د سیریسول جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سیریسول جګړه ([tʃɛ.reˈso.le]؛ په انګریزي ژبه: Battle of Ceresole) له ۱۵۴۲ څخه تر ۱۵۴۶ زکال پورې د ایټالیا د جګړې پر مهال د ۱۵۴۴ زکال د اپرېل میاشتې په ۱۱مه نېټه د ایټالیا د پیډمونټ سیمې له سیریسول دالبا څخه بهر ترسره شوه. په دغه جګړه کې د انګین د کنټ، فرانسوا دبوربون په قومندانۍ فرانسوي ځواکونو د الفونسو دواوالوس دواکینو، مارکویز دېل واستو په مشرۍ د روم د سپېڅلې سترواکۍ او هسپانیا ځواکونو ته ماته ورکړه. فرانسویانو له دې سره چې د سترواکۍ ځواکونو ته یې پام وړ تلفات واړول، وه یې نشو کولای د میلان په نیولو سره له خپلې بریا لا زیاته ګټنه وکړي.

هسپانوي قومندان خپل ځواکونه د دوه موازي خط الراسونو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي و. د جګړې د ډګر د توپوګرافۍ له امله، د جګړې ډیری فردي اقدامات ناهمغږي و. جګړه د ملخي ټوپک لرونکو مخالفو ډلو ترمنځ د څو ساعته نښتو او د توپونو له تبادلې وروسته پیل شوه چې له هغو وروسته دو اوالوس د عمومي مخکې تګ امر ورکړ. په پلازمېنه کې د سترواکۍ مزدور جګړه ماران د فرانسې او سویس له پیاده پوځونو سره ښکېل شول چې له امله یې دواړو غاړو ته پریمانه تلفات واوښتل. د جګړې د ډګر سویلي لور ته، د ایټالیا پیاده ځواکونه چې د سترواکۍ په ګټه یې جګړه کوله د فرانسوي سوارو ځواکونو تر فشار لاندې راغلل او په مرکز د ځواکونو د ماتېدو له خبر اورېدو وروسته پر شا شول. ورته مهال په شمال کې د فرانسوي پیاده ځواکونو خط مات شو او انګین هم د هسپانوي او جرمني پیاده ځواکونو پر وړاندې د سوارو پوځونو یو لړ لګښتمن خو بې اغېزې عملیات رهبري کړل، وړاندې له دې چې له مرکز څخه بریالي سویسي او فرانسوي تازه نفسه ځواکونو راورسېږي اړ شول ځانونه تسلیم کړي.

سیریسول جګړه د ایټالیا د جګړو په دویمه نیمایي کې یو له محدود شمېر پلان شوو جګړو څخه وه. دغه جګړه د پوځي تاریخ لیکونکو ترمنځ له دې امله ډېر شهرت لري چې ملخي ټوپک لرونکي او د اوږدو نیزو لرونکي ځواکونه د یو بل په لیکو کې ورګډ شول او له امله یې پریمانه شمېر سرتېري ووژل شول.

پیلامه[سمول]

د ایټالیا په شمال کې د جګړې پیل وروسته له هغه مشخص شو چې د ۱۵۴۳ زکال په اګست میاشت کې نیس د فرانسې او عثمانیانو د مشترکې بېړۍ د عملیاتو له امله سقوط وکړ. ورته مهال د روم د سپېڅلې سترواکۍ او هسپانیا ځواکونو له تورین څخه د لمباردي پر لور مخکې تګ کړی و چې د ۱۵۳۸ زکال پر مهال د پخوانۍ جګړې په پای کې د فرانسوي ځواکونو په واک کې پاتې شوی و. د ۱۵۴۳- ۱۵۴۴ زکال د ژمي پر مهال په پیډمونټ کې د فرانسوي ځواکونو او همدارنګه د روم د سپېڅلې سترواکۍ د ځواکونو ترمنځ کړکېچ رامنځته شو. د تورین په مرکزیت فرانسوي ځواکونو پینرولو، کارمانیولا، ساویلیانو، سوسا، مونکالیري، ویلانووا، کیواسو او یو شمېر نورو ښارونو ته پراختیا ومونده؛ ورته مهال دواوالوس د فرانسې د قلمرو په څنډو کې یو شمېر استوګنځایونه کنټرول کول: مونډووي، استي، کازاله مونفرانتو، ورچلي او ایوریا. د دواړو لورو پوځونو تر ډېره پورې د یو بل پر لرې پرتو قلاګانو باندې په بریدونو ځانونه بوخت کړي و. هسپانویانو ورچلي ته څېرمه سان جرمانو ورسلز ونیو او ایوریا یې کلابنده کړه؛ فرانسویانو بیا کارینیانو سیمه ونیوله چې له تورین څخه یې یوازې ۱۵ مایله فاصله لرله او په هغه کې یې د قلاوو او سنګرونو په جوړولو پیل وکړ. [۱][۲][۳][۴]

هغه مهال چې دواړه پوځونه خپلو ژمنیو سیمو ته وګرځېدل، د فرانسې لومړي فرانسېس، د انګین کنټ فرانسوا دوبوربون د بویترز پر ځای وټاکه چې د جګړې د قومندانۍ تجربه یې هم نه لرله. فرانسېس همدارنګه ګڼ شمېر نور ځواکونه پیډمونټ ته ولېږل چې په دغو کې په سلګونه تنه پیاوړي سواره پوځونه، له دوفین او لانګدوک څخه د فرانسوي پیاده ځواکونو ډلګۍ او له ګرویر څخه د سویسي ملیشه ځواکونو یوه ډله شامله وه. د ۱۵۴۴ زکال په جنوري میاشت کې انګین، کارینیانو کلابند کړ چې د پیرو کولانا په مشرۍ سترواکۍ ته اړوندو ځواکونو یې دفاع کوله. فرانسویان په دې باور و چې دواوالوس به اړ شي خپل کلابند شوي ښار ته د مرستې رسونې په موخه هڅه وکړي او له امله یې به یې جګړې ته مخه کړي. خو له دې امله چې دغه ډول پیاوړې جګړه د ډیر ګواښ جوړونکي ګام په توګه ګڼل کېده، انګین بلیز دولاسران ماسنکوم، سیګنور دو مونتلوک پاریس ته ولېږه څو له فرانسېس څخه د مبارزې اجازه واخلي. مونتلوک په ښکاره ډول فرانسېس دې ته متقاعد کړ چې خپل رضایت د انګین قومندانانو د موافقې په شرط د کنټ دو سېنټ پل د اعتراض له امله څرګند کړي چې شکایت یې درلود د فرانسوي ځواکونه ماته به فرانسه د دواوالوس د ځواکونو له برید سره مخ کړي چې ورته مهال به پنځم چارلز او د انګلستان اتم هنري په پیکاردي برید وکړي. مونتلوک ایټالیا ته په بېرته ګرځېدو کې د دربار نږدې سل ځوان دواطلبه اشرافيان له ځان سره بوتلل چې یو له دغو څخه ګاسپارد دو کولیني و. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

دواوالوس چې د روم د سترواک پنځم چارلز له خوا د ګڼ شمېر مزدورو سرتېرو د راتګ په تمه و، له آستي څخه یې د کارینیانو پر لور حرکت وکړ. د هغه د ټولو پیاده ځواکونو شمېر له ۱۲۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰۰ تنو پورې و چې له دغو څخه ۴۰۰۰ یې ټوپکونه لرل. هغوی وکولای شول چې یوازې له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ تنه سواره سرتېري راغونډ کړي چې له ۲۰۰ څخه لږ شمېر یې ژاندرما ځواکونه و. دواوالوس د خپل سواره پوځ نسبي کمزورتیا درک کړه، خو دغه ستونزه یې د پیاده ځواکونو په قومندانۍ کې د خپلې تجربې او همدارنګه یې د هغوی په لیکو کې د وسلو لرونکو سرتېرو په زیاتوالي جبران کړه. [۱۱][۱۲][۱۳]

انګین هغه مهال چې د سترواکۍ د ځواکونو له مخکې تګ څخه خبر شو په کارینیانو کې یې یو شمېر دفاع کوونکي سرتېري پرېښودل او خپل پاتې پوځ یې په کارمانیولا کې راغوند کړ څو د کلابند شوي ښار پر لور د دواوالوس لار وتړي. د فرانسې سواره ځواکونه چې د دواوالوس پر حرکاتو یې څارنه کوله، دې ته متوجه شول چې د سترواکۍ ځواکونه په مستقیم ډول د فرانسویانو د موقعیت پر لور حرکت کوي. دواوالوس د اپرېل په ۱۰مه نېټ سیرویسول دو البا کلی ونیو چې د فرانسې سویل ختیځ ته یې په پنځه مایله (۸ کیلومتره) فاصله کې موقعیت درلود. د انګین افسرانو وړاندیز وکړ چې دی هم له ځنډ پرته د برید امر ورکړي، خو هغه هوډ درلود د جګړې په هغه ډګر کې جګړه وکړي چې ده خپله ټاکلی و. د اپرېل د ۱۱مې نېټې پر سهار فرانسویانو د کارمانیولا په سویل ختیځ لوري کې شاوخوا ۳ مایله (۵ کیلومتره) لرې موقعیت ته حرکت وکړ او هلته د دواوالوس راتګ ته په تمه پاتې شول. انګین او مونتلوک احساس وکړ چې پرانیستې ځمکه د فرانسوي سورو پوځونو لپاره تکتیکي ګټه لري. دغه مهال د فرانسې ځواکونه له ۱۱۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ پیاده سرتېرو، په سپکو وسلو باندې د سمبالو ۶۰۰ او په درنو وسلو باندې د سمبالو ۹۰۰ څخه تر ۱۲۵۰ سورو سرتېرو څخه جوړ و. انګین او دواوالوس هر یو شاوخوا ۲۰ دانې توپونه لرل. جګړه د انګین د ښه چانسۍ په مهال کې وشوه، ځکه چې د هغه سویسي مزدورو ځواکونو ګواښ وکړ – هماغه ډول یې چې وړاندې د بیکوکا په جګړه کې وکړ – چې د پیسو د نه ترلاسه کولو په صورت کې به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي. له همدې امله په نږدې کې د رامنځته کېدونکې جګړې خبر یو ځل بیا د هغوی په لیکو کې ارامښت ټینګ کړ.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

عواقب[سمول]

د جګړې تلفات په غیرعادي بڼه له کچې څخه زیات وو، د هغه مهال د معیارونو له مخې د ټولو ځواکونو ۲۸٪ یې ووژل شول. تر ټولو هغه لږ شمېره چې په معاصرو راپورونو کې خپره شوې ښيي چې په دغه جګړه کې سترواکۍ ته اړوند له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ سرتېري وژل شوي په داسې حال کې چې فرانسوي منابع د مخالف لوري د تلفاتو شمېر تر ۱۲۰۰۰ تنو پورې ښيي. ګڼ شمېر افسران په ځانګړې توګه د مزدورو سرتېرو ترمنځ ووژل شول؛ هغه کسان هم چې ژوندي پاتې و، د جنګي اسیرانو په توګه ونیول شول چې په دغو کې رامون دکاردونا، کارلو ګوانزاګا او اریپراندو مادروزو شامل وو. د فرانسویانو تلفات کم و، خو لږ تر لږه له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کسان یې ووژل شول. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Arnold, Renaissance at War, 180; Blockmans, Emperor Charles V, 72–73; Oman, Art of War, 213.
  2. Oman, Art of War, 229.
  3. Oman, Art of War, 229. D'Avalos had captured Mondovì only a short time before.
  4. Oman, Art of War, 229. Oman, citing Du Bellay, describes the new fortifications as "five bastions, good curtains between them, and a deep ditch".
  5. Oman, Art of War, 229–30.
  6. Oman, Art of War, 230. The Swiss, while trained as pikemen, had been raised by the Count of Gruyères from his own lands, rather than being traditional levies of the Swiss cantons; Oman cites Giovio's description of the men having been "raised from all regions of the Upper Rhone and the Lake of Geneva".
  7. Knecht, Renaissance Warrior, 490; Oman, Art of War, 230. Oman notes that the garrison of Carignano included some of d'Avalos's best troops.
  8. Knecht, Renaissance Warrior, 490; Oman, Art of War, 230. Oman notes that Du Bellay, seemingly having some dislike for Montluc, avoids identifying the messenger in his chronicle, describing him as "un gentilhomme" without giving his name.
  9. Knecht, Renaissance Warrior, 490; Oman, Art of War, 230–231. The major source for Montluc's speech before Francis, and the ensuing debate, is Montluc's own autobiography; Oman writes that "his narrative cannot always be trusted, since he sees himself in the limelight at every crisis", but also notes that "it seems hardly credible that Montluc could have invented his whole graphic tale of the dispute at the council board, and his own impassioned plea for action". The requirement for Enghien's subordinates to agree to a battle is recorded by Du Bellay; Montluc does not mention it.
  10. Knecht, Renaissance Warrior, 490; Oman, Art of War, 231. A full list of names is given by Du Bellay and includes Dampierre, St. André, Vendôme, Rochefort, and Jarnac.
  11. Oman, Art of War, 231. Oman writes that d'Avalos related this view to Des Thermes, who had been captured by the Imperial troops, telling him that "after Pavia the Spanish officers had come to think little of the French gendarmerie, and believed that arquebusiers would always get the better of them, if properly covered".
  12. Hall, Weapons and Warfare, 186; Oman, Art of War, 231. Hall gives lower numbers than Oman, noting that they are estimates by Ferdinand Lot, and is the source for the specific proportion of arquebusiers in the Imperial army.
  13. Oman, Art of War, 231. The landsknechts in question were veteran troops, and had been specially equipped with corselets.
  14. Oman, Art of War, 231–232, 234. The blocking force probably consisted of the companies of French infantry that had arrived as reinforcements during the winter.
  15. Oman, Art of War, 232. The other route available to d'Avalos was a sweep south through Sommariva and Racconigi that would have exposed his flank to Enghien.
  16. Oman, Art of War, 232.
  17. Hall, Weapons and Warfare, 186. Hall notes that Montluc, by his own account, told Enghien, "Sir sir, what more could you have desired of God Almighty [than] to find the enemy... in the open field, [with] neither hedge nor ditch to obstruct you?"
  18. Hall, Weapons and Warfare, 186; Oman, Art of War, 232–234. Oman notes that there are a variety of figures available for the strength of the French army; he gives "figures somewhat lower than Montluc's... and somewhat higher than Du Bellay's...". Hall gives the lower number for the infantry but the higher number for the heavy cavalry, in both cases from Lot, and notes that only around 500 of the heavy cavalry were actually gendarmes.
  19. Oman, Art of War, 232. Francis had sent some forty thousand écus, which was less than a month's worth of back pay.
  20. Hall, Weapons and Warfare, 217.
  21. Oman, Art of War, 241. Oman does not consider the higher French numbers to be probable.
  22. Oman, Art of War, 241. Oman notes that Giovio provides a full list of the slain captains, including "the heir of Fürstenberg, the Baron of Gunstein, two brothers Scaliger—Christopher and Brenno—Michael Preussinger, Jacob Figer, etc. etc.". Madruzzo was so heavily wounded as to be believed dead, but later recovered.
  23. Oman, Art of War, 241. Oman considers the loss of 500 men reported in some French chronicles to be "obviously understated".
  24. Oman, Art of War, 241. Oman notes the deaths of five captains of the Gascon infantry—la Molle, Passin, Barberan, Moncault, and St. Geneviève—as well as all the captains of the Gruyères band, including Descroz and Charles du Dros, the governor of Mondovì. Among the heavy cavalry, the dead included two of Enghien's squires and a large number of volunteers, including d'Accier, D'Oyn, Montsallais, de Glaive, Rochechouart, Courville, and several dozen more.
  25. Oman, Art of War, 241.