د سکندریې کلیمینټ
ټیټوس فلاویوس کلیمینز، چې د سکندریې د کلیمینټ په نوم هم مشهور دی (زوکړه ۱۵۰ میلادي کال – مړینه ۲۱۵ میلادي کال)، هغه عیسوي روحاني او فیلسوف و چې د سکندریه د ښوونې او روزنې په مکتب کې یې تدریس کاوه. د هغه له شاګردانو څخه کولای شو له اوریجین او د بیت المقدس له الیکزاندر څخه نوم واخلو. نوموړی چې عیسوي شوی و، د لوړو زده کړو لرونکی یو کس و چې له کلاسیک یوناني فلسفې او ادبیاتو سره بلد و. لکه څرنګه چې د هغه دری اصلي اثار ښیي، کلیمینټ په خپل عصر کې تر بل هر مسیحي متفکر زیات په تېره بیا د افلاطون او رواقیون په پرتله، د هلنیسټي فلسفې تر اغېز لاندې راغلی و. د نوموړي پټ اثار چې یوازې ټوټه ټوټه شتون لري، ښیي چې نوموړی تر مسیحیت او ګنوزیزم پورې د یهودیانو له باطن غوښتنې سره هم بلد و. نوموړي په خپل یوه اثر کې استدلال کړی چې د یوناني فلسفې منشاء په غیریوناني متونو کې ده او ادعا یې وکړه چې افلاطون او فیثاغورث دواړو ته د مصري پوهانو له خوا تدریس شوی دی.
کلیمینټ ته معمولاً د کلیسا د پلار په سترګه کتل کېږي. نوموړی په قبطي مسیحیت، شرقي کاتولیک، ایټوپايي مسیحیت او انګلیکانیزم کې د یوه سنټ په توګه د درناوي وړ ده. نوموړی تر ۱۵۸۶ کال پورې د لویدیځ په کاتولیک مذهب کې د درناوي وړ و، تر هغه چې د بارونیوس په سپارښتنه پنځم پاپ سیکسټوس د هغه نوم له رومي استشهادپېژندنې څخه پاک کړ. شرقي ارتوډوکس کلیسا بیا په ۱۰مه پېړۍ کې د سکندریه کلیمینټ ته هر ډول درناوی لرل پای ته ورساوه.[۱][۲]
ژوندلیک
[سمول]د کلیمینټ د زوکړې نېټه او د زوکړې ځای هېڅ معلوم نه دی. داسې اوازې دي چې هغه د ۱۵۰ میلادي کال شاوخوا زیږیدلی. د سالامیس د اپیفانیوس په وینا، هغه په اتڼ کې نړۍ ته راغلی، خو د یوه سکندریهيي د زوکړې دود هم شته. د هغه والدین بت پرستان و او کلیمینټ بیا عیسویت ته اوښتی و. هغه په پروټرپټیکوس کې د یوناني دین او نورو له اسرارو ډکو ادیانو په اړه پراخه پوهه ښیي، چې کېدای شي د هغه د کورنۍ د مذهب د کړنو له مخې رامنځته شي.[۳]
نوموړي چې په ځوانۍ کې بت پرستي د اخلاقي مفاسدو له مخې رد کړې وه، یونان، کوچنۍ اسیا، فلسطین او مصر ته یې سفر وکړ. د کلیمینټ سفرونه په لومړۍ درجه کې یو مذهبي اقدام و. په یونان کې، هغه له یوه ایونیايي حکیم سره مخ شو چې هغه د یوه اتڼي اتناګوراس په توګه پېژندل شوی دی؛ په داسې حال کې چې په ختیځ کې، هغه ته د یوه اشوري له خوا تدریس وشو چې د ټاتین په توګه پېژندل کېده او همداشان د یوه یهودي له خوا ورته تدریس کېده چې په احتمال سره هغه د قیصریې تیوفیلوس و.[۴]
د ۱۸۰ میلادي کال شاوخوا، کلیمینټ سکندریې ته ورسېد، چېرې چې هغه له پانټانوس سره لیده کاته وکړه چې د سکندریه په کاتکتیک ښوونځي کې یې تدریس کاوه. یوسيبیوس وايي چې پانټانوس هغه مهال د دې ښوونځي مشر و، خو په دې اړه لا مخالفت شته چې ایا د اوریجین له وخت مخکې د دغه ښوونځي ادارې رسمیت پیدا کړی و که نه. کلیمینټ د پانټانوس تر نظر لاندې تحصیل وکړ او ۱۸۹ کال وړاندې د پاپ جولیان له خوا د کشیش په توګه وټاکل شو. پرته له دې کار څخه، د کلیمینټ په اړه په سکندریه کې نور هېڅ معلومات نشته. ښايي هغه واده هم کړی وي، چې دا حدس د نوموړي له لیکنو څخه تایید کېدای شي.[۵][۶][۷][۸][۹]
د سوریانو د ازار او شکنجې په موده کې یعنې له ۲۰۲ څخه تر ۲۰۳ کلونو پورې کلیمینټ سکندریه پرېښوده. په ۲۱۱ کال کې، د بیت المقدس الیکزاندر هغه ته یو لیک ولیکه او نوموړي څخه یې وغوښتل تر څو د انطاکیه کلیسا ته ورشي، په دې معنی چې کلیمینټ دغه وخت کې په کاپادوکیه یا بیت المقدس کې ژوند کاوه. نوموړی په ۲۱۵ کال کې په یوه ناڅرګند ځای کې ومړ.[۱۰]
الهیاتي اثار
[سمول]دریګونې
[سمول]د کلیمینټ دری اصلي اثار پاتې دي چې دې دریو اثارو ته یې په ګډه سره دریګونې ویل کېږي.
- Protrepticus (هڅوونه) په ۱۹۵ میلادي کال کې لیکل شوی[۱۱]
- The Paedagogus (Tutor) په ۱۹۸ میلادي کال کې لیکل شوی[۱۱]
- Stromata (متفرقه) چې په ۱۹۸ تر ۲۰۳ میلادي کال کې لیکل شوی[۱۱]
پروټریپټیکوس
[سمول]د پروټروپټیکوس کتاب ( چې یوناني نوم یې Προτρεπτικὸς πρὸς Ἕλληνας ده او معنی یې ده د یونانیانو هڅوونه) هغه کتاب دی چې لکه څرنګه چې یې له نوم څخه معلومیږي موخه یې د یوناني بت پرستانو هڅول دي تر څو مسیحیت ته را واوړي. په دې کتاب کې کلیمینټ د بت پرستانو د اساطیرو او الهیاتو په اړه خپله پراخه پوهه ښیي. دا چاره په اصل کې د کلیمینټ له خوا دین د انسان پېژندنې د یوې پدیدې په توګه بیان شوی دی. له یوه لنډ فلسفي بحث وروسته، د یونان د دین تاریخ په اوو پړاوونو کې پیلیږي. کلیمینټ وړاندیز کوي چې په لومړي سر کې انسانانو په تېروتنې سره لمر، میاشت او نور اسماني اجرام خدایان ګڼل. د ودې وروستی پړاو، د کرهڼیزو محصولاتو عبادت ده، چې له دې ځای څخه یې د ډمتر او ډیونیسوس له دین سره مبارزه پیل شوه. انسانانو وروسته بیا غچ اخیستنې ته درناوی کاوه او له مینې او ډار څخه یې انساني احساسات د خلکو په منځ کې د خدای په توګه دود ګرځول. په بل پړاو کې، هزیوډ او هومر شاعرانو د خدایانو شمېرې وړاندې کوي. هزیوډ د خدای شمېر ۱۲ معرفي کوي. بالاخره، انسانان هغه پړاو ته ورسېدل چې نور خلک لکه سکلپیوس او هراکلیس یې د خدای په توګه معرفي کړل. د بت پرستي په بحث کې کلیمینټ ادعا کوي چې د بدوي دین توکي بې شکله لرګي او ډبرې وي او په همدې ترتیب سره د بتانو د تراشلو پر مهال دا طبیعي شیان ترې رامنځته شول. له افلاطون څخه په تبعیت سره، کلیمینټ د تجسمي هنرونو پر تولو ډولونو باندې ګوتنیونه کوي او وړاندیز کوي چې هنري اثار یو ډول فریب ورکوونکي او «وژونکي د بازي اسباب» دي.[۱۲][۱۳][۱۴]
کلیمینټ په پروټرپټیکوس کې یوناني بت پرستي له دې مخې نقد کوي چې د هغوی خدایان د ناسمو او کمزورو اخلاقو بېلګې دي. نوموړی له اسرارو ډکو ادیانو باندې د تشریفاتو او د هغوی د عرفان له مخې برید کوي. په تېره بیا، د ډیونوسوس عبادت کوونکي د کورني تشریفاتو له مخې (لکه په مراسمو کې د ماشومانو د ساعتیري د وسایلو د کارولو له مخې) د نوموړي تر تمسخر لاندې راځي. نوموړی په ځینو مواردو کې وړاندیز کوي چې بت پرستانو خدایان انسانانو جوړ کړي دي، خو په ځینو نورو حالاتو کې بیا وړاندیز کوي چې هغوی انسان دوسته شیطانان دي او د همدې فرضیې په تایید کې ګڼې کلاسیکې سرچینې یادوي. کلیمینټ لکه د زیاترو نورو کلیسايي پلرونو په څېر د اوهمروس او نورو منطق پالو فیلسوفانو په اړه مثبتې خبرې لیکلي دي، په دې خاطر چې هغوی حداقل د بت پرستي نیمګړتیاووې ویني. خو بیا هم، د هغه تر ټولو زیاته د افلاطون ستاینه کړې ده، چې د خدای په اړه د مسیحیت نظریه وړاندې کوي. [۱۵]
د پروټریپټیکوس په داستان کې د اورفیوس شخصیت خورا مهم دی او کلیمینټ د اورفیوس سندره چې د بت پرستي د خرافاتو ښکارندوی ده، د عیسی له الهي لوګوس سره په ټکر کې ږدي. د کلیمینټ په عقیده، یوازې مسیحیت ته په را اوښتو سره کولای شو په بشپړه توګه په لوګوس کې چې د نړیوال حقیقت دی ګډون وکړو.
سرچينې
[سمول]- ↑ Ware, The Orthodox Church, 340; De Young, The Religion of the Apostles, 44; Spark, The Orthodox Study Bible, 1800.
- ↑ Akin, The Fathers Know Best, 45, 52, 61, 73, 93, 141, 224, 354.
- ↑ (Ferguson 1974، م. 13)
- ↑ (Ferguson 1974، م. 13)
- ↑ (Ferguson 1974، م. 14)
- ↑ (Ferguson 1974، م. 16)
- ↑ (Ferguson 1974، م. 15)
- ↑ Eusebius, Eccl. Hist. 6.13.2; 6.6.1
- ↑ Stromateis 1.1.11.2
- ↑ Eusebius, Eccl. Hist. 6.14.8
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ (Ferguson 1974، م. 1)
- ↑ (Droge 1989، م. 13)
- ↑ (Droge 1989، م. 13)
- ↑ (Ferguson 1974، م. 4)
- ↑ (Ferguson 1974، م. 4)