Jump to content

د سیاسی علومو تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

که څه هم په ټولنیزو علومو کې د «سیاسي علومو» شتون د یوه جلا مضمون په توګه په دې وروستیو کې پېژندل شوی، خو د سیاسي قدرت تحلیل او هغه اغیزې کوم چې هغه یې په تاریخ باندې لري، له پېړیو راهیسې تر سره کېږي. که څه هم مخکې د «سیاسي علومو» اصطلاح د «سیاسي فلسفې» سره توپیر نه درلود خو په نوي عصري نظم کې یوه واضیح ټولګه لري چې په کې اخلاقي فلسفه، سیاسي اقتصاد، سیاسي نظریه، تاریخ او نورهغه ډګرونه چې د یو مثالي/ ایډه آل دولت د نورمونو او معیارونو سره چې باید څه وي اود دولت د ځانګړتیاوو او دندو کمولو پورې اړه لري. سیاسي علوم په ټوله نړۍ کې په ځانګړو شکلونو کې واقع کیږي، په داسې حال کې چې د دې اصطلاح د نورو ځانګړو ابعادو د نشتون او کموالي امکان هم په کې شته.

لویدیځ

[سمول]

لرغونی

[سمول]

د لویدیځ سیاست ریښې کولی شو د سقراط د زمانې سیاسي فیلسوف ارسطو (د سیاسي علومو پلار) (۳۲۲- ۳۸۴ مخکې له میلاده) په لیکنو کې ومومو. ارسطو یو له لومړنیو خلکو څخه و چې سیاسي علومو ته یې یو د کار وړ تعریف ورکړ، هغه په ​​​​دې باور و چې دا د ساینس یوه قوي او پیاوړې څانګه ده او په نورو څانګو لکه پوځي علومو باندې ځانګړی واک لري. سیاسي فیلسوفانو لکه افلاطون او ارسطو د سیاسي فکر تحلیل په داسې ډول پیل کړ چې د سیاسي علومو ساینسي اړخ ته یې ډېر اهمیت ورکړ برعکس د هغه ډول چې یوناني فیلسوفانو مخکې له دوی نه انځور کړی وو. د افلاطون څخه مخکې، د سیاست اصلي تبصره به شاعرانو، تاریخ پوهانو، او د وخت مشهورو ډرامه لیکونکو کوله.[۱][۲]

کله چې د روم سترواکي تر بل هر وخت سوکاله وه نو دوه ډول تاریخ لیکونکي موجود وو چې تاریخ یې مستند کاوه یو یې هغه وو چې تاریخ د دوی په باور چې څنګه پېښ شوی وو لیکه یا یې هم خپل درک د تاریخ نه لیکو، په داسې حال کې چې د دویمې ډلې د ورځني سیاست څخه په کار اخیستو به یې تاریخ یا هغه څه چې په ریښتیني ډول پېښ شوي وو اغېزمن کول. په ځینو مهمو تاریخ پوهانو کې پولیبیوس، لیوي او پلوټارک شامل وو، دغو کسانو نه یوازې د روم د سترواکۍ د عروج په مستند کولو تمرکز وکړ، بلکې د نورو ملتونو د عروج او زوال په اړه یې هم لیکنې وکړې. په هغه کسانو کې چې سیاسي تګلارې به ېې پلي کولې لکه څنګه چې دوی مناسب لیدلې د ژولیوس سیزار/ قیصر او سیسرو په څیر مشران شامل وو، قیصر یو دیکتاتور و چې د خپل واک د ساتلو لپاره یې په خپلو خلکو باندې ډېر ولاړ وو او هغه ځینې داسې اصلاحات راوستل چې د خلکو په ګټه تمام شي. په هغې وخت کې سیاسي علوم د حکومتي ارګانونو د اغېزو د پوهیدو پروسه وه او دا چې څنګه حاکمان خپل قوانین پلي کوي، او همدارنګه په ټولیزه توګه د ځانګړو هېوادونو تاریخ. په ۷۵۳ (مخکی له ميلاد) کې د روم د ښار له جوړیدو څخه د لویدیځې رومي سترواکۍ له ړنګېدو او یا د منځنيو پیړیو تر پیل پورې نږدې زر کاله تېر شول. د دې موده په منځ کې په روم کې د هیلینیک تمدن (هغه کلتور دی چې د لویدیځې آسیا، شمال ختیځې افریقا او سویل لویدیځې آسیا سره د لرغونې یوناني نړۍ باورونه یوځای کوي.) ښکاره اغېزې لیدل کېدې او د دې لامل شو چې یوناني خدایان او یوناني فلسفه دواړه د رومیانو په کلتور کې ځای پر ځای شي او یوناني فلسفه چې د سټویزم- Stoicism (دا د ژوند یوه داسې فلسفه ده چې مثبت احساسات اعظمي کوي، منفي احساسات کموي او له افرادو سره مرسته کوي چې د دوی د شخصیت فضیلت لوړ کړي) په نوم پیژندل کیږي د روم د قانون په توګه پلي کېدله او سټویک په دولت کې د مناسبو طبقاتي رولونو او دندو ساتلو ته ژمن و ترڅو دولت په ټولیزه توګه باثباته پاتې شي، د رومی سټویکسو ترټولو مشهور فیلسوف سینیکا او سترواک مارکوس اوریلیوس وو. سینیکا، یو بډایه رومي سرپرست وو چې ډېری وختونه د ځینو عصري مبصرینو / تاریخ پوهانو له خوا د هغه د خپلو اصولو سره سم نه ژوند کولو او پکې پاتې راتلو په خاطر پرې نقد شوی دی. له بلې خوا، د مارکوس اوریلیس مراقبتونه (The meditations) د یوه سترواک د فلسفي انعکاس په توګه فرض کېدای شي چې د هغه د فلسفي هیلو او د هغه د وظیفې تر منځ وېشل شوی چې هغه د خپلو بېلابېلو نظامي کمپاینونو له لارې د بهرنیو دښمنانو څخه د روم له سترواکۍ دفاع کوله. د پولیبیوس په وینا، د روم نهادونه د سترواکۍ ملا وه، مګر د ګولډمین قانون د روم مغز و.[۳][۴][۵][۶]

منځنۍ دوره

[سمول]

د لویدیځ روم سترواکۍ له ړنګیدو سره، د سیاسي زدکړو لپاره یو ډېر پراخ ډګر رامنځته شو. د توحید مطرح کېدنه او په تېره بیا د غربي عنعناتو او عیسویت لپاره یې د سیاست او سیاسي عملونو لپاره یوه نوې مساله رابرسیرنه کړه. هغه کتابونه لکه د هپپو د اګسټین او د خدای ښار، اوسنۍ فلسفې او سیاسي دودونه يې د عیسویت سره یوځای کړل او د دې لامل شو چې سیاسي او مذهبي سرحدونه بیا تعریف شي. د منځنۍ دورې په جریان کې، د سیاست مطالعه په کلیساګانو او محکمو کې پراخه وه او په دې دوره کې د کلیسا او دولت ترمنځ د اړیکو په اړه ډېری سیاسي پوښتنې روښانه شوې وي.

رینسانس

[سمول]

د ایټالوي رینسانس په جریان کې، نیکولو میکیاویلي د سیاسي بنسټونو او لوبغاړو په مستقیمو تجربو او عصري سیاسي علومو باندې  ټینګار وکړ. په خپله مقاله کې، د پرینس (شهزاده)، مکیاویلی د واقعیت په نظر کې نیولو سره استدلال کوي چې حتی بدې وسیلې (غلط او غیر مجاز کارونه) باید په پام کې ونیول شي او کار ترې واخیستل شي که چېرې دوی د حاکم دولت د موخو په ترلاسه کولو او ساتلو کې مرسته کوي. له همدې امله مکیاویلی په سیاست کې د ایډیالوژیکي موډلونو د کارولو په ضد استدلال کوي او د سیاسي علومو د «سیاست ماډل» پلار بلل شوی دی. مکیاویلی په خپل لږ پیژندل شوي کتاب د دېسکورسز آف لیوی ( د لیوې ویناوې) په برخه کې یوه بله تګلاره خپلوي او په خپلو آثارو کې د جمهوریت فضیلتونه او دا چې د ښه اتباع نه مطلب څه دی بیانوي په داسې حال کې چې، د د پرینس(شهزاده) ځینې ورته موضوعات حتی په دېسکورسز آف لیوې ( د لیوې ویناوې) کې هم موندل کېدای شي. وروسته، د روښانتیا په وخت کې د ساینسي تمثیل پراخول د سیاست مطالعه د را کړل شوو معیارونو څخه نوره هم هاخوا ته واړوله.[۷][۸]

روښانتیا

[سمول]

د فرانسوي فیلسوفانو لکه والټیر، روسو او ډیډروت اثار د سیاسي تحلیل، ټولنیزو علومو، ټولنیزو او سیاسي نیوکو ښې بېلګې دي. د دوی اغېز د فرانسې انقلاب لامل وګرځېد کوم چې په ټوله نړۍ کې د عصري دیموکراسۍ په رامنځته کولو کې یې خورا زیاته ونډه درلوده.

د مکیاویلی په څیر، توماس هوبس، چې د ټولنیز تړون د تیورۍ لپاره پیژندل شوی، په دې باور و چې یو پیاوړی مرکزي ځواک، لکه سلطنت، د فرد د فطرتي خود غرضۍ د حاکمیت لپاره اړین دی، مګر هېڅ یو یې د پاچا په الهی/ مطلقه حقونو باور نه درلود، له بلې خوا جان لاک چې موږ ته یې د حکومت دوه تړونونه راکړل هغه هم د پاچاهانو په الهی/ مطلقه حقونو باور نه درلود، د اکویناس پلوی شو او د ارسطو د دې فرمان په منلو سره چې انسان د ټولنیز حیوان په توګه د ټولنیزې همغږۍ په حالت کې د خوښۍ په لټه کې دی د میکیاوېلي او هابز دواړو په وړاندې ودرېد. د اصلي ګناه څخه د روح د نجات په اړه د اکویناس د مخکښ نظر برعکس، لاک باور درلود چې انسان دې نړۍ ته د ټابولا راسا (سپینې او صافې تختې په څېر) ذهن سره راځي، د لاک په وینا، د هوبس له خوا وړاندیز شوی مطلق حاکم غیر ضروري دی، ځکه چې طبیعي قانون د عقل او مساوات پر بنسټ ولاړ دی او د انسان لپاره د سولې او بقا په لټه کې دی.[۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Miller, Fred (2017), "Aristotle's Political Theory", in Zalta, Edward N. (ed.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2017 ed.), Metaphysics Research Lab, Stanford University, بياځلي په 2019-10-04
  2. Yelegaonkar, Shrikant. Career in Political Science. Lulu.com. ISBN 9781329082748.
  3. Champion, Craige B. "Livy and the Greek Historians from Herodotus to Dionysius: Some Soundings and Reflections". Mineo/A Companion to Livy (in انګليسي): 190–204.
  4. "BBC - History - Julius Caesar". www.bbc.co.uk (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2019-11-01.
  5. Lane, Melissa (2018), "Ancient Political Philosophy", in Zalta, Edward N. (ed.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2018 ed.), Metaphysics Research Lab, Stanford University, بياځلي په 2019-11-08
  6. Aabriel Abraham (2002). Ventures in political science. Lynne Rienner Publishers. p. 29. ISBN 978-1-58826-055-0. Polybius attributes the remarkable growth and power of Rome to its political institutions.
  7. Lane, Ruth (1996). Political science in theory and practice: the 'politics' model. M. E. Sharpe. p. 89. ISBN 978-1-56324-939-6.
  8. Clarke, Michelle T. (2013). "The Virtues of Republican Citizenship in Machiavelli's Discourses on Livy". The Journal of Politics. 75 (2): 317–329. doi:10.1017/s0022381613000030. JSTOR 10.1017/s0022381613000030.
  9. Gay, Peter (1996). The enlightenment. Vol. 2. W. W. Norton & Co. p. 448. ISBN 978-0-393-31366-6. The men of the Enlightenment sensed that they could realize their social ideals only by political means.