې د ۲۵مې لوا په ګډون شاوخوا ۲۵۰۰۰ کسان وو. عثماني سترواکۍ په ۱۹۱۵ز کال کې هغه وخت تر خپلې واکمنۍ لاندې د مصر بیا راوستلو ته لېوالتیا وښوده کله چې عثماني ځواکونو په مصر کې په بریتانوي قواوو باندې یرغل وروړ. جرمنیانو همدارنګه هغه وخت چې په ختیځ مصر یې حمله وکړه او د سینوسیانو (یوه صوفي مذهبي ډله یا سِنوسِيْ اُخُوَتْ) د لښکر کشۍ په بهیر کې په هغو سیمو کې چې اوسنۍ لېبیا ده د سینوسیانو په منځ کې ناارامۍ ته په لمنې وهلو سره مرسته وکړه او سوډان یې تهدید کړ.[۷][۸][۹]