د سیاسي تیورۍ فلسفه
د سیاسي تیورۍ فلسفه د بشر د پیدایښت له پیله تل له ټولنیزو او سیاسي چارو سره ښکېل پاتې شوی، دا تړاو کله د کوچني سازمان په توگه د کورنۍ په چوکاټ کې، او کله هم د ټبر، ټولنې، هېواد او نړیوالې ټولنې په کچه، له همدې امله دی چې وايي (تفکر) د بشر د عمر په اندازه عمر لري. دا بشري تفکر په حقیقت کې هماغه سیاسي تفکر دی یا په بله وینا له کله چې انسان د ستونزو د حل لپاره فکر کړی خپله په خپله د سیاسي تفکر څښتن شوی. د ټولنیز، کلتوري، سیاسي او اقتصادي ډگرونو په گډون په ټولو برخو کې بشري قوانین د انسان د ژوند د تاریخ په اوږدو کې د بدلون په حال کې وو. په ځینو ټولنو کې انقلابي خوځښتونه او په ځینو نورو کې تدریجي خوځښتونه په ټولنو کې د واکمنو قوانینو د بدلون لامل شوي چې معمولاً د انقلابي خوځښتونو لامل ژور ایډیولوژیک اغیز دی او د تدریجي خوځښتونه بیا د وخت لامل دی خو په هر حال دواړه د سیاسي تفکر او تیورۍ پایله ده.
د لرغون پیژندونکو او ټولنپیژندونکو په څېړنو کې د لومړنیو انسانانو سیاسي تفکر په یو ډول موندل کېږي، د بېلگې په توگه: څو زره کلونه له میلاد څخه وړاندې په افریقا، منځني ختیځ، هندوستان، یونان او نورو برخو کې انسانان په لومړني ډول د سیاسي فکر له لارې د خپلو ستونزو په حل کې بوخت و که څه هم دا ډول سیستماتیک، فلسفي او علمي نه وو. د سیاسي تفکر سیستماتیک، فلسفي او علمي ډول له میلاد وړاندې یونان کې لري، او له میلاد څخه پنځه پېړۍ وړاندې چېرته چې سقراط سیاست یواځې د اخلاقي آرونو له مخې د منلو وړ گاڼه او د لومړي ځل لپاره سیاست ته هم د سیاست علم وویل، افلاطون بیا پدې باور وو چې واکمنان باید فیلسوف وي یا فیلسوفان د چارو واگې په لاس کې واخلي.
سیاسي تفکر په یواځې سر ډېر کارندوالي نلري له بلې خوا د سیاسي تفکر او سیاسي تیورۍ په جوړښت کې هم ډېر واټن نه لیدل کېږي. سیاسي تفکر ښايي منفي او ورانوونکی او یا هم مثبت او رغند وي. سیاسي تفکر کله په سیاسي ایډیولوژۍ او کله په سیاسي تیورۍ بدل شوی چې طبیعي ده سیاسي ورانونکی تفکر په سیاسي ورانونکې تیورۍ او یا هم سیاسي ورانونکې ایډیولوژۍ بدلېږي. سیاسي تیوري هغه مهال ورانوکې ده چې سیاستوال په ذاتي او طبیعي ډول د ریښه موندنې او واقعیت موندنې سم ځواک ونلري. همدا لامل دی چې د سیاسي علومو باور یې د دې رښتې له پیدایښت راهیسې زیانمن کړی دی. نو ځکه تل تمه کېږي چې سیاست پوهان د دغه علم د آرونو په اړه پوره پوهه ولري. د بېلگې په توگه وروسته پاتې او یا هم د ودې په حال کې ټولنو ته په لومړني نظر کې گورو چې ستونزې تر ډېرې کچې د کنټرول وړ ندي او ځانگړی ټیکاو هم نلري.
خو دلته باید یادونه وشي چې ورانوونکې یا کمزورې سیاسي تیوریگانې په سیاسي علومو کې د سیاسي تیورۍ په توگه نشو گڼلای که څه هم په عامیانه نظر تیوري بلل کېږي. د سیاسي تیورۍ په ساده تعریف کې ویل شوي: د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې د ژوند او حکومت د ستونزو د فهم او حل لپاره د انسان هڅو ته سیاسي تیوري وايي که دا هڅې نړیوالې کېږي نو د نړیوال سیاست تیوري بلل کېږي. سیاسي تیوري د سیاسي او بشري علومو د یوه تخصص په توگه روانې ټولنیزې، کلتوري، مذهبي، اقتصادي او سیاسي چارې جاجوي، بشپړوي او ریښې یې تعقیبوي او بیا یې شننې او څېړنې ته کار کوي، که اړتیا وي پرې نیوکه کوي او بالاخره یې پر ځای نوې تیوري معرفي کوي. سیاسي تیوري دغه راز نړیوال کارندوالی لري، د بېلگې په توگه: د دیموکراسۍ تیوري. په بله وینا ویلای شو چې سیاسي تیوري په یوه ټولنه کې د واک د ډول او جوړښت په اړه کره کتنه او د یوه حکومت د سیاستونو فیلسوفایز کول.
د حکومت، آزادۍ، برابرښت او عدالت په څیر کلمې د سیاسي تیوریو په تگه یادېدای شي چې دا ټولې بیا تر سیاسي تیوري لاندې راځي. د ایډیولوژیو څېړنه، د هغو پېژندنه او شننه د سیاسي تیورۍ مهمه دنده گڼل کېږي چې ویلای شو چې فاشیزم، ماکسیزم، لیبرالیزم، کپیټلیزم، دین، نشنلیزم، او حتی ډیموکراسي مشهورې معاصرې ایډیالوژۍ دي. سیاسي تیوري په حقیقت کې د سیاسي علومو بنسټ او ریښه ده، که سیاسي علوم له یوې سکې سره ورته وبولو نو یو لوری یې سیاست پوهنه او بل یې د سیاست تیوري ده. یو سیاسي تیوریسن لکه معمار هسې دی چې ودانۍ ترسیموي، که د ودانۍ بنسټ سم نه وي جوړ شوی نو دا وداني او اوسېدونکي به یې یوه ورځ د جوړونکي د تېروتنې ښکار شي. د یوه سیاسي تیوریسن د کار پایله هم کلونه وروسته روښانه کېږي چې که منفي وي ټولنه له ناورین سره مخ کولای شي.
سرچینې
[سمول]- انټرنټ
- احمد رضا طاهر، د (فلسفه تئوری سیاسی) مقاله