د سیاسي اسلام ماته کتاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سیاسي اسلام ماته د سیاسي اسلام ماته کتاب د فرانسوي لیکوال اولیویه روه اثر دی چې د اسلامي غورځنګونو پر فعالیتونو یې منتقدانه بحث کړی دی. له دري ژبې څخه د یاد کتاب پښتو ژباړه د هېواد نومیالي ژورنالېست او ژباړن ښاغلي محمد زبیر شفیقي کړې ده. کتاب ۲۸۶مخونه لري او تازه د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ شوی دی. ټول کتاب په دیارلسو برخو وېشل شوی دی په لومړۍ برخه کې مقدماتي او اېډیالوژیک بحث شوی دی له هغې وروسته په دوهمه برخه کې د اسلام او سیاست تر عنوان لاندې جامع بحث شوی دی، په درېیمه برخه کې د اسلامېزم اېډیالوژۍ په اړه هر اړخیز بحث شوی دی، په څلورمه برخه کې د اسلامېزم ټولنپوهنه ارزول شوې ده، په پنځمه برخه کې د اسلامېزم د اېډیالوژۍ بحران څېړل شوی دی، په شپږمه برخه کې نوې بنسټپالنه تشریح او تنقید شوې، په اوومه برخه کې د اسلامپالو جیوستراتېژۍ په اړه بحث شوی دی، په نهمه برخه کې د اسلامي اقتصاد په اړه پراخ بحث شوی دی، په لسمه برخه کې د افغانستان په جهاد او دودیزه ټولنه بحث شوی دی، په یوولسمه او دوولسمه برخه کې د ایران پر اسلامي اوښتون او شیعه یېزم بحث شوی دی او په دیارلسمه برخه کې د پایلې تر عنوان لاندې د یوې ناډاډمنې راتلونکې په اړه جامع بحث شوی دی. په ټوله کې د لیکوال هڅه دا ده چې دغه پوښتنې ته ځواب ومومي چې ایا اوسنی سیاسي اسلام به پر دې برلاسی شي چې اسلامي ټولنو ته بدیل وړاندې کړي که نه؟ د کتاب په بشپړ لوستلو سره به ځواب ومومی. ددې کتاب او اېډیالوژۍ پلویانو نیوکو ته په ځواب کې د اسلامي غورځنګونو یو سر لاری ښاغلی راشد الغنوشي وایي چې سیاسي اسلام د ماتې سره مخ نه دی بلکې د سمون، تیاري او بیا پیاوړي کېدو په حال کې دی. خو عیني واقعیتونو ته په کتو داسې څه نه لیدل کېږي چې اسلامېزم د نړیوال سیاست یو مطرح قطب معرفي کړي. د تمدونونو ټکر نومي کتاب لیکوال ساموئل هانتېګتون په اند په نني نړیوال نظم کې مسیحي تمدن په ټولو حوزو برلاسی دی او اسلامي تمدن د افراطیت په لومو کې ښکېل دی او دا ښکېلتیا کولای شي چې د نړۍ نظم ته ګواښونه پېښ کړي نوموړي هم پر اسلامېزم منتقدانه تمرکز کړی دی خو د اسلامي ټولنې د مطرح متفکرینو له اېډیالوژیکو غبرګونونو سره مخ شوی دی. په مجموع کې ددې کتاب په لوستلو سره کولای شو چې د اسلامي غورځنګونو د ځوړتیا او نه پیاوړتیا لاملونه وپېژنو او دا لاره ومومو چې څنګه کېدای شي چې اسلامېزم د نړیوال نظم یوه مطرح برخه شي او د وضعي قوانینو په متورم بازار کې شریعت خپل حاکمیت وساتی شي.

www.aksosbookstore.com[مړه لينکونه]